مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ښوروا- [د چك كيسه]

يوه شپه له سيلۍ سره باران هم اورېده، سخت توپان و. خلك په خپلو كورونو كې وو. يوه سپين سرې ښځه ځانله يوازې اوسېده. د هغې د كور دروازه وډبېده. هغې فكر وكړ، چې سيلۍ دروازه ټېل وهي، خو لږه شېبه نه وه تېره، چې ور په زوره زوره وډبېده.
سپين سرې ژر دروازه خلاصه كړه، ويې ليدل چې يو ځوان سړى په لمدو خيشتو جامو كې ولاړ دى، له يخنۍ رېږدي. سپين سرې ښځې ته يې وويل:
زه مسافر يم، كه نن شپه دې راته په خپل كور كې ځاى راكړ، نو زه به دې دا احسان ټول عمر نه هېروم.
سپين سرې ښځې ورته وويل:
ښه ده، دننه راشه په نغري كې اور بل دى... خپلې لمدې جامې وچې كړه. خو زه ډوډۍ هم نه لرمه او ستا لپاره كټ هم نه شته. ته مجبوره يې، چې له نغري سره نژدې پر دې كمبله شپه تېره كړې.
سړي ورته وويل:
بس چې سرپناه وي، نور مې هېڅ شى نه دي په كار.
ښځې په نغري كې نورې وچې دړې كېښودې، اور تازه شو. سړى چې تود شو او جامې يې هم وچې شوې. نو د خپل كميس له جېبه يې د اوسپنې يو مېخ راوايست. دا به يې په خپلو لاسونو اړاوه رااړاوه. ښځې ورته كتل، خو غږ يې نه كاوه.
سړي ښه شېبه له دې مېخ سره لوبې وكړې، بيا يې له ښځې پوښتنه وكړه:
ته خبره يې چې دا مېخ څومره د كار دى.
ښځې له وړۍ نه تار جوړاوه. په ډېره خشكه لهجه يې ورته وويل:
هو! خبره يمه، مېخ په لرګي كې ټك وهل كېږي.
سړي وخندل او ويې ويل:
ته نه يې خبره... زه له دې مېخ نه ښوروا جوړولاى شم. ښځې لږ په قار ورته وويل:
هسې اوتې بوتې مه وايه، دا ناشونې ده.
سړي وويل:
كه ما درته ثابته كړه، نو منې به يې.
ښځې ورته وويل:
ښه ده، ثابته يې كړه.
بيا يې د ښوروا پخولو دېګ ورته راوړو.
سړي مېخ د دېګ په تل كې كېښود او اوبه يې په كې واچولې. بيا يې دېګ پر اور كېښود. لږه شېبه چې تېره شوه، نو سړي د دېګ سر ليرې كړ او ښځې ته يې وويل:
كه لږه مالګه او تور مرچ راكړې نو ښورا به تياره شي.
ښځه پاڅېده او د يوې المارۍ دروازه يې پرانيستله او ويې ويل:
هو! مالګه او مرچ خو په هر كور كې وي.
سړي ته يې د مالګې او د تورو مرچو پوڼۍ وركړې. ده په دېګ كې ورګډ كړل. يوڅو شېبې نورې هم تېرې شوې. سړي بيا د دېګ سر ايسته كړ او ويې ويل:
د پيازو يوه غوټه كه واى، نو د ښوروا خوند به سېوا شوى واى.
ښځې ورته بد بد وكتل، خو بيا له ځايه راپاڅېده او ويې ويل:
ګورمه كه چېرې پياز وي.
يوې بلې المارۍ ته ولاړه او د هغې دروازه يې پرانيستله. سړي سر اوچت كړ او ويې ليدل چې په دې المارۍ كې د خوړو توكي ايښي وو.
ښځې د پيازو يوه غوټه راواخيسته او سړي ته يې وويل:
اوس به نو ته چاقو هم غواړې.
سړي وخندل او د ښځې نه يې پياز او چاقو واخيستل. پياز يې ټوټې ټوټې كړ او دېګ ته يې ورلړه كړ. بيا يې په نغري كې اور تازه كړو، يوڅو نورې دړې يې كېښودې او ويې ويل:
ښوروا هم هر ډول وي، د مېخ ښوروا ساده وي. خو كه په دې كې څو ګازرې او الوګان ورګډ شي، نو خوند يې لا زيات شي. خو خير پروا نه كوي.
