مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

څه ليکل يا ليک پوهه

دعا
 
د ټول جهان واکداره! ته هر څه لرې او هر څه کولى شې، د هر چا اميد تا ته کېږي او څوک څه له تا غواړي. ستا خزانې او کارخانې ډکې دي، ستا په باغونو کې د شودو، شرابو او عسلو وېالې بهېږي
ستا بخششونه او انعامونه بې پايانه دي، ستا د رحمت نور په ځمکو او اسمانو کې نه ځايېږي.
فقيران او مسکينان درنه د ډوډۍ سوال کوي.
ماړه او بډايان درنه اشتهاء او د هضمولو قوت غواړي.
څوک درنه په زاريو او دعاګانو او لادونه غواړي، ځنې وايي چې مال او دولت راکړه!
يو وايي جنت مې په کار دى، بل وايي له دوزخه امان او پناه غواړم.
څوک د حورو شوقمن دي او د چا غلامانو ته نيم زړه نشته.
مرتبې او لوړې درجې له تاسره دي، کاميابي او موفقيت ستا په توفيق حاصلېږي.
دين او دنيا ستا په لاس کې دي، راحت او زحمت، عزت او ذلت ستا له خوا انسان ته رسي.
بهار او خزان ته راولې، مرګ و ژوند ستا په اختيار کې دي.
هر څه ته کوې او هر څه له تا غوښتل کېږي.
د دې  جهان او د هغه جهان اجرونه، خيرونه، خوندونه او خوشحالي خلکو ته ته ورکوي زه. پوهېږم چې تاسره څه شته.
زما دعا او د زاهدانو دعا.
زما ارزو او د پادشاهانو ارزو يو راز نه ده.
زما سوال د بډايانو ومسکينانو له سوال ډېر فرق لري.
زه نه وايم، چې ځمکې او پيسې راکړه.
نه غواړم، چې عزت مې ډېر لوړ، رتبه مې لوړه شي.
موټرونه او اسونه مې ندي په کار.
قصرونه او عمارتونه نورو ته ورکړه!
پټي او باغوونه هغه چا ته وبخښه، چې په خاورو نه مړېږي.
په بانکونو کې د سوداګرو پيسې زياتې کړه.
د بزرګۍ اعتبار مه راکوه! ځکه چې ستا په اطاعت او عبادت له خلکو نه اجر او عزت غوښتل را ته ښه نه ښکاره کېږي.
زه له دې ټولو نه تېر يم او نور څه غواړم.
زه وايم په جهان کې د ظلم بېرغ نسکور کړه.
حق او عدالت ته قوت ورکړه!
په زړونو کې رحم او د خير مينه واچوه!
په دماغونو کې د حق نور او د حقيقت رڼا پيدا کړه!
ته کولى شې چې د ظلم قوت په وړو وړو کاڼو ميده ميده او ذرې ذرې کړې يا د هوا په ماشو ظالمان تباه کړې.
مګر مونږ د اتوم په بمونو هم دا کار نشو کولى.

رحم وکړه
 
دتورې کېږدۍ او د ډېرو رموخاونده!
پدې سره او ټکنده غرمه کې.
پدې وچه بيديا او سپېره صحرا کې، چې يخې اوبه، يخ سيوری، توده ډوډۍ، شودې او مستې کوچ او پېروى، کورت او غوړي، بوڅې او پنيرونه هر څه له تاسره دي.
په خوارانو او بې وزلو رحم وکړه!
له مسافرو او لارويو نه خپل خوړونکي سپې ايسار کړه!
هر څوک چې راځي او ستا د کېږدۍ تر سيوري لاندې کېږي، هغه له خپلو سپيو نه وساته او قدر يې کوه!
اى د خروړو سپيو خاونده!
ستا د سپيو تاوان تاله رسېږي او د دوى په ضرر باندې ته نيولى يې.
سپي او نفس دواړه يو شان دي او هر شي ته خوله اچوي.
ته خپل سپي ونيسه او په مونږ رحم وکړه.
ته په خپلو سپيو دا ګمان مه کوه، چې دوى به هر وخت ستا دښمنو او غليماننو ته غاپي. دوى ډېرځله د اسمان ستورو او سپوږمۍ  ته هم غاپي او ستا په ملګرو او اشنايانو هم بلوسې او غوټې وهي.
آه – هېڅوک زما نارې نه اوري.
د خپلو سپيو حملې نه ويني.
زما غږ ترکېږدۍ نه رسيږي.
دوى ولې څه نه اوري؟
ولې څه نه ويني؟
ولې په چا رحم نه کوي؟
پردې خو به نه وي؟
کېږدۍ خو د پښتنو معلومېږي.


سوداګر
 
هر څه چې خرڅوې هغه خرڅ کړه، مګر خپل دين او ايمان مه خرڅوه!
هر څه چې خورې هغه وخوره، مګر سود مه خوره او پنځه ګوتې په خوله مه منډه. هر څه چې اخلې هغه واخله، مګر د خوار وغريب ازار مه اخله!
له هر ځايه چې هرڅه راوړې رايې وړه، مګر ګوره چې بې انصافي او بيرحمي درسره رانوړې.
په اسونو او موټرو سورېږه! خو د چا په اوږو مه سپرېږه!
له ښاره اوزه، خو له نرخه او له چتې مه اوزه!
لوى لوى کورونه د ځان دپاره جوړ کړه، خو د خپل بام واورې د بل په بام مه غورځوه!
پېټي ډېر پيداکړه، مګر خپل پېټی مه درنوه او ځانته اغزي مه کره.
د ځان غم دې وخوړ اوس د نورو غم هم وخوره!
لوې بنګلې دې پيدا کړې، لوړ همت هم پيدا کړه!
خلک وايي په ډېرو ليوني خوښ دي، ته هم په لږه ګټه قانع شه او ليونى کېږه مه!
بډايانو وېيژندلی، مګر خوار او غريب دې نه پېژني.
راشه! دوى ته ځان وښيه د دوى په غم کې شرکت وکړه!
پدې شرکت کې که هر څومره سهمونه ولري هغه هېڅکله نه ضايع کېږي او ګټه يې يو په لسه، بلکې بې حسابه ده مګر دا سود ناروا دى، بې انصافي نه ده انصاف دى.
 
خلک وپېژنئ!
 
هغه څوک چې د مملکت کارونه يې په لاس کې دي او د واک و اختيار خاوندان بلل کېږي يا په وطن کې تاثير او نفوذ لري پوره وپېژنئ!
هغه کسان چې زمونږ دپاره خدمت کوي يا زمونږ په سر تجارت کوي بايد وپېژنو او ښه يې وپېژنو.
پېژندل دانه دي، چې فلانکی رئيس يا وزير دى، هغه بل په ملک او وطن کې ډېر عزت او اعتبار لري، د دې  بل مال او دولت ډېر دى. يا په لوړو ځايو کې په ښه نظر ليدل کېږي. دا راز پېژندل زه نه وايم زما مقصد انسان شناسي او د سړو پېژندل دي، نه د چوکيو او نومونو پېژنندنه.
مونږ بايد ترهرڅه دمخه سړي وپېژنو او دا معرفت يه صحيح ډول حاصل کړو.
د دې  معرفت دپاره ډېرې پخې سترګې او صايب نظر په کار دى.
د انسان جوهر او ذاتي قيمت معلومول د جواهرو له پېژندلو يو په څو ګران او مهم کار دى، انسان په ډېرو پردو او ډېرو رنګونو کې پټ دى او غير له دغو جامو نه، ده نور کالي هم زښت ډېر اغوستي دي او ډېر لباسي مخلوق دی.
دى په هر ځاى کې بېله جلوه لري د منبر په سر يو راز او په خلوت کې بل راز دى.
په بازار کې انګور نه خوري په کور کې بوتلونه په سر اړوي او په دوايرو کې د خلکو ويني څښي.
مونږ بايد د هر چا معنىٰ او حقيقت ته وګورو او په لباسونو، نومونو رنګونو ونه غولېږو. که تاسې زما منئ! د چا قصرونو، منصبونو ته مه ګورئ، بلکې کار، فکر، ارادې، عمل او ارزوګانو ته يې وګورئ!
تاسو بايد په سړو پسې وګرزئ او سړي ولټوئ!
هغه کسان، چې د ممکت بهبود او سعادت غواړي او د اجتماعي درد او احساس خاوندان دي هغه وپېژنئ او په محبت ورته وګورئ!
اوس هغه وخت تېر شو، چې يو سړی به د معاش او رتبې، عزت او اعتبار له مخې پېژندل کېده او بيا به د قوت او اقتدار له خوا ورته خلکو وکتل دى، عصر هغه باداران او اغاګان له اعتبار ه وغورځول او د وطن خدمتګارانو ته په قدر او احترام ګوري.
د دې  وخت انسان په انسان کې معنويت او فضيلت لټوي.
پدې وخت کې هماغه سړى ښاغلى او منلى دى، چې وطن او مملکت ته يې خير او نفع رسېږي، اوس هغه وختونه لاړل چې خلکو به د جاه وجلال يا دريا او تدویر په طلسم کې ځانونه پټ کړل او چا به يې کار او عمل ته نه کتل.
د دې  زمانې ائينه بل راز ده او علاوه د لباس او جامو په صفايۍ او خيرنتوب د انسان معنوي توروالی او سپينوالی هم سړي ته ښيي.
تاسې ښه ځېرشئ! دغه لوى خلک او د رتبو او مقامونو خاوندان ټول په رښتيا لوى نه دي او نه ټول واړه خلک حقيقتاً واړه او کوچني دي.
اوس مونږ پوهېدلی شو، چې په مشرانو کې کشران او په کشرانو  مشران شته.
له لرې او له ورايه خلکو ته مه ګورئ او محض امريت او ماموريت په نظر کې مه نيسئ!
د وطن او مملکت صادق خدمتګاران له دروغجنو او مظاهره کوونکو نه بېل کړئ او خلک وپېژنئ!


د کوم ځاى دى؟
 
يو کور يې دلته دى بل په کابل کې، بل په يو بل ځاى کې.
څه ځمکه په کوهدامان کې لري، څه په بغلان کې څه په يو بل ځاى کې.
نغدې روپۍ يې په رشوتونو دلته پيدا کړې، مګر ګټه ورباندې نور بانکونه کوي په يوبل ځاى کې.
ته ووايه چې دا دکوم ځاى دى؟
مېنه يې له دې خلکو سره نشته او د نورو ملکونو خلک ورته ډېر ګران دي.
د دې  وطن له شعر او موسيقي نه خوند نه اخلي او د خارجي موزيک په صفت مړېږي نه، مونږ ته په نفرت ګوري او د پرديو مستخدمينو په مقابل کې ډېره تواضع کوي.
ته ووايه چې دا دکوم ځاى دى؟
دى د هېڅ ځاى نه دى، ځکه چې هر ځاى د ده دى او سړى ورته هر ځایي ويلى شي.
هو! دا هغه مرغان دي، چې څلور فصلونه په څلورو مملکتونو کې تېروي او وطن نلري، وطن نه پېژني، د يوه وطن په هوا کې نه الوزي او د وطن سړې او تودې نشې تېرولى. دا هغه عياشان دي چې بې له عيش او راحت نه نور څه نه پېژني او له وطن سره هېڅ مينه او علاقه نلري.
مونږ هغه کسان د دې  وطن بللي وو، چې د وطن په کاڼو او بوټو سر ورکوي او په سختو ورځو کې د وطن په کارېږي، که څه هم پوله او پټی نلري او په زړو کوډلو او جونګړو کې اوسي.
 هو! زما په عقيده دا وطن د هغه چا نه دى، چې د ډېرو ځمکو قبالې يې اخستې دي، بلکې د هغه چا دى، چې د وطن مینه يې په زړه کې ده او له وطن سره علاقه لري.


کوم يو ښه دى؟
يو دى چې په خبرو ډېر ښه پوهېږي د هر مطلب دپاره ډېرښه پېرايه او ښه دلايل پيدا کولى شي، د خپل منطق په زور هر څوک تېرباسي او له ډېره عقله وېښته چئ.
ساحرنه دى، مګر يو شى په بل راز ښودلی شي او خلکو په اذهانو او نظرونو هر راز لوبې کوي.
عملاً هېڅ نه کوي، مګر په خوله هر څه کوي او هر کار ځانته منسوبوې.
بل هغه دېی، چې ډېرې خبرې او مبالغې نشي کولى، د ځان ښودلو او ځان ستايلو اقتدار نلري، په هره خبره کې لکه د شړومبو مچ نه لوېږي، د هر چا توجه ځانته نشي جلبولى، په مجلوسونو کې په وچ زور ځانته د خبرو موقع نه پيداکوي او په پټه خوله کار کوي، په دماغ کې يې ښه ښه فکرونه او په زړه کې يې د وطن او قام مينه ډېره ده، مګر په خوله څه نه وايي او خپل صفتونه نشي کولى.
ته ووايه چې کوم يوښه دى؟
زه خو وايم، چې دى ښه دى، مګر د هغه قدر کېږي او د ده نه کېږي.
هغه پېژنو او دا نه، د هغه ساحرانه کلمات راباندې اثر کوي او د ده صفايي او معنوي فضيلت را نه پټ دی.
هو! مونږ په خبرو غولېږو او حقايق نشو ليدلى.
مونږ بايد دا نقيصه رفع کړو او د خپل احساس او ادراک علاج وکړو.
مونږ په غوږو اورو او په سترګو څه نه وينو، ځکه کارونه خراب او خبرې ښې دي.


وښيه څوک دى؟
 
اصلي نوم يې نشم اخستلى، مګر رسمي نوم يې مامور صاحب دى.
په کار نه پوهېږي، مګر په خوشامدو او چاپلوسۍ ډېر ښه پوهېږي.
د لويو او معتبرينو په مخ کې د حاضرباش او خانه سامان کار کوي، مګر د خوارانو او غريبانو سلام هم نه اخلي.
سواد نلري، مکتب يې نه دى لوستى، مدرسه يې نه ده لېدلې، اخبار او کتاب نشي لوستلى، مګرماموريت کولى او ساتلى شي.
په درباري او ضاعو کې د ټولو استاذ دى، مګر انسانيت او سړيتوب يې هېڅ نزده، مکتوب نشي ليکلى، مګر شطرنج کولى شي.
لياقت نلري، مګر ډوډۍ لري.
د خداى اطاعت ته يې ملا ماته ده، مګر د امرانو په اطاعت کې اول نمبر اخلي، دنيا يې ډېره ده، مګر همت يې کم دى.
تنخوا يې لږه ده او جايداد يې ډېر دى.
مسافر او فقير ته يوه سوې مړۍ نه ورکوي، مګر مېلمنو ته هره شپه چرګان حلالوي.
غل نه دى، مګر له غلو سره سمه نيمه برخه لري. ساحرنه دى، مګر په يو څو خبرو لوى لوى خلک ړانده او کاڼه کړي.
وښيه! څوک دى؟
رشوت خوره! ته راپه ياد شوې
 
چاوويل: ټندېږي، مګر مړيږي نه، ما ته سمدلاسه ته راپه يادشوې.
بل وويل: ګېډه خو يې مړه ده، مګر سترګې يې وږې دي، بيا ته را په ياد شوې.
يوه وويل: قصاب نه دى، مګر ډېر خلک يې بې تيغه حلال کړې دي، دلته هم ته را په ياد شوې.
هغه بل وويل: منګولې او پنجې يې د لېوانو نه دي او خونخوار دی، دا ځل هم ته را په ياد شوې.
بې ګناه خلک مې په زندان کې وليدل، ته را په ياد شوې.
هغه ورځ چا پوښتنه وکړه، چې په غلو زهېر، د مجرمينو طرفدار د مظلومانو دښمن، د نا حقۍ ملګرې، د قاتلانو حامي څوک دى؟
ماته ته را په يا دشوې.


 
سياست
 
وايه يو څه کوه بل څه.
له بل نه پوښتنه کوه! پخپله هېڅ مه وايه!
په شپه کې د لمر وړانګې ښيه! په ورځ کې د تورتم نښې.
که خبر وې ځان ناخبره کړه! که خبر نه وې د باخبرۍ مظاهره کوه!
شکره لکه مرچ خوره، مرچ لکه شکره.
 


خلک څه وايي؟
 
يو وايي په دوايرو کې بې پيسو د چا کار نه کېږي، بل وايي د خان او ملک رسوخ او اعتبار ورځ په ورځ زياتېږي او ضعيفانو ته پنجې تېرې کېږي.
څوک وايي دلته نوی نهضت او فعاليت نشته، ځنې وايي صحيح اشخاص او د فکر خاوندان نشته.
شاعر وايي: نشاط او طراوت، ذوق او سرور، احساسات او جذبات نشته.
ملاوايي: د جلال اباد په نوي ښار کې مسجد او د اذان غږ نشته.
رجب خان وايي: د جلال اباد نوی ښار جوړ نشو او زوړ ښار په لوى لاس وران شو.
د نوي ښار نقشه لکه د سيدجمال الدين قبر، يا د قرغې بند هېڅ نه جوړېږي او هېڅوک نشي پوهېدلى، چې د ښار مخه کومې خوا ته ده او څنګه يا کله جوړېږي.
حميد وايي:
چې دې نکړ په نيکيو ننګ و نام لوړ
په دوه چمه دې د خټو مشه بام لوړ


بل ځاى وايي :
 د ريا په حق پرستو پورې خاندې
 په هردم دبرهمن بت پرستي
يونس وايي:
بندګي چې د ريا کوي يونسه!
د هغه ږيره خيشته ده نايي غوړاي
ښه لباس کې څه د خداى بندګي نشي؟
چې جامه دې د ريا واغوسته برګه
علي خان وايي :
ژوبل زړه به دې روغ نکړي علي خانه!
پسې مه ځه جراحان دي طبيب نشته
د بغل په کتاب څه شى علم بويه
هر صحاف په ملايانو حساب نه دى
پيرمحمد وايي:
داد فرياد مې ترفلکه نه رسېږي 
د پتنګ په دود ورېتېږم خموش ځکه
شيدا وايي:
چې لېده پکې اثر د الم نشي
څه حاصل لکه شبنم له چشم تره


څوک وايي؟؟
 
څوک وايي چې کوږ بار تر منزله نه رسېږي او د دروغو منزل لنډ دى.
د دروغو مزل خو تر اخرته پورې دې او کاږه بارونه ترهماغه وخته مزله ته رسېږي. څوک وايي چې بد ګرزې بد پرزې.
که دا خبره رښتيا واى اوس، خو به يو سړى روغ نه و پاته.
څوک وايي چې د دروغجن مخ تور دى. ما خو ډېر دروغجن وليدل، چې مخونه يې تک سپين دي.
څوک وايي، چې د شيطانانو دې کور وران شي.
څوک وايي، چې د غله په غره کې ځاى نشته.
رادې شي ودې ګوري، چې ښارونه بازارونه ترې نه دي ډک؟
څو ک وايي چې غل نه يې له پاچا مه ډارېږه!
ايا د ناحقۍ له شاهدانو نه ويره نه ده په کار؟
څوک وايي چې په تشو خبرو کار نه کېږي؟ دلته خو په خبرو هرڅه کېږي او بې خبرو هېڅ نه کېږي.
څوک وايي چې د غله په ږېره خلی وي، ډېر غله شته چې بيخي ږېره نلري.
څوک وايي چې ډېر وايي لږ ترې خېږي، ما خو وليدل چې هېڅ ترې نه خېږي.
 
څه وکړو؟؟
 
مونږ ډېر کارونه لرو او زمونږ وظايف ډېر سنګين دي.
هر څه چې کوو، هېڅ نه کېږي او هېڅ نشو کوى دا ولې؟
دا ځکه چې: کار په سړيو کېږي او مونږ ډېر د کارسړي نلرو.
څوک چې لږ غوندې سم او صحيح کارکولى شي، خلک يې نه خوښوي او ناکامه کوي يې، هغه چې د خلکو خوښوي هغه يې د خلکو له مراعاتونو نور هېڅ نه کوي او د خلکو د خوشحالۍ دپاره هرڅه کوي.
د څنګه خلکو مراعات او خوشحالي؟
د هغو خلکو چې پخپل خير و شر هېڅ نه پوهېږي.
ژرنده او جمايت نه پېژني.
لکه ګډې او اوزې په قصاب او شپون پسې يو راز منډې وهي.
دوه ملکان يې يو د بل سيوری په ډانګونو وهي.
د دوه خانانو خوسي يې يو ځاى نه څري.
د دوه پیرانو مریدان يې يو له بل سره د خداى دپاره دښمني کوي.
دوه ملايان يې يو په بل پسې نه ځي.
اجتماعي شعور او احساس پکې نشته.
له حق او حقيقت، انصاف او عدالت سره مينه نلري.
ښه نومونږ څه وکړو؟
مونږ بايد يو څو تنه د کار سړي پيدا کړو.
چې هم کار وکړي هم په کار پوه وي هم د کار کولو صحيح طريقه ورته معلومه وي.
ځينې کسان وايي په يو څو ګلانو نه پسرلى کېږي، په يوه مملکت کې څو تنه هېڅ نشي کولى. څو تنه به کوم ځاى ته ورسېږي، ترڅو ټول ښه نه شي کارونه نه ښه کېږي.
په دغسې خبرو ساده ګان ډېر ژرغولېږي او هغه کسان، چې انسان ته يوازې دجسمانيت له خوا نه ګوري، بلکې تدبير، فکر او د ادراک قوت ته ګوري هغه پوهېږي، چې يو سم او صحيح انسان د يوې سمې اوصحيح نقشې او صحيح پروګرام په طرح کولو په دنيا کې لوى لوى کارونه کوي او ډېر خلک په سمه لاره د عالي مقصد په لوري روانولی او بيولی شي.
د دغه شان څو تنو سړو له لاسه ډېر ډېر کارونه کېږي او دغسې اشخاص هر ځاى ته رسېدلی شي.
په دغسې يوه ګل باندې سل پسرليه جوړېږي، مګر په څو پسرليو کې مونږ دغه شان څو ګلونه نشو پيدا کولى، ځکه چې نه يې شو پېژندلى.
 زه دا نه وايم، چې نشته يا پدې خاورو کې استعداد محوه شويدې، بلکې وايم چې بايد په دغسې سړو پسې وګرزو او د وطن غرونه رغونه، کلي او کورونه ورپسې ولټوو.
مونږ نه  يو خبر، چې زمونږ په غرونو کې څه راز ګنجونه ترخاورو لاندې پټ پراته دي؟ پدې وچې او سپېره بيديا کې کوم ځاى د حيات اوبه تر ځمکې لاندې غلې شوېدي؟ په دغو خوارو او زړو جامو کې څه راز انسانان پيدا کېږي؟
په دغو خلکو کې چې زمونږ نظر او توجه نه جلبوي، څه فکرونه او څه ارزوګانې موجودې دي که مونږ په دې پوه شو چې.
ديوسف څېرو جامو کې څه ګناه ده
ښه لباس کې چې ګناه کړې زليخاده
راځئ، څېرې کړو دا ښې جامې رنګينې
پکې وګورو څېرې ډېرې ننګينې

نو هله به داشخاصو حقيقت او ماهيت ته ورسېږو او زمونږ انتخاب به د لباس او څو خوږو خبرو له مخې نه وي، بلکې د معنىٰ او حقيقي هويت له حيثه به وي.
مونږ بايد هر چا ته په ځيرځير وګورو او په خلکو کې سترګې وغړوو.
سترګې غړول يا کتل دانه دي، لکه چې اوس هم ځينې د جاه وجلال خاوندان نورو ته به حقارت ګوري.
ډېر خلک شته چې د چا تر ږېرې لاندې يې کلونه  تيرکړي، مګر ليدلي يې نه دي.
ډېر خلک وايي او زه هم وايم، چې د کار سړي نشته، ځکه کارونه خراب دي.
دا خبره له لويو نه نيولې تر وړو پورې هر يو کوي، مګر سوال دا دى چې چېرته او په کوم ځاى کې؟ په يوه کورنۍ او يوه ښار کې نشته؟ که  په وطن او هېواد کې که چېرې د کلي او کور خبره وي، نوکله کله خو په يوه کاله کې د څښلو اوبه هم نه وي، مګر په بل ځاى کې سيند بهېږي او په ځينو کورونو کې ويالې روانې وي.
که په وطن او مملکت کې يې لټو، نو په ګوشته کې هم ځوانان شته او لعل پوره خو په مېړو پوره ده.
که په زړه کې فساد او خيانت نلري! که صحيح نيت او ښې ارزوګانې درسره وي، که د حق او حقيقت په قوت عقيده لري.
له حق وېلو او حقيقت ښکاره کولو مه وېرېږئ او په حقاني جرئت ناحقه ظلمونه او د اوهامو بوتان مات کړئ!
په هر ځاى او هر چا کې، چې خيانتونه او فسادونه، ظلمونه او بد کارونه، ريا او تزوير، بې کفايتي او نالايقي وينئ ورسره جهاد وکړئ او په هر مورد کې خپل صحيح او انتقادي نظريات ښکاره کړئ!
له هېچا مه وېرېږئ او هېڅکله سترګې مه پټوئ!
که د خپل شخصي او نفسي اغراضو دپاره کارکوئ!
که د وطن او مملکت په نامه خلک غولوئ!
که په زړه کې ټګي او برګي لرئ!
نو د دې  عصر بصيرت نه وويرېږئ او پوه شي چې کاږه بارونه ترمزله نه رسېږي او بې اساسه عمارتونه ډېر ژر نړېږي.
که يو امر په تاسې باندې سترګې سرې کړي او له قانون او عدالت نه خلاف امرونه کوي، که يو خان او ملک په خپل زور او قوت له تاسې نه بيځايه لحاظونه او مراعاتونه غواړي، که څوک لوړو مقاماتو ته لاره لري او په تاسې د سفارش خطونه راوړي مه وېرېږي او په حق ټينګ ودرېږئ.
که تاسې خيانت ته اقدام کوئ يا د نفس د شيطان دپاره حق باطلوئ که هر څومره موافقتونه درسره وي او قوي لاسونه درسره شريک وي،که ټول عمر مو يو ه او بل ته تملقونه کړي وي، نو د سبا ورځې له باز خواست نه ووېرېږئ! 
هو! دمظلومانو او بې وزلو له آه و فرياد نه وويرېږئ! هغه کسان چې تاسې خپلو معايبو ته ملتفت کوي او ستاسې نقايص درښيي له هغوى نه مه وېرېږئ، مګر له هغو تملقينو وډارشئ، چې ستاسې خيانت ستايي او ستاسې په سترګو پردې غوړوي.
چا چې په مملکتي دواېرو کې لکه د شرکتو امران يوازې په پيسو کومه رتبه پيدا کړېده يا يې په خوشامدو او تملقونو ځان يوه حد ته رسولى دى او وظيفه نه پېژني، بلکې اشخاص او درباريان پېژني هغه بايد له خپل اينده سرنوشت څخه ووېرېږي.
هغه کسان چې پخواني يې پېژنئ او له وطن او مليت سره علاقمند وي د مملکت له تخت و تاج او له خپل اولولامر او پادشاه سره رښتيانۍ مينه او علاقه لري، د حق او عدالت له مقتضا سره سم د خداى دپاره کارکوي نو :
(لاخوف عليهم ولاهم يحزنون)


ووېرېږئ او مه ورېږئ
 
که په زړه کې فساد او خيانت نه لرئ! که صحيح نيت او ښې ارزوګانې درسره وي، که د حق او حقيقت په قوت عقيده لرئ.
له حق ويلو او حقيقت ښکاره کولو مه وېرېږئ او په حقاني جرئت ناحقه ظلمونه او د اوهامو بوتان مات کړئ!
په هر ځاى او هر چا کې چې خيانتونه او فسادونه، ظلمونه او بدکارونه، ريا او تزوير، بې کفايتي او نالايقي وينئ، ورسره جهاد وکړئ او په هر مورد کې خپل صحيح او انتقادي نظريات ښکاره کړئ!
له هېچا مه وېرېږئي اوهېڅکله سترګې مه پټوئ!
که د خپل شخصي او نفسي اغراضو لپاره کار کوئ!
که د وطن او مملکت په نامه خلک غولوئ!
که په زړه کې ټګي او برګي لرئ!
نو ددې عصر له بصيرت نه ووېرېږئ او پوه شئ چې کاږه بارونه تر منزله نه رسېږي او بې اساسه عمارتونه ډېر ژر نړېږي.
که يو آمر په تاسې باندې سترګې سرې کړي او له قانون او عدالت نه خلاف امرونه کوي، که يو خان او ملک په خپل زور او قوت له تاسې نه بېځايه لحاظونه او مراعاتونه غواړي، که څوک لوړو مقاماتو ته لاره لري او په تاسې د سفارش خطونه راوړي مه وېرېږئ او په حق ټينګ ودرېږئ.
که تاسې خيانت ته اقدام کوئ يا د نفس د شيطان لپاره حق باطلوي که هر څومره موافقتونه درسره وي او قوي لاسونه درسره شريک وي، که ټول عمر مو يوه او بل ته تملقونه کړي وي، نو د سبا ورځې له بازخواست نه ووېرېږئ!
هو! د مظلومانو او بېوزلو له آه و فرياد نه ووېرېږئ!
هغه کسان چې تاسې خپلو معايبو ته متلفت کوي او ستاسې نقايص درښيي له هغوى نه مه وېرېږئ! مګر له هغو متملقينو نه وډارشئ چې ستاسې غفلت او خيانت ستايي او ستاسې په سترګو پردې غوړوي.
چاچې په مملکتي دوايرو کې لکه د شرکتو امران يوازې په پيسو کومه رتبه پيدا کړې ده يا يې په خوشامدو او تملقونو ځان يوه حد ته رسولى دى او وظيفه نه پېژني، بلکې اشخاص او درباريان پېژني هغه  بايد له خپل اينده سرنوشت څخه ووېرېږئ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery