پخوانيو زمانو كي يو پاچا و
پر رعيت باندي ظالم لكه بلا و
حكايت يې په بوستان كي دى راغلى
د سعدي له خولې تر موږ دى رسېدلى
وايي ټول وطن وګړو ته سور اور و
چي جاري پر هره لوېشت قانون د زور و
له حاكم سره وې ډلي د لوټمارو
په ګزمه تللې پلټني د خونكارو
نر او ښځي لوى او كم وه په بغارو
آسمانونه كاڼه كړي وه چغارو
ټول اولس يې ګومارلى په بېګار و
كه يابو، كه آس، كه خر و د سركار و
كه له لوږي به چا كړله فريادونه
لا هنوز به كړل پاچا شكايتونه
زه به څه رنګه پر لار كړم دا وګړي
ولي كيك او كولچې نه خوري دا زوي مړي
يوه ورځ پاچا له پوځه را جلا سو
برابر پر يوه كلي يك تنها سو
چي له ليري يې په سترګه يو دهقان سو
په كرار كرار يې خواته ور روان سو
كرونده كي له دهقان سره يو خر و
په ځان غټ و ښو بارو ته برابر و
خو دهقان يې و لرګى پښې ته نيولى
په واهه يې لكه مړ وي سا ختلى
د پاچا هم زړه پر وسو هم حيران سو
ور نيژدې سو له دهقان سره ګويان سو
دومره ظلم پر حيوان باندي چا كړى
دا خو ځان لري خوږيږي نه دى مړى
دهقان وويله لار دي وهه وروره
ته خبر يې د كوټوال له ظلم و زوره
چي په كلي كي بوده ويني د ده دى
بېګارونه په كوي د ده په ښه دى
شپه په كور كي را سره وي مړوو يې
سهار امر د سركار وي وركوو يې
په لرګي يې ځكه پښه باندى وهمه
چى په لوى لاس مي دا خپل خر ګوډومه
خر چي ګوډ سي د پاچا نه په كاريږي
تر بېګاره تر كوټواله نه رسيږي
ګوډوم يې چي هوسا سي له كارونو
او فارغ سو د سركار د بېګارونو
تا د خضر نكل نه دى اورېدلى
چي د خداى په خپل كتاب كي دى ليكلى
خضر ناست و د موسى سره كښتۍ كي
د څو نورو مسافرو په ټولۍ كي
چي د سيند غاړي ته ورسېدل دواړه
خضر سورۍ كړله كښتۍ چي سوه ويجاړه
چي موسى ورڅخه وكړله پوښتنه
څه بدي دي وه ليدلې له څښتنه
په ناحقه چي دي روغه كښتۍ سورۍ كړه
لار دي بنده د څښتن د غريبۍ كړه
خضر وويل په دې كي مي حكمت و
هسي نه چي دا مي تل د ژوند عادت و
د دې سيند په جزيرو كي داړه مار دى
پر كښتيو باندي تل د ده ناتار دى
كښتۍ روغه تر ده نه سي تېرېدلاى
سر او مال ورڅخه څوك نه سي ژغورلاى
په لوى لاس مي ځكه ماته دا كښتۍ كړه
بېكاره مي د سفر او له خوارۍ كړه
چي موجونو ته د سيند نه وي وتلې
د ظالم په لاس چي نه وي ورغلې
مال بهتر دى چى دي مخ كي تباه كېږي
تر هغه چي د دښمن لاس ته ور لوېږي
بېخبره دهقان وخندل سلطان ته
چي يې دوې سترګي نيولې وې دهقان ته
چي د خره پښه ماتوم بې خبر نه يم
څه بې عقل او جاهل او بې هنر نه يم
پرېږده خر دي په پښه ګوډ وي خو به زما وي
په امان به له ظلمونو د پاچا وي
پاچا ولاړى په لښكر پسي روان سو
تر ماښامه دلته هلته سرګردان سو
لاس او پښې يې د ستړيا تبي نيولي
كنډواله كي يې شپه راغله د ښاغلي
په سبا سهار پيدا كړ لښكريانو
وفادارو افسرانو اردليانو
هر يوه د خداى ادا كړله شكرونه
پر ميدان باندي هوار سول نعمتونه
رنګ په رنګ د ښكار له غوښو سالنونه
كبابونه له شرابو ډك خمونه
چي پاچا يو څه په خود كي د نشې سو
او په ياد د تيري ورځي تېري شپې سو
ور په زړه يې سو دهقان ترخې خبري
پر سينه يې لګېدې لكه نشتري
هغه دم يې حكم وكړ د نيولو
لاس تړلي د دهقان د راوستلو
چى دهقان حاضر په مخ كى د سلطان سو
لكه پاڼى د خزان داسى لړزان سو
له ژوندونه يې لاسونه وه پرېولي
وچي سترګي يې جلاد ته وې نيولي
په دې پوه سو چي له مرګه نه خلاصيږي
چي د ګور وي هغه شپه نه پر كور كيږي
له ناكامه يې خوله پرانسته ګويان سو
د مرګي لور ته رستم غوندي روان سو
ويل ستا پر شاوخوا چي جنرالان دي
په دربار كي نازولي اميران دي
له ستمه يې د مځكي مخ سور اور دى
هر وګړي ته دوږخ كلى او كور دى
يو زه نه يم چي فرياد مي ځي آسمان ته
د وطن لاس به رسېږي ستا ګرېوان ته
كه دي زړه دى چي مي واستوې زندان ته
د جلاد په لاس كه ځمه ګورستان ته
بند پر بند مى پرې كوې هم مي رضا ده
تر وېښته مي نرۍ غاړه توره ستا ده
زما خبري كه دي بدي وي راغلي
كه دي سختي پر زړګي وي لګيدلي
ستا چاره له استبداده ګرځېدل دي
ستا چاره د خپل ګرېوان قاضى كول دي
نه چي ما بېچاره پرې باسې چړې ته
يا مي پورته كي د دار وغرغړې ته
چي دي ظلم پر مخلوق دى چلولى
نو به ولي يې په خلګو كي منلى
نه پوهېږم ستا آرام څنګه په ځان وي
چي له لاسه نا آرام دي مظلومان وي
په دې كله سي پاچا زړو ته منلى
درباريانو چي دربار كى وي ستايلى
څه فايده چي دي په مخ كي كړي دعاوي
د مظلوم وي درپسې تر شا ښراوي
پر ظالم پاچا اثر د وينا وسو
عقل فكر سر ته ولاړى زړه يې ښه سو
هغه كلي كي چى سر يې سو ګرېوان ته
هغه كلي يې ور وباخښه دهقان ته
نه زده كېږى دومره څه له عالمانو
لكه واوري چى څوك عيب د ناپوهانو
له دوستانو دي عيبونه ټول پټيږي
كه ته بد كوې پر دوي به ښه لګېږي
ټول عيبونه دي دښمن ته څرګندېږي
چي هغه ته آيينه غوندي ښكاريږي
دوستان نه دي چى دي تل كړى صفتونه
دوستان هغه دي چى وايى دي عيبونه
ويرجينيا
22/10/2004