Mary Elizabeth Coleridge
ما په واورو كي وهلي ډېر اوږده اوږده مزلونه
نه په قد يم دونه جګه نه غښتلي مي هډونه
په بدن جامې لندې دي سره موښلي مي غاښونه
لار اوږده ده مزل ګران دى باندي خورمه تيندكونه
پر دې مځكه پر دې لارو يم بېحده ګرځېدلې
نابلده سر منزل دى دلته هيڅ نه يم راغلې
دا ور پرانيزئ ما پرېږدئ چي كوټې ته سم دننه
له سړو مي زړګى رېږدي روح مي وزي له بدنه
باد الوتى دى په ځان مي لكه ستن داسي لګېږي
واوره الوزي سېلۍ ده د بدن توان مي ختمېږي
آواز نسته په مرۍ كي لكه تيږي وچ لاسونه
چي د مرګ په ځان كي زور و راته رايې كړل سوكونه
زه لا اوس وړه نجلكۍ يم زما كمزوري دي هډونه
د وړو سپينو پاپيو كنګل سوي دي نوكونه
ور را پرانيزئ ما پرېږدئ چي كوټې ته سم دننه
له سړو مي زړګى رېږدي روح مي وزي له بدنه
ښځينه ږغ مي تر غوږ سو لكه زېرى د ژوندون و
ږغ د زړه له كومي راغى لكه نور د سباوون و
هغه راغله را نيژدې سوه لكه نور وي په لمبه كي
د لمبې په څېر سوه وركه د سكروټو په كاسه كي
نه مي وليده په سترګو نه يې بيا سوه لمبه پورته
كه مي هر څه تلاښ وكړ چي يې راولمه كور ته
ور مي پرانيستى چي راسي تر كوټې پوري دننه
له سړو به يې زړه رېږدي روح يې وزي له بدنه
Mary Elizabeth Coleridge (1861 � 1907)
The Witch
I HAVE walked a great while over the snow
And I am not all nor strong.
My clothes are wet and my teeth are set,
And the way was hard and long.
I have wandered over the fruitful earth,
But I never came here before.
Oh, life me over the threshold, and let me in at the door!
The cutting wind is a cruel foe.
I dare not stand in the blast.
My hands are stone and my voice a groan,
And the worst of death is past
I am but a little maiden still,
My little white feet are sore.
Oh, life me over the threshold, and let me in at the door!
Her voice was the voice that women have,
Who plead for their heart�s desire.
She came � she came � and the quivering flame
Sunk and died in the fire
It never was lit again on my hearth
Since I hurried across the floor,
To lift her over the threshold, and let her in at the door.