د � سوچه کولو � په بهير کي کله کله داسي هم پېښ سوي دي، چي ځيني کليمې بې څېړني او
پلټني پردۍ ګڼلي سوي؛ او د دې ناسمي انګېرني له مخي د هغو پر ځای د پښتو د � سوچه
ټکو � په نامه، نوي کليمې وړاندي سوي دي . لکه څنګه چي پوهېږو د هري ژبي کليمات،
اصطلاحات او محاورې د بېلابېلو سيــــاسي، اجتــــــــــماعي ، فکري، فرهنګي او
اقتصادي بدلونونو له امله خپل رنګ او جوله اړوي . هغه څوک چي د اوښتو ټکو او عبارتو
پلار او نيکه و نه پېژني، بې شکه دغه راز کليمې، ترکيــــبونه او اصطلاحات ټول پردي
ګڼي؛ او په ډېري زړورتيا سره ځان ته حق ورکوي، چي هغو ته د دوی په ګومان نور پښتو
ټکي او لغتونه وټاکي ( په دې اړه د نور مالـــــــــومـــــــــات له پاره وګورﺉ :
حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۹۴ ) .
لوی استاد - علامه عبدالحي حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) په هغه ژوره
څېړنه کي، چي � د پښتو لغاتو د تحقيق لاري � نوميږي، د هغو کليمو څو بولګې وړاندي
کړي دي، چــــــــي ځينو خلګود ظاهري جولې ( تلفظ او املأ ) پر بنسټ پردۍ ګڼلي دي؛
او بيا يې د همدې دليل له مخي لستوڼي را نغښتي دي؛ او هغو ته يې د دوی په ناسم
ګومان نوري � سوچه � پښتوکليمې جوړي کړي دي . پــــــــه داسي حال کي، چي د
ايټيمولوژۍ او مورفولوژۍ له اړخه دغو ټکو ته په ژوري او هر اړخيزي کتني سره له
ورايه څرګنديږي، چي دا بې وزلي او رټل سوي لغتونه هيڅکله پردي نه دي . د دغو ټکو څو
نمونې په دې ډول دي :