مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مخکنۍ خبري


د لوی خدای په نامه
زه په يوه سوچه پښتني کورنۍ کي زوکړی يم . د لوی او مهربان څښتن له برکته او د خپل فاضل او عارف پلار په زيار مي، په کورني چاپېر کي تل د پوهي او څېړني خورا په زړه پوري اثار موندل کېده . دا هم د هغه بې ساري غني او سخي ذات پېرزوينه وه، چي له کوچني والي څخه مي د دې مادي نړۍ تر هر نعمت له کتاب او قلم سره ډېره مينه لرله . د ښوونځی کتابونو به مي د زده کړي او پلټني تنده نه ماتوله، نو ځکه به زياتره د بېلابېلو ورځپاڼو، مجلو او کتابونو په لوست بوخت وم . په پيل کي مي د نورو ژبو په پرتله، له خپلي مورنۍ او پلرنۍ ژبي ( پښتو ) سره مينه او څوَب ډېر زيات ؤ . د ځينو پخو او پياوړو پښتنو ليکوالو د خوږو ليکنو خوند مي تر اوسه هم له زړه نه وزي . باور وکئ، چي د ځينو ليکوالو خوږو علمي مضمونونو او داستاني اثارو به د کهربا په څېر په ځان پوري موښلولئ وم ؛ يوګړی به یې بلي خوا ته نه پرېښووم . ښه مي په ياد دي، چي ځيني رسالې او کتابګوټي به مي هيڅکله دوهمي ورځي ته نه پرېښوول ؛ په دوبي کي به کله په خونه او کله به د باندي د تاکانو تر يخ سيوري لاندي، په داسي جوش او جذبه د هغو په لوستلو اخته وم، چي د دونيا ټولي ښې او ښادۍ به مي هېري وې . د مني او ژمي په پيتاوي کي به مي هم، د داسي اثارو په لوستلو سره د زړه ګرمي لا زياتيده؛ خو له بده مرغه په پښتو کي د داسي ليکنو او اثارو شمېر له لويه سره ډېر لږ ؤ ؛ او هغه په دې، چي له يوې خوا د زمانو ډول ډول ناخوالو زموږ د لرغوني او سپېڅلي پښتو ډېر ارزښتناک او ګران بيه اثار له خاورو سره خاوري کړي دي؛ او له بلي خوا ځينو بې دردو پښتنو واکمنانو هم په خپلو ناسمو سياستونو سره، د خپلي سپېڅلي ژبي او اصيلو دودونو پر ځای، د نورو ژبو او فرهنګي ميراثونو، روزني او پالني ته ملاوي تړلي وې؛ او تر اوسه پر دې پله پل ږدي . تاريخ شاهد دﺉ، چي د دې خاوري د ننګ او ناموس په ساتنه کي، تر هر چا مخکي د اتلو او زړورو پښتنو ويني توی سوي دي؛ او لا پسي توييږي؛ خو په ډېر تأسف سره چي د هيواد زياترو سياسي حاکمانو يې لرغوني او وياړلي ژبي ته ، د دوهمي درجې ژبي په سترګه کتلي؛ او لا کتل کيږي . دې بې رحمانه چلند، پښتو له ښارونو او مدني ژوند څخه ليري په غرونو او رغونو کي ايسار کړې وه ؛ د ودي او پرمختګ ټولي لاري يې بندي سوي وې . د همدې دلايلو له مخي، ناڅاپي نه ده چي پښتو اوس له ادبي او علمي اړخه، ډېره خواره او نېستمنه پاته سوې ده . . .
که څه هم نن سباپه پښتنو کي د خپلي لرغوني ژبي او پښتني رواجونو د را ژوندي کولو مينه، تر بل هر وخت ډېره سوې ده؛ مګر د پښتو د ودي او غوړېدو په لار کي پېچومي او کړاونه تر پخوا نه دي لږ سوي . د بې شماره ستونزو او ربړونو له ډلي څخه يوه مهمه ستونزه د � معياري � او � سوچه � پښتو په نامه د ځينو پښتنو ژورناليستانو، شاعرانو، ليکوالو او پوهانو افراطي هلي ځلي دي، چي زموږ د مندو او پلرونو ساده، اسانه او خوږه پښتو يې په يوه زموخته، پېچلي او کړکېچنه ژبه اړولې ده . د هري ورځي په تېرېدو سره د پښتو په وينګ او کښنګ ( شفاهي او تحريري بڼه) کي، توپير مخ په ډېرېدو دﺉ . دې کار د ژبي طبيعي ښکلا، اساني او خوږوالی تر ډېره ځايه له منځه وړی دﺉ؛ پښتو نه يوازي د دې ژبي بهرنييو مينه والو ته د رياضي او فزيک تر فارمولونو ګرانه سوې ده؛ بلکي موږ ټول پښتانه هم د � معياري � او� سوچه � پښتوله ناوړو اغېزو خلاص نه يوو . ځینو بې پلټني او څېړني په چټکۍ سره د نوو ټکو او اصطلاحاتو جوړولو ته پونده ورکړې ده؛ هر څه چي يې پر دماغ ښه ولګيږي، سمدلا سه يې د نوي لغت او نوي اصطلاح په نامه را باسي؛ او بيا يې د خپلو سياسي ملګرو، شخصي خواخوږو او شاګردانو په مرسته په بېلابېلو مطبوعاتي وسيلو کي د پخو کاڼو او وروستييو پرېکړو په توګه خپروي؛ ځيني د ټولنيزو ژوند د مسلطلو قوانينو، په تېره بيا د کليماتو د مرګ او ژوند د قانون پر خلاف، په تکلف او تصنع سره کوښښ کوي، چي هر څه د امير کروړ په ژبه و وايي او ولیکي؛ ځيني نور بيا يوازي د خپلي خوښي لرغونو او وضعه کړو ټکو يو بد خونده کيچړی د � معياري پښتو � په توګه ټولني ته وړاندي کوي؛ او له هر چا څخه په کلکه غواړي، چي په پټو سترګو يې ومني؛ او خپرولو ته يې ملاوي وتړي .
د خلګو په ژبه او نورو اصيلو فرهنګي ميراثونو دا چپه غوبل، په واقعيت کي د هغو کسانو له خوا کيږي، چي له يوې خوا ځانونه د پښتو ژبي او پښتني دودونو سرسپارلي ساتونکي ګڼي؛ او له بلي خواپه ډاډ او جرأت سره ادعا کوي، چي د پښتو ژبي، ادب او تاريخ په څېړنه کي هيچيري تر دوی لوړ علمي او مسلکي مقام نسته؛ نو ځکه پرهر هغه چا د جهالت او بې سوادۍ ټاپه وهي، چي د دوی پر هر ناسم او ناسره نوښت د انتقاد ګوته نيسي . د هيواد مطبوعات او د بېلابېلو تعليمي او تحصيلي مؤسسو د زده کړي کتابونه خوڅه چي د شعر رنګارنګي، لطافت او نوښتګري هم د � معياري � او � سوچه � پښتو له شر او ناوړه اغېزو خوندي نه ده پاته . سربېره پردې، د دې افراطي غورځنګ پلويانو له څو کلونو راهيسي کرار کرار دې خبري ته هم لستوڼي را نغښتي دي، چي د پښتو ګرده پخواني اثار هم د خپلو جعل کړو معيارونو پر بنسټ له سره چاپ کړي؛ او په دې توګه د پښتو ژبي او ادب په تاريخ کي، د بېلابېلو لهجه يي توپيرونو او ځانګړتياوو ټولي نښي نښانې له منځه يو سي؛ په بله وينا هر څه له امير کروړه تر دې دمه، د خپلو ناسمو معيارونو په خوم ( خم ) کي ورنګوي؛ د مثال په توګه هر چيري چي د � سو � او � سي � ټکی وګوري، سمدستي يې په � شو � او � شي � اړوي . همدغه راز د � څلرم � او � نونسم � په څېر ټکي بې هيڅ پلټني او ګروېږني په � څلورم �، � نولسم � او داسي نورو بدلوي؛ اما په دې عيني واقعيت ځانونه نه خبروي، چي د خدای بخښلو شاعرانو يا ليکوالو له سلو پښتو څخه يو پښت هم د دوی په شان پښتونه ويل او نه ليکل . همدا اوس د احمدشاه بابا، پيرمحمد کاکړ، شمس الدين کاکړ او نورو له شعري ديوانونو څخه رانيولې د لوی استاد - علامه عبدالحي حبيبي، منلي شاعر او ليکوال - استاد عبدالرؤف بېنوا، فاضل استاد - علامه عبدالشکور رشاد او ځينو نورو شاعرانو، ليکوالو او څېړونکو له لوړو ادبي او علمي اثارو سره همداسي لوبي کيږي .
له دې کبله د اريانۍ ( حيرانۍ ) خبره نه ده، چي نن سبا د پښتو په هغو اثارو کي، هيڅ خوند او خوږوالی نه ليدل کيږي ، چي د � معياري � پښتو په اومه او کرغېړن رنګ لړل سوي وي . د � معياري � او � سوچه � پښتو په نامه دغو بې ځايه او بې ګټي کوښښونو زياتره پښتانه دې اړ کړي دي، چي د خپلو ذوقي او علمي اړتياوو د ليري کولو په مقصد نورو ژبو له هغې ډلي څخه پارسي او اُردو ته مخه کړي . د داسي پښتنو شمېر لږ نه دي، چي له نورو ټبرونو سره د دوستۍ او خېښۍ په وجه اوس په کورونو کي پارسي يا اردو وايي؛ خو د زړه له کومي هيله لري، چي د خپلو پلرونو او نيکونو په خوږه ژبه ليک او لوست زده کړي . ليکن په خواشينۍ سره د � معياري � پښتو پلويانو، زموږ د پلرونو او نيکونو خوږه پښتو اوس دونه پېچلې او ګرانه کړې ده، چي نه يوازي يې هغوی زده کړي ته زړه نه ښه کوي؛ بلکي زموږ په څېر سوچه پښتانه يې هم له ډېرو ربړونو او پېچومو سره مخامخ کړي دي .
دغو ټکو ته په پام سره مي، له ډېرو کلونو راهيسي په زړه کي وه، چي د پښتو د بې خونده کولو او ګرانولو پر دغه ناسم بهير څه وليکم؛ او په دې توګه د خپلي اسانه او خوږې ژبي په خوندي کولو او روزلو کي خپله ونډه واخلم . له نېکه مرغه تر ما مخکي زموږ د هيواد تکړه ليـــــکوال او څېــــــــړونکي ، ښاغلي محمد معصوم هوتک، د يوې پراخي ليکني په ترڅ کي، د معياري او سوچه پښتو پر ځينو مهمو اړخونو علمي او مستدلي خــــــبري وکړې، چـــــي د � معـيـــــاري پښتو� د ځيــــــنو ټېکه دارانو له ناوړه غبرګونونو سره سره يې، د پښتو ژبي په پراخو کورنييو او بهرنييو مينه والو کي پراخ هرکلی را وپاروه ( عُمر دې ډېر او قلم دې غښتلئ وي .)
په دې لنډه ليکنه کي، چي اوس ستاسي درانه حضور ته وړاندي کيږي، د معيار او معياري ژبي پر بېلابېلو اړخونو او د ژبي د سوچه تابه پرڅو اړخيزي څېړني سربېره، په نننۍ پښتو کي د ځينو التباسونو او ناوړه ترکيبونو د څو بولګو او په پای کي د پښتو ژبي د ريښتني بشپړتابه په باره کي، ځيني تحليلي او انتقادي خبري سوي دي .
په دې خاطر چي په افغانانوکي د اثارو علمي کره کتنه تر ډېره حده نوی ګام او نوې پېښه ده؛ او ډېر ځله يې د علمي نقد اصلي هدفونو ته د خدمت پر ځای، د ليکوالو او څېړونکو تر منځ راز راز تربګنيیو ته لاره هواره کړې ده، نو ځکه مي قصداً وپتېيله، چي په خپلو ماتو او ګوډو خبرو کي، د هــــيچا پر ليکنه او نظــــريه مستقيماً ګـــــــوتـــــه و نه نيسم . د طرحه سوو مسألو په څېړنه او شننه کي مو د خپلو دلايلو د لاروښانولو او استناد له پاره مو ځای ځای د افغاني فرهنګ په تېره بيا پښتو ژبي او ادب د وتلي او منلي بابا، لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي، ځيني ويناوي او نظريې هم د يوه باوري سند او دقيق محک په توګه وړاندي کړې، چي پر ژبپوهني او ادبپوهني سربېره د ټولنپوهني او فلسفې له اړخه هم خورا لوی ارزښت لري . د پښتو ژبي ټول کورني او بهرني مينه وال په ډېري اسانۍ سره کولای سي د برهان المحققين، لوی استاد علامه حبيبي، د عالمانه او مستدلو نظريو په رڼا کي، زموږ د لرغوني ژبي او شتمن فرهنګ په اړه هر سم له نا سمه بېل کړي .
ښايي ځيني ژبپوهان، ليکوال او څېړونکي د دې انتقادي طرحي له ځينو برخو او ځينو ټکو سره پوره هوکړه ونه لري، چي دا کار په علمي څېړنو کي څه نوې او عجبه خبره نه ده . سره له دې هم له ټولو درنو پوهانو اوګرانو لوستونکو څخه په درناوي هيله کوم، چي د دې ماتي ګوډي ليکني په ټولو برخو کي د ناپوهۍ، کمــزوري استدلال او نا رسا بيان له امله د دې عاجز پر تېروتنو او نيمګړتياوو سترګي پټي کړي؛ او په خپلو لوړو نظريو او علمي څېړنو سره د هغو په بشپړتيا کي برخه واخلي . د دې ليکني اساسي مقصد هم دا دﺉ، چي ګرده پښتانه ژبپوهان، ليکوال، څېړونکي، شاعران او صاحب نظران بايد د ساده کولو، اسانه کولو او لا په زړه پوري کولو له لاري، زموږ د وياړلي ژبي ( پښتو ) د ودي او پراختيا له پاره نه ستړي کېدونکي او پرله پسې هڅي وکړي . په بشپړ باور سره، هيڅوک د دې خبري په سموالي او کره والي کي شک نه لري، چي يوازي د اسانۍ، سادګۍ او پوخوالي له لاري کولای سو، د هيواد په دننه او بهر کي د پښتو ژبي د مينه والو لمن پراخه کړو؛ او په دې توګه د دې لرغوني او سپېڅلي ژبي د لا پرمختيا او غوړېدو په لار کي ارزښتناک ګامونه پورته کوو .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery