لهجه دخبرواتروطرزيادخبروددافادې يوډول دئ . لهجې ته په انګرېزي کي dialect وايي چي
ديوناني لغت dialectos څخه مشتقه کلمه ده اوډيالکټوس دخبرو کولوطريقې ته ويل کيږي .
لهجه ديوې ژبي محلي نوعه هم بللای سو. لهجې ته فرېزيو لوجي phraseologyهم ويله سوې
ده (١) اوهغه هم د افادې دڅرګندولولاري ته ويل کېږي .
لهجې پرجغرافيايي ماحول سربېره په ټولنه کي ديوې ژبي د ويونکوله ټولنيزاواقتصادي
دريځ سره هم بدلون مومي . د کليوالو لهجه ، دبزګرولهجه ، دمامورينولهجه ،
داشرافولهجه ، او نوري ډېري لهجې يې په مثالوکي راتللای سي .
دژبي پوهان په دې عقيده دي ، چي دژبي لهجه هغه وخت منځ ته راځي چي ويونکي يې له خپل
اصلي اوطبيعي ټاټوبي څخه د بېلابېلو ټولنيزو، اقتصادي ، سياسي اونظامي عواملوله
امله نورو سيموته ولېږدېږي اوهورې دنوروژبوپه ګاونډکي واقع سي او د نورو ژبواو
ثقافت تراغېزې لاندي راسي . دځينولهجودانکشاف لړۍ دومره پسې اوږده سي ، چي يوه بله
ژبه منځ ته راوړي .
(١)ټوني کاولي ٨٣مخ