د بريتانيې د شمالي ويلز سيمه يو وخت خپلواكه وه. دلته يو ډېر اوچت غر د
سنوډن په نوم يادېږي، كله چې لاروى د غره پر لوري سيل لپاره ځي، نو په لاره
كې په يوه قبر ورپېښېږي، چې د بيدګليت توري پرې ليكلي دي.
د ويلز په ژبه كې بيد د قبر معنى وركوي او ګليت پخوانى نوم دى. دا كيسه د
دې قبر پر شناختې ليكلې ده.
ډېره موده كېږي، چې په دې سيمه كې لوويلين نومى يو سردار اوسېده. د هغه يو
سپى ګليت نومېده، دا سپى هغه ته د انګلستان پاچا په تحفه كې وركړى و. په
كور كې به دى لكه ورى نرم او ارامه اوسېده. خو په ځنګل كې د ښكار پر وخت به
يې لكه د پړانګ منډې وهلې. د سردار خپل دا سپى ډېر خوښ و او ټولو خلكو ته
به يې په فخر ښكاره كاوه.
يوه ورځ سردار سهار وختي له خپلو ملګرو سره په ښكار ووت، ټول سپي ورسره وو.
په يوه ځاى كې دوى سويې وليدلې او ټولو وغوښتل چې خپل سپى ورپسي وځغلوي.
سردار شپېلۍ كړه، خو ګليت هېڅ ښكاره نه شو، دى حيرانه و، چې سپى يې څه شو.
پخوا خو چېرې داسې نه وو شوي، ګليت به له ټولو سپو تر مخه منډې وهلې. اوس
دى ورك و.
ورځ په ښكار تېره شوه، سردار ناارامه و، لومړى يې ځان ته تسلي وركوله، چې
په خپله به راپيدا شي، خو ورو ورو يې تلوسه زياتېده. خپلو ملګرو ته يې عذر
وكړ او بېرته خپل كور ته روان شو. خپل كور ته چې رانژدې شو، نو ګليت يې
وليد، چې له لويې دروازې نه بهر پر مځكه ناست و. د سردار زړه يو څه ارامه
شو، شپېلۍ يې ورته ووهله او ويې ويل:
ته ډېر شوخ يې، نن ته چېرته وې او ولې اوس د كور مخې ته ناست يې؟
نور كله به ګليت د خپل بادار په ليدو په ټوپونو شو. خو نن له خپله ځايه ونه
خوځېدو. سردار حيرانه، خو ډېر ژر يې دا حيراني په وارخطايۍ بدله شوه.
د ګليت خوله او پښې په وينو لړلې وې، تر كوره ځاى پرځاى د وينو نښې وې،
ګليت هم ټپي و.
سردار ته خپل ماشوم زوى ورپه ياد شو، چې سهار يې په زانګو كې ويده پرېښى و.
ده د كور له دروازې د زانګو پر لوري منډې كړې، هرې خوا ته وينې وې. زانګو
تشه وه او په هغې كې هم په وينو لړلې وړه توشكه د يوې خونړۍ جګړې منظر
وروړاندې كاوه.
سردار له غم او قاره لېونى شو. شاته يې وكتل، ګليت له خپله ځايه راپاڅېدلى
او د ده پر لوري ورو ورو راروان و. سردار چې ورته په قار وكتل، نو د ده له
خولې يو كمزورى غږ راووتلو. داسې لكه چې څه ويل غواړي، خو سردار خپلې تورې
ته لاس كړ او په قار يې وويل:
بدبخته! ته خو لېوه وختلې. دومره موده ما د خپل ماشوم په شانې ساتلى وې او
نن تا زما ماشوم وخوړ. سپي خپل سر ټيټ كړ او د خپل بادار په پښو كې كښېناست،
بيا يې خوله اسمان ته كړه او له خولې يې داسې غمجن غږ راپورته شو، لكه چې
ويل يې:
كاشكې ته زما په ژبه پوهېداى.
خو سردار د اولاد په غم كې دومره لېونى شوى و، چې توره يې راپورته كړه او
سپى يې وواژه. هم په دې وخت كې ده د ماشوم ژړا واورېده، سردار بلې كوټې ته
ورغلو، نو څه ګوري چې ماشوم يې روغ او ژوندى په كټ كې پروت و. ورسره نژدې
يو لېوه مړ پروت و.
سردار پوه شو چې څه شوي وو. ګليت له لېوه سره جنګېدلى و او د ده ماشوم يې
ژغورلى و. د هغه له سترګو اوښكې روانې شوې او په چيغو چيغو يې ژړل، اوس ده
د خپل وفادار سپي ماتم كاوه. بيا سردار هم په هغه ځاى كې چې ګليت يې په
ناسته ليدلى و، د هغه قبر جوړ كړ. دا كيسه شا و خوا په ټولو ځايونو كې خلكو
يو بل ته كوله او د بيدګليت سيمه دومره مشهوره شوه، چې اوس هم كله په دې
لاره څوك تېرېږي، نو يو وارې بيدګليت ته ارو مرو درېږي.