مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ليكوالي املاء انشا


عشق او هوس
 
نظرونه ټول يو راز نه دي، هر چا هر څه يو شانته نه دي ليدلي.
د عشق نظر او د هوس نظر يو له بله ډېر فرق کوي. د مين او بوالهوس ترمنځ د ځمکې او اسمان قدر فاصله موجوده ده. مين يو ليلیٰ لري او هغه يې هم داسې ليدلې ده، لکه چې په توره شپه کې د غر له څوکې سپوږمۍ لږ غوندې سر ښکاره کړي او بيا سمدلاسه په تورو ورېځو کې پټه شي.
عشق د همدغسې اسماني پرښتې يوه جلوه ده، چې د عاشق په زړه کې طوفانونه پيدا کوي او د انسان نظر يوې نقطې ته داسې جلبوي، چې نور څه بيا نه شي ليدلى او هغه هم نه ويني، نور خوندونه او نورې نندارې د سړي هېرې شي او شپه ورځ د هجر او فراق په لمبو سوزي، مګر د هوا او هوس خاوندان د عشق له غمه بې غمه دي. دوى هره شپه په خرابات او ميکده کې بل شان لوبې کوي او د عشق او عشرت په باده مست دي.
عشق د ناکامۍ او محروميت نوم دى. هوا او هوس بې مشقته لذت او بې هجرانه وصال ته وايي.
معشوقو ته رسېدل هغه ګران کار دى، چې د جهان لوى لوى امپراتوران يې هم له حده زيات سرګردانه کړي وي او ځينې کسان د ډېرو لښکرو په زور هم دغه سعادت ته نه دي رسېدلي، مګر هوس پالونکي هره شپه يوه نوې ليلیٰ په غيږ کې نيسي او هغه شونډې ښکلوي، چې ډېرو نورو يې هم په وار وار خوند ليدلي دي. هغه چې د هر خريدار دپاره ځان سينګاروي او د يوه په غېږ کې بل ته خاندي، د هوسرانۍ دپاره پيدا ده، نه د عشق دپاره.
دغه راز مبتذل خوندونه د هوسناکو خلکو دپاره لږ نه دي، له دغسې ناپاکې يارانې نه د عشق داستان نه جوړيږي، د دوه مينو وصال هر چا ته ښکلي معلوميږي او هر څوک د مجنون او ليلې په فراق متاثر کېږي، مګر د هوس د خاوندانو معامله بده ګڼي او په نفرت ورته ګوري, دا ځکه چې عشق د خلکو په نظر کې دروند معلومېږي او هوس ته په سپکه سترګه ګوري. هغه د پتنګانو کار بولي او دا د مچانو هر کار, چې د عشق دپاره وي په هغه کې ارو مرو يو څه فوق العادګي موجوده وي او د هوس د خاوندانو کارونه ټيټ او عادي معلوميږي، هغه قوت او قدرت، چې له عشق سره شته هوس ترېنه محروم دی. فرهادي  عزمتونه د عشق د خاوندانو په برخه رسېدلي دي. ایثار او فداکاري د هوس د خاوندانو کار نه دی، سربازي او سرفرازي دواړه له عشق سره ملګري دي، په شعر او ادب کې هم د عشق برخه معلومه ده، هغه څه چې په يوه عالي احساس او لوړ خيال بنا وي او هغه چې د هوا او هوس دپاره وي او په ټيټ غرض بنا وي برابرنه دي، چا چې دغه هنر(ادب) ته د عشق په نظر کتلي دي او د دنيا د سود او ګټې دپاره دا کار نه کوي هغه کله کله په ډېرو جګرخونيو يو ادبي شهکار د ابتکار ميدان ته راباسي او ډنډه وينې يې خوراک وي، څوک چې د بازار رونق ته ګوري او د خپلو هوسونو د تامين دپاره څه ليکي هغه هره ورځ بې زيار او زحمته مبتذل مضامين بازار ته وړاندې کوي او ظاهري ډول برابروي. هغه هېڅکله عميق فکر نه کوي او په لوړو خيالاتو پسې نه ګرځي.
ژورو فکرونو او د لوړو خيالونو خريداران  هر کله او هر چېرته ډېر لږ دي.
دا راز متاع د خرڅولو هم نه ده، څه شی چې په دنيا کې ډېر نادر وي بې له احمقانو نه يې بل څوک نه خرڅوي. د ذوق او هنر په خاوندانو که هر رنګه بده ورځ راشي خپل ګران او ډېر بها شيان نه خرڅوي، مګر عادي او معمولي شيان له کوره باسي.
هغه چې پخپل فن مين دی او له خپل کار سره عشق لري هر راز ناکامي او محروميت قبلوي، مګر عشق په هوس نه بدلوي.
زه دا منم، چې د هوس خاوندان له روحي عذابونو او شکنجو نه خلاص دي او د دنيا په خوږو کې له نورو نه ډېره برخه لري. په دې هم پوهېږم، چې د عشق په کار کې څومره مشکلات موجود دي او په دغه خطرناکه لاره تګ څه مصيبتونه په مخ کې لري او دغه افتخار په ډېرو بدبختيو او کړاوونو کې پټ دي، د فن او هنر خاوند بايد له هوا او هوس نه ځان وژغوري او له عشقه برخه ولري. په خپل کار کې عشق ګډ کړي او د عشق دپاره هر څه قبول کړي.
د حقيقت عشق د ازادۍ عشق، د جمال عشق، د وطن او ملت عشق که په شعر او ادب کې ځاى ونه لري، نو هوا او هوس پکې ځاى نيسي او تجارتي متاع ترېنه جوړيږي، يعنې د ابتکار ځاى ابتذال نيسي او شهوات په عواطفو او احساساتو غلبه پيدا کوي.
شاعر او اديب بايد د ذوق او قريحې دپاره څه وليکي او د آني مصلحت په قيد کې ځان ايسار ونه ګڼي، که دغه راز متاع نن خريدار ونه لري او څوک ورته په قدر ونه ګوري، له دېنه لويه مساله بله نشته. راشئ! چې د خرڅون فکر ورټو او کوچنۍ سودا پريږدو. د شعر او ادب ازادي همدغه ده، چې هېڅ قيمت ونه لري او د مال په نظر ورته ونه کتل شي، ذوق د خرڅولو شی نه دی څوک چې خيال او فکر خرڅوي خيال او فکر خرڅوي، هغه د دغه شي ازادي نه شي ساتلاى او خپله ازادي ارومرو له لاسه ورکوي.
که ازادي د انسان معشوقه وي او د هوس په نظر ورته نه ګوري، که څوک غواړي چې خپله ازادي په خپلو اثارو، په خپلو افکارو، په خپلو خيالاتو کې وساتي مادي سودا دې له زړه نه وباسي او د سود و زيان د ډار او اميد غلامي دي پريږدي.
د شعر او ادب ارتقا او اعتلا له هر څه نه دغې ازادۍ ته زيات احتياج لري او له معنىٰ نه د مادياتو قربانول  غواړي.
دا قرباني د هغه چا له لاسه پوره ده، چې شعر او ادب ته د عشق په نظر ګوري نه د هوا او هوس په نظر، عشق ډېر خطرات، ډېر زيانونه او ډېرې ګټې له پښو لاندې کوي او په همدغه وسيله لوړيږي او د لوړتيا حقيقي راز د هوا او هوس په قربانولو کې پټ دي او عشق د قربانۍ او فدا کارۍ نوم دى.
قرباني او فدا کاري د لوړو احساساتو او عواطفو کار دی، چې په يوه شاعر او اديب کې بايد ارومرو موجود وي، که دغه کسان دغه کار نه شي کولى او نه يې کوي هر څوک پوهيږي له دېنه زيات معنوي انحطاط په تصور کې نه راځي. د فکر او ادب حقيقي پالنه د ډېرو پاڼو په تورولو نه شي کيداى او مقيد ذهنونه دغه کار نه شي کولى، دا د هغو کسانو کار دى، چې د لوړ شعور او ادراک خاوندان دي او د عقيدې له مخې کار کوي، دا کار زما په ګمان دلته ښه نه دى شوى او دغه وظيفه چا ښه نه ده په ځاى کړې. دلته د وطن مزدورانو او کاريګرو څه نا څه خپل  کار کړى دى او مونږ وينو، چې څوک لارې جوړوي او پېچومي اواروي، څوک کارخانو او فابريکو کې خدمت کوي، ځينې ماڼۍ او قصرونه ابادوي, ځينې نور د ورانولو په کار بوخت دي، ځکه وايم چې دلته ناپوهانو ډېر کار کړی او دا بيان يا ډېر لږ دی يا خپلې وظيفي ته ښه ملتفت نه دی او له عشقه محروم دی.
څومره توجه، چې معنىٰ ته په کار ده اهل معنىٰ يې معنىٰ ته نه لري او په دې باندې ډېر افوس او حسرت په کار دى، مګر دغه کار هم  بوالهوس نه شي کولاى او د درد خاوندانو ته ضرورت لري.

مضر احتياط
 
که رښتيا ووايم مونږ ډېرې هوښيارۍ او ډېرو احتياطونو برباد کړي يو. يو چا زمونږ په حق کې ويلي وو، دا خلک له ضرورته زيات هوښيار او محتاط دي.
راځئ چې په دې خبره کې فکر وکړو.
هوښياري، چې له اندازې نه زياته شي او هام قوي کوي.
احتياط، چې ډېر زيات شي لاسونه او پښې شلوي.
شمي اکا زمونږ په کور او کلي کې په ډېرې هوښيارۍ مشهور و او هر چا به، چې کومه مشوره غوښتله ده ته به راتلل.
د ده د هوښيارۍ او احتياط يوه نښه دا وه، چې ده تر اخره پورې خپل کور ته برق را نه ووست او ويل به يې که کله برق شارټ شي، نو حريق به واقع او کور به مې وسوزي.
د ده دا عدت و، چې په موټر کې به نه سورېده او ډېر لرې ځاى ته به هم پياده روان و، ځکه چې د موټر له چپه کېدلو وېرېده او احتياط يې کاوه.
هو! دى له ډېره عقله پياده ګرځېده او کور کې به يې رښتيا هم ډېر لږ وه.
دغه شان هوښياران او د احتياط خاوندان زمونږ په مملکت کې زښت ډېر دي او د نوي تهذيب او تمدن قبلول له برق او موټر نه هم زيات مضر بولي.
زمونږ په ادارو او شعباتو کې ډېر هوښيار او ډېر محتاط اشخاص زيات ليدل کېږي، د دوى د نوي نهضت او نوې رڼا په قبلولو کې ډېر سخت مقاومت کوي او هغه کسان، چې له ځينو مزخرفاتو او مضرو افکارو سره مجادله کوي بې تجربې او افراطې هلکان ګڼي، دوى وايي په هر کار کې اعتدال ښه دی او بايد په هر څه کې له ډېر احتياط نه کار واخيستل شي.
هغه څوک، چې يو قدم د عصر خوا ته نږدې کيږي او ارزو لري چې د دنيا له سير سره موافقت وشي، دوى ورباندې سترګې سرې کړي او تهديدوي يې, چې تاسې د قوم له روحياتو، د محيط له مقتضياتو ناخبره ياست او جامعه بربادوئ.
دوى ځانونه داسې ښيي، لکه چې د علم او عقل او تجاربو سرمايه داران همدوى وي او دنيا د دوى  په ښکر ولاړه، په دوى ودانه وي، مګر رحمان بابا وايي:
 دا دنيا په احمقانو ده ودانه      دانا نه کا په دنيا باندې غرض
دوى هر وخت د اعتدال پسندۍ په نامه د نوي نهضت او مدنيت مخه نيسي او غواړي، چې وړاندې تلونکي او پېشرفت غوښتونکي په څټ بوزي او بېرته يې وګرځوي.
دوى خيال کوي, چې اعتدال او احتياط، سکون او جمود قبلول دي او يو قدم وړاندې ايښودل له احتياط او اعتدال نه وتل دي.
تاسې پدې پوه شئ، چې همدغه کسان په څټ تلونکي(مرتجعين) دي, چې اعتدال په حقيقت کې نه پيژني او يا په دغه نامه د ملت د پېشرفت مخه نيسي.
دغه محتاط او اعتدال پسنده طبقه، چې په اصل کې له اعتدال نه ډېر لرې دي دوى کې د مسامحه کارۍ مماسات او سازشونو استعداد موجود دی، په کوم ځاى کې چې د حق او حقيقت اظهار په کار وي، دوى غلي او خاموشه ناست وي او هر څوک، چې هر څه وايي دوى ورسره سرخوزوي او خپل محبوبيت ساتي.
د دوى دا عادت دومره قوي شوى، چې د خداى رضا هم د خلکو په نارضايۍ کې نه خوښوي او که د قوم له روحياتو نه خلاف وي د دين او عقيدې اظهار هم نه کوي.
له يوه خان او ملک سره دومره ناجايزه مراعاتونه کوي، چې طوايف الملوکۍ ته خبره ورسيږي، له سپين پگړيو سره تر دې حده مماشات اختيار کړي، چې د حقيقي اسلام په عوض ورسره جعلي او موضوعي خبرې ومني.
هو! دوى له هر چا سره سازش کوي، مګر له عصري ترقياتو سره يې جوړه نه راځي، دوى په عين حال کې چې د نوي نهضت او عصريت له زړه نه مخالف دي يا يې د خپل مفاد دپاره مضر ګڼي، ځلمو او ځوانانو ته داسې ښکاره، کوي چې تاسې نه پوهيږئ او پخوا له وخته دنيا ته راغلي ياست، مونږ غواړو چې مخکې ولاړ شو او ترقي وکړو، مګر قوم جاهل دى او بايد له ډېر احتياط او اعتدال نه کار واخيستل شي.
دوى ته بايد وويل شي، چې که تاسو غوندې محتاط او اعتداليون موجود وو، دا جهل او ناپوهي به هېڅکله نه ورکيږي او څوک به يو قدم وړاندې وانخلي.
مګر که تاسو خلکو وپيژندلئ او زمانې ستاسې حال ښکاره کړ بيا به ډېر ګړندي منزل مقصود ته ورسيږو او تاسو ته به د پښتنو په تاريخ کې بې ملامتۍ نور څه پاتي نشي.
هغه ځوانان، چې تاسو بېرته را ګرزولي دي او په نورو مغزو کې مو زاړه فکرونه اچولي دي، تاسو سره به په خجالت کې شريک او سهيم وي او ستاسې د خوشحالۍ او هوښيارۍ او مضر احتياط سر به ډېر ژر ښکاره شي.
زه خپل وجداني مسـئوليت رفع کوم او وايم: کومه رويه چې تاسې نيولې ده، اعتدال نه دی تفريط دی، بلکې هېڅ نه دي او تاسې هېڅ نه کوئ، مونږ تاسې پېژنو او پدې خبرو نه غوليږو.
ستاسې هوښياري او احتياط ډېر ضعيف احتمالات او توهمات غټوي او تاسې وېروي.
تاسې زمونږ قافله ځاى په ځاى درولې ده او درخپلو اسونو جلبونه مو دومره ټينګ نيولي، چې يو يو قدم ورورسته او په شا ځي.
دا ارتجاعي قدمونه مونږ ته ډېر مضر تماميږي. تاسې د کاروان او قافلې مخه نيولې ده او ستاسې توقف د ټولو د معطلۍ سبب ګرځي. د خداى دپاره تاسې له مخې لرې شئ او مونږ پرېږدِئ، چې وړاندې ولاړ شو او يو ځاى ته ورسيږو.
 

حاکمانو ته وايم
 
اى هغو کسانو، چې ستاسې په لاس کې د حکومت لښته ده ستاسې په امر يو سړی وهل کيږي، تړل کيږي، جرمه کيږ او هر څه کيږي.
ستاسې په نظر يو بې ګناه په محبس کې لويږي او يو ګناهګار له بنده خلاصيږي. ستاسې په عدالت مظلومان له ظلمونونه نجات مومي او ستاسې په بې انصافۍ ظلمونه، جبرونه په عالم کې خرڅيږي.
ستاسې غفلت او بې خبري عالمونه تباه کوي او ستاسې په ويښتوب او هوښيارتوب ډېر ښه ښه کارونه کېدلى شي.
که تاسې په سمه او صحيح لار روان شئ ډېر بې لارې خلک په په لار کيږي. که تاسې پخپله د نفس او شيطان په لاره درومئ، نو په عالم کې د ظلمونو له لاسه بې تميزه قيامت او بې ميزانه محشر جوړيږي.
ستاسې په لاس کې د حکومت زور او قوت موجود دی, که تاسې لېوان يا لېونيان شئ د خداى مخلوق تباه کيږي.
که تاسې ماشومان او اطفال اوسئ ستاسې په طفلانه لوبو ډېر کورونه خرابېږي، که تاسې ړانده او کاڼه شئ حق او عدالت مري او ظلمونه، فسادونه، بدبد کارونه رواج مومي.
تاسې پدې پوه شئ، چې د دنيا د نظام او انتظام دپاره خداى دوه شيه پيدا کړي دي، چې يوه ته حکمت او بل ته حکومت وايي.
حکومت هېڅکله بې له علم او پوهې، بې له تدبير او سياست څخه چې له دې ټولو نه په حکمت تعبير کېدلى شي، مخکې نه ځي او تش کوتک په دنيا کې نه چليږي.
اوس په متمدنه او مترقي دنيا کې يو سړی په ډېر علمي لياقت او لوړ شخصيت حاکم کېدلى شي او هغه څوک دغه رتبه او مرتبه ګټلى شي، چې په تدبير اوسياست کې اوله درجه مهارت ولري او د مهمو صفاتو خاوند وي، مګر په تاسې کې لا اوس هم بې سواده، بې ذوقه، بې علمه, بې رحمه، بې انصافه او له جهانه ناخبره اشخاص پيدا کېږي، چې بې رشوت اخستلو، وهلو او ټکولو،کنځلو او بدو ويلو په نور څه نه پوهېږي او نه شي پوهېدلي.
تاسې پدې پوه شئ، چې حکومت له دې نه پس تجارتي متاع نشي کيدلى، چې څوک يې په پيسو او رشتونو واخلي.
هغه وخت او زمانه په تېرېدو کې ده، چې څوک د حکومت چوکۍ په خوشامندو او تملقنو وساتلى شي يا ظلم او بې شعوره قوت په يوه منطقه کې حاکميت وکړاى شي.
مونږ د دې عصر په شپو کې دا خوبونه ليدلي دي، چې علم او لياقت، خير او اصلاح به ډېر ژر خپله کرسۍ اشغال کړي او جهل او ناداني، ظلم، ستم، ريا کارۍ او فريب کارۍ به له خپلې چوکۍ را ولويږي.
تاسې خپل ځانونه اصلاح کړئ او پخپل ځان ګوتې ووهئ، مقصد ظاهري فېشن او ارايش نه دی، بلکې د عيبونو اصلاح او د ځان معنوي جوړول مې مراد دى.
راشئ دا زړه طريقه نوره پريږدئ او هر کار د سوټي په زور مه کوئ!
انسانان خداى د وهلو او ټکولو دپاره نه دي پيدا کړي.
د مجرمينو د قايلولو او اصلاح کولو د پاره نور وسايل هم شته.
ظلم په ظلم باندې هېڅ کله نه ورکيږي.
تاسې به ډېر خلک په وهلو معيوپ کړي وي.
ډېر کسان به ستاسې د شدت او تشدد له لاسه تښتيدلي او ورک شوي وي‌، مګر جرايم او جنايتونه نه دي ورک شوي.
يو شاعر وایي:
د انسان اصلاح په پوهه انسان کړې
ناپوهان يې په وهلو د انسان کړي
نو راشئ له علم او پوهې نه کار واخلئ، ظلمونه او جبرونه پريږدئ!
بې ګناه خلک په وهلو او ټکولو مه قايلوئ!
په رشتونو او لحاظونو له حق او حقيقت نه مه تيريږئ او د يوه په ګناه بل ته جزاء مه ورکوئ! تاسې پخپل نفس او خپلو خواهشاتو حاکميت پيداکړئ او د همدغه حاکميت په اثر ځانونه د دې لايق کړئ، چې په نورو داسې حکومت وکړئ، لکه چى يو پلار يې پخپلو زامنو باندې پخپل کور کې کوي او هېڅ راز ظلمونه پکې نه وي.

ميلونر خيرات خور
 
که څوک خپه کېږي که خوشحالېږي زه خو څه وايم او خپله غاړه خلاصوم، ګوندې دا ساده مخلوق لږ غوندې پوه شي او فکر وکړي.
زه اروپا ته نه يم تللی، امريکا مې نه ده ليدلې، په افريقا کې نه يم ګرځيدلى او هېچرې نه يم تللى، مګر يو عجيب مملکت مې ليدلى دى او عجيب مخلوق پکې اوسي. په دې مملکت کې د دې  په ځاى، چې بډايان او مالداران خوارانو او غريبانو ته څه ورکړي  خوران مسکينان د ډېر مال او دولت خاوندانو ته څه ورکوي او هغوى هم نه شرمېږي اخلي يې.
ته به وايي دى رشوت خواره ماموران او حاکمان يا دوي، چې په لکونو روپۍ او بې حسابه جايدادونه لري له يوه ډېر عاجز سړي  نه هم په ډېره جزيي فقره کې ترڅو سل دوه سوه روپۍ وانخلي نه يې پريږدي.
نه زه دغه بې رحمه، بې انصافه رشوت خواره نه ښيم، خيرات خواره ښيم.
په دې مملکت کې، چې زه ورته عجيب مملکت وايم مليونر خيرات خور هم پيدا کيږي او ډېر غنيان د خوارانو او مسکينانو خيراتونه خوري.
په دغه وطن کې ما داسې خلک وليدل، چې اسونه ورته ولاړ دي موټر لري، قصرونه او باغونه، ځمکې او پټي يې په هر ځاى کې شته، مګر له داسې خلکو نه خيراتونه او شکرانې اخلي، چې هغوى د خپل اولاد نفقي او جامې ته حيران دي او د دوى نوکرو ته هم نه رسيږي.
په دغه مملکت کې معکوس وضيعت دى او وږي، بربنډ يې له مړو او دولتمنو سره مالي مرسته اوکومک کوي.
په کوم ځاى کې، چې د بې وزلو او خورانو په خيراتونو او شکرانو غنيان او متمولين ځمکې او جايدادونه، کورنه او باغونه، موټر او اسونه اخلي.
ايا د هغوى په حال افسوس او حسرت نه دی په کار؟
اى خوارو او بې وزلو پښتنو! هر څوک چې غني او دولتمن شي ميا وي که ملا، سيد وي که پير او پېشوا هغه د خيراتونو او ذکاتونو مستحق نه دی.
هغوى بايد تاسې غوندې عاجزانو ته زکاتونه درکړي او په تاسې باندې زړه وسوزوي،که تاسې نه دريږئ او ارومرو نورو ته څه ورکوئ د قصرونو او باغونو خاوندانو ته څه مه ورکوي، بلکې ګوډ، ړانده، کونډې، يتيم، بندي او مسافر ته يې ورکړئ، چې په اخرت کې په ښه درشي.
ستاسې په خيراتونو په عمرو عمرو خلکومزې، چړچې او ورميږونه وکړه، که رښتيا وايم نو شرابونه هم پرې واخيستل شوه او فحاشي پرې وشوه، لږې سترګې وغړوئ او لږ غوندې هوښيار شي.
 اخر ړانده خو نه ياست دا څه درباندې کيږي.
تاسې خپلوشکېدلو جامو، خپل فقر او مسکنت او د دوی مال او دولت وګورئ!
چې دوى څنګه دي اوتاسې څنګه ياست؟
که دوى نه شرميږي او ستاسې خيراتونه قبلوي، بلکې غواړي يې تاسې د دوى له حيثيت او شان نه وشرميږي او دوى تر قيامته او په قيامت کې مه شرموئ.
 


ګرانه ليکواله!
 
د دې عصر قافله ډېره ګړندۍ ده، له دې کاروان سره برابر تګ نوې اقتضاګانې لرې او د انسان په ظاهري او معنوي حال کې بدلون غواړي.
پخوا به يو کارواني له ځان سره پتيرې اخيستي او په پڼو به يې ميخونه او نالونه وهل، مګر اوس د الوتکو په سفر کې دغه شيان نه دي په کار او د دې وخت مسافرت هغسې نه دی.
مونږ اوس د ژوندانه په نوې مرحله کې داخليږو او له يوه حاله بل ته انتقال کوو. هغه څوک چې له خپل خره راکوزيږي او په الوتکه کې الوزي بايد فکر او نظر يې بل راز شي او ناسته ولاړه يې هغسې نه وي.
هغه چې ټول عمر پلې ګرزېدلی او له عقله پيا ده دى د آس يا بايسکل سپرلي هم ورته ډېره ګرانه معلوميږي، د سپوږمۍ کرې ته ختل خولا څه کوې.
له يوه زاړه جهان نه نوې دنيا ته ورتګ او په نوو توغنديو سپرېدل ډېر مراحل په مخکې لري او نوې عصري پوهه غواړي.
انسان لکه د تجارت مال داسې نه دی، چې د اوښ له شانه الوتکي ته رانقل شي او هېڅ تغير پکې رانه شي.
تجارتي مالونه هم د اوښانو په شا په څټو او غوندو کې وي او په الوتکو کې خپله جامه او ظرف بدلوي. هغه وخت چې مونږ د خپل کلي او کور له څو تنو کاروانيو سره به خرو پسې روان وو او اوس، چې د مختلفو ملتونو له افرادو سره په الوتکو کې لرې هېوادو ته ځو او راځو بايد له هغه حا له ډېر فرق ولرو او هغسې نه اوسو.
که هغه وخت زمونږ نظر محدود و زمونږ مزلونه هم لنډ و، مګر اوس له دغه اوږدو مزلونو او لوړو پروازونو سره لوړ فکر او لرې نظر هم په کار دى.
زمونږ خلک خواوس د هوايي سرويسونو له برکته له ځمکې نه لوړې فضا ته هسک شوه او وزرونه يې پيدا کړه، مګر د خلکو فکرونه او اخلاق لوړول دغومره اسانه کار نه دی، چې کوم داخلي يا خارجي شرکت يې سرته ورسوي.
دا کار تر ډېره حده د هېواد د پوهانو اوليکوالو کار دى.
دا د دوى وظيفه ده، چې د يوه نوي نهضت او ارتقايي حرکت ملګرتيا وکړي او د خلکو ذهنونه د نورو افکارو او عصري ايجاباتو قبلولو ته تيار کړي. نوي نهضتونه په هر ځاى او په هر وخت کې پالونکي او رټونکي لري.
په هر ملت کې(نوې خوښي) او (زړه خوښي) شته.
زاړه هر چېرته زاړه رواجونه او عادتونه خوښوي، ځوانان هر کله د نوي فکر او د نوي ژوند طرفدار وي.
د دې دواړو ډلو ترمينځ يوه بله ډله مينځګړيتوب کوي، يعنې ځينې نوي شيان ښه ګڼي او ځينې بد بولي. په زړو شيانو کې هم ځينې خوښوي او ځينې نه.
دا دريمه ډله په جامعه کې معتدل اشخاص ګڼل کيږي او هغه دوه نور د افراط او تفريط خاوندان بولي.
زه دلته دانه وايم، چې د افراط طرفداران ښه دي که اعتدال پسند، مګر په ليکوالو دا پيرزوېنه لرم، چې دوى بايد هر کله او هر چېرته د نوو نهضتونو ټينګ طرفدار وي او هغه زاړه رسمونه او رواجونه بد وګڼي، چې د يوې جامعې د بېرته پاتې کيدو موجب دي.
 ليکوال بايد خلک پدې پوه کړي، چې د دوى اجتماعي او انفرادي ژوند څه راز دی؟ دوى څه کوي؟
د دوى خويونه، فکرونه، عملونه او نېتونه څنګه دي؟ د نن ورځې د ژوند دپاره څه په کار دي او د سبا ورځې ضرورتونه څه دي؟
د يوه ولس د حقيقي سعادت د تامين دپاره له هر چا نه د پوهانو او ليکوالو مرسته ډېره په کار ده، دوى بايد خلک د اصلاحي فعاليتونو او پروګوامونو په ښېګڼو پوه کړي او په عالم کې داسې خوشبيني پيدا کړي، چې واقع بينۍ ته زيان ونه رسوي.
مونږ لکه چې د ښو او سمولارو جوړولو ته ډېر ضرورت لرو دېته هم اړ يو، چې په ښه لاره تګ خلکو ته وښيو او ښه حرکت را پيدا کړو.
که سړک هر څومره ښه جوړ شي او لياره ډېره اواره هم وي، چې څوک په سمه لاره نه ځي او د حرکت اراده نه لري څوک به يې څه کړي؟
که د چا صحت هر څومره ښه وي او په وجود تکړه وي، چې خوي يې وران او عمل يې بد وِي، نو څه فايده؟ ترڅو چې زمونږ عادات او اخلاق سم نه شي او بد ذهنيتونه راسره ملګري وي، که دا ملک جنت هم شي زمونږ بد عملونه او بد رواجونه به يې په جهنم بدل کړي او په هغو اورونو به سوزي، چې زمونږ له نفسونو نه يې لوخړې او لمبې پورته کېږي که مونږ خپل ځانته متوجه شو او خپل کردار او رفتار په نظر کې ونيسو زمونږ هغه ظلمونه او جهالتونه، چې د رسم و رواج او عرف او عادات نوم پرې ايښودل شوی دی، زمونږ د بدبختۍ ډېر مهم عوامل دي، چې يوه اساسي مجادله او قلمي مبارزه ورسره په کار ده.
په دې اوس وخت کې، چې د تحول وږمه، رسم و رواج پوړنى له مخه اخلي او محبوبيت له مينځه ځي د ليکوالو په غاړه ډېر مهم مسئوليتونه پراته دي، چې د حقايقو له مخې پرده لرې کړي او ښو ته ښه بدو ته بد ووايي، يعنې له هېچانه ونه وېريږي حتىٰ، چې له عرف و عادت نه يې هم سترګه ونه سوزي او د حقانيت په جذبه د ناپوهۍ له هغه بد ذهنيت سره مجادله وکړي، چې قوت او قدرت يې د زړې زمانې له فرعونيانو کم نه دی او يوازې ابراهيمي جرئت ورسره مقابله کولى شي.
د ليکوال لويوالی په همدغه ټکي کې پروت دی، چې د جامعې عرف و عادت ته په انتقادي نظر وګوري او خپله عقيده پټه نه کړي.
هغه څوک چې خپل صحيح فکر او نظر د عام ذهنيت په مخالفت نه شي څرګندولى څوک ورته په نفرت نه ګوري، مګر کوم ارزش هم د جامعې په نظر کې نه لرې.
رښتيانی ليکوال او ستر ليکوال هماغه دى، چې د راتلونکي نسل قضاوت په نظر کې ونيسي او له سبا ورځې وډار شي، نه له نن ورځې نه.
يو مسلمان بايد هغه ورځ په نظر کې ولري، چې يو صحيح قضاوت پکې کېدونکی دی او حقيقت پکې له رسمونو او رواجونو نه لوړ مقام لري.
څنګه چې په يوه باغ کې هر وخت ناکاره بوټي، درب او کبلې پيدا کيږي باغبانان يې له بېخه باسي، چې له باغ نه ځنګل جوړ نه شي په يوه ولس کې هم په مرور د زمان ځينې وران خويونه او بد عادتونه پيدا کېږي، چې انساني باغ و بڼ ته زيان رسوي. هغه اصلاحي نهضتونه چې په ملتونو کې وخت په وخت پيدا کېږي د همدې دپاره وي، چې دغه راز بد بوټي ورک کړي او د خلکو په ذهن کې نوې رڼا پيدا شي.
د جهان تاريخ، چې سړى ګوري او د سترو ليکوالو او پوهانو د ژوندانه مطالعه کوي دا ورته معلومېږي، چې د فکر او پوهې مشرانو او لويانو د خپلې عقيدې او فکر د نظر په اظهار او ابلاغ کې څومره جرئت او جسارت نه کار اخستى او خپل ژوند يې د نورو د ژوند ښه کولو دپاره څومره خوار کړی، بلکې قربان کړی يې دی.
د راتلونکي نسل په نظر کې خپله لويي ثابتول څه اسانه کار نه دى، چې خوشې په خوشې لاس ته راشي. که سړى د پوهې او فکر په رڼا کې د حقايقو په اظهار نن هر څومره منفور واقع شي او عام ذهن و نظر ورته په کرکه وګوري هغومره به دغه سړى د سبا ورځې په رڼا او د راتلونکي نسل په نظر کې ښکلی او محبوب ښکاري.




 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery