طبيبه نه روغېږمه مشکل مې شو علاج
له تشې تبې نه يمه د سل مې شو علاج
بې ځايه خواري مه کړه زه په خپل مرض پوهېږم
قسم زما په رب دى نور په هېڅ شي نه روغېږم
د يار ديدن علاج دى نه چې بل مې شو علاج
دوه سترګې راښکاره کړه نور مې هېڅ په ارمان نه شته
درمان زما د رنځ دى اشنا، بل څه درمان نه شته
بس دا تسکين د رنځ دى تل تر تل مې شو علاج
د ناز په کرشمو کې دې يو بل عجيب اثر دى
ارمان د ناچار عمر او تسل مې د ځيګر دى
خوږو سترګو ستونه موسېدل مې شو علاج
لاسونه را تر غاړه موسکه خوله په خندا ډکه
ابتره ساه نيولې وار خطا ده څکه پکه
حيرانه په رښتيا چې اوس بېلکل مې شو علاج.
کله چې دمينې ډکه ښکلې دنيا ورانه شوه
بيانو د عاشقو زنده ګي په رښتيا ګرانه شوه
زړه په يار مين شو سترګې ژاړي ګرېوان څيري شو
ټوله رسوايي مې له ټوټې ټوټې ګرېوانه شوه
زه ملامت نه يم ما دمينې قانون ومنه
ښه ده چې خطا او سهوه ټوله له اشنا نه شوه
زه به د غمجنې زنده ګۍ شکايت چاته کړم
واړه بې رحمي مې له دې بې رحمه جانانه شوه
حال زما د سوي، له دې سوو اوښکو وپوښته
دغه افسانه د تمام عمر له حيرانه شوه.
ملګريه ستايه خط و خال ستايه
ښکلا د ښکلو د جمال ستايه
په اوښکې سپينې سترګې څه کړې پرېږده
د تورو سترګو ناز و خيال ستايه
زما پتري د وچو شونډو خوښ دي
ته دې په سرو شونډو زلال ستايه
زه به زګېرويو ته سلګۍ وهمه
ته کوم بې غمه زړه خوشال ستايه
زه تومتي د زولنو لايق يم
ته نن د ښکلو زلفو جال ستايه
زه به تقدير پسې بيديا لټوم
د ناز حرم کې ته وصال ستايه.
سپينې سپوږمۍ ځار دې شم ما سره ناکام کوه
حال مې دزړګي وايه يار ته مې سلام کوه
ناست يم يکتنها په غم، سترګې مې په اوښکو نم
ډک مې له ګيلو سره دا رنګين پيغام کوه
زړه شو په لمسون د چا، لاړه په لټون د چا
تاته نيمه خوا درځي ګرانې لږ پرې پام کوه
لاس په نام دقت سره، ورشه محبت سره
سوال مې د وصال سره ښه په احترام کوه
وېسه د حيران پيغام، دا د مينې ډک سلام
نور نو د ښکلا صفت ګوره لاس په نام کوه.
د نازولو په ياد خيال و سودا شومه زه
څيرې ګرېوان ګرځمه رسوا رسوا شومه زه
زما د زړه پيمانه، له غمو ډکه شوله
خيال و سودا مې په، سر نن بې درکه شوله
د هرچا ګوته راته، د تومت لکه شوله
لاړم د غرو څوکو ته سر په صحرا شومه زه
ما د زړګي شيشه کې، اشنا ليدلى دى
د خوږې مينې په راز، مې پېژندلى دى
د خيله لاسه مې اور، ځانته لړلى دى
خير که پتنګ په شانې دود په ښکلا شومه زه
سترګو کې بيا د اوښکو، جوړې جرګې غوندې شوې
ستا د ديدن فيصلې، په کې خوږې غوندې شوې
اشنا د زړه ستنې مې، درته کږې غوندې شوې
درځم د مرګ په لاره خير که تالا شومه زه
ستا په يارۍ کې اشنا، راباندې دا راغى
د کور و کلي پوزخند، د لېونتيا راغى
وايي حيران لېونى، هغه ده بيا راغى
خبر له ځانه نه وم انګشتنما شومه زه.
غم دې په ما زور و پټ پټ مې ژړل
زه وم د غم کور و پټ پټ مې ژړل
جوړه قتل ګاه وه مينې ژړېدې
هر طرف غوغا وه سرې لمبې ختې
بل د هجران اور و زړونه داغېدل
خوله په خندا ډکه وه ښکلې بې پروا
ناسته څکه پکه وه سپين مخ يې زېبا
تور زلفان يې خور و، ورو ورو رپېدل
خيال د اشنا ياد شو لاړم لاس په نام
زړه په ديدن ښاد شو ومې که سلام
بخت د حيران تور و يار کله کتل.