غزل
محفل کې شول د سيمې عاشقان لمبه لمبه
په شمع چې شي څنګه پتنګان لمبه لمبه
ښايست دې د سپوږمۍ غوندې ځلېږي په جهان
پرې ځکه شول د کلي هلکان لمبه لمبه
راځه چې يو تربله کړو د مينې دنيا جوړه
چې عشق باندې مو شي ټول غمازان لمبه لمبه
اوس بس کړه لږ خو پرېږده د جفا لمن دلبره
ستا حسن مې د زړه کړ ټول ارمان لمبه لمبه
تر څو به درته ناست زه عالم زېب يم په اميد
خوښي مې ټوله کړله ستا هجران لمبه لمبه.
عالم زېب