خپله ژبه
دغه لمر، چې پاس په اسمان کې زمونږ دپاسه ځليږي او پخپل نور او حرارت د ځمکې د مخ
په بوټو او ژونديو شيانو کې د نشوې نما قوت پيدا کوي. همدغه شان يو بل معنوي لمر هم
شته، چې وړانګې او پلوشې يې د انسان په زړه او دماغ وليږي او له انعکاس څخه يې
افکار او خيالات پيدا کېږي، دا افکار يا خيالات چې د الفاظو او کلماتو په جامه کې
څرګند شي نطق، خطابه، شعر، موعظه، نصيحت او داسې نور ورته ويل کيږي، چې دا ټول د
ژبې تر عمومي عنوان لاندې راځي او انسان ورباندې له نورو حيواناتو امتياز پيدا کوي.
نو ويلی شو، چې زمونږ الفاظ او کلمات تش هغه اصوات نه دي، چې له مرغانو او نورو
حيواناتو اوريدل کيږي، بلکې دا زمونږ د زړه غږ او د فکر فانوس دی، چې زمونږ فکري
رڼا او نور وزياتوي او مونږ په همدغه وسيله کولى شو، چې يو د بل په مقصد پوه شو او
يو له بله فکري او معنوي استفاده وکړو. دا بايد مونږ ومنو چې که انسان د نطق او
وينا قوت نه لرلي او د افکارو او خيالاتو د جريان دپاره يې دا مجرانه درلودى،
هېڅکله به يې دغه ذهني او عقلي ارتقا نه وه کړې او نه به يې له نورو حيواناتو دومره
توپير درلود، نو زمونږ وينا که څه هم د هغې رڼا زيږيدنه ده، چې له يوه ډېر لوړ
اسمانه زمونږ ذهن ته راښکته کيږي، مګر د دې رڼا په زياتوالي کې زښت ډېر تاثير او
دخل هم لري، چې بايد په ډېر زيات اهميت ورته قايل شو.
داهم بايد وويل شي، چې د دغه معنوي لمر فيضان چې انسان ورځنې فکري رڼا اخلي او ژبه
ورځنې پيدا شوې ده او هم لکه، چې يو مملکت له بل ځنې پخپلو مخصوصو بوټو او حيواناتو
امتياز پيدا کوي او معنىٰ بيليږي، قامونه هم يو له بله پخپله ملي او مخصوصه ژبه جلا
کېږي او دا هېڅ امکان نلري، چې د مځکې د مخ ټول انسانان په يوه ژبه وګړيږي، بلکې دا
طبيعي او منل شوی قانون دی، چې هر ملت به ځانته ژبه لري او پخپله ژبه کې به علمي او
معنوي ارتقا کوي. همدغه سبب دی چې يو سړی په ډېر زيار او زحمت هم په پردۍ ژبه کې
داسې اديب کيدى نشي، چې له اهل زبانو څخه يې هېڅ فرق ونشي. دا ځکه چې د بلې ژبې
الفاظ او کلمات د ده د هغو دقيقو القااتو ترجماني نشي کولى، چې دى پخپله ژبه کې
ورځينې تعبيرکولى شي، نو ضرور د ده ذهني او دماغي واردات بې تعبيره پاتي کيږي او د
فکر لار يې بنديږي، چې ديته بايد فکري او معنوي اختناق ووايو.
نو ملتونه هم لکه اقليمونه او مناطق د اجتماعي ناموس او طبيعي نظام تر اغيزې لاندې
دي، چې هېڅلکه ورځنې سر نشي غړولى او حتماً ورسره موافقت کوي. که څوک له دې قانون
مخالفت کوي او غواړي چې په بله ژبه کې د علم او عرفان، ادب او بصيرت خاوند شي هغه
داسې مثال لري، لکه چې د تودو ملکو مخصوص بوټي په سړو ملکو کې کري يا د يوه موسم
کرهڼه په بل کې کوي.
دا څرګنده ده، چې له دغسې سعي او عمل ځينې هېڅ نتيجه نه اخيستل کېږي او دا راز
زيار او زحمت انسان نشي مسعود کولى.
که يو ملت وغواړي، چې خپل احتياجات په بله ژبه پوره کاندې او په پردۍ ژبه کې د علم
او معارف خاوند شي، ښايي چې پخپل جدو جهد ځينې معلومات لاس ته راولي او لږ څه خپله
مخه رڼا کړي، مګر دا رڼا به لکه د غلو ډيوه ډېره ضعيفه او خړه وي، چې په نري شمال
به مري او هېڅ دوام به نلري. که ملت د بل په ژبه څه زده کوي هغه زده کړه به لکه د
طوطي او مينا زده کړه تش د ژبې په سر وي او زړه ته به هېڅ لار نلري، په داسې ملت کې
هېڅکله د فکري نشوې او ارتقا هيله نه کيږي او نه په علم او ادب کې سمه او صحيح لار
ورته پيدا کيږي، دا راز ملتونه همېشه خپلې سترګې غړوي، مګر څه نه وينې نومونږ بايد
ارومرو خپله ژبه ژوندۍ کړو او د علم وعرفان ډيوه پکې بله کړو، ځکه چې دا ژبه د ملت
په ذهن او زړه کې ځاى لري او په رڼا باندې يې طبعاً د ملت ذهني او دماغي خونه
روښانه کيږي او ډېر ژر د معارف پلوشې د وطن په هره خوا کې خپريږ ي.
خپل مليت ساتل
هر ملت بعضې مخصوص شيان لري، چې که سړی هغه ورځيني لرې کړي هېڅ امتياز ورته نه پاته
كېږي.
د همدې لامله هر ژوندی او بېدار ملت خپل ټول ملي شيان لکه:
رسوم او اداب، ملي موسيقي او ملي ادب، ملي ژبه او ملي روايات، ملي ذوق او ملي اخلاق
په ډېر ښه شان ساتي او هېڅکله ځان د بل قوم په څير نه ښکاره کوي، بعضي ملتونه پدې
باب کې دومره ډېر احتياط کوي، چې خپل خرافات او بې معنىٰ شيان، چې هېڅ فايده پکې نه
وي هم له لاسه نه باسي او ډېر احتياط کوي، چې ورباندې ټينک وي. يو ملت له بل ځنې
علم و فن، صنعت اخلي، خو ملي خصايص يې هېڅکله نه قبلوي، مګر ځينې ضعيف النفس ملتونه
چې د نورو تر تاثير لاندې راغلي او خپل ملي ذوق او احساس يې ورک کړی دی، ځکه چې
هغوی ته خپل هرڅه بد معلومېږي او پردي هرڅه ورته ښه ښکاري، نو په هر شي کې د نورو
تقليد کوي او د مليت په معنىٰ هم هېڅ نه پوهېږي خپل ځانونه ورته ډېر ټيټ اوښکته
ښکاري، ښه او بد د نورو په ذوق ځانته معلوموي او له ځانه هېڅ فکرنشي کولى.
که سړى د يوه قام ازادي او خپلواکي د روح او نفس له خوا په نظر کې ونيسي، نو پوره
ازادي او حقيقي خپلواکي هغه قوم لري، چې پخپل فکر کې د بل قوم تر تاثيرلاندې نه وي
راغلی، يعنې په غير شعوري طور په بل قام پسې نه وي روان، نه يې ذوق د بل د ذوق تابع
وي او نه د بل قوم فکر له خپل فکره ښه ګڼي.
هر کله پښتون يو توريالى او ننګيالى ټبر دى، چې تراوسه په دنيا کې په جګو او هسکو
ژوند کوي او هېڅکله ورته بل څوک له ځانه لوړ او ستر نه ښکاره کيږي، نو طبعاً بايد
خپل ملي خصوصيات او پښتني مميزات په ښه شان وساتي او هېڅکله يې له لاسه ونه باسي.
د پښتنو ملي اخلاق او خويونه، چې په پښتونواله ورځنې تعبيرکيږي د مليت ستنې او مهم
ارکان دي، چې په اجتماعي حيات کې ډېر زيات قيمت او اهميت لري او حقيقي تهذيب پکې
ليدل کېږي، د پښتنو صاف اورښتيا ويل، پخپل عهد او قول له سر او ماله تېرېدل، له
ضعيفانو او بې وزلو سره مرسته او کومک کول دا ټول هغه صفات او خويونه دي، چې پښتانه
يې د پښتونولۍ ارکان او شروط ګڼي.
د پښتنو ملي تربيه هم پر يوه داسې اساس باندې قايمه ده، چې له نني حيات او ژوندون
سره پوره موافقت لري. دا قوم اوس ديته نه دى محتاج, چې څوک ورته د شجاعت او زړورتوب
درس ورکړي يا يې د زيار ايستلو او زحمت ګاللو دپاره تربيه کاندي، ځکه چې دوى ته خپل
مليت دا تعليم ورکړی دی، چې بايد هېڅ کار ورته په دنيا کې ګران او مشکل معلوم نشي
او له هيچا ځنې يې سترګه ونه سوزي. وګورئ! يو پښتون چې کله خپل ځان ستايي، نو وايي
چې زه اسمان ته تيږه غورزوم او سر ورته نيسم، صفتونه خو نور هم ډېر دي، مګر هر قوم
او هر څوک له خپل ملي ذوق او احساس سره سره يو صفت ځانته غوره کوي او فخر ورباندې
کوي.
نو معلومه شوه، چې پښتنو ته له مشکلاتو سره مقابله کول او ګرانو کارو ته سر نيول
ډېر ښه ښکاريږي او دا قوم د هر راز سختيو مقابلې ته تيار او مستعد دی. دې قوم ته له
هر چا ځنې خپل ځان لوړ ښکاري او تل پخپل مليت او پښتنواله افتخار کوي، د همدې لامله
د قسم په ځاى کې وايي:
پښتون به نه يم که دا کار مې ونکړ.
نو قومونه که عزته النفس او ځان ښه ګڼل يا پخپل مليت باندې فخر کول کسبي زده کوي،
دوى ته خپل محيط او مليت دا ورښيي او بل معلم ته يې هېڅ حاجت نه پيښيږي.
د پښتنو مليت او ملي اخلاق د دوى له نامه سره تړل شوي دي.
که څوک د پښتنو په کلو او قبايلو کې وګرزي دا به ورته معلومه او څرګنده شي، چې
پښتانه هغه چا ته پښتون نه وايي، چې هغه يوازې په پښتو خبرې کولى شي او نه پښتو
يوازې د دغو مخصوصو الفاظو او کلماتو دپاره استعماليږي، ځکه چې د دوى د محاوراتو او
اصطلاحاتو په ناليکل شوي قاموس کې دا دوه کلمې خورا ډېرې معناوې لري، چې د دې قوم
ټول صفات او مميزات پکې راځي.
نو مونږ بايد خپل ملي اخلاق او پښتونواله په ښه شان وروزو او د خپلو تېرو پښتنو هغه
خويونه، چې بايد انسانان او انسانيت ورباندې فخر وکړي تل په نظر کې ونيسو.
زمونږ اسلاف او پخوانۍ برسېره په دې، چې توره او تورياليتوب ورځنې په ميراث پاتې
دى، د نورو لوړو او ښو صفتونو خاوندان هم و، چې په هېڅ قوم کې په طبيعي او غريزي
ډول نه ليدل کيږي.
دوى مهذاب او خوشبين وو، دوى پخپل ناموس ډېر ټينګ وو او بل چا ته يې هم هېڅکله په
سپکه سترګه نه کتل، په هر ميدان او هر ډګر کې د ظالمانو دښمن او د مظلومانو ملګري
وو، هر چا به چې دوى ته ننګ راوړ له سر او ماله به ورباندې تېرېدل او هغه به يې تر
خپل سيوري لاندې په ډېر ښه شان ساته.
خپله سيمه به يې ډېره درنه ساتله او پخپله يوه لويشت مځکه به يې خپل سرونه ورکول،
هېڅکله يې په دنيا کې د بې ننګۍ ژوندون نه کاوه او نه به يې د چا پېغور خپل ځانته
پرېښوده، خپل نوم ورته له هر چا ځنې ښه ښکاريده او د پښتونولۍ اب و ابرو يې په ډېر
ښه شان ساتله، نو مونږ بايد خپل ټول ملي شيان او ملي اخلاق له هر چا ځينې ښه وګڼو
او پخپله پښتونواله ونازيږو، کوم طبيعي جوهر او معنوي ښېګڼې چې مونږ لرو، هغه په بل
هېڅ قوم کې نشته او نه يې پيدا کولى شي، که څه هم په فن او صنعت کې له مونږ ځنې ډېر
وړاندې او مخکې وي.
نو مونږ بايد له نورو اقوامو ځنې فنون او صنايع، علوم او معارف واخلو. د نورو سياست
او معاشرت، کړه وړه هر څه ځانته معلوم کړو، مګر د هغوى په ظاهري ښايست او ښکليتوب
خپل زړه باى نلو او نه خپل ملي ذوق د چا په تقليد کې ورکړو، مونږ بايد د پښتونولۍ
بڼ خور کړو او لکه بلبلان د نورو د باغ په ګلانو ونه ټپيږو.
مونږ بايد د خپلې ملي ژبې له ژوندون کولوسره سم خپل معنويت او مليت پوره ژوندي کړو
او لفظاً او معنىٰ له پلوه ځانونه پښتانه کړو، مونږ بايد د خپلې ملي ژبې په قانون
کې د پښتونولۍ رڼا او د علم وعرفان نور دواړه جمع کړو او پښتو و پښتنواله يو ځاى
وروزو او عقيده ولرو، چې زمونږ خاوره د تهذيب او ښو صفتونو زانګو وه او د تاريخ په
حق شهادت تهذيب پلوشې زمونږ د ملک او زمونږ د پلرو د اعمالو د هندارې څخه په دنيا
کې منعکس شوي دي.
حرکت او پښتون
لمر ختلى او وړانګې يې له درونڅې نه کوټې ته را پرې وتلي دي، يو وړو کى ماشوم، چې
نوى له خوبه راپاڅيدلى په کټ کې ناست دى او د لمر پلوشو ته هر ساعت لاس وراچوي، مګر
هېڅ شى په لاس نه ورځي او موټي يې هماغسې تش پاتي کېږي. دى پدې نه پوهېږي، چې دا
وړانګې زما په سترګو کې ځاى لري او هيچا ته لاس نه ورکوي.
اوه! واړه او کوچنيان څه عجيبه طايفه ده او څنګه شيانو پسې هڅه کوي، دوى چې کله
خپل ځان په هنداره کې وويني هم لاس ور اچوي او منګولې ورسره لګوي، دوى ته خپل ځان
هم پردى ښکاري او د خپل سر خولۍ هم د بل ګڼي. که ښه فکر وکړو مونږ هم لکه دوى له
خپل ځان سره په جګړه اخته يو او په همدغسې شيانو پسې هڅه کوو، خو دومره فرق شته چې
دوى ته خپل شى هم د بل ښکاري او مونږ د نورو مال هم خپل ګڼو، دوى په اورني کې کلک
تړلي وي سره له دې لاس او پښې خوزوي او خپل ځان خلاصوي، مګر مونږ بې تړلو هم هېڅ
حرکت نه کوو او ځاى پر ځاى پراته يو.
هو! مونږ او واړه دومره ډېر فرق نلرو، كه موږ لكه دوى د خپل ځان او وطن لپاره څه
نشو كولى يا واړه يو او يا ويده.
هو! خوب هم يو عجيب کيفيت دى يوه شپه، چې زه په درانه خوب ويده وم او تندې راباندې
ډېره غلبه کړې وه، نو ما به لوى لوى سيندونه او ولې ليدلې او هرساعت به مې اوبه
څښلې، خو مړېدم به نه او تنده مې نه ماتيدله. کله به مې په لويو ډنډو کې لمبل او
کله به مې په لوى سيند کې غوټې وهلې، مګر له خوبه را پاڅيدم لاس مې هم لوند نه و او
سخت تږى وم.
د ويدو قومونو ټول کارونه به البته همدغه شان وي، چې هېڅ نتيجه به نلري دوى. به
ګمان کوي چې مونږ کار کوو او ګرزو، مګر په حقيقت کې به ځاى په ځاى پراته وي او هېڅ
به يې نه وي کړي.
خوبونه هم ټول يوراز نه دي ځينې خلک ويده دي او په خوب کې خبرې کوي، بعضې لا داسې
هم وي چې له ځايه پاڅېږي او ګرزي، مګر ويښ نه وي. د چا خوب ډېر زيات او دروند وي،
چې په چيغو هم نه راويښېږي او ځينې کسان په يوه نري ګنګوسې ويښ شي، نو ويښول که څه
هم د ويښوونکي کار دى، مګر د ويدو حال پکې ډېر تاثير لري. همدغه سبب دى چې د يوه
ځاى شاعران ډېر ژر خپل قام پرېښولى شي او د بل ځاى شاعران دا افتخار نشي ګټلى او د
سوز نارې يې د هوا په امواجو کې بې فايدې ورکيږي.
ويښول هم ډېر اقسام لري، سړى ټول په يو شان نه ويښوي،کشرانو ته سړی نارې وهي او
ښوروي يې، مګر ځينې کسان په چاپي کولو او کښېمنډلو بيدارېږي. پدې عصر کې چې ويښتوب
تر هر څه ضرور دي بايد هېڅوک ويده پاتې نشي، هر څوک که د خپلو خواخوږو په نارو نه
ويښيږي، نو دښمنان يې دبرچوپه څوکو ويښوي. او هسې يې نه پرېږدي، نو د دښمنان يې د
برچو په څوكو ويښوي او هسې يې نه پرېږدي، نو بايد ويښ شو، مګر داسې ويښ نه لکه واړه
هلکاه، چې له يوه خوبه راپاڅيدلي او په بل شان خوب کې پراته دي. لاس او پښې ښورول
ضرور دي، خو دا سېنه چې سړى د وړانګو په نيولو خپل وخت تير کړي، وړانګې هم سړی
نيولي شي او پوره استفاده ورځينې کېږي، مګر هله چې سړى پوره وېښ وي او د زړه سترګې
يې هم غړولې وي.
لوئيدل او جديت
لکه چې د باغ بوټي او نيالګي ورځ په ورځ لوئيږي او وده کوي همدغه شان انسان همه د
رشد او تکامل لور ته روان دی، مګر هېڅوک دا مسير په سترګو نشي ليدى او هره شېبه په
تفاوت نه پوهېږي. کله چې نباتات له مځکې نوي راجګ شي له خاورو سره برابروي او ښه
لانه ليدل کېږي، مګر څه موده وروسته ښايسته ډېر لوى شوی وي او ښه وده يې کړې وي، دا
لويوالی يو ځل نه پېښېږي، بلکې له ابتدا ځنې په يوه داسې تدريجي صورت جاري وي، چې
څوک يې هره ورځ فرق نشي محسوس کولى، مګر هېڅوک ورځنې انکار نشي کولى، دنيا هم له
خپلو ټولو موجوداتو سره همدغه شان د ترقۍ په لور روانه ده، که څه هم مونږ پکې پټې
سترګې پراته يو او حرکت يې نه وينو دغه نشو و نما، چې په کايناتو کې په طبيعي صورت
جريان لري او هېڅوک يې مخه نشي نيولى کله کله د بعضې عواملو په اثر کې د طبيعي حاله
وزي او تغير پکې پېښېږي.
هو! انسان دا اقتدار لري، چې د طبيعت سېر د خپل تدبير په موسسه كې ګړندی کړي او
پخپله روزنه او زيار يو باغ ډېر ژر سمسور کاندي. د انسان جديت او فعاليت هم په
حقيقت کې همدغه معنىٰ لري، چې دى له طبيعت سره يو لاس شي او خپل تاثير څرګند وښيي.
کله کله سړى پدې راز بحثونو کې له ځينو کسانو اوري، چې په هر کار کې اعتدال ښه دی
او ډېره بېړه ښه نه ده...
هو! اعتدال ښه دى او په هېڅ کار کې دومره بيړه نه ده په کار، چې سړی پخوا له فکر
کولو يوه کار ته ملا وتړي او داسې منډې پکې ووهي، چې په يوه شېبه کې ځان دومره
ستومانه کړي، چې بيا دوه ساعته ځاى پرځاى پروت وي او د حرکت نه وي، مګر داسې هم
بايد ونشي چې سړى اعتدال د ځان دپاره پلمه کړي او ټول کارونه طبيعي جريان ته
وسپاري.
وګورئ! اوسپنه يا نورو فلزات پس له ډېرو قرنو او پيړيو د يوه مناسب حرارت او طبيعي
تحول په اثر کې دا صلاحيت پيدا کوي، چې بعضې الات او اسبابونه ورځني جوړ شي، مګر
کوم وخت چې صناعتي فابريکې د انسان لاس ته را ورسېږي ډېر ژر هر راز تحولات قبلوي او
د انسان جديت او فعاليت ته ځان تسلېموي.
نو د طبعيت سير همېشه پداسې طور جاري وي، چې ليدل کېږي نه، مګر د انسان د فعاليت
اغېزه ښکاره او څرګنده وي.
په هرځاى او هر مملکت کې، چې د جديت څرخونه په بيړه چلېږي هلته په ټولو شعبو کې
ښکاره پېشرفت ليدل کېږي او ورځ په ورځ په کارونو کې تفاوت محسوس کېږي، نو بايد هر
سړى د خپل جديت او فعاليت له مخې هر راز موانع لرې کړي او مخ پر وړاندې لاړ شي، پدې
لاره کې که سړي ته هر څومره پېچومي مخې ته راشي بايد سترګې يې ورته سپېنې نشي او
اسانه يې وګڼي.
سړى که په يوه قوي زړه او د امکان په سترګه هر شي ته ګوري هغه ته ډېر موانع پيښيږي
او څه شی يې مخه نشي نيولى، مګر هغه کسان چې ضعيف النفس دي هغوى پخپله ځانته موانع
پيدا کوي او دومره اهميت ورکوي، چې د اقدام تصور هم نشي کولى. ډېر خلک يوازې د همدې
لامله چې يو کار ورځينې خراب نشي هېڅ کار ته زړه نه ښه کوي او له هر شي ځنې ډډه
کوي. زما په خيال دغه راز ذهني موانع له ټولو موانعو ځنې ډېر تاثير لري، څوک چې له
خپل پيشرفت سره مينه او علاقه لري هغه بايد دا راز فکرونه بيخي له ځانه لرې کړي او
خپل هغه حرکت، چې د ده نقصان او تاوان موجب کېږي هم له سکونه ښه وګڼي.
سړى بايد په لوى لاس خپل ځان يا بل ته ضرر ونه رسوي، مګر له موهوم ضرر ځنې هم دومره
ونه ډارشي، چې هېڅ کار ته لاس وړاندې نکړي او لاس تر زنې ناست وي.
انسان له ډېرو زيانونو او تاوانونو ځينې يوه ډېره قيمتي او مهمه فايده اخلي، چې هغه
تجربه ده، څوک چې د ژوندون په حقيقي مفهوم پوهېدلى وي، چې حيات بې له حرکت او جديت
ځنې بل شی نه دى او دا هم ورته معلومه وي، چې د دنيا ټول ژوندي شيان د همدغه ورزش
په مرسته قوت او طاقت مومي، هغه هېڅکله ځاى په ځاى کښېناسته نه قبلوي. وګورئ!
کوچنيان او واړه د خاپوړو او ځخيدلو په ذريعه خپل غړي قوي کوي او په سکون نه راضي
کېږي.
دا ځکه چې د حيات له قانونه خپل سر نه غړوي او که هر څومره پخپلو حرکاتو کې تکليف
وويني او هر ساعت پر مخ ولوېيږي بيا راپاڅېږي او پخپلو پښو درېږي. دا ګرزيده
اوښوريده دوی خپل کار ګڼي او هېڅکله له خپلې مور يا پلار ځنې پکې مرسته نه غواړي.
هر څوک چې غواړي له خاورو ځنې خپل سر را هسک کړي او پورته شي يا په بل عبارت د بلې
ورځې دپاره ځان قوي کړي هغه بايد له دغسې پرزيدلو او وليدو ونه ډار شي او نه په دا
راز واقعاتو، چې د حيات په لاره کې هر چا ته پېښېږي دومره متاثر شي، چې له هر څه
لاس واخلي او په هسې کښيناستو راضي شي.
نو اعتدال پسندي بايد زمونږ د پياوړو ملګرو د جديت او فعاليت سير ورو نکړی شي او نه
بايد د احتياط نوم په دوى دومره اغيزه وکړي، چې غړي يې بيخي سست شي او هېڅ ونکړي،
ځکه چې احتياط ديته نه وايي، چې سړى هېڅ نه کوي او نه اعتدال دغه شی دى، لکه چې
بعضې خلکو د خپلو داسې حرکاتو دپاره نوم ورکړی، چې په سترګو نه ليدل کېږي او نه يې
چا ته تاثير معلومېږي.
کوم قومونه چې د ترقۍ په لار کې له نورو ځنې وړاندې او دمخه دي که هغوی د اعتدال په
نامه خپل سير لږ څه ورو کوي او په وقار و متانت و تکامل سير قطع کوي، ورته ښايې،
مګر يو داسې قام چې له نورو ځنې بيرته پاتې وي هغوى بايد له منډو کار واخلي او په
نورو پسې ځان ورسوي.
پوره ژوندون
دغه شپې او ورځې چې زمانه او وخت بلل کېږي، د نړۍ پر ټولو موجوداتو باندې راځي او
تيريږي، مګر کوم تاثير چې په حيواناتو کې کوي هغه د صحرا په کاڼو کې نشي کولى.
زمانه او وخت د باغ په ونو او بوټو خزان او بهار راولي، چې بعضې بوټي ورکوي او بعضې
نوي پيداکوي، همدغه شان په حيواناتو کې زړښت او ځواني، قوت او ضعف پيښوي، مګر د
بيديا ګاڼې که هر څومره وخت ورباندې تېر شي هماغه شان وي، د پسرلي نسيم او د منې
بادونه پکې هېڅ توپير نه ښکاره کوي، نو ويلى شو چې عصر او زمانه په ژونديو شيانو کې
تاثير کوي او ژوندون هم د زمانې تاثير قبلولوته وايي.
هو! زمانه او عصر په ژونديو شيانو کې د هر شي د احساس په اندازه اغيزه او عمل کوي
او په هغه ځمکه کې ښايسته او ميوه داره بوټي زرغونوي، چې هلته د حيات ماده او ژوندي
ذرات موجود وي، په شنډه مځکه او وچ ډګر کې هېڅکله هغه تاثير نشي کولى چې په باغ او
بڼ کې يې کوي. همدارنګه کوم تاثيرات، چې زمانه او وخت د انسانانو په ډله او ټولګي
کې لرې هغه د غرو او رغو په حيواناتو کې نلري، نو ويلى شو چې انسان د زمانې له
تاثيره نسبت ټولو موجوداتو ته زياته استفاده کوي او لکه څنګه، چې زمان په ده کې
تاثير او عمل کوي، دى هم په زمان کې عمل او اغيزه کوي، همدغه انسان دى، چې د ده په
افعالو او اعمالو يو عصر له بل ځينې بېلېږي او د ده په شاهکار يو قرن په بل باندې
افتخار اوسر لويې کوي.
زمانه ځي او تېرېږي، مګر د انسان اعمال او افعال له ځانه سره داسې نشي وړى، چې د
خلکو هېر شي او د چا له ياده واوزي.
زمانه دا کولى شي، چې انسان له ځان سره ملګري کړي او له دې نړۍ څخه يې بوزي يا په
بل عبارت د ده وجود خاورې کړي، مګر د ده ښه نوم او ښه عمل هېڅکله او په هېڅ شان نشي
محوکولى.
ښايي، چې بعضې کسانو ته د ښه عمل په نسبت دا سودا پيدا شي چې مونږ ښه عمل څه شي ته
وايو؟ او زمونږ مقصد پدې ټکي کې څه شى دى؟
د دې پوښتنې ځواب به همدومره لنډ او اسانه ښه وي: هرکار چې د نورو انسانانو په خير
او فايده تامېږي او خلکو ته يې فايده رسيږي هغه ښه عمل او ښه کار دى.
زمونږ دا لنډ عبارت البته هر راز مادي او معنوي امور چې د بشريت په فايده باندې
تمامېږي د ښه عمل په نامه خلکو ته معرفي کولى شي. همدغه ښه عمل دى، چې د بشر په
تهذيب او تمدن کې لويه برخه لري، چې بايد زمان او مکان ورباندې فخر او لويي وکړي.
دغه راز ښه عمل که هر څوک پخپلو سوانحو کې لري هغه به په اخرت کې هم د ده په مخکې
لکه د جنت ښکلې او ګلالۍ حوره ګرزي او دى به ورځنې خوند اوحظ اخلي.
زمونږ دا بحث د ژوندون په شاو خوا کې دی او هغه انسان ور باندې ستايو، چې دغه راز
ښه عملونه ورځنې پخپل عصر او زمانه کې وليدل شي. مونږ مخکې وويل چې ژوندون د زمانې
تاثير قبلولو ته واِِِيي، مګر دا د حيواني او نباتي ژوندون تعريف دى، چې د انساني
ژوندون په نسبت نيمګړی او ناقص معلوميږي، مونږ هغه انسان په انساني ژوندون باندې
ستايو، چې هغه هم د زمانې عمل او تاثير قبلوي او هم پخپله په نورو شيانو کې اغيزه
او عمل کوي، مونږ هېڅکله هغه قوم يا هغه ملت ژوندی نشو بللى، چې زمان ورباندې راځي
او تېرېږي او دوى پکې هېڅ نه کوي.
دغسې عمر يا شپې او ورځې خو په حيواناتو او باغ و بڼ باندې هم تېرېږي، چې هغوى
ورځني استفاده کوي او لوېږي، مګر دغه لوييده د دوى کار او عمل نه بلل کېږي، ځکه چې
دوى يوازې د زمانې تاثير قبلوي او پخپله څه نه کوي.
مونږ غواړو چې انسان پداسې حيات او ژوندون وستايو، چې له ده سره وړ او مناسب وي.
انسان بايد په دنيا کې داسې ژوندون وکړي، چې د نورو په ژوند کې هم برخه واخلي او
خپل قرن ژوندی کړي.
د دنيا لوى مصلحین او لارښونکي، لوړ او نوموړي فيلسوفان چې د بشريت کاروان يې د
جهالت په توره شپه کې په سمه لار روان کړي دي او د جهالت په توره شپه کې يې، لکه د
اسمان ځليدونکي ستوري هر چا ته لوری او لودن ښودلى دى، چې د بشر د مادي او معنوي
حيات د دوى مرهون دى او تر اوسه پورې د دوى په نامه په دنيا کې ژوندي دي. همدوى د
انساني ژوندون مثالونه او ښې ښې نمونې دي، چې په لوړ او تام حيات ستايل کېږي. دا
راز حيات نه د زمانې سيلاب وړلى شي او نه يې قرنونه او عصرونه په اثرو باندې خاورې
اړولى شي، دا راز ژوندون دومره قدر او قيمت لري، چې زمان او مکان ورباندې وياړي او
د مځکې پله په همدغسې کسانو باندې درنه اوسنګينه ده، چې پرښتې ورته د لمر اوسپوږمۍ
ډيوه په لاس ولاړې دي او ننداره يې کوي.
موږ غواړو چې انسان خپله اندازه او خپل استعداد په نظرکې ونيسي او ځانته هغسې
ژوندون غوره کړي، يعنې هېڅکله په يوه داسې ټيټ او ناوړه حيات، چې حيوانات يې هم لري
راضي نشي.
حيات او ژوندون ځانته مدارج او مراتب لري، چې مونږ يې دلته په نباتي، حيواني او
انساني ژوندون ستايو، چې نباتي حيات بې شعوره او حيواني حيات ته شعوري ژوندون ويل
کېږي، هر کار چې انسان له شعوره ورتېر د عقل او فکر خاوند هم دى بايد د ده حيات او
ژوندون هم لکه فانوس د علم او پوهې په رڼا ښايسته او روښانه وي، چې د زمانې په حال
تاثير وکړی شي او تياره يې په رڼا بدله کړي. همدغه حيات چې هم د زمانې تاثير قبلوي
او هم پخپله په زمانه کې تاثيرکول دي، کامل او پوره حيات بلل کېږي، چې د انسان
دپاره مناسب دى، که مونږ غور وکړو د مځکې د نورو موجوداتو ژوندون هم په حقيقت کې د
انسان په حيات پورې تړلي دی. که د انسان حياتي فعاليتونه نه وي، د حيات او ژوندون
ماده به د مځکې له مخه که بېخي ورکه نشي، نو دومره خوبه کمه شي چې له دې وخت سره
هېڅ نسبت پيدا نکړي.
نو انسان بايد لکه لمر يو با حرارته او روښانه ژوندون ولري، چې د ده په تاثير د
مځکې د مخ ټول شيان وروزل شي او وده وکړي.
هو! انسان بايد لکه لمر داسې وي، چې د ده په تلو د مځکې نيمه کره د غم او ماتم تور
کالي واغوندي او هر څوک د ده تګ له دنيا ځنې پوره حس کړي.
د ژوند مقصد
هر سړى چې هر څه غواړي يا له هرشي سره مينه لري، هماغه شی د ده مقصد او مطلب يا په
بله ژبه خواهش او ارزو بلل کېږي، هغه مين او عاشق چې خپلې معشوقې ته رسېدلي او
خپله محبوبه يې په داسې خوشحالۍ په غېږ کې نيولې ده، چې بې شرابو مست او مدهوش دی
يا هغه څوک، چې شپه او ورځ يې د شهرت د ګټلو او اعتبار پيدا کولو دپاره يوه کړې او
لوړې رتبې ته رسېدلى دى، همدارنګه هغه د علم او عرفان د ډيوې پتنګ، چې د جهالت په
توره شپه يې ځان د معرفت رڼا ته رسولى دى او له هر چا ځنې خپل ځان مسعود ګڼي، دا
ټول په حقيقت کې بې له دېنه چې خپل مقصد ته رسېدلي دي بل مفهوم نلري.
نو د دنيا هره خوشحالي يوه ګرانه او قيمتي مرغلره ده، چې د مقصد په لمن کې موندل
کېږي.
دنيا په حقيقت کې يو نندارتون دى، چې انسان ته هر راز ښکلي او ښايسته شيان ورښيي،
چې هر څوک له خپل ذوق او خواهش سره سم يو شي پسې هڅه وکړي او ځان ور ورسوي، بلکې
انسان لاڅه چې حيوانات او د هوا مرغان يې هم هسې نه دي پرې اېښي، بورا يې د ګل په
ګلاليو پاڼو مين کړی او د پتنګ په زړه کې يې د شمع د محبت ډيوه بله کړې ده، نو چې
سړى خپلې سترګې ښې وغړوي او هر طرف ته ښه په ځيرځير وګوري هر شى او هر څه د خپل
مطلب او مقصد دپاره زيار باسي او په هر شواخون، چې وي ځان ورسوي، نو بيا ويلى شو چې
ژوندون په حقيقت کې د خپل مقصد دپاره حرکت او جديت دى خوشحالي يا سعادت هم د مقصد
په رسېدلو يا د مقصد دپاره په زيار ايستلو کې دی، بلکې هغه کسان چې خپل مقصد ته
لانه دي رسېدلي او په لاره کې دي د هغوى خوشحالتيا لا يو بل شان کيف لري، چې په
کاميابۍ کې نه پيدا کېږي.
مونږ مخکې وويل، چې ژوندون هغه حرکت دى، چې د خپل مقصد او مطلب دپاره وي، ځکه چې هر
حرکت او ژوندون سند او دليل نشي کيدى، هغه ګټه چې څوک يې له غره ورغړوي او په ډېره
بېړه مخ ښکته راځي يا هغه خزان وهلې پاڼه، چې د مني باد يې له ونې بيله کړي او يوه
خوا بله خوا يې وړي دا هم حرکت دی، خو ژوندون ورته نه وېل کېږي، همدارنګه موټر،
بايسکل، طياره او داسې نور، چې د بل مقصد دپاره په حرکت کې دي او پخپله کوم مقصد
نلري ژوندون نه بلل کېږي. مونږ دلته په مطلق حرکت کې بحث نه کوو او نه مطلق حيات
زمونږ د بحث موضوع ده، زمونږ غرض انساني ژوندون او انساني حرکت دی، چې عالي يا
حقيقي حيات ورته ويل کېږي، نو هر انسان چې په هغه کې دغه راز حرکت نه وي هغه ژوندى
نه بلل کېږي، مګر په حيواني ژوندون قاېليدى شو. د انسان حرکت د حقيقي ژوندون نښه نه
ده. هغه انسان چې ګوزنگ وهلى دى شپه او ورځ په حرکت دی يا د سړو له لاسه او د چا له
ډاره، لکه پاڼه رپېږي. دا هم حرکت دى، خو د مقصد دپاره نه، همدارنګه هغه څوک چې پټې
سترګې پروت دى او په ويدو يوه خوا بله خوا لاس اچوي يا ډډه په ډډه اوړي راوړي دا هم
حرکت دى، مګر داسې ناقص حرکات د حقيقي او انساني ژوندون دليل نشي کيدى. مونږ هغه
انسان ته په حقيقي ژوندون قايليدلى شو، چې په خلاصو سترګو پخپله اراده او مينه د
خپل مقصد، خپل ملت او خپل وطن دپاره کار او حرکت کوي او که داسې نه وي، نو د دغسې
کسانو مرګ او ژوند څه فرق نلري، ځکه چې د دغسې کسانو حيات او ژوندون بې له خوراکه
بله هېڅ نتيجه نلري او په دې هرڅوک پوهېږي، چې ژوندون په نامه خوشحال وي، ځکه چې دا
راز ژوندون د حيواناتو په برخه رسېدلى دى، چې بايد انسان هېڅکله ورباندې خوشحاله
نشې. زمونږ له دې تېر بحث ځنې به دا څرګنده شوې وي، چې زمونږ مقصد په دې وينا کې د
حقيقي او انساني ژوندون تعريف او ښودنه ده، چې د هر چا ورته پام شي او پيدا يې کړي،
نو بيا د نتيجې په ډول وايو، چې حقيقي يا انساني ژوندون هغه حرکت دى چې د خپل مقصد
دپاره وي او هر څومره، چې د سړي مقصد لوړ او ښه وي هغومره يې ژوندون هم ښه او د
ستايلو وړ وي.
که ديو سړي مقصد له خپل شخصي مفاد ځنې لوړ او پورته وي، يعنې يوازې د خپل ځان په غم
نه وي اخته او د اجتماعي سعادت دپاره هم زيار باسي، البته د دې سړي ژوندون او حيات
ډېر قدر او قيمت لري، چې بايد هر څوک يې وستايي او ور باندې خوشحاله وي، ځکه چې
حيات د مقصد حاصلولو وسيله ده او قيمت هم د مقصد په اعتبار ټاکل کېږي، مګر دا هم
بايد ووايو چې لوړ او ښه مقصد هر څوک د ځان دپاره نشي ټاکلی او نه د هر چا سترګې
ورباندې نښلي، ځکه چې هر څوک د خپلې پوهې او خپل فکر په اندازه يو شی خوښوي، چې هغه
يې مقصد بلل کېږي، نو هر څومره چې د يوه سړي تعليم لوړ وي او تربيه يې ښه وي او په
هره اندازه، چې د چا بصيرت او بصارت زيات وي هماغو مره يې مقصد هم ښه او عالي وي،
نو مونږ هېڅکله له يوه داسې سړي چې هغه د انفرادي حيات له دايرې ځنې دباندې نه وي
وتلی او د اجتماعي حيات تصور هم نشي کولى، دا اميد نشو کول چې هغه دې يو اجتماعي
مقصد ولري او د هغه مقصد دپاره دې زيار وباسي، نو زمونږ د پوهانو او ليکوالو دا
وظيفه ده، چې خلکو ته لوړ او عالي مقاصد ور وښېي او له اجتماعي حيات سره يې اشنا
کړي، يعنې د لوړو مقاصدو محاسن او ښېګڼې ورته پوره ښکاره کړي، چې هر څوک په ډېره
مينه او محبت د يوه ښه او لوړ مقصد په لور روان شي او دومره شوق ورسره ولري، چې
هېڅکله ستړی او ستومانه نشي او نه يې هېڅ راز تکليف او زحمت مخه ونيولى شي. هو! د
پوهانو په برخه له اولې ورځې دغه وظيفه رسېدلې ده، چې د خلكو له سترګو د جهالت پردې
لرې كړي او له درانه خوبه يې راجګ کاندي، چې هر څوک د خپل حيات او ژوند دپاره حرکت
وکړي او له دغو شپو او ورځو، چې په هر چا باندې تېريږي استفاده وکړي، ځکه چې زمانه
په حقيقت کې لکه يو بحر داسې دى، چې هر څوک ورځنې د خپل مقصد په اندازه استفاده
وکړي څوک ورځني ښايسته او قيمتي مرغلرې راوړي او څوک پکې يوازې کبان نيسي. بعضي لا
داسې هم وي چې بې له اوبو څښلو نوره استفاده نه کوي. مونږ بايد د زمانې له دريابه
پوره استفاده وکړو او په قيمتي مرغلرو پسې لاس وګرزوو، زمونږ ښاغلي او پوه اديبان
بايد لکه د پښتو او پښتونولي حامي خوشحال خان خټک خلکو ته د سعې جدو جهد درس په دې
ډول ورکړي.
که غوټۍ پسې وهې په لاس به درشي
چا وې دا چې په درياب کې ګوهر نشته
دا راز صحيح افکار که د چا په مغزو کې ځاى ونيسي او يقين پيدا کړي، چې په سعيه او
کوشش، جدو جهد هر راز مطلب حاصلېږي او سړی پخپل زيار و زحمت له وخت او زمانې ځنې هر
ډول مادې او معنوي استفاده کولى شي، هغه هېڅکله محروم نه پاتې کېږي او هرو مرو د
زمانې له ډکه دريابه خپل مقصد او د مراد ګوهر لاس ته راوستلی شي.
ګڼل
شپه ده او د اسمان ځليدونکي ستوري درګرده سترګکونه وهي. زه پورته پاس په اسمان کې د
سپوږمۍ او ستورو ننداره کوم يو بل هلک، چې د يوه لوى ډنډ پر غاړه ناست دى هماغه
سپوږمۍ او رېږيدونکي ستوري په رڼو اوبو کې ډېرښکته د مځکې په تل کې وينې.
ګورئ! د انسانانو نظر څومره توپير لري، چې يو شى په يوه وخت کې څوک پاس پخپل سر
ويني او څوک يې ټيټ په مځکه کې مومي، همدغه يوه رڼا ده چې هم پورته په شنه اسمان کې
او هم ښکته په مځکه کې ترسترګو کېږي، نه همدغه يو شين ډنډ دى چې هم پاس په سر ولاړ
دى او هم ترپښو لاندې ليدل کېږي، مګر که سړى لږ څه د شپږو جهانو او خواو له قيده
ځان خلاص کړي او د خپلو اعتباراتو له دايرې ځنې بهر شي، نو بيا د حقيقت په لويه او
لايتناهي فضا کې لوري او لودن ورکوي او خپل ځان هم ورځنې ورکېږي.
نو انسان په حقيقت کې تل د خپل اعتبار او ګمان په نړۍ کې ژوند کوي او هرڅه په هغه
جامه کې ويني، چې دى يې وراغوندي.
هو! د دنيا ټيټوالى او پورته والى زمونږ سترګو او اعتبار پيدا کړی دی او داسره
اوشنه رنګونه زمونږ د دوو سترګو مولود ګڼل کېږي.
که زمونږ اعتبار او ګڼل څه قيمت ونلري سره او سپين، زيړ او ګليټ څه توپيرنلري.
مونږ ته خپل ګمان بعضې واړه شيان غټوي او بعضي غټ شيان راته واړه ښکاره کوي، د کار
ګرانتيا او اسانتيا زمونږ په لاس کې ده او د هر شي قيمت او اهميت زمونږ په اعتبار
او ګڼلو پورې اړه لري.
همدغه زمونږ ګڼل او اعتبار په هر څه کې تاثير کوي او په دنيا کې نوي دودونه او
ذهنېتونه پيدا کوي.
همدغه شى دى، چې کله انسان له يو موهوم شکل ځنې ويروي او کله يې د توپ خولې ته د
حملې دپاره تياروي. د انسان ګمان او اعتبار يو داسې طلسم دى، چې که دى يې پخپله مات
نکړي هېڅوک يې نشي ماتولى.
نو هر قام او هر ملت ترهغه وخته لوړ او غښتلى وي، چې پخپل ځان ويسا او اعتماد لري
او هر کله، چې خپل ځان ضعيف وګڼي نو بيا يې هېڅکله پښې نه ټېنګېږي او نه د سيالۍ په
ميدان کې پخپلو پښو درېدلى شي.
همدغه سبب دى، چې نن د هر ملت پوه او پياوړي واکداران خپل ملت ته د غرور ملي او
اعتماد بنفس درس ورکوي او په دغه راز تلقيناتو کې يو قوي زړه پيدا کوي، چې بعضې
ورځنې په خودي باندې تعبير کوي او د ملتو په لوړوالي او ارتقا کې زښت ډېر تاثير او
اغيزه لري او اجتماعي پوهان يې خورا ډېر ستايي، ځکه چې حقيقت تر يوې اندازې زمونږ د
اعتبار او نظر په واک دی او لوړوالی يا ټيټوالى هم زمونږ په ليدو پورې اړه لري.
هو! همدغه انسان دى، چې کله حقايق باطلوي او کله د خپل لاس په بوتانو خپل ځان
غولوي، همدغه انسان دى چې کله سومنات ماتوي او کله يې پخپله جوړوي، همدغه انسان دى
چې کله د دين او شريعت له دايرې اوزي او کله د عرف او عادت په لومه کې داسې نښلي،
چې هېڅکله ځان نشي خلاصولى.
هو! انسان کله د لاس غوټه په خوله خلاصوي او اسانه کار ځانته ګرانوي. کله ډېر مشکل
او ګران کارونه اسان شمېري او د خپل ګمان په مرسته يې په اسانه سرته رسوي، نو ويلى
شو چې د انسان خپل ګمان د ده په حق کې منلی او صحيح حقيقت دى او که يو ځل پخپل
ګمان بد ګمان شو، نو بيا په هېڅ ځاى کې حقيقت نشي پيدا کولى او پخپل وجود هم نه
قايلېږي.
څومره به ښه وي، چې زمونږ او ستاسې ګمانونه ښه وي.
زړه او سترګې
کله چې يو شى په سترګو کې ښه ښکاره شي او په زړه کې ځاى ونيسي او کله زړه يو شى
سترګو ته ښه ښکاره کوي. د سترګو کار له ښايست سره دى او د زړه له مينې او محبت سره،
کله مينه د ښايست په اثر کې پيدا شي او کله د مينې په سبب سړي ته يو شى ښايسته او
ګلالی ښکاري. بعضې خلک دي چې زړه يې په سترګو کې دې او بعضې په زړه کې سترګې لري،
ډېر ځله د سر سترګې غولېږي او لکه وړکى هلک په يوه ښايسته مار خپل زړه بايلي، لکه د
هوا مرغه شنه پټي ته راښکته کېږي او د څو دانو دپاره ځان په لومه کې نښلوي، مګر د
زړه سترګې په داسې شيانو نه غولېږي او هر شي کې د نقص او مفاد ډېر واړه ذرات ويني،
يوازې ظاهري ښکليتوب او داسې ګلاليتوب نه خوښوي، چې عاقبت او نتيجه يې ښه نه وي.
دغه د سر سترګې چې د لمر او سپوږمۍ په رڼا کې يو شی او بل شی ويني هر څوک لري، مګر
ډېر لږ خلک دي چې د زړه په سترګو څه شې ليدلى نه شي، ځکه چې دا سترګې د علم او
عرفان رڼا غواړي او بې له دغې رڼا هېڅ نه ويني او ورباندې تورتم وي. کله کله سره د
علم له رڼا هم دا سترګې څه نه ويني، ځکه چې بعضې داسې پردې ورباندې پرتې وي، چې بې
د هغو له پريکولو هېڅ کار ورځنې نه اخيستل کېږي، دا پردې زياتره د تقليد په سبب
پيدا شوې دي يا د اوهامو او خرافاتو ګرد او غبار پيدا کړي دي، چې علم يې هم علاج
نشي کولى.
دا سترګې د انسان هغه پټ استعداد دی، چې په مختلفو نومونو، لکه عقل، بصيرت، فکر او
داسې نوو ورځنې تعبير کېږي.
او انسان ورباندې له نورو حيواناتو پېژندل کېږي. انسان بايد ارومرو خپلې دغه سترګې
وغړوي او کار ورځنې واخلي. سترګې پټول چې د پښتنو په محاوره کې لوى عيب دى، هغه د
همدغو سترګو پټول او حقيقت ته نه کتل دي. کوم ضعف يا عيب که په دغو سترګو کې وي هغه
بايد حتماً اصلاح شي، ځکه چې تر هرڅه دمخه دغه علاج ضرور او لازم دى. که دا سترګې
روغې نه وي د علم رڼا هېڅ او بې فايدې ده، لکه چې يوه ړانده ته د لمر پلوشې هېڅ دي،
څوک چې دا سترکې نلري هغه لکه ښاپيرک د علم له رڼا تښتي او ځان ورنه پټوي يا لکه
هغه بوټی، چې د لمر رڼا ور باندې بده لګېږي او په سيوري کې ښه وده کوي، دى هم په
تورتم او تياره کې خوښ او خوشحاله وي.
چا چې د زړه له سترګو کار اخيستى او په همدغه نظر يې دنيا ته کتلي هغوی د دنيا په
صحنه کې ډېر شيان ليدلي او هر څه يې پخپله لمن کې راغونډ کړي دي، ځکه چې د دې سترګو
مخه هېڅ شى نشي نيولى او تر ډېرو لرې ځايو پورې رسيږي، که انسان له دې سترګو کار
واخلي او دا سترګې وروزي، نو خپل وړاندې وروسته حال ومال تر يوې اندازې ويني او خپل
ښه او بد تر هغه حده چې د بشر لاس رسيږي سنجولى شي.
څوک چې دا سترګې لري هغه له هغو شيانو، چې مونږ ته عادي معلومېږي ښه لوړ مطلب
معلومولى شي او د يوې مڼې له لويدلو ځنې د مځکې د قوې جاذبه معلوموي، د داسې کسانو
په نظر کې د ونې يوه شنه پاڼه د معرفت دفتر او کتاب وي، چې ډېر حقايق پکې ويني او
ښه ښه نتايج ورځنې اخلي.
زه دې پېژنم
که ته سل ځله ځان راته په بل څېر وښيې او خپله جامه بدله کړې، زه دې پېژنم او پخپل
زړه کې ستا حقيقت ته په ځير ځير ګورم، ستا خوښه چې ځان هر څنګه ښکاره کوې او پخپل
ظاهري وضعيت کې هرڅه تغير کوي، مګر پدې پوه شه چې نه به د چا په ادراک او بصيرت
پرده وغوړوې او نه به خپل حقيقت بدل کړی، لکه چې يو مين خپله ليلې په لوى ټولګي کې
پېژني يا لکه يو حقيقت ليدونکي، چې ريا کار زاهد تر سپين څادر لاندې ويني چې دا څوک
دی او څه کوي، همدغه شان ته هم هېڅکله نه پټېږي او زه دې پېژنم.
ته په خپله چالاکۍ خپل ځان بل راز ښکاره کوې او زه هم ستا په مخکې څه نه وايم، مګر
په زړه کې پوهېږم چې ته څوک يې؟؟ ته پدې پوه شه، چې ښه لباس، ښه وينا، ښه شهرت، عزت
او اعتبار همدارنګه يو هسک او جګ مقام ته ختل هېڅکله د سړي معنوي معيار نشي لوړولی
که څه هم د ځېنو په نظر کې لوړ ښکاري. ته پدې پوه شه، چې که خلک ستا له ظاهري حاله
متاثر کېږي او تا بې موجبه ستايې، دا ستاينه تاته هېڅ فايده نشي رسولى او نه ستاپه
حقيقت کې څه تغير او تحول پېښوي.
هو! که يې سل ځله څوک لعل لعل بولي
په ستايلو به لعل نشي کوتى لال
لکه يو غمجن سړى پخپله مصنوعي خوشحالي ځان نشي خوشحالولی همدغه شان ټول ظواهر د
حقيقت په تبديل کې بې دخله او بې تاثيره دي.
يو ټيټ سړى که دغره سر او جګ ځاى ته وخېژي هغه ته هر څه ټيټ ښکاري، مګر دى هم ټيټ
وي او په حقيقت کې هېڅ نه وي لوړ شوی.
نو دا راز لوړوالی بې له دېنه، چې د سړي په نظر کې نور ټيټ ښکاره کړي او غرور پيدا
کړي بله فايده نلري.
هو! داراز لوړوالی سړى له نورو خلکو ځنې لرې کوي او لويوي يې نه!
حقيقت
لکه چې کله کله سړي ته خپله واهمه په توره شپه کې بعضې ډارونکي شيان پيدا کوي، چې
هغه يوازې د ده په سترګو کې ځاى لري او بل څوک يې نه ويني. دښمنان او معاندين هم
بعضې داسې عيبونه د سړي په شان کې ويني، چې نور خلک يې نشي ليدلى او يوازې د
همدو(تخيل پيدا کړی وي، نو لکه څنګه چې عشق او محبت زمونږ سترګې داسې تړي، چې د خپل
محبوب معاېب له محاسنو ځنې نشو بيلولى، حسد او عناد هم زمونږ او د حقيقت ترمنځ حايل
کېږي او لکه د جهل حجاب ډېر حقايق له مونږ ځنې پټوي يا يې په بل رنګ ښکاره کوي.
نو نه هغه ستاينه حقيقت لري، چې مجنون يې د ليلې دسپي کوي او نه هغع عيب، چې دښمنان
يې په سړي پسې تړي.
ترڅو چې مونږ خپل ځان د عشق او محبت له پنجو او د عناد او حسد له منګلو خلاص نکړو،
څنګه به حقيقت ته ورسيږو او په څه شان به د حقيقت په شاو خوا کې ازاد فکر وکړى شو؟؟
نو ارومرو به يا د عشق او محبت لامله د يوه شي په حق کې خوشبين يو او ښه ګمان به
ورباندې کوو يا به د نفرت له کبله بد بين يو، چې هېڅکله به محاسن نشوليدلى او هر شي
ته به د بد ګمانۍ په سترګه ګورو په دغه دواړو حالو کې به مونږ ته خپل ګمان حقيقت
ښکاري، مګر له حقيقت نه به ډېر لرې يو.
زماپه ګمان ځنې کسان ډېر زيات غولېدلي دي، چې خپلو عيبو په پلټنه کې خپل دښمنان په
حقه ګڼې او دا ګمان يې کړی، چې دښمن لکه ائينه د سړي عيب په رښتياني صورت سړى ته
ورښيي، ځکه چې حسد او عناد ارومرو د دښمنانو ذوق او ذايقه دومره خرابوي، چې انګبين
ورته سکنجبين ښکاره شي، لکه چې شيدا وايي:
ګله من يم له حاســــده ښه متاع کاندي کاسده
انګبين سکنجبين کا په مزه يې تريو جبين کا
نوکه مونږ خپل عيب د دښمن په ذوق پيژنو او د حاسدانو ذايقې ته اعتبار ورکوو، کېداى
شي چې خپل خواږه تروه وګڼو او د دې په ځاى، چې ځان اصلاح کړو له ښو ځنې بدو ته
واوړو، نو بيا به هم حقيقت ته نه يو رسېدلى او غوليدلي به يو.
هرکله که له دغو شيانو مجرد شو او د خپلو احساساتو او اعباراتو له دايرې بهر شو،
مګر پدې شرط چې د همدغې بې اعتبارۍ په نړۍ کې پاتي نشو او لوړ مقام پيدا کړو، يعنې
مايوس نه شو او لا په حقيقت پسې وګرزو، ښايې چې هغه وخت مو سترګې پخې وي او حقيقت
ومومو.
نو زمونږ او د حقيقت ترمنځ ډېره لاره ده او هغه وخت ور رسيږو، چې د جهل له تورتمه
واوزو او د کور کورانه تقليد بوتان مات کړو او له خپلو هغو نفسي کيفياتو ځنې هم ځان
خلاص کړو، چې بعضې شيان مونږ ته ښايسته کوي يا يې بد راته ښکاره کوي.
او برسېره پدې دومره تجربه هم حاصله کړو، چې رښتيانۍ او غولوونکې رڼا وپېژنو او پدې
پوه شو، چې د اسمان دغه راڼه ستوري يا لمر او سپوږمۍ وليدونکي او پريوتونکي دي او
يوه بله رڼا شته، چې هغه د زړه په سترګو ليدل کېږي او دا ټول شيان د هماغې رڼا په
اثر کې پيدا شوي دي، نو حقيقت لکه يو غمى تر لوړو غرو لاندې نه دی او نه لکه د حيات
اوبه په تورتم کې ځاى لري، چې مونږ يې په هېڅ شان ونه ليدلی شو، بلکې د حقيقت رڼا
دومره ځلانده ده، چې بعضې نورشيان هم ځليدونکي ښکاره کوي او مونږ، لکه چې د سپوږمۍ
په شپه د سحر او سپوږمۍ رڼا نشو بيلولى، همدغه شان د حقيقت د رڼا امتياز هم نشو
کولى که څه هم له هرې خوايي په مونږ احاطه کړې او مونږ يې په غېږ کې نيولي يو، نو
مونږ هر وخت د حقيقت په رڼا کې يو او هر وخت له خپل فکر او بصيرت سره سم يو شی د
حقيقت مثل او نظير يا عين حقيقت ګڼو، لکه يو مين چې کله د غره زرکه او کله باغ سروه
د خپلې معشوقې نظير ګڼي او د هوسۍ سترګې د ليلې سترګې بولي او ډېر ځله لا خپله
معشوقه هم په دغه راز نومونو ستايِي او له حقيقته په لوى لاس ځان لرې کوي. انسان ته
خداى دا استعداد ورکړی، چې په حقيقت پسې له هرې حلقې او د جامعې او محيط له غولي
واوزي، ترڅو چې حقيقت پيدا کړي او يوه ملت ته د هدايت رڼا شي.
د محبت رڼا
سړى چې د محبت رانجه په سترګو پورې کړې هغه بيا هر شى په يوه ښه رڼا کې ويني او د
هر شي ښه ډډه ګوري.
هو! دا راز خلک هېڅ شي ته د تنقيد په سترګه نشي کتلى او نه د اعتراض او عيب لټولو
افکارو ته پاتي کېږي.
څوک چې دمحبت تراغېزې لاندې راشي هغه لکه بلبل او بورا د ګل په يوه پاڼه خوښ او
خوشحال وي او ټول باغ په همدغه يوه پاڼه کې ويني، هغه هېڅکله د خزان تصور نشي کولى
او نه ورته دنيا بې وفا معلومېږي، مينه او محبت هر محبت سړى ړوند او ګنګ کړي، چې په
سترګو عيب ليدلى او په خوله يې ويلى نشي، ځکه چې د هغه زړه لکه يوه پاکه مرغۍ په
يوه داسې فضا کې طيران کوي، چې هلته د بد ګمانۍ ګرد او غبار هېڅ نه ليدل کېږي، د
محبت خاوندان هېڅکله لکه منطقيان د چا د دلايلو منطقي ضعف ته نه ملتفت کېږي او نه د
چا وينا ورته د سياست او منافقت له مخې معلومېږي.
هغه هره خبره رښتيا او صدق ګڼي او په هېچا کې د غدر، خيانت او فريب علامې نشي
ليدلى. مينه ناک خلک به هېڅکله لکه فلاسفه د عيب او نقصان ذرات په کائيناتو کې نه
ويني، لکه هغوی چې د محبت او عشق نازک او خوندور کيفيتونه، لکه يو مين او عاشق نشي
حس کولى او عشق ته مرض يا جنون وايي.
د محبت لرونکی لکه يو صوفي د مينې په رڼا کې حقيقت ته رسېدلى وي او نور خلک د خپلو
اوهامو او ګمانونو په ګرد او غبار کې ورکوي.
که مونږ له چاسره مينه او محبت لرو هرومرو به د هغه په حق کې خوشبين يو او لکه
پتنګ، چې هېڅکله د شمعې حرارت او سوزېده نشي حس کولی، مونږ به هم د خپل محبوب په
شاو خوا کې هېڅ عيب نشو ليدلى، مګر څوک چې د خپلو دوستانو په حال کې لکه يو مفتش
داسې غور او تعملق کموي او د هغوی د ملامتۍ دپاره قراين لټوي هغه که څه هم کله کله
حقيقت ته رسېږي ډېر ځله به پخپل اجتهاد کې سهوه کېږي او د دې لامله، چې په سلو کې
يو ځل حقيقت ته رسېدلى دى، هر وخت به خپل فکر صحيح او صايب ګڼي.
شعر او ادب
چپه چپي او قراره قراري ده، سپوږمۍ په سپينه رڼا د مځکې مخ ښايسته او روښنايي ده،
هېڅ طرف زور او زوګ نشته او د شپې اوله شومه ده. يو ژور لښتې چې په شنه ګياه پټ او
پوښلی دی له اوبو نه ډک او غلی روان دی، سړی چې دا وضعيت ګوري ګمان کوي چې دا اوبه
بې شعوره نه دي، چې په عزم او اراده کوم طرف ته ځي.
زه هم په همدغه ګمان ورپسې روان شوم او تلم څه شېبه وروسته ګورم، چې په يوه شنه باغ
کې ګرزم او قدم وهم پدې باغ کې هر راز بوټي ولاړ دي، دا اوبه چې له ډېرې مودې را
ايسي دې باغ ته راغلي دي د دې باغ په شنو پاڼو، خوږو ميوو، ښايسته ګلانو کې يې حلول
کړي. دا شين بڼ او تازه چمن يې د انسانانو او د هوا د مرغانو دپاره سمسور کړی دی،
دا اوبه کله د تاک په رګو کې ننوتلي او ډېر خلک يې پخپل خوند مست کړي او د ډېرو
نشته يې د بنګو په پاڼو زياته کړې ده. په يوه بوټي کې يې ځان لکه عسل خوږ کړی او په
بل کې يې د سرکې تريوالی پيدا کړی دی.
دا اوبه برسيره پدې، چې د دې ميوو او ګلانو د وجود سبب ګرزېدلي دي په عمران او
ابادۍ کې يې هم زياته برخه اخيستې، د دې باغ ديوال او ګرد چاپير سرايونه يې سرته
رسولي دي، دې اوبو يوازې د مځکې تردد نه دی کړی، کله يې چې په زړه کې د همدردۍ
حرارت پيدا شوی د اوقيانوس له دريابه راجګې شوي او په وچو ميرو يې د رحمت څاڅکي
ورولي دي او کله د ګل له پاڼو هوا ته هسکې شوې دي.
همدغه اوبه دي (د نوعيت په لحاظ) چې کله ږلۍ ورځنې جوړه شوې ده او کله شبنم شوي دي،
همدغه اوبه دي چې د ډېرو خلکو تنده يې ماته کړی او له مرګه يې نجات ورکړی دى او کله
يې لوى لوى فرعونيان غرق کړيدي.
هو! پدې اوبو کې هر راز صلاحيت شته، چې کله په تېغ کې ځاى نېسي او د تورې اب په
ځاى کوي او کله د ګل په پاڼو (ښايسته جامه) کې ننوزي د حسن او جمال مظاهره کوي.
ځينې وخت لا د صدف وړکی ځان تربيه کړي او د جوهري په دکان کې د تجارت بازار تودوي.
ښه فکروکړئ؟ په دنيا کې بل شى هم شته، چې دا ټول کارونه ورځنې واخيستل شي.
هو!
شاعر او عالم
دوه شيه دي، چې يوه شعر او بل ته حکمت يا علم وايي، يو په عقلي استدلال او منطقي
قياس د حق او حقيقت اثبات کوي بل په تخيلي دلايلو او سحري کيف سړى حقيقت ته رسوي،
شعر د عشق او مينې رڼا په زړونو کې پيدا کوي او علم و حکمت د عقل په نور ذهنونه
روښانه کوي، دا دوه شيه که څه هم د خپل تعريف په لحاظ سره بېل او جلا دي، مګر لکه
اوبه او هوا کله کله يو په بل باندې بدليږي او دا دواړه زمونږ د حيات دپاره ضرور
دي.
نو کېدى شي، چې شعر حکمت او حکمت شعر شي، لکه چې زمونږ اسماني کتاب هم له ځينو
اشعارو په حکمت سره تعبير کړی او په همدغه سبب زمونږ ډېر مشاهير هم د شعر په تذکره
کې راغلي او هم د علم او عرفان بېرغ جګوونکي دي، نو هغه څه چې د شاعر له خولې
اوريدل کېږي هغه هم حق او حکمت وي، مګر د زړه له سوزه سره، لکه چې علامه اقبال
وايي:
حق اګر سوزي ندارد حکمت است
شعر ميگردد چو سوز از دل گرفت
نو دا بايد ومنو، چې شعر او حکمت کله لکه د سپوږمۍ او سحر رڼا، چې په يوه افق کې
جمع کېږي دا دواړه هم په يوه ذهن او دماغ کې يو ځاى کېږي، چې يو بيان هم شعر او هم
حکمت ګڼل کېږي او يو سړى هم شاعر او هم عالم يا حکيم کېدى شي، مګر له دې خبرې هم
بايد سترګې پټې نکړو، چې شعري تعبير او علمي تعبير ډېر فرق سره لري علمي تعبير له
هرې خوا په حق او حقيقت احاطه کړې وي او دقيق نکات هم ورځنې نه وي پاتي، مګر شعري
تعبير او قافيې په محدوده دايره کې حقيقت ته يو اشارت کړې وي، خو دا اشارت لکه د
معشوقو سترګک دومره پرکيف او جذاب وي، چې له يوه علمي کنفرانس ځنې عميق او با دوامه
تاثيرلري.
علم او حکمت د حقيقت له مخه ټول لباسونه لرې کوي او پخپله تشريح او تجزيه د يوې
موضوع عروق او شرائين او ټول فقرات ښکاره کوي، مګر شعر يې پس له تزئين او ارايش ځنې
په يوه ښه لباس کې نيم پټ او نيم لوڅ ظاهروي، چې هر څوک ورباندې زړه بايلي، تعبير
هم لکه شعري تعبير داسې وي، چې په يوه فلسفې او علمي تحقيق نه وي بنا، بلکې کله کله
په علمي لحاظ غلط هم بلل کېږي.
څومره دمخه ما په مصري مجلاتو کې يوه جمله د اقتراح په ډول وليده، چې د ښو ښو
ليکوالو توجه يې ځانته جلب کړې وه او سره له دې، چې هر يوه په علمي لحاظ غلطه ګڼلي
وه، ښه څه يې پکې ليکلي و جمله داوه:
عمل څه کوي او مونږ کومې خوا ته بيايي، د سعادت لور ته او که هلاکت ته؟ په دې عبارت
کې علم لکه يو قايد داسې ښودل شوى، چې مونږ يې خوزولي يو او چېرته مو بيايي او دا
څرګنده ده چې علم دا اقتدار نلري، بلکې د يوه موټر يا بيړۍ مثال لري، چې مونږ
ورباندې خپل ځان رسوو، مګر دا جمله سره له دغه علمي نقصانه پخپله ادبي جاذبه ليکوال
مجبوروي، چې په دغه موضوع کې څه وليکي او هر سړى دې خبرې ته ملتفت کړي، چې نن د
دنيا متمدن او عملم لرونکي قومونه له خپل علم او تخنيکي معلوماتو څخه د خپل استهلاک
او بربادۍ په لاره کې کار اخلي، نو ويلى شو چې اکثره شعري او ادبي تعبيرونه همدغه
شان جاذبيت لري او يوې مهمې موضوع ته د خلکو مخه راګرزوي، مګر علمي تدقيق پکې نه وي
شوی.
هر کله چې مونږ تر يوې اندازې د شعر او حکمت يا علم په ټکو لږه رڼا وغوروزوله او دا
خبره موهم لږه څرګنده کړه، چې شعر او حکمت څومره بيلوالى او څومره نږديوالی لري، نو
اوس راځو د هغې ورځې بحث ته، چې د څو کسو پوهانو په مجلس کې د شاعر او عالم په شاو
خوا کېده، په هغه ورځ يو عالم چې شعري برخه يې هېڅ نه درلوده شاعر ته په همدومره
اهميت قايليده، چې د لږ ساعت دپاره يو مجلس تودولى شي، چې څوکسه يې خواته يوه شېبه
راټول شي او بس.
ده ويل، چې شاعر يو بې ثباته شخص دى، چې په يوه اساس باندې نه وي روان او هر ساعت
يې فکر او حال بدلېږي، مګر عالم لکه يو غر په وخت او هر حال کې ثبات او استقامت لري
او د يوه فکر خاوند وي.
ده ويل، چې شاعر يو بې ثباته شخص دى، چې په يوه اساس باندې نه وي روان او هر ساعت
يې فکر او حال بدلېږي، مګر عالم لکه يو غر په هر وخت او هر حال کې ثبات او استقامت
لري او د يوه فکر خاوند وي.
لنډه يې دا، چې ده عالم ته دا حق ورکاوه، چې د يوه قوم مقتدا شي او د سعادت لور ته
يې بوزي، مګر شاعر ته په دغه مقام نه و قايل، له ده ځينې که څه هم چا پوښتنه ونکړه،
چې دى څه دلايل لري، مګر ښايي چې د ده دليل به همدا و، چې د شعر اساس تخيل دی او
هغه يو اساسي شی نه دى، هر ساعت بدلېږي او بېل رنګ پيدا کوي او د علم اساس هغه
يقيني مقدمات او دلايل دي، چې عقل يې تزکيه او تصدق کوي او هر ه شېبه نه بدلېږي. د
ده دغه وينا د مجلس اکثرو خلکو په ښه وايي او حق وايي باندې بدرګه کړه، مګر زمونږ د
مجلس يوه ښاغلي ملګري له شعر او شاعر ځنې تر يوه حده مدافعه وکړه او يوه بل مشر سړي
د فيصلې په ډول وويل، چې شعر يو قالب دى ښه او بد، صحيح او غلط هر څه پکې اچول
کېږي، نو ښه او بد يې بد دي، مګر هغه چا چې شعر او شاعر ته په کمه سترګه کتل هغه
وويل: هو! شعر يو نېمګړې قالب دى، چې حقيقت پکې پوره نه راوړل کېږي. د دې خبرې ځواب
خو مونږ مخکې ورکړ، چې شعر يو حقيقت پوره نشي راوړلی، مګر داسې جذاب اشارت ورکوي چې
تاثير يې له عام بيان او تعبير ځينې ډېر زيات او بادوامه وي، نو اوس به راشو دې
خبرې ته، چې ايا دغه فيصله مونږ منلى شو که نه؟
له دې فيصلې ځنې معلومېږي، چې شعر د يوه ظرف حيثيت لري چې دارو او زهر دواړه پکې
اچول کېږي او پخپله هېڅ شى نه دی، که د فيصله کوونکي غرض همدغه وي مونږ هېڅکله دا
نشو منلى، چې شعر لکه يو لوښى وګڼو او نور اهميت ورنکړو، ځکه چې شعر پخپله دوا ده،
چې دوايي خاصيت او تاثير پکې حلول کړي او يو له بله د هيولي اورصورت نسبت لري او که
کله کله له شعر ځنې يو ضرر وليدل شي، نو دا راز مخالف تاثير په هره دوا کې کله کله
د بعضې موجباتو په سبب ليدل کېږي او علم هم ځينې وختونه د فکري او اجتهادي سهوو په
سبب ضرر رسوي، نو مونږ پدې ځاى کې هم فيصله کوونکي خپلې فيصلې ته ملتفت کوو او هم
هغه چا ته، چې شعر او شاعر ته په ښه سترګه نه ګوري وايو، چې که دى ټول شاعران په
نظر کې ونيسي او يو شاعر د تمامو شاعرانو نمونه ونه ګڼي، دى به د فيلسوفانو او
متصوفينو د عالمانو او حکيمانو په ډله کې ښه ښه شاعران پيدا کړي او دا به ورته
معلومه شي، چې شاعر هم لکه يو ډېر لوى سړى يو داسې استقامت لري، چې نه وي لکه ده چې
تصور کړی دی، شاعر هم لکه يو لوى سړى يو داسې استقامت لري چې نه يې د زمانې بهار له
چتې باسي او نه يې خزان سر راټيټولى شي، لکه چې رحمان بابا چې وايي:
لکه ونه مستقيم پخپل مکان يم
که خزان راباندې راشي که بهار
په شاعرانو کې هم لوى لوى خلک او لکه خوشحال خان خټک د ټينګ عزم خاوندان پيدا کېږي
چې نه د دښمنانو لښکرې او نه د حاسدانو خبرې د ده په قوي او غټ زړه کې څه وېره او
حرکت پيدا کولى شي، لکه چې پخپله وايي:
د علم ډېرې خبرې دنيا تورې لښکرې
زړه مې نه ښوري له ځايه غر خوهسې وي که نه
که شاعران يو ازې د تخيل خاوندان واى او نورو اساسي افکارو يې په ذهن کې ځاى نه
نيولى هېڅکله به لکه اقـبال ديوه نصب العين او مستقيم فکر خاوند سړی په شاعرانو کې
نه پيدا کېده او لکه حکيم سنايي او عطار، سعدي او رومي غوندې اشخاص به د شاعرانو په
ټولګي کې نه ښکاره کېدل اونه به لکه بوعلي د عمېقو افکارو خاوند د شعر ويلو اقتدار
درلود، شاعر هم انسان دى او انسان ته خداى هر راز استعداد ورکړى، که شاعر له نورو
خلکو ځنې زياته برخه نه وي اخيستى، نو نيمګړې خو به نه وي پاتې شوی.
د تورې رڼا
د زمانې اميل چې شپې او ورځې يې لکه د زنځيرکړۍ يو له بله تړلې دي او د شپو او
ورځو، مياشتو او کلونو، قراینو او پيړيو په حساب لويې او وړې حلقې لري سړى پکې عجيب
و غريب واقعات او مختلفې صحنې ويني، نن چې مونږ د استقلال په نامه يو داسې ورځ لرو،
چې شپه يې هم له نورو ورځو نه روښانه ده او د دې ورځې په لمن کې مونږ د خپلواکۍ او
ازادۍ شرف او وقار موندلی او هره شېبه يې زمونږ په نظر کې ډېر قدر او قېمت لري، دا
ورځ مونږ ته يوه داسې شپه هم رايادوي، چې له ډېرې تيارې سترګه په سترګه نه ښکاريده
او بيخې تور تم و. دا تورتم د سحر او طلسم يوه داسې تياره وه، چې مونږ يې په غټو
سترګو ويده کړي وو او خلکو به راباندې لوبې کولى، پدې تياره کې به د دې غرو رغو په
هغو زمريانو د استعمار لاس راښکول کېده، چې پخوا به يې خلک له تش صورته وېرېدل او
چا به ورته په زغرده نشو کتلى، دې تيارې د پښتونخوا داسمان لمنې په تورو وريځو لړلې
وې او داسې معلوميده لکه چې پښتانه پاس په اسمان کې يو ستورى نه لري، په دغه شپه د
بد بختۍ يوه داسې سيلۍ را الوتې وه، چې زمونږ ټولې ډيوې يې وژلې وې او په هېڅ ځاى
کې د اميد رڼا نه ځليده، زمونږ زوړونه لکه ساړه نغري له حرارته تش او خالي و او د
مليت په کالبوت کې مو د حيات او ژوند ګرمي بيخي لږه وه، پدې وخت کې ناڅاپه زمونږ په
مخکې يوه داسې رڼا وبرښېده، چې زمونږ حال او استقبال يې روڼ او روښانه کړ او زمونږ
توره شپه يې په سحر بدله کړه.
دا رڼا زمونږ د هغې تورې برق او برېښنا وه، چې هر وخت ورباندې پښتنو خپله مخه رڼا
کړيده او د خپلې بدبختۍ تورې تيارې يې پرې ورکې کړيدې. په دې رڼا کې دومره تودوالى
او حرارت و، چې زمونږپه ګوګل کې يې سړه وينه توده کړه او ډېر ژر يې زمونږ په حال او
استقبال کې تغېر او تحول پيښ کړ.
په دې رڼا کې مونږ د حيات هغه اوبه د تورې په خوله کې پيدا کړي، چې سکندر په تورتم
کې لټولي. کله چې مونږ له دغې تيارې رڼا ته راووتو او د پښتونخوا د غرو په څوکو
باندې د سعادت وړانګې او پلوشې وڅرکېدې زمونږ په زړو کې د حيات مينه، د وطن محبت، د
مليت احساس، د علم او ترقۍ شوق او د ژوندانه ټول صفات او خواهشات پيدا شوه، د وطن
ښايسته غرونو او ناوونو، ډکو سيندونو او ګڼو ځنګلو زمونږ په زړه کې وطني عشق پيدا
کړ مونږ په همدغه رڼا کې خپل ځان پېژانده او په ځان مو ويسا پيدا شوه، چې ملي غرور
او افتخار هم ورسره تړلي دي.
مونږ په دې وپوهيدو، چې د دنيا طوفانونه هېڅکله مونږ د نړۍ له مخې نشي ورکولى او نه
دغه راز لرې او تورې ورېځې زمونږ د سعادت د رڼا مخه نيولى شي.
هو! مونږ حق لرو چې پخپل قوي او متين موجوديت ونازېږو او ووايو، چې مونږ هغه خس او
خاشاک نه يو، چې د حوادثو سيلۍ مو تيت په پرک کړي، ځکه چې مونږ پخپله پښتو او
پښتونواله د هر راز مشکلاتو مقابله کولى شو او د پښتنو په اصطلاح اسمان ته تېږه
غورزو او سر ورته نيسو.
مونږ هغه ښاغلي پښتانه يو، چې ځان راته ډېر لوى او ستر ښکاري او د خپلې سيمې درنښت،
خپل ملي افتخار، د پښتونولۍ ننګ او ناموس د تېرو پښتنو ښه نوم په داسې ډول ساتو لکه
چې يو ډېر پاک او له مېنې ډک مين د خپل مقدس عشق احترام او حرمت ساتي.
مونږ خپل ځان او خپله خپلواکي، خپل پښتنې موجوديت ارومرو ساتو او له سروماله
ورباندې تېرېږو، مګر بايد په دې پوه شو چې مونږ دا په څه شان ساتلى شو؟ د دې
پوښتنې په ځواب کې څه شى، چې زما په نظر کې ډېر مهم معلومېږي هغه زمونږ ملي تربيه
پښتنې، خويونه او پښتنواله ده، ترڅو چې مونږ پښتانه يو او پښتونولي لرو زمونږ د
خپلواکۍ او لوړتيا جنډه به ارومرو پورته وي او په ازاده هوا کې به د ازدۍ په وږمه
رپېږي.
هو! دا رښتيا او کټ مټ حقيقت دى، ترڅو چې د يوه قام په نفسي کيفيت او حال کې تغير
پيښ نشي د هغوى په حال کې خداى هم تغير نه پېښوي، ترڅو څوک پخپله ځان څاه ته ونه
غورزوي لوى څښتن يې د ذلت او انحطاط په کنډو کپرو کې نه اچوي، زمونږ ملي او پښتنې
روح په دومره لوړ ه او هسکه فضا کې ګرزي، چې که مونږ يې پخپله راښکته نکړو د هېچا د
لېندې غڅې نه وررسېږي او نه د چا له تير لاندې راځي. وروسته تر دې چې زه د ځان په
ساتلو کې پښتنې اخلاقونه په اوله درجه اهميت قايلېږم، نو بيا علم او د نن ورځې
مختلف فنون ثروت او بډايي او ځينې نور شيان هم ضروري ګڼم. که مونږ علم او بصيرت
نلرو خلک مو په سحر او چل ترخپلې اغيزې لاندې راولي او لوبې راباندې کوي، که مونږ
شته او ثروت نلرو زمانه مو وږي کوي او د نورو دام و دانې ته مو را ټيټوي، که مونږ
فن او تخنيک نلرو پخپل لاس ځان اور ته غوروزو او له ځان سره دښمني کوو، نن خلک د
حربي فنونو په قوت د اسمان له ورېځو او لوړو کار اخلي او پخپلو دښمنانو باندې تندر
اوږلۍ وروي، نن خلک د صنعت او حکمت په مرسته هغه هوا، چې د حيات مهم عنصر دی د مرګ
اله ګرزوي او د دښمن په حق کې ورځنې د زهرو کار اخلي. که څوک غواړي چې په دې عصر کې
خپل ځان او خپله خپلواکي وساتي هغه بايد دومره کامل انسان وي، چې خپل هر څه يې پخپل
لار کې وي او د خپل هر مرض علاج وکړی شي. پدې وخت کې که نور هېڅ نه وي، خلک د يوه
قام لاندې کولو دپاره بعضې داسې مکروبونه د هغوى په وجود کې انجکشن کوي چې ډېر ژر
يې ملي وينه فاسدوي او روح يې وژني، نو برسېره په نورو خبرو نن د ازادۍ ساتلو دپاره
ډاکټري هم لازمه ده.
نن ځينې کسان د نورو د اسارت دپاره خپل ځانونه ښايسته کوي او پخپل ښکليتوب ورځنې
زړه وړي، نو سړى بايد هېڅکله لکه بلبل د چا په ښايسته ګلانو زړه باى نلي او په پردي
باغ کې اسير نشي، بلکې خپل ځان، خپل مليت، خپل دودونه، خپله ناسته ولاړه له هر چا
ځنې ښه وګڼي او خود يې ولري، ترڅو چې يو ملت خپلې ټولې نيمګړتياوې پوره نکړي او خپل
ځان د بل له احتياجه ونه ژغوروي هغه په دنيا کې حقيقي ژوندون نشي کولى او په هر
راز، چې وي د نورو تر تاثير لاندې راځي.
سړي بايد دې ټکې ته ښه متوجه شي، انسان چې هر څومره مدني شوي او مدنيت ته ورنزدې
شو دى هماغومره يې ډار او وېره ورکه شوې او نور ژوندي او زېروح شيان يې خپل لاس
لاندې کړي دي او له خپلې اغېزې لاندې يې راوستلي، يعنې انسان د مدنيت په مرسته په
وحشت باندې غالب شوی او قوت يې موندلی، لکه چې اوس هم د دنيا متمدن قومونه په
وحشيانو او نيمه وحشيانو باندې حکومت او حکمراني کوي، که څوک غواړي چې د نن ورځې
مدني اقوامو تر تاثير لاندې رانشي بايد ارومرو په مدني سير کې ځان ور سره برابر کړي
او تمدن ته په سپکه سترګه ونه ګوري.
په دنيا کې دا صلح يو طبعي قانون دى او لوى څښتن هم مونږ پوه کړي يو، چې دا مځکه د
صالحانو ميراث دی او صالحان به ور باندې تسلط لري، دلته غرض هغه صلاحيت دى چې دمځکې
دمخ حکمراني پرې کېږي، چې دا صلاحيت د اسلام په ابتدا کې په عربو کې پيدا شوی او
زمونږ پښتنو په مليت او پښتنولۍ کې اغږل شوی دی.
مونږ بايد دا صلاحيت هېڅکله له لاسه ونه باسو او ورباندې ټينګ اوسو- د دې صلاحيت
لومړۍ نښه داده، چې مونږ به په حق او حقيقت ټينګ ولاړ يو او ملګرتيا به يې کوو،
هېڅکله به مو زړه ته خوف او ويره لار نلري او د ضرورت په وخت کې ه وېني تويول راته
هېڅ ښکاري او له مرګه به نه وېرېږو، بلکې د خپلې اسلامي او ملي لوړتيا د ساتلو
دپاره مرګ، ابدي ژوندون او خپل سعادت بولو او د دنيا د هر راز سختيو او مشکلاتو په
مقابل کې به لکه د خپل وطن لوړ او هسک غرونه په هر ميدان سر لوړي ولاړ يو، عزم او
اقدام به مو ډېر ټېنګ اوکلک وي.
اېثار او قرباني به ډېر لوى افتخار ګڼو، اتفاق او اتحاد به هېڅ شى نشي خرابولى،
پخپل مېنځ کې به يو له بله مېنه او محبت، پېروزېنه او رواداري لرو او د خپل مقدس
دين او ګران وطن د دښمنانو په مقابل کې به د سختو زړو خاوند يو. د لوى څښتن په
ضعيفو مخلوقاتو باندې به زړه سوى لرو، عدل او انصاف به راته له هرشي ښه ښکاري، د بې
ننګۍ ژوندون به په هېڅ شان نه قبلوو او د خپل مقدس او پاک مقصد دپاره به له سر او
ماله تېرېږو، خپل ځان او اولاد به د خداى د رضادپاره قربانوو او بې له خدايه به بل
هېچا ته سر نه ټيټوو، دا ځکه چې د خداى له بندګۍ سره بله بندګي نه کېږي او نه خداى
پاک په دې باندې راضي کېږي، چې د ده بنده د بل چا بندګي وکړي.
هو! مومن او مسلمان بايد ارومرو آرام او ازاد وي او پښتون بايد تل ازاد او مستقل
وي، نو تل دې وي زمونږ ازادي او خپلواکي او همېشه دې وي پښتو او پښتنواله.
کورنی مرغه
کله چې سړى ستورو سره خبرې کوي او د خپلې پوهې په رڼا کې بله نړۍ ويني او کله پخپلو
خبرو نه پوهېږي او په رڼا ورځ بې له خپل ځانه نور څه نشي ليدى، که سړى ښه ځير شي
چرګان هم خبرې کوي، خو د زړه په غوږو اورېدل کېږي – هو! يوه ورځ چې زه د چا مېلمه
وم او هغه غوښته چې زما دپاره هغه غټ چرګ، چې ډېر وخت يې ساتلى و پوخ کړي، نو يې
خپل زوى ته د هغه د نيولو وويل، زوى يې په کوڅو کې ورپسې منډې وهلې او له ډېرو منډو
وروسته يې چرګ ونيو او کور ته ستړی ستومانه سانيولی راغى.
دې سړي په کاله کې يوه باښه هم لرله، چې په يوه دړه ناسته وه او د چرګ منډې يې
ليدلې وې، نو يې پخپله ژبه چرګ ګرماوه او ورته يې ويل، چې ته خو ډېر وخت دې سړي
پخپل کور کې ساتلی وې او وخت په وخت به يې ډوډۍ او هرڅه درکول او ستا روزنه به يې
کوله کوم وخت، چې ده ته نيولې، نو تا د ده ټول ښه هېرکړه او لاس دې نه ورکاوه.
وګوره! زما په غاړه کې يې مزى اچولى، سترګې يې راته پټې کړي ګرزېدو او الوتو ته مې
نه پرېږدي، سره لدې کله چې ما پرېږدي او والوزم هر راز لويې او وړې مرغۍ نيسم او ده
ته يې راوړم، خپل ځان بېرته د ده منګولو ته سپارم او دى نه خوابدى کوم.
چرګ ورته مخ راواړه او ورته يې وويل، چې ستا سترګې پټې دي، هغه لور چې ده زما دپاره
تېره کړى دى ته يې نه وينې.
يوه شېبه وروسته، چې دى زما بڼکې وشکوي او خپل ځان ته ترېنه بالښت او سروېږدى جوړ
کړي او ما په اورباندې دا پلو هغه پلو واړوي او بيا مې ټوټې ټوټې کړي او په کټو کې
مې لاندې باندې کړي، نو چې ته مې ژړا او کوکارې واورې، ما به هېڅ ګرم نه کړې او پوه
به شې، چې دده ټول ښه زما سره د خپل ځان لپاره و او زه يې د همدغې ورځې لپاره
لټولم.
هو! هر څوک او هر څه چې د بل د لاس لاندې وي هغه د همدغسې ورځې د پاره روزل کېږي،
وګوره بزګر خپل غويي څنګه ښه ساتي، په سره غرمه کې ورته واښه کوي، اوبه ورکوي، چې
بيا پرې جغ کېږدي او مځکه پرې واړوي. همدغه شان خپل کښت وخت په وخت پڼه کوي، له
غويو او پـسو يې ساتي، چې له مځکې هسک او ژر ورېبل شي.
همدارنګه هر کام چې خپل واک نه لري او د بل لاس لاندې ژوند کوي، هغو د نورو د
ژوندون دپاره لکه چرګان او غويي ساتل کېږي او روزل کېږي، نو دوى ته که هر څومره ښه
خواړه ورکول کېږي، همغه خواړه دوى د مړينې د پاره غټوي او نژدې کوي يې، دوى ته هغه
څه نه ورښودل کېږي،چې دوى په خپل ځان ويسا پيدا کړى شي او په نړۍ کې په خپل واک
ژوندون وکړى شي او د بل پاتې شونکو ته سترګې ونه نيسي.
هو! دوى هېڅکله نه شي کولاى، چې هر څه په خپله وګټي او بل چاته هيله او اسره ونه
کړي.
خوږ ژوند
غر په غره نه ورځي او سړى په سړي ورځي – د همدغه تګ له کبله، چې وګړی يې يو له بله
لرې سړي ته د نورو ژوندون څه نا څه څرګندېږي او راز راز وګړي ويني.
يوه ورځ زه يو داسې سړي کره پېښ شوم چې پوله او پټي يې هېڅ نه درلودل او په کور کې
يې د مږک لکۍ هم نه سپېره کيده.
ده خپلې شپې او ورځې په لو او لور تېرولې او د کاله ټول خرڅوړې يې دومره نه و، چې د
يوه بډاى او شته من سړي د غاړې کالي شي.
پدې کاله کې بې له سپوږمۍ بله ډيوه نه وه او نه چا بې له خپل لاس او مړونده بلې سر
و کېږدۍ درلوده.
دې سړي په دغه ورځ برسېره پدې چې خپل زوى (کټوري) ته يوه سدرۍ او يوه سره خولۍ
راوړې وه، کور ته يې هم څه غوښه اخېستې وه، کټوري چې وروسته له ډېرو وختونو نوې نزې
خولۍ موندلې او نوې سدرۍ اغوستې وه له هلکانو سره په کوڅو کې منډې رامنډې وهلې،
کله چې کاله ته راغی او د غوښو کټو په نغري باندې ولید په منډه بېرته لاړ او په
نورو هلکانو يې زيرى وکړ چې مونږ نن غوښه پخ کړېده.
هغوى که څه هم په دغه ورځ لا څه ډېرې ورځې يې غوښه په سترګو نه ده لېدلې، خو د
پښتنو زامن دي دا ورته ښه نه ښکاري چې د دوى له کاله نه په بل کور کې ښه څه پاخه
شوي دي او نه دا زغملى شي، چې دوى دې له چا نه ښکته او ټيټ وي.
نو هر يوه به چا يو څه او چا بل څه ښودل او خپل نګولي به يې ستايه، چا به ويلې چې
مونږ لړمون پوخ کړى او چابه ويلې، چې مونږ نن چرګ باندې کړيدى، دا خبرې دوى پداسې
خوند کولې لکه چې لګيا وي او خوري يې، نه خداېږو په خوړلو کې يې دومره خوند نشته
لکه دوى يې چې له نوم اخستلو خوند اخلي.
يوازې کټورى له هلکانو سره دا خوږې خبرې نه کوي مور يې هم له ښځو سره ناسته ده او
وايي: لاړه شم چې د غوښو کټو مې ونه سوزي، غوښه خو نه سوزي، ځکه چې کټوه تر خولۍ له
اوبو ډکه ده، هغه ترسبا هم نه وچېږي، خو دا غواړي چې نورې ښځې خبرې کړي. د کټوري
پلار چې خپل ګلالى ځوى په ښو کاليو کې ويني من من غوښې اخلي او په کاليو کې نه
ځايېږي، خو له بلې خوا چې د خپلې ښځې زاړه ټيکرى او شکېدلي کميس ته ګوري سور او تور
ټول يې په زړه کې ګرزي، خو چې هر څومره خپلې سترګې يوه خوا بله خوا غړوي داسې څوک
نه ويني، چې د ده زړه پرې ورشي او څه پور ترې وغواړي.
سره له دې، چې پدې کاله کې هېڅ نه و، خو خوښي او ژوندانه خوند پکې زښت ډېر و او له
بډايانو ځنې د دوى ژوند ډېر خوږ و، ځکه و چې د شتمنو او بډيايانو زړونه تل هغه څه
غواړي چې هېڅکله يې لاس نه ورسېږي.
هو! د دوى خوښي او زړه ښه والی دومره وړيا نه وي، چې په دومره وړو وړو خبرو لاس ته
راشي، د دوى سترګې په ټوله نړۍ هم نه مړېږي، د لویو او شتمنو کورو لوى لا څه، چې
وړو ته یې هم ډېر خوندور څيزونه بېخونده شوي وي او ورېښمینې ټوټې ورته، لکه بيتي
داسې ښکاري. د دوى نرۍ وريجې که هر څومره غوړې او غوښې پکې ډېرې وي، د نورو سوکړک
او شنو سبو يا شړومبو ته په خوند کې نه رسېږي، نه پوهېږم چې دا ولې؟ نو ښه ده که ښه
څېزونه د نورو په مخکې اېښي وي، خو خوند د دوى په برخه رسېدلی دی او خوښي هم د دوى
په کاله کې ده.
نه يوازې دا نه روغتيا او جوړوالی هم دوى ته ورکړل شوی دی، دوى هېڅکله لکه بډايان
په لوړو وريجو او کلکو غوښو نه نس خوږي کېږي او نه هغومره ژر ژر ناروغتيا ورته
پېښېږي، دوى بې ترو څيزونو ښايسته ډېره ډوډۍ خوړلى شي او که نور څه نه وي د
غروپرګي، نانګه او مماڼې، شنې او داسې نور...هم خوړلى شي، ځکه چې دوى لا د پستو او
خوندورو څېزونو خوند نه دى ليدلى.
نه نه لېدلی يې دی، خو په همدغو ځينې ونو کې لکه چې رحمان باباوايي:
((پتنګانو لره خداى په اور کې ورکړ
هغه عيش چې يې بلبلې په ګلزار کا
خرقه پوشو په خرقه کې دي موندلي
هغه حظ چې په دنيا کې دنيا دار کا))