Richard Chenevix Trench
كه كوم ځاى واى
كه مو چيري په فضا كي داسي بل مكام ليدلاى
چي مو سر پكښي خوندي واى چي يو وخت ورتښتېدلاى
چي پناه مو اخيستلاى په هغه مكان كي زړونو
نه تر تا رارسېدلاى نه تر تا پوري راتللاى
موږ په څېر د عقابانو لكه ټول چي بنديوان وي
د خلقت په پنجرو كي وهل سر او وزرونه
لټول مو داسي مځكه چي پرې ښخي كو منګولي
په تلاښ مو كړلې ستړي ټولي مځكي اسمانونه
ګرځېدلو سرګردانه ستړي ستړي له سفره
موږ له مځكي تر اسمانه پى كوله جهانونه
خو چي پوه سولو چي ته يې هم په مځكه هم هوا كي
له وجود څخه دي ډك دي جنتونه دوږخونه
داسي ځاى مو پيدا نه كړ چي له تا څخه پناه سو
ځكه بيرته تا ته راغلو در سپارلي مو ځانونه
Richard Chenevix Trench (1807 � 1886)
If there had anywhere
If there had anywhere appeared in space
Another place of refuge, where to flee
Our hearts had taken refuge in that place
And not with Thee.
For we against creation�s bars beat
Like prisoned eagles, through great worlds had sought
Though but a foot of ground to plant our feet,
Where thou wert not.
And only when we found in earth and air
In heaven or hell, that such might nowhere be
That we could not flee from Thee anywhere,
We fled to Thee.