د وينو ويالې
د جنګ په اور کې سوزېدلاى نه شم
نور نو د خلکو غم زغملاى نه شم
اوښکې تويېږي بې بها د خلکو
دا مرواريد ارزانولاى نه شم
زړه مې چاودلى په غمونو کې دى
دا خوار زړګى زهيرولاى نه شم
د ځوانو هيلو ځوانيمرګه ځوانان
په سره کفن کې ښخولاى نه شم
بس بوره مور او ځوانه کونډه ناوې
د غم په ټال کې زنګولاى نه شم
نور د افغان په ښايسته وطن کې
ويالو د وينو ته کتلاى نه شم
پرېږدئ افق د خوشبختۍ وځلي
د غمو پېټى په شا وړلاى نه شم.
عطيه افق
امتحان
خيال يې و زړه ته تسلا راولي
مړو اميدو ته مسيحا راولي
مينې خو داسې چارې وکړې په ما
چې هر نفس ته نوم دا ستا راولي
پرېږده د سترګو ننداره دې وکړم
د زړه تيارو ته مې رڼا راولي
وخت امتحان د مينې اخلي راځم
ځکه بېلتون راته بيا بيا راولي
پښتني اوښکې به جرګه کړم ورته
که مې يو ځل راته اشنا راولي.
عطيه افق