اوس له دېګ نه د پيازو د پخېدو خوشبويي پورته شوې وه او ښځې ناببره د لوږې احساس وكړ، د سړي خبرو ته يې پام و. بې له دې چې هغه ته يې څه ويلي وي، د المارۍ لوري ته لاړه، يو څو ګازرې او دوه الوګان يې ترې راوايستل او سړي ته يې وركړل. هغه ګازرې او الوګان سپين او ټوټې كړل، په دېګ كې يې ورګډ كړل. لږه شېبه وروسته چې يې د دېګ سر ليرې كړو، نو د ښوروا خوشبويۍ د ښځې سپږمې وتخنولې. له سړي يې وپوښتل:
په څومره وخت كې به دا ښوروا پخېږي؟
سړي په يوې څمڅۍ د دېګ له تل نه مېخ رااوچت كړ او ويې ويل:
د دې مېخ ښورا ډېرو كمو خلكو خوړلې ده، خو كه په دې كې د غوښې وړې وړې ټوټې ورګډې شي، نو بيا دا د پاچاهانو خواړه دي. خو زما او ستا په شان خلك دومره طالع نه لري، چې په دې ښوروا كې غوښه ولري.
ښځې ناڅاپه وويل:
ولې يې نه شو خوړلاى، پاچاهان خو هم زموږ په شان انسانان وي.
بيا لاړه او له المارۍ نه يې د غوښې يوه ټوټه راواخيسته. په چاقو يې ترېنه وړې وړې ټوټې بېلې كړې او سړي ته يې وركړې. هغه د غوښې سره يوڅه اوبه هم په كې ورګډې كړې. اور يې بيا تازه كړ او ويې ويل:
اوس چې موږ داسې ښه د پاچاهانو خواړه لرو، نو بايد چې د پاچاهانو په شان يې وخورو.
ښځې وويل:
بېشكه ولې نه.
د كوټې بل سرته لاړه، هلته كې يو مېزاو دوه څوكۍ ايښې وې. دې له المارۍ نه يو ښه ښكلى د مېز پوښ راواخيست او پر مېز يې اوار كړ. بيا يې چيني لوښي راوايستل او پر مېز يې كېښودل، قاشوغې يې هم راوايستلې.
سړي دا هرڅه ته كتل او بيا يې وويل:
ښوروا به څه شي كې راوباسم؟
ښځې ورته يوه غټه كاسه د ښوروا لپاره او يوه ركابۍ د غوښې او تركارۍ لپاره وركړل. بيا يې يوه غټه ډوډۍ هم راوايستله. ټوټې يې كړه او پر مېز يې كېښوده. سړي وويل:
كه ډوډۍ دې راوايستله، نو بايد چې پنېر هم ورسره وي، ځكه چې د مېخ د ښوروا خوړلو نه وروسته د هضم لپاره پنېر ضروري دي.
ښځې پنېر هم راواخيست، دواړو ښوروا، ډوډۍ او پنېر وخوړل. سړي ښه ځان موړ كړى و، ښځې ته يې وويل:
ستا ډېره مننه.
ښځې ورته وويل:
مننه خو ستا په كار ده، چې دومره ښه ښوروا دې راته پخه كړه.
سړي د ښوروا د کاسې په تل كې پروت مېخ راوايست او ويې ويل:
په دې كې زما هېڅ كمال نه شته، دا هرڅه د دې مېخ له بركته دي.
ښځې ورته وويل:
اوس چې تا دومره ښه خواړه راته برابر كړل، نو ته حق لرې چې په كټ ويده شې. زما هسې هم ډېر ساړه كېږي، زه به د نغري سره پر كمبله پرېوځم.
سړي شپه ارام خوب وكړ. سهار ښځې ورته چاي او ډوډۍ وركړل او بيا يې ورته وويل:
ستا مېخ رښتيا چې عادي مېخ نه دى. سمبال يې وساته، چې څوك يې پټ نه كړي.
سړي ترېنه رخصت واخيست او پر خپله لار روان شو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery