Maxwell Bodenheim
تر تا ډېر مي ګيله من يم له دوستانو
كشكي دوى مي دوستان نه واى دښمنان واى
دوى په مخ كي د هيندارو راته سپر سول
كنه ما به پېژندلى دا خپل ځان واى
پر هيندارو يې كړل رسم تصويرونه
د صفاتو كراماتو عادتونو
داسي ذات د فرشتو يې راته وښود
چي يې تږى وم كلونه په عمرونو
ته چي راغلې زما دښمنه درسره وه
په لاسونو كي تېره تېره تېغونه
د هيندارو دي توږل په قهر قهر
په دروغو ايستل سوي ټول رسمونه
بيا له ځانه سوم بېزاره له تا نه سوم
له هيندارو پاكول چي دي رنګونه
ما هغه كمال څرګند په تا كي وليد
چي يې تا تباه كوله تصويرونه
Maxwell Bodenheim
To an Enemy
I DEPISE my friends more than you.
I would have known myself, but they stood before the mirrors
And painted on them images of the virtues I craved.
You came with sharpest chisel, scraping away the false paint.
Then I knew and detested myself, but not you
For glimpses of you in the glasses you uncovered
Showed me the virtues whose images you destroyed.