د کاڼو باران
ورېښمين تارونه به د زلفو څه کړم
څيرې ګرېوان چې پرې ګنډلى نه شم
د خولې خبرې خو دې ډېرې وکړې
خو په عمل کې څه ليدلى نه شم
دا خپل لاسونه به مړوند کې غوڅ کړم
چې د قصاب زړه پرې راکښلى نه شم
رنګ ته مې وګوره په خپله پوه شه
حال د زړګي درته ويلى نه شم
هسې مې سېزې په لمبو کې ولې
زه يو قوت يم ورکېدلى نه شم
وخت دې باران د کاڼو وکړي پر ما
زه يې پښو ته ټيټېدلى نه شم.
امان الله غلجى
١٣٦٤ل کال