هر سهر چې د چمن کونج و کنار لټوم
زه په هغه ګل څېرو کې مخ د يار لټوم
ما د مينې فيصلو کې يو اشنا غوره کړ
محبت مې د ګلرخو په دنيا غوره کړ
اوس د مينې په ساحو کې وفادار لټوم
ژوند مې مينه مرګ مې مينه سودا مينه ده
ما د زړه په سر ښکل کړى رښتيا مينه ده
اوس په مينه د خوږې مينې دلدار لټوم
ستا د زلفو زولنو کې زړګى ګير دى زما
نه مې خوب شته نه خندا شته مدام وير دى زما
ستا د تورو زلفو څوکې تار په تار لټوم
رنګ مې تور دى وچې شونډې سودايي غوندې شوم
کور او کلى رانه پاتې صحرايي غوندې شوم
زه حيران د تورو غرو څوکې ناچار لټوم.
پاکه ربه نن د مينې اشنا نه شته
ځمکه نه شته اسمان نه شته دنيا نه شته
پرون جوړې منظرې وې په سرو ګلو
نن خورې ورې کېږدۍ په بيديا نه شته
په سرو ګلو به غوغا وه د بلبلو
هغه سوز و ساز بلبلې بورا نه شته
کاڼي بوټي راته لپې لپې ژاړي
وايي ښکلې نازولې ليلا نه شته
بېهوده د وفا تمه کړي حيرانه
ګلرخانو کې يو ټکى وفا نه شته.
د زړګي پټ زخمونه وښيمه چاته
سل کړم د مينې سودا
خاونده هېڅوک مې غوږ نه نيسي ژړا ته
سل کړم د مينې سودا
د بــېلتانـــه پــه تـــور مــاتـم کې
ځان رانه ورک دى په عالم کې
څه وکړم لاس مې نه رسېږي بلې خواته
سل کړم د مينې سودا
نور به په څه زړګى خوشال کړم
را چــې پــه خپله ځان حلال کړم
څو به سړې سړې ګيلي کوم اشنا ته
سل کړم د مينې سودا
په تندي تل خورم ګوزارونه
وهم د سرو وينو غـــړپـــونــه
عالمه څه به مې پېښېږي انتها ته
سل کړم د مينې سودا
وينې دې ډنډ ګرځي ګوګل کې
لــــه نــاروا بــه څـــه حاصــل کــې
حيرانه څو به لاس په نام يې بېوفا ته
سل کړم د مينې سودا.
د ژوندون په سرمايو مې تالان راغى
په ګلشن زما د وصل خزان راغى
يو پرهار نه دى چې غم د تشخيص وخورم
مرګنى د يار له لوري پيکان راغى
پرورش مې د خاطر په وينو ورکه
اوس خزان مې په هغه ګلستان راغى
د زړه وينې مې شراب ورته نيولي
ښه چې بيا مې نازولى جانان راغى
که په سترګو د وفا ورته نظر کړې
په اميد د وصال سوى حيران راغى.
ياره داسې خوار زار شې لکه زه
په غمونو ګرفتار شې لکه زه
خداى دې اور د عاشقۍ په تندي بل کړه
چې خبر د عشق په کار شې لکه زه
چې دا هومره اجتناب کړې له عاشقو
هسې ګير په ګل رخسار شې لکه زه
د غمجنو غم هوس مه بوله پوه شه
له غمجنو خبر دار شې لکه زه
زه حيران به نو نور څه وايم دلبره
د غمونو سزاوار شې لکه زه.
ستا د غم غشى مدام د زړه په سر خورم
ناست په وير يم مدام وينې د ځيګر خورم
دا خو ستا د زېبا حسن ګدايي ده
جاهلانو تندکونه در په در خورم
که د يار له لاسه زهر او زقوم وي
په مزه يې لکه شات او يا شکر خورم
زه حيران به عاقبت ځان پرې قربان کړم
په ډيوه د مخ څرخونه برابر خورم.