لوى سكندر هغه پاچا د پاچهانو
چي نسكور يې كړل جامونه د شاهانو
چي يې ړنګي كړې ماڼۍ د زورورو
ككرۍ يې رغړولې د لښكرو
لاندي كړي يې كوچني لوي هيوادونه
په سجدو ورته راغلي وه تاجونه
خروارونه يي په لاس كي وه د زرو
بې حسابه خزانې د جواهرو
له خپل ملكه څخه ليري په مزلونو
را تېر سوى و تر غرونو دريابونو
چي هر څو يې وه اېل كړى وطنونه
چي هر څو يې تر لاس لاندي وه ملكونه
په هغه پيمانه زيات وه فريادونه
زياتيدل به هره ورځ پكښي عرضونه
نه په خاوره كي يې نوم د عدالت و
نه خوشاله په يوه ښار كي رعيت و
غلبلې وې په هر ښار كي د خوارانو
فريادونه وه نارې د مظلومانو
په هر ځاى كي شكايت له حاكمانو
هر حاكم و له ټولۍ د قاتلانو
صوبه دار يې تر قاضى په زړه ظالم و
له قاضى سره يې پټ راز د حاكم و
له عسكره تر سالاره ټوله غله وه
په بدي په ناروا كي سره مله وه
مقرر چي به يې څوك علاقه دار كړ
په سبا به يي د كلي ژوند په دار كړ
كوچېدل خلګ له ښار څخه تر ښاره
په هر ځاى كي فرياد پورته له سركاره
چي به سوال كاوه سكندر له وزيرانو
له قاضيانو او له سترو جنرالانو
پر سجده به سول چي سيورې د يزدانه
زموږ د سر امان دي وي لويه سلطانه
د وطن هره ګوښه كي خيريت دى
په دعا دي هر وګړى هر مالت دى
يو نعمت يې نازل سوى يې له خدايه
ستا د سر سيورى دي خداى نه كي بېځايه
ستا د توري او د عقل بركت دى
چي غريب دى كه بډاى دى په راحت دى
هر وګړي ته څرګند دا حقيقت دى
چي په ټوله قلمرو كي عدالت دى
د زمري څنګ ته ښايستې هوسۍ اوسېږي
نه له داړو نه منګلو يې بېريږي
پر يوه ګودر اوبه چښي قومونه
كه لېوان دي كه اوزګړي كه پسونه
اوريدلى كه له چا مو شكايت دى
يا شكمن چيرته څوك زموږ پر حكومت دى
نو غليم د تخت او تاج او د وطن دى
دروغجن دى، دروغجن د خداى دښمن دى
په وطن كي ډلي ګرځي د ناكارو
د بدذاتو، د لوټمارو، د اشرارو
هغوى نه غواړي چى سوله كراري وي
د سلطان د عدالت حكم جاري وي
سكندر پټ استازى واستاوه هېواد ته
ارسطو، هغه د هر علم استاد ته
خپل استازي ته يې خپل مشكل عيان كړ
ارسطو ته يې د ده په خوله بيان كړ
چي مشكل دى راته پېښ په زړه نوليږم
راته هيڅوك ريشتيا نه وايى پوهېږم
هره ورځ راته راځي نوي عرضونه
په هر كلي كي د خلګو فريادونه
كه قاضيان كه جنرالان كه حاكمان دي
داړه مار دي، دروغجن دي، ظالمان دي
نن سبا د بد مرغيو راته لار ده
يوه ټينګه او پخه چاره په كار ده
ارسطو هغه سرتاج د هوښيارانو
ها سلطان په قلمرو كي د پوهانو
پټه خوله په اندېښنو كي سو پرېگشان سو
له استازي سره خپل باغ ته روان سو
زړې درختي يې له بېخه بېخه كښلې
او پر ځاى يې تنكۍ ونى كښينولې
ويل يوسه زما سلام سلطان سكندر ته
د جهان د پاچهانو زورور ته
چي له ما څخه يې ليري په مزلونو
تر دښتونو، هسكو څوكو دريابونو
اوس مي تاته پيغام نه سي رسېدلاى
زما سلا دي په هيڅ درد نه سي خوړلاى
هم بوډا يم تا ته نه سم څه ښودلاى
سكندر ولاړى په خلوت كي سو دننه
له استازي يې هورې وكړه پوښتنه
ورته تېره يې كيسه كړه د نيالګيو
د زړو ونو د كښلو له پټيو
سكندر پوه سو د استاد له مصلحته
په سبا سهار بهر سو له خلوته
برطرف يې جنرالان او حاكمان كړل
هم ګوښه يې له كارو زاړه قاضيان كړل
ډلي ډلي يې كورونو ته روان كړل
لاس تړلي يې څوك شومه د زندان كړل
مقرر پر مقامونو يې ځوانان كړل
د لښكر يې نوي نوي افسران كړل
ارسطو ورته لېږلي وه رمزونه
ده له رمزه وه اخستي دا پندونه
زوړ ګمراه لاري ته نه سي سمېدلاى
لو مينا خبرى نه سي زده كولاى
كوږ لرګى په بار كى نه سي ځاييدلاى
نه كوږ بار سي تر منزله رسېدلاى
په وطن كي كراري سوه عدالت سو
له زړو داړه مارانو په راحت سو
د خاين قاضي يې ورانه كړله خونه
اهل كار ته چي يې وسپارل كارونه
ويرجينيا
9/10/2004