Bin Jonson
دروغجني نړۍ شپه دي په خير ! ولاړم
زما پر عمر دي تيارې دي راوستلي
نور دي نوم د زړه له كوره څخه باسم
ستا په غېږ كي مي شپې پاى ته رسېدلي
عمر تېر سو په وهمونو خطرونو
ما مي څرك د اميد هيڅ نه دى ليدلى
زه پوهېږم چي په زړه كي دي نفرت دى
ښه ګړى دي پر ما نه دى لورېدلى
لكه خوب داسي دي يووړل زما له لاسه
زما خواږه د ماشومتوب ساده كلونه
چي پلمې نوري د خلكو پاته نه سوې
راته بل دي د حسد كړله اورونه
هغه خاوره كي دي زما ريښې كړې ښخي
چي ټاټوبى و د پستو جاهلانو
ټول غرور و جهالت او حسادت و
هنر نه و د مكتب د ناپوهانو
په دې ښار كي بل د هيڅ شي قدر نسته
آوازې دي ترازو د كمالونو
آزادۍ له انسانانو څخه اخلي
دښمنۍ دي له نېكۍ سره د زړونو
مګر دلته زموږ نصيب داسي راغلى
او په حكم د ازل داسي روان يو
هغه كېږي چي قسمت فيصله كړي
موږ پيدا د تقديرونو غلامان يو
كه زه ځان بولم جلا له نورو خلكو
په ښكاره يم پر غلطه لاره تللى
كه تغير مي فيصله د ازل غواړم
معجزې ته يم په تمه كښېنستلى
زه پوهېږم چي خالق رانصيب كړي
دا زوړوالى، بدمرغي او دا غمونه
دا په تريو تندي منم ورسره ځمه
په دروغو مي كرار نه كې دردونه
نه آرام په ګدايي درڅخه غواړم
نه دي ګرځم په كوڅو كي سرګردانه
د زړه زور مي لكه دى هسي ساتمه
پر خپل كور باندي يې غواړمه آسمانه
Bin Jonson (1573 � 1637)
A Farewell to the World
FALSE world, good night! since thou hast brought
That hour upon my morn of age
Henceforth I quit thee from my thought,
My part is ended in thy stage.
yes, threaten, do. Alas ! I fear
as little as I hope from thee:
I know thou canst not show nor bear
More hatred than thou hast to me.
My tender first and simple years
Thou didst abuse and then betray
Since stir�d�st up jealousies and fears
When all the cause were away.
Then in a soil hast planted me
Where breathe the basest of thy fools
Where envious arts professed be
And pride and ignorance the schools.
Where nothing is examined weigh�d
But as 'tis rumour'd, so believed;
Where every freedom is betray'd,
And every goodness tax'd or grieved.
But what we�re born for, we must bear
Our frail condition it is such
That what to all may happen here
If �t chance to me, I must not grutch.
Else I my state should much mistake
To harbour a divided thought
From all my kind � that for my sake,
There should a miracle be wrought.
No, I do know that I was born
To age, misfortune sickness grief;
But I will bear these with that scorn
As shall not need thy false relief.
Nor for my peace will I go far
As wanderers do, that still do roam;
But make my strengths such as they are
Here in my bosom and at home.