مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ښايستو چي غم ونه كئ

Anna Hempstead Branch

ګورئ ښكليو چي خواشيني زړونه نه كئ
يوه شپه چي مو ښكلا درنه بېلېږي
د خوښيو يو سسته تنسته ده
لكه واوره د سپرلي داسي ويلېږي
نورو سترګو، نورو مځكو، شنو ډنډو كي
نوي نوي ښكلا ګاني راټوكېږي
د اوبو په شاني ستاسي پر لاسونو
ښكلا توى سوه اوس له ګوتو مو كوچېږي
د يوې بلبلي ځاى به بله نيسي
يو بلبل عمرونه نه سي چغېدلاى
ګورئ شپې چي په سرو اوښكو سپيني نه كړئ
ښكلا هم تر مرګه نه سي پاتېدلاى
چي هر څو زګېروى كوچنى وي دا يې اوري
د شپې غوږ يې له فرياد سره سور كړى
يو ځل صبر د سهار رڼا ته وكي
ګوندي كوچ د ښكلا نه وي لا پيل سوى
مګر ښكلي خوږې شونډي سره مخونه
د برېښنا په شان يوه شېبه ځلېږي
ښكلا كوچ كوي رخصت راڅخه اخلي
موږ زاړه غم ته پرېږدي دا به وركېږي
د دې غم ګوزار يوازي ستاسي نه دى
نه لومړى ځل ستاسي كور ته دى راغلى
د ښايست ملكې څومره ژړېدلي
چي له كوره يې دا ښكلى مېلمه تللى
چا چي ژر ژر پورول او خرڅول كړل
دا نړۍ او دا ژوندون به د هغو وي
حسابونه يې له موږ څخه جلا دي
چي شېبې يې پر ژوندون باندي پېرزوي وي
موږ په خوښ يو چي يادونه تصويرونه
مو په سترګو د دوستانو كي اوسېږي
كه مو ستوري د آسمان پر لمن پټ سي
زموږ يقين دى په تيارو كي نه ډوبېږي
راسئ وخاندئ د شنو ويالو په ژبه
په نصيب چي ابدي داسي ځواني ده
هسي پاته سو په زړه د زمانې كي
د سپرلي چي د ګلونو تازګي ده
ګورئ ښكليو چي خواشيني زړونه نه كئ
يوه شپه كه د څلې په شان سړه ده
درته يادي كئ روښاني ښكلي ورځي
په سينو كي چي يې پاته خاطره ده

Anna Hempstead Branch
Grieve Not, Ladies
OH, grieve not, ladies if at night
Ye wake to feel your beauty going
It was a web of frail delight,
Inconstant an April snowing.

In other eyes in other lands,
In deep fair pools new beauty lingers,
But like spent hear water in your hand
It runs from your reluctant finger

Ye shall not keep the singing lark
That owes to earlier skies its duty.
Weep not to hear along the dark
The sound of your departing beauty.

The find and anguished ear of night
Is tuned to hear the smallest sorrow.
Oh, wait until the morning light!
It may not seem so gone to-marrow!

But honey-pale and rosy-red!
Brief lights that made a little shining!
Beautiful looks about us shed �
They leave us to the old repining.

Think not the watchful dim despair
Has come to you the first sweet-hearted!
For oh, the gold in Helen�s hair!
And how she cried when that departed!

Perhaps that one that took the most
The swiftest borrower, wildest spender,
May count, as we would not, the cost
And grow more true to us and tender.

Happy are we if in his eyes
We see no shadow of forgetting
Nay � if our star sinks in those skies
We shall not wholly see its setting.

Then let us laugh as do the brooks
That such immortal youth is ours
If memory keeps for them our looks
As fresh as are the spring-time flowers.

Oh, grieve not, ladies, if at night
Ye wake, to feel the cold December!
Rather recall the early light
And in your loved one�s arms, remember.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery