مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غريب وليداد- [د هندوستان كيسه]

په يوه كلي كې يو غريب او بوډا سړى يوازې اوسېدو، چې نوم يې ولي داد و. ده به ټوله ورځ په شنو ورشو كې واښه كول. ماښام به يې د وښو لويه ګېډۍ په سر كړه، لور به يې په ملا ويستوني وټومبله او د ښار منډوي ته به روان شو.
د ده واښه به هره ورځ په پنځوانو (يوه سكه) خرڅ شول. كله څلور او كله به يې په څلورنيمو انو ځان ته ډوډۍ واخيستله او كور ته به راغى. ډوډۍ به يې وخوړله او هغه ټكه (نيمه انه) يا انه چې به ورسره پاتې وه، د خپلې جونګړې په ګوټ كې ښخ شوي منګي ته به يې واچولې.
ولي داد له خپل ژونده ډېر خوشحاله و، ډېره موده همدغسې تېره شوه. يوه ورځ يې خپلو جامو ته وكتل او فكر يې وكړ، چې نوې جوړه جامې ځان ته واخلي، د جونګړې په ګوټ كې له ښخ منګي نه يې ټولې ټكي انې راوايستلې او حيرانه پاتې شو، چې دومره ډېرې پيسې څنګه راټولې شوي. ځان له يې د خامتا يوه جوړه جامې واخيستې، خو بيا هم ډېرې پيسې ورسره پاتې وې. نه پوهېده چې په دې پيسو څه وكړي. ټوله شپه يې چورت واهه. اخر سهار راپاڅېد، نو ټولې پيسې يې يوه زرګر ته يووړې. هغه ورله په دې پيسو د سرو زرو يو بنګړى جوړ كړ.
اوس ولي داد حيران و، چې د سرو زرو په بنګړي څه وكړي؟ د ده اولادونه هم نه وو، په بازار كې به يوه سړي تل د خپلو اسونو لپاره له ولي داد نه واښه رانيول.
نن چې يې واښه منډيي ته يووړل، نو هغه سړى يې وليد، له هغه يې پوښتنه وكړه، چې ته خود تجارت لپاره ډېرو ملكونو ته ځې راځې، دا راته ووايه چې يوه ډېره ښايسته او نېكبخته ښځه پېژنې؟
تجار يو څو شېبې سوچ وكړ، بيا يې وويل:
له دې ځايه شمال لوري ته د ښايستان وطن دى. د دې ملك شهزادګۍ ډېره ښكلې او په ښه نامه يادېږي.
خو ستا ورسره څه كار دى؟ هغه له خپله جېبه د سرو زرو بنګړى راوايست او تجار ته يې وويل:
ته چې كله هم ښايستان ته لاړې، نو دې شهزادګۍ ته زما له اړخه دا بنګړى ډالۍ كړه او ورته ووايه چې دا د يوه داسې كس له خوا تا ته ډالۍ كېږي، چې په ښه عمل باور لري.
تجار له هغه نه بنګړى واخيست او څه موده وروسته چې د يوې قافلې سره يې ښايستان ته خپل تجارتي مالونه يووړل، نو شاهي ماڼۍ ته هم لاړو، په هغو ورځو كې دا دود و چې تجارانو به ښه او ناپايه شيان د پاچا دربار ته وړل او په بدل كې به يې ډېرې پيسې ګټلې. د خپل مال د خرڅولو نه وروسته تجار له شهزادګۍ سره د ليدلو خواست وكړ او بيا يې د ولي داد بنګړى ورته وړاندې كړ او ورسره يې د هغه پيغام هم ورله وركړ. شهزادګۍ چې د تجار د خولې دومره ساده پيغام واورېد او بنګړى يې وليد، نو په سترګو كې يې اوښكې راغلې. سم له لاسه يې امر وكړ، چې د اصلي ورېښمو، كتانو، بخملو او كمخوابو رختونه دې په يوه اوښ بار كړاى شي او د شهزادګۍ له خوا دې هغه ته ورسول شي. تجار ته يې هم د لارې خرڅ او نورې تحفې وركړې.
تجار چې بېرته خپل ښار ته راورسېد، نو د رخت له بار سره اوښ يې د ولي داد د جونګړې مخې ته ودراوه. هغه په دې وخت كې د وښو لپاره روانېدونكى و. د تجار په ليدلو خوشحاله شو. خو هغه چې ورته د شهزادګۍ د ډالۍ كيسه وكړه، نو دى وارخطا شو.
دى نه پوهېده چې په دې ورېښمو او كمخوابو څه وكړي. ده اوس اوس ځان ته د خامتا جوړه اخيستې وه،نورې جامې يې نه وې په كار. ډېر فكرونه يې وكړل، اخر يې له تجار څخه پوښتنه وكړه، چې ته څوك داسې سړى پېژنې چې ډېر ايمانداره او مېړنى وي؟
تجار ورته وويل:
داسې به ډېر خلك وي، خو له دې ځايه جنوب لوري ته يو ملك د نېك آباد په نامه يادېږي. هلته يو شهزاده دا صفتونه لري.
هغه ورته په خوشحالۍ وويل:
بس اشنا زما غم دې غوڅ كړ. ته چې هر وختي نېك اباد ته ورتللې، نو دا اوښ ورته ډالۍ كړه او ورته ووايه چې زه د ايمانداره او مېړنو خلكو ډېر قدر كوم.
تجار يو څو ورځې په ښار كې و. بيا له يوې تجارتي قافلې سره چې نېك اباد ته لاړ، نو شاهي دربار ته يې هم حاضري وركړه، د ورېښمو او كمخوابو بار شوى اوښ يې ورته يووړ او د ولي داد پيغام يې هم وركړ. شهزاده چې دا واورېدل نو ډېر خوشحاله شو، تجار ته يې سره زر انعام وركړل او د هغه لپاره يې دوولس ښه چاغ اسونه د ډالۍ په توګه واستول.
ولي داد د رخت د بار شوي اوښ نه د ځان خلاصولو وروسته ډېر ارامه و، هماغسې به يې واښه كول او په منډيي كې به يې خرڅول، پاتې پيسې به يې په منګي كې غورځولې.
تجار چې له نېك اباد نه بېرته راوګرځېدو، نو د هغه د جونګړې ته هم ورغلو، دوولس چاغ اسونه ورسره وو.
ولي داد چې له تجار نه ټوله كيسه واورېده، نو ډېر وارخطا شو. هېڅ نه پوهېده چې په اسونو څه وكړي. ده چې به ټوله ورځ څومره واښه كول، دا اوس هم په پنځو انو خرڅېدل او دا پيسې د ده لپاره بس وي. اسونو ته به واښه له كومه ځايه راوړي.
تجار ته يې منت زارۍ پيل كړې، چې له دې اسونو نه دې دوه اسونه ځان ته واخلي او نور دې د ښايستان شهزادګۍ ته يوسي، ځكه د ورېښمو بار اوښ شهزادګۍ ورلېږلى و.
تجار په دې خبره رضا شو او څو ورځې وروسته چې هغه اسونه د هغه د جونګړې له مخې نه يووړل، نو ده د شكرانې نفلونه وكړل. د شپې يې ډوډۍ وخوړه او د ډېرو شوګيرو وروسته په ارام خوب ويده شو.
د ښايستان شهزادګۍ چې اسونه وليدل، نو له تجاره يې پوښتنې پيل كړې، چې د دې ډالۍ هدف څه و. تجار ورته وويل:
زما ملګرى ستا د ښه عمل قدر كوي او د مننې لپاره يې دا اسونه رااستولي دي.
شهزادګۍ د خپل پلار (پاچا) سره سلا مشوره وكړه. هغه ورته وويل:
د چا ډالۍ بېرته ګرځول، ښه كار نه دى. خو موږ كولاى شو چې اوس دې سړي ته دومره قيمتي ډالۍ ورواستوو، چې دى يې هېڅ ځواب ونه لري او په دې شان به موږ ته بيا څه شى نه رالېږي. شهزادګۍ په دې خبره خوشحاله شوه او امر يې وكړ، چې شل سپين اسونه دې په سرو او د سپينو زرو لوښو قاشوغو او د ښايست د شيانو بار كړاى شي او هغه ته دې ډالۍ كړى شي. تجار ته يې يوه محافظه ډله عسكر هم وركړل.
كله چې دا شل اسونه او د دوى محافظان د ولي داد جونګړې ته ورورسېدل، نو د ښار ټول ماشومان او وزګار هم ورسره مل وو. ولي داد په وښو كولو بوخت و. يو چا ورته خبر وكړ، چې ستا كور ته اسونه ولاړ دي، ده عاجز وارخطا د كور پر لوري منډه كړه. تجار ته يې په ژړغوني غږ وويل:
زه په دې اسونو او عسكرو څه وكړم، ته خو خبر يې چې زه غريب سړى يم. له دې اسونو څلور ته واخله او نور د نېك اباد شهزاده ته زما له اړخه ډالۍ كړه، چې د هغه د دوولسو اسونو بدل مې خلاص شي.
تجار چې بيا نېك اباد ته لاړ او شهزاده چې سرو او سپينو زرو بار اسونه وليدل، نو د ولي داد په هكله يې ترې نورې پوښتنې وكړې، تجار ورته وويل:
ولي داد ډېر نېك او ساده انسان دى.
شهزاده اوس د ډالۍ په بدل كې شل نور اسونه، شل اوښان او شل هاتيان (فيلان) چې ټول په ملغلرو او د سرو زرو په زنګو سمبال وو، هغه ته د ډالۍ په توګه روان كړل. د دې قافلې د ساتنې لپاره يې پنځوس عسكر او پنځوس نوكران هم ورواستول.
كله چې دا قافله د هغه ښار ته ورسېده، نو ماسپښين تېر و، ولي داد د وښو پنډ جوړ كړى و، كله چې د اسونو، اوښانو او د هاتيانو قافله او تجار يې هم ورسره وليده، نو ځان يې په وښو كې پټ كړ. خو تر كومې به پټېدو، خپلې جونګړې ته راغى او چې خبر شو چې دا هرڅه د هغه وو، په چيغو شو. ويل يې:
زه بوډا سړى يم، نن يم، سبا نه يم، دا هرڅه زما هېڅ په كار نه دي.
تجار هم خواشينى شو، دى پوهېده چې هغه څومره ساده ژوند تېراوه، خو بله چاره نه وه، دننه په جونګړه كې له هغه سره كښېناست او ورته ويې ويل:
بس دا وروستى ځل دى، څه پرې وكړم.
ولي داد ورته وويل:
ښه كه وروستى ځل دى، نو دا هرڅه ښايستان ته يوسه او كه شهزادګۍ درته نورڅه ډالۍ دركوي، نو ورته ووايه چې زه مړ يم.
تجار ته يې دوه اسونه، دوه اوښان او دوه فيلان مزدوري وركړه او كله چې دا قافله څو ورځې وروسته له ښاره ووتله، نو ولي داد د خداى شكر وايست.
كله چې د اسونو، اوښانو او د هاتيانو قافله ښايستان ته ورسېده او شهزادګۍ ته وړاندې شوه، نو حيرانه پاتې شوه، بيا يې له پلار سره سلا وكړه. د پاچا هم تلوسه شوه، چې اخر دا ولي داد نومى سړى څه غواړي. ده فكر كاوه، چې كېدى شي د شهزادګۍ سره يې واده غوښته. نو كه داسې وي، نو په كار ده چې په خپله يې وويني.
شهزادګۍ هم په دې باور وه، چې دومره ډېرې ډالۍ څوك هسې نه ورته رالېږي. لنډه دا چې دا وارې دوى تجار ته وويل، چې په خپله به ورسره ځي، خو دوى دا هم نه غوښتل چې ډېر په شان و شوكت ورشي. يوه قافله جوړه شوه.
كله چې دا شاهي قافله د هغه كلي ته نژدې شوه، نو پاچا او شهزادګۍ په بيديا كې يوځاى غوره كړ او هلته يې خپلې خېمې ودرولې. بيا يې تجار ته وويل چې ورشه خپل ملګري ته خبر وركړه، سبا سهار دې زموږ خېمې ته راشي، چې موږ ورسره ملاقات وكړو.
تجار لاړ او ولي داد ته يې دا ټوله كيسه تېره كړه. هغه چې واورېدل نو په ژړا شو. ده نه غوښتل چې له پاچا او شهزادګۍ سره وويني. خپلو خړو جامو ته يې كتل، ارمان يې كاوه، چې كاشكې په منګي كې يې پيسې نه وې راټولې كړې، اوس به بېغمه واى.
د شپې د سيند پر لوري روان شو، د يوې اوچتې تيږې له پاسه وخوت، چې ځان په اوبو كې لاهو كړي. خو بيا ووېرېده، ځان وژل ورته ګناه ښكارېده، هملته كښېناست او خداى پاك ته يې فرياد پيل كړ، ناببره د ده مخې ته دوه وړې ښاپېرۍ ودرېدې او پوښتنه يې ترې وكړه چې دى ولې ژاړي. هغه ورته د خپلې بدمرغۍ كيسه تېره كړه. ښاپېرو وخندل او ورته ويې ويل:
ته ډېر ساده يې. خو ځكه موږ تا ته يو شى ډالۍ كوو.
د سترګو په رپ كې هغه وليدل، چې په تن يې ډېرې ښكلې جامې وې. په سر يې ښكلى پټكى تړلى و او په پښو كې يې د سرو زرو په تار ګنډل شوې پڼې وې. ده خپلې جونګړې ته منډې كړې، خو هلته يو ښايسته كور ولاړ و او په كې نوكران ولاړ وو.
په بله ورځ هغه د پاچا او د شهزادګۍ د هركلي لپاره د هغوى خېمې ته ورغلو او دوى ته يې د مېلمستيا بلنه وركړه.
په مېلمستيا كې يې پاچا ته خواست وكړ چې شهزاګۍ دې د نېك اباد شهزاده ته واده كړي، پاچا ترې پوښتنه وكړه چې �ته دا شهزاده پېژنې، نوم يې څه دى�.
هغه غلى پاتې شو. نو تجار ورته د نېك اباد د شهزاده نوم وروښود. بيا داسې وشول، چې د نېك اباد شهزاده هم د ولي داد د ليدلو لپاره راغى او لنډه دا چې د هغه په كور كې د دواړو واده جوړ شو.
د دواړو ملكونو خلكو جشن وكړ، پاچا له هغه څخه پوښتنه وكړه چې دى څه غواړي. ولي داد ورته وويل:
زه خپله جونګړه بېرته غواړم، زما لپاره د ورځې څلور انې بس دي. ټولو د ده دا ارمان ومانه او ولي داد پاتې عمر هم په وښو كولو تېر كړ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery