Lee Wilson Dodd
وروڼو كيسه كومه
زه له زړه ډك يوه معبد ته ور دننه سومه
هغه معبد چي هلته خداى اوسېږي
اوه نقابه يې پر مخ ځړېږي
او په معبد كي خاموشي چوپه چوپيا خپره وه
زه په مستۍ زه په خوښيو كي ورك
سرې كړاوې مي په پښو كړي وې ور ننوتم
ما د معبد پر ډبرين فرش قدمونه وهل
د كړاوو په آواز
ما خاموشي ماتول
ما مي له زړه څخه وهمونه شړل
ما يوه مسته ياغي چيغه هلته پورته كړله
ما په ګوښه معبد كي
د خاموشۍ كفن اغوستى كونج كي
د اوو سترو نقابونو مخ ته
د زلميتوب او لېونتوب له مستۍ
د ځواني ميني او د ميني له بېباكه زړګي
درې لېونۍ سندري وويلې
لومړۍ سندهر كي مي
د بې عفتي د ناپاكي ښځي سترګي راوړې
او په دوهمه كي مي
د بې عفتي ښځي شونډي مچ كړې
دريم آهنګ مي پازېبونو ته د ډمي وركړ
او سپك نظر مي د خداى كور ته وكړ
د اوو سترو نقابونو مخ ته ودرېدم
په ډېر غرور په ځوانۍ ونازېدم
او منتظر د خداى آواز ته سولم
ما ويل راوړه د مرګي توره دي
مګر هيڅ ږغ اوو نقابو ته ټكان ور نه كړ
هلته تر ډېره په معبد كي منتظر ومه چي
پر زنګنو مي لړزه پرېوتله
په هر هډوكي مي د بېري بلا كښېوتله
او ژر مي ليري كړلې سرې كړاوې
سم پر څلورو سومه
او په څخېدو مي د معبد پر لوري هڅه وكړه
وروڼو كيسه كومه
اوس لكه ټول چي يم ايبليج وهلى
اوس لكه ټول چي يمه درد نيولى
لكه د زهرو مي ډك جام چښلى
په كړوپه ملا مي انتظار ايستلى
هر مصيبت ته مي دى ځان سپارلى
ځكه چي خداى راته هيڅ ونه ويل
اوس راته ځان څومره كوچنى ښكارېږي
راته پر مځكه ځان چينجى ښكارېږي
يو تر پښو لاندي غوندي شى ښكارېږي
ځان بې اسرې راته مريى ښكارېږي
لكه د رېګ وړه دانه داسي مى ځان وينمه
ځان مي يوه دانه په غېږ كي د بيابان وينمه
اوس مي نه خوند له لېونتوبه اخلم
نه مي مزه له زلميتوبه اخلم
او نه مي نور له ناكراره زړګي مينه پاڅي
نه د ناپاكي ښځي سترګي ستايم
نه يې سرو شونډو ته سندري وايم
او نه د ډمي تر پاپۍ پوري خيالونه بيايم
Lee Wilson Dodd
The Temple
HEAR me, brother
Boldly I stepped into the Temple,
Into the Temple where the God dwells
Veiled with Seven Veils
Into the Temple of Unbroken Silence
And my joyous feet shod with crimson sandals
Rang out on the tessellated pavement
Rang out fearlessly
Like a challenge and a cry!
And there � in that shrouded solitude,
There � because the Seven Veils
There � because of youth and youth�s madness
Because of love and love�s unresting heart
There did I sing three songs!
And my first song praised the eye of a wanton;
And my second song praised the lips of a wanton;
And my third song praised the feet of a dancing girl!
Thus did I desecrate the Temple,
Thus did I stand before the Seven Veils
Proudly!
Thus did I wait upon the God�s Voice �
Proudly!
And the sudden shaft of death �
But Voice stirred the Seven Veils,
Though I stood long �
And my knee shook,
My bones were afraid�
Swiftly I loosed the crimson sandals
And, tearing them from off my feet,
Crept shuddering forth!
Hear me, brother!
Now am I as one stricken with palsy,
Now am I sick with the close ache of terror,
Now am I as one who having tasted poison,
Cowers, waiting for the pang!
For the God spake not �
And the sense of my littleness is upon me:
And I am a worn in my own sight,
Trodden and helpless
A casual grain of sand
Indistinguishable amid a million grains:
And I take no pleasure now in youth
Nor in youth�s madness
In love
Nor in love�s unresting heart,
And I praised no longer the eye of a wanton
Nor the lips of a wanton,
Nor the light feet of a dancing girl.