Arthur Davidson Fick
څوك مي تريخ څوك مي هوښيار بولي يارانو
زه له دواړو نومو ستړى يم دوستانو
غواړم ولوېږي دا زغره نقابونه
سولولي زما د عمر يې كلونه
هلته ځم چي جزيرې پكښي بيدېږي
سهارونه له دريابه پورته كېږي
دا ترخه هوښياري ټوله پكښي كښېږدم
د يوې سندري عقل ته يې پرېږدم
يو جادو دى سور او تال كي د وليانو
په اټكل كي راتلاى نه سي د پوهانو
په نړۍ كي د حيرت چي څه قوت دى
د اسرار په وزرو يې حركت دى
په ښكاره له خاموشيه د عمرونو
د ګونګيو پخوانو تېرو كلونو
يو سندري ويښ له شوره ډك جهان كړ
يوې وړانګي ډك له نوره ټول آسمان كړ
بيهوده دي په دنيا كي چي پوهېږو
د همدغه بېهوده په نوم نازېږو
څه بېځايه ځان قوي راته ښكارېږي
دا طاقت او علم ټوله تباه كېږي
چي يې نوم د هستۍ ايښى دى فاني دى
د يوې سندري سور دى چي باقي دى
Arthur Davison Fick
I am Weary of Being Bitter
I AM weary of being bitter and weary of being wise,
And the armor and the mask of these fall from me, after a long.
I would go where the island sleep, or where the sea-dawns rise,
And lose my bitter wisdom in the wisdom of a song.
There are magics in melodies, unknown of the sages,
The power of purest wonder on secret wings go by.
Doubtless out of the silence of dumb preceding ages
Song woke the chaos-world � and light swept the sky.
All that we know is idle; idle is all we cherish
Idle the will that takes loads that proclaim it strong.
For the knowledge the strength the burden � all shall perish;
One thing only endures, one thing only � song.