ما چې وليده د يار ښکلى بشر
لکه خاص چې وي په ما باندې اختر
تورې زلفې يې په ناز شانه کولې
لور تر لوره کښته پورته و معطر
کرشمو کې يې يو بل عجب اثر و
زما خوار زړګى يې خوار کړ يو نظر
بې پروا مې خوا نه تېره شوه موسکۍ شوه
اور يې بل کړ د حيران د زړه په سر.
څو به ارمانونه د زړه تنګ ساتم
نوره به دې لار لکه ملنګ ساتم
تا چې په سرو وينو سترګې سرې کړلې
زه به ليمې سرې په وينو رنګ ساتم
سترګو مې د سترګو لار څارلې ده
غوږ کې د اشنا د پاولو شرنګ ساتم
درد د ړندو سترګو له دوا شوله
ځکه تورې خاورې د پتنګ ساتم
زه حيران به اوس زړګى تسل کړمه
دا ګيلې به يار ته په پالنګ ساتم.
په سترګو کې د مينې پټ اسرار مزه لري
نازو نه کرشمې د خپل دلدار مزه لري
بـــــــورا دى کــــه بــلبل
صـــفت کـــــوي د ګــــل
مثــــال نـــــه لـــــري بــل
خوږې خوږې خبرې د رېبار مزه لري
خوبان که جنګ وقار کړي
د شنو لښتو ګــوزار کــړي
عــاشق پــرې افـتخار کړي
د ښکلو اخ و ډب کې دندو کار مزه لري
وعـــده چـــې د وصــال وي
د مـــينې پــُـرس و پـــال وي
غـــمونــه ټـول پــايــمال وي
عالمه هغه شپه د انتظار مزه لري
د مـــينې داســــې کــــار وي
هــر څــوک چـې ګرفتار وي
حــــيرانـــه خــــوار و زار وي
ټول ژوند د عاشقانو ناقرار مزه لري.
د بدو بد د ښو به ښه يادېږي
وايه اشنا د تا به څه يادېږي
هر څه به تېر شي مګر هېر به نه شي
د خوږې ژبې به خواږه يادېږي
هر څه کوې خو ناروا مه کوه
داسې خو نه چې دا به نه يادېږي
ترخه ترخه وي تريخ تاريخ جوړوي
د نن ترخه سبا ترخه يادېږي
سترګې نږدې کړه د حيران زړګي ته
ستا خوږې سترګې يې د زړه يادېږي.
لېونۍ مينې دې هسې لېونى کړم
چې همه واړه عالم کې خندنى کړم
مستې سترګې دې د سرو لبانو ست کړي
بې صبري دې سپينې خولې ته هولنى کړم
چې د مخ ډيوې دې بلې په تور تم شي
هغه دم به ځان و جسم سپېلنى کړم
تېر خو هېر دي په حيران د سبا پرېږده
که يو ځلې دې راياد لا پرونى کړم.
زما ژوند د يار له غم سره مزه که
لکه ګل د اوبو نم سره مزه که
د زېبا حسن کتو لايق دې نه يم
پيغمبر لوح و قلم سره مزه که
پاکه مينه د حيران پاکه اشنا ده
ځکه مينه مې صنم سره مزه که.