مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

څه ليکل يا ليک پوهه



استاذ ويل!
 
استاذ مونږ ته درس راکاوه او مونږ يې ډېر ښه پوه کولو.
د ده په تعليمونو اجتماعي شعور او احساس ډېر قوي کېده او په مغزو کې بيداري پيدا کېدله، ده مونږ ته د حساب او محاسبې اصول هم ښودل او ويل يې تاسو بايد هر وخت له ځانه سره حساب وکړئ او حسابي خلک اوسئ!
يوه ورځ يې د حساب په درس کې مونږ ته وويل:
که يو عدد له بل عدد سره داسې يو ځاى کړو، چې يو پاس او بل لاندې وي، لکه 2 "2"، نوڅلور (٤) تېنه جوړېږي او د يوه وجود په بل کې محوه کېږي او استقلال يې ورکېږي.
مګر که دواړه څنګ په څنګ يو ځاى کړو، لکه (٢٢) نودوه وېشت ورځنې جوړېږي او دوه او شل کېږي د دواړو عددونو شکلونه اوصورتونه هم په خپل حال پاته کېږي، ځکه چې پدې صورت کې د ملګرتيا، اتفاق او ورورولۍ راز پټ دى او په هغه بل صورت کې تفوق تسلط او محوه کول مضمر دي.
ده ويل که د اتفاق او ملګرتيا په صورت يو تن په ځان پسې بل روان کړی شي، نو قدر او مقدر يې ډېر زياتېږي او مرتبه يې لوړېږي.
(يعنې له احادو نه، عشراتو ماتو او لوفو...ته خبره رسېږي )
که پنځه الفونه يو د بل په سر د پاسه کېږدو هماغه پنځه ورځنې جوړېږي او شکل وصورت يې هم محوه کېږي. زمونږ استاذ مونږ ته په حساب او رياضي کې هم د اجتماعياتو او سياسياتو د فلسفې درسونه راکول او مونږ يې پوه کولو، چې بايد يو له بل سره داسې يو ځاى شو چې د تنازع...په ميدان کې څنګ په څنګ ودرېږو او څوک د چا په سر باندې پښې کښېنږدي، يو د بل استقلال سلب نکړي، د لا نوي کولو او محوه کولو غرض په کې نه وي، بلکې يوه د بل درجه او مرتبه لوړه کړي. ده ويل: مونږ به يو مخکې کوو او مشر کوو به يې، مګر يو د بل په سر نه سورېږو او د بل د ټيټولو چم به نه کوو.
زمونږ استاد دا هم ويل:که مونږ دوه مساوي عدونه لکه(1)-(١)-(٢)-(٢)-(٣)-(٣) هر يو له بل نه وړاندې وروسته کړو نتيجه يې يوه ده، مګر په دوه متفاوتو عددنو کې تقديم و تاخېر ډېر فاحش فرق راولي او په مقدار کې ډېر تفاوت راځي.
که مونږ يو او نه يو ځاى کوو او داسې يې ليکو (١٩) نولس کېږي، مګر شل کېږي نه، که هم دغه دوه عددونه داسې وليکل شي (٩١) خبره سلوته نږدې کېږي او ډېر زيادت پکې راځي. همدغه سبب دى چې په جوامعو کې هغه څوک دمخه کېږي چې قدر او مقدار يې له هغه بل نه زيات وي او د ده په مخکې توب باندې دجامعې قدر او قيمت ډېر لوړېږي، مونږ بايد په دې سره پوه شو او د هر چا استعداد معيار، مبلغ او مقدار ته وګورو.
 
 
عجيب انسان
 
ړوند نه دى، مګر خپل عيبونه نه ويني.
کوڼ نه دى، مګر خپله اوري او د بل نه.
زړه لري زړه سوى نلري.
خپله لږه پوهه ورته ډېره ښکاري، د بل ډېر علم ورته لږ معلومېږي.
د بل لږ مال ډېر په نظر ورځي او خپل ډېر مالونه ورته لږ ښکاره کېږي.
د دې  دپاره، چې خلک ورته لاس په نامه و درېږي، خلکو ته لاس په نامه درېږي، د فرعونيت دپاره غلامي قبلوي او د عزت دپاره ذلت ته غاړه اږدي.
دين په دنيا خرڅوي او دنيا په پوچو اعتباراتو پلوري.
لکۍ نلري او خلک ورته بې لکۍ نه وايي.
څلور پښې نلري او په څلورو روان دى.
آس نه دى، مګر خلک په لغتو وهي.
ښکر نلري، مګر سرتمبه دى.
له عقله پياده دى، مګر هېڅکله پلى نه ګرزي او په موټرکې هم د خپل جهل په خره سپور وي.
ته به وايې داڅوک دى؟ زه وايم: بې پوهې زورور.
خان لالا
خان لالا هېڅکله بې نوکرو او سړيو نه ګرزي.
دى هېچايوازې نه دى لېدلى.
پخپل صفت هر وخت خوشحالېږي، مګر دى بې له خپلو اصافو بله خبره نشي اورېدلى.
که بل څوک د ده صفتونه بيان نکړي دى پخپله صفت په ښه شان کولى شي او لکه سپايي پخپله ځان ستايې.
خان لال بخششونه هم کوي او په کال کې په زرهاهو روپۍ نقد او جنس يوه او بل ته ورکوي، مګر خوار او غريب ته سوې مړۍ هم نه ورکوي.
حاکم او علاقه دار، مدير او مامور، خان او ملک ته سل قسمه طعامونه تياروي، مګر مسافر، کونډې او يتيم ته يو سکړک هم نشي ورکولى.
که تاسې خان لالا خوشحالوئ، نو قلم او کاغذ راواخلئ او د ده بخششونه حساب کړئ يا يې خرڅ يو په لسه زيات وښيي، مثلاً د ده په مخکې ووايئ، چې د خان په کور کې يو کور کمند د کال څلويښت منه کلګېږي او د غوړو يو خو يې هېڅ حساب  نشته.
خان لال نور صفتونه هېڅ نه پېژني، پام کوئ چې د فضل و لياقت خبرې د ده په مخکې ونکړئ او د اجتماعي خدماتو اخلاقي فضايلو نوم په خوله وانخلئ، تاسې به د خانانو په خوي او بوي بلد نه ياست، مګر ما له رجب خان سره ډېر صحبتونه کړي او دوى ډېر ښه پېژنم.
ما ځينې داسې خانان هم لېدلي دي، چې له خوارۍ ژرندې ساتي او له کبره مز نه اخلي.
رشوتونه
 
رسمي رشوت: هغه رشوت چې حاکمان، ماموران، قاضيان، منصبداران يې اخلي.
غير رسمي: هغه چې خان، ملک، ناظر او نورو ته ورکول کېږي.
معنوي رشوت: تملق مخامخ صفتونه، دعاګانې او داسې نور.
د پاک نفسو رشوت: دا يکه، د حقوقو پيسې، خدمتونه مېلمستيا.
د ظالمانو رشوت: هغه رشوت چې حق باطلوي او باطل حق کوي.
د هوښيارانو رشوت: چې کار له حق او اصولو سره سم وکړي او رشوت پکې واخلي.
افراطي رشوت: چې د بانکونو د سعامو اخستلو دپاره وي.
غير افراطي رشوت: چې د نس مړولو او تن پټولو دپاره وي.
د رياکارانو رشوت: لږ شى ردول او په مجلسونو کې يادول او په ډېرو باندې غلي کېدل.
د فاسقانو رشوت: پېمخي
د احمقانو رشوت: د رشوت په طمع او اميد له حق او قانون نه تېرېدل.
د محطاطو رشوت: د يوه او بل لحاظونه او مراعاتونه.

 
د متملقينو منطق
 
يوه پاچا له چانه پوښتنه وکړه، چې زما په ورغوو باندې ولې وېښته نشته.
هغه وويل: ځکه چې پاچا پخپلو لاسونو باندې په لپو لپو روپۍ خلکو ته ورکوي او ورغوي يې سولېږي.
پاچا وويل: چې د نورو خلکو ورغوي، خو هم ماغوندي دي.
هغه وويل: هغوى هم پخپلو لپو ستا له لپو نه څه اخلي او ورغوي يې سوليږي.
پاچا بيا وويل: هغه چې زه هېڅ نه ورکوم د هغوى ورغوي هم دغه شان دي
هغه په ځواب کې وويل: هغوى چې ستا بخششونه د نورو په حق کې ويني، نو له ډېر حسرت او ارمانه نه خپل ورغوي سولوي او افسوسونه کوي.
 

دښځو ډار
 
يوه وويل: زه له خپلې ښځې دومره ورېږم، چې هر څه وايي هغه کوم.
بل وويل: زه بې له ويلو هم د هغې په رضا کار کوم.
درېم غږ کړ، چې زه هېڅکله بې له څه تحفې او سوغاته کورته نشم تللى.
څلورم وويل: ما له  ډاره بيخي ښځه نه ده کړې
 

مونږ په هر چاپسې نه ځو
 
يو ملګری په لاره کې مخکې شو.
بل ورته وويل: مونږ پښتانه يو په چا پسې نه ځو او څوک نه پرېږدو چې له مونږ نه دمخه شي.
هغه وويل: رښتيا چې تاسې په خرو پسې ځئ او خره په مخکې وي يا د اسونو په مخکې منډې وهئ او په سړو پسې هېڅکله نه ځئ.


 
په خرو کې هم الفت شته
 
له يوه ليکونکي سره، چې تخلص يې الفت و، څو تنه ملګري ولاړ و، څو تنه خره په لاره تېرېدل چې وربوزونه يې يو له بله نزدې کړي و او څټو نه يې ګرول.
يوه غږ کړ، چې په خرو کې هم الفت شته.
الفت سمدلاسه وويل:هو! لکه زه چې په تاسې کې يم.
 
 
د رجب خان دعوتنامه
ښاغلى...له ډېرې مودې مې دا سودا وه، چې يوه شپه تاسې مېلمانه کړم، مګر جرئت مې نشو کولى ځکه چې اوړه ډېر ګران دي.
نن سهار ستاسې طالع بيدارې وې، چې د حاتم طايي کتاب لاس ته راغى او تر تاثير لاندې يې راغلم په همدغه وخت کې دا مشهور بيت هم راپه يادشو.
ميهمان روزي بخود ميارود    بس ګناه ميزبان رامي برد
نو مې له ځان سره فيصله وکړه، چې د ګل کرم وخت هم دى او د پنج کتاب ملا صاحب هم ويلي دي:
کرم مايۀ شادماني بود          کرم حصل زنده گانی بود
نو راشه! په يوه دانه ګل کرم به جناب قاضي صاحب او دوه نور ملګري خوشحاله کړې او ضمناً به د خپل جواد او سخا يوه دوه ناحقي شاهدان هم د قاضي په مخکې تېر کړې، نو اى له ګرانو اوړو نه ګرانو ملګرو!
(توکل په خداى ) بيګا ته زما ځاى ته راشئ!
مګر ګورئ! خداى پاک فرمايلي دي: (کلوا و اشربواولاتسرفوا)
نو تاسې هم بې امري مه کوئ! ځکه چې د هوښيارانو متل دى(نيم نان، راحت جان ).
بله داچې:
طمع رانيايد که چندان کنى    
 که صاحب کرم راپيشمان کنی
                                                         (لاهور رجب )
 
نتيجه يعنې څه؟
 
رجب خان: دا مامورين او ميرزايان چې نتيجه وايي د دې  څه معنىٰ او نتيجه څه شي ته وايي؟
عجب خان: لکه له شودونه چې څوک پېروى ټول کړي يا له مستو نه کوچ وباسي نتيجه هم دغه شان شی دى. کوم مامور، چې د يوې فقرې تحقيق او تفتيش ته مقرر شي او له خلکو سره دومره سوال او جواب وکړي، چې مقصد او مدعا ورکه شي، نو بيا چې له هغو پاڼو نه مطلب راباسي نتيجه ورته وايي.
رجب خان: ښه دې پوه کړم هغه ورځ، چې زمونږ کلي کې مړى شوى و او حاکم صاحب له مېرزايانو سره راغى قاتلان خوتښيدلي وو، مګر دوى دا نور خلک له سوال وجواب لاندې ونيو. لا يو سوال به يې څوڅو ځله کاوه. زه حېران يم چې ولې دوى يوه خبره دومره شاربي او خلک په تور او سپين اړوي. اوس پوه شم چې دوى کوچ ورځنې ايستل او پيسې يې پکې اخستلې، نو هر کله چې نتيجه او پيسې لاس ته ورغلې بيا څوک په مړي پسې ونه ګرزېدل او نه يې  چاپوښتنه وکړه.
ښه د ميرزايانو په نتيجه خو دې پوه کړم اوس يو څو نورې نتيجې هم راوښيه.
عجب خان: که نتيجه په يوه ځاى کې فرق کوي، ځکه وايم چې زمونږ په ملک كې:
د علم نتيجه:                        امامتي کول او خيراتونه خوړل
د ماموريت نتيجه:             رشوتونه اخستل
د مال او ثروت نتيجه:       سود کول
د هوښيارۍ نتيجه:             چل او فريب
د ناپوهۍ نتيجه:                  شرارتونه او فسادونه
د نادارۍ نتيجه:                   غلا او ناحقه دعوې
د قوت نتيجه:                        ظلم او تعدي
د چالاکۍ نتيجه:                 معتبري
د چاپلوسۍ نتيجه:            د امرينو خوشحالي
 

انسان يعنې څه؟
 
رجب خان خو به تاسې پېژنئ، چې وظيفې يې نه دي خوړلي، مګر ملا شوی دی، د ادبياتو په فاکولته کې يې څه نه دي لوستي، خو مقالې لیکلي او شعرونه ويل شي.
د استدلال قوت يې هم بد نه دى او په فيلولوجۍ کې لاس څه، چې پښې هم لري، څنګه چې د ده خبرې عجيبې غريبي دي هغسې يې دلايل هم دي.
هغه ورځ چا ورنه پوښتنه وکړه، چې انسان يعنې څه؟
ده وويل:
منطقيان ورته حيوان ناطق وايي، يعنې هغه حيوان چې خبرې  کوي
شاعران وايي:
په ناطق حيوان تعريف چې د انسان کړي
په خبرو غوليدلي هلکان دي
سړي نه دي چې يې کار د سړونه وي
په خبرو کې هرڅومره ښه پوهېږي


ډاروين وايي: انسان د بيزو زوى يا لمسى دى، مګر زه بې خان صاحبه بل چا ته انسان نشم ويلى، ځکه چې پاک خداى انسان ته ظلوم او جهول ويلي دي او له خان نه زيات ظالم او جاهل نه پيدا کېږي.
رجب خان د لغوي تحقيق په وخت کې کله، چې پښتو يا فارسي لغتونه عربي ته راکاږي، نو خان او خاين له يوې مادې نه مشتق بولي، مګر کوم وخت چې عربي لغتونه پښتو کوي، نوبيا وايي چې (انس) يا انسان له (نس) نه ماخوذ دی، د هر چا چې نس لوى وي او په پرديو مالونو هم نه مړېږي هغه خان او حضرت انسان دى.



خوشحالي او غم
 
له خوبه راپاڅيدلم، سترګې مې ومښلې د ډول او سرنې اواز مې تر غوږه شو.
يوه شېبه وروسته سره ډولۍ او لويه ورا راښکاره شوه چې ډېر خلک ورسره خوشحاله روان وو.
زه هم له دوى سره ملګری شوم او په دغه خوشحالۍ کې مې ځان شريک کړ.
ما غوندې نورهم ډېرخلک له دې ډولۍ سره روان و او په پردي واده کې يې لاسونه غورځول. څوک چې د دنيا په خوشحاليو کې مطالعه لري هغه به ماته هېڅ تعجب ونکړي.
که مونږ د دنيا لويه ورا وګورو، نو د خوشحالي ناوې د يوه کور ته ورځي، مګر وچولي د ډېرو غوړېدلي وي.
د ډولۍ دننه حال چاته نه وي معلوم، ډولۍ خاوند په راز راز تصوراتو کې ورک وي او نه پوهېږي چې، بېګا ته به څه راز بشره ويني؟
دغه مجهوله ليلې او نامعلوم حقيقت په ښايسته حجابونو کې پټ وي او ټوله ساحري يې په همدغه پټوالي کې وي.
په دغه حال کې، چې د واده خاوند لا د حسن او جمال له مخه پوړنی نه و اخستی او يوازې د مینې او محبت په کيف مست و، خپل ځان يې د سعادت او نېکمرغۍ رڼا ته ډېر نږدې ګاڼه، مګر په حقيقت کې همدغه شېبه دی د سعادت په غېږکې و او د خوشحالۍ پلوشو يې شاو وخوا رڼا کړې وه.
د دنيا هر راز نيکبختي او هر ډول خوشحالي د انسان  په احساس او تصور کې ځاى لري، همدغه احساس دى چې د غم شپې خوشحالې ورځې يو له بله بېلوي.
همدغه سبب دى چې يو شی يو سړي خوشحالوي او بل يې خپه کوي، ديوه دپاره غم د بل ښادي شي.
مونږ په دغه ګمان، چې د خپل يوه ملګري کور ته د خوشحالۍ ډولي وړو ټول خوشحاله و  چا اسونه ځغلول، چابه نښې ويشتلې څینو اتڼونه کول، ځينو ټوکې او مسخرې کولې او په همدغه شان وضعيت ماښام تېاره کلي ته ورسېدلو او ډولۍ د کاله په مخکې ښکته شوه، ښځې راغلې او د ډولۍ پردې يې جګې کړې، مګر بې له دينه چې يوه ښايسته مړه ناوې وويني نور څه پکې نه و.
دغې ښکلې پېغلې نه غوښتل چې په دغه کاله ننوزي او خپل ګران ملګری په بل چا بدل کړي.
دغه اجباري واده دا مجبوره کړه، چې په زهرو ځان ووژني او له ډولۍ نه جنازه جوړه کړي، د دې حال له ليدو سره سم د ژړا اوازونه پورته شوه او د هر چاپه احساس کې بدلون راغلى، هم دغه وخت مونږ وپوهېدو، چې مونږ له يوې جنازې سره خپل تصور او ګمان  خوسحاله او په خندا روان کړي وو.
زمونږ ګمان دومره قوي تاثيردرلود، چې مړی يې راباندې په ډول او سرني کور ته وړ، زما يوه ملګري وويل: په رښتيا چې خوشحالي څوک په زور او اقتدار يا په ډېرو پيسو کورته نشي راوړلی، بلکې د زړونو موافقت غواړي.
يو بل ملګری(چې د دې  واقعې له عکس سره مخامخ شوی و) هغه وويل: هر کله چې ګمان دومره موثر دى، څومره به ښه وي چې دا قوت شامدام پاک وساتو او په ښه لاره کې يې صرف کړو.
 


ارزو
 
هلته لرې د غره په لمن کې د لمر پلوشو ته څه وځليدل، لکه چې په اسمان کې ستوري او په زړونو کې د ارزو ښکلی مخ ځلېږي.
 زه نه پوهېږم چې دا د سترګو دپاره ځليدونکی شی څه شی دی؟
د کومې مستې پېغلې دلاس ائينه ده، که دکومې معشوقې دغاړې امېل نه کومه قيمت بها مرغلره لويدلې ده؟
د هغې تجلي پلوشه ده، چې په کوه طور کې يې ځان ښکاره کړ که له کوم کان او معدن له کوم ښکلي غمي راوتلي دي؟
دغه شان ډېر فکرونه او ګمانونه پېدا شول او زه بې په هغه لوري روان کړم، زه نه پوهېدم چې په څه شي پسې ځم او څه به په لاس راشي؟
زما تصور اتو او خيالاتو دغه مجهول شی زما په نظرکې ډېر ښايسته کړی و، زه خپل مطلوب ته په ډېرلوړ قيمت قایل وم.
ماله ځانه سره ويل، چې په غرونوکې هرڅه موندل کېږي او په دنيا کې ځينې داسې غرونه هم شته چې د اخداى استازو پکې راز ونياز درلود او د خدای دفرمانونو ځانګو پکې ځنګېدلې ده. د لمر او سپوږمۍ لومړۍ پلوشې په دوى لوېږي او د خداى د رحمت ورېځې مدام د دوى په سرګرزي.
دغه راز ډېر خيالونه او تصورات راسره ملګري و، چې زه هلته ورغلم او خپل مقصد ته ورسېدم، هغه شى په حقيقت کې هېڅ شى نه و او د دنيا په بازار کې يې هېڅ قيمت نه درلوده. زه پوه شوم چې دنيا مونږ هر وخت په همدغسې شيانو غولوي او ډېر خوشې شيان يې راته له وراځلولي دي.
له مونږ سره هر وخت لوړ فکرونه او سترخيالات ملګري وي، مګر عملاً په دغسې ناوړه او خوشې شيانو پسې روان يو.
هغه څه چې مونږ له لرې وينو او نه يو ور رسېدلي مونږ ته ډېر ښايسته ښکاره کېږي او په لوړ قيمت ورته قايلېږي، مګر پس له رسېدلو پوهېږو چې مونږ په هسې او خوشې شيانو پسې هڅه کوو او په داسې شي پسې ځو چې هېڅ نه په کارېږي. هماغه ليلیٰ چې خلک يې په ديدن پسې ړندېږي، ځينې نور رسېدلي دي هغوى يې اوس له کټه غورځوي او هېڅ قدر يې ورسره نشته.
دا ليلې د انسان هماغه ارزو ده، چې مخکې له رسېدلو يو راز وي او وروسته تر رسېدلو بل راز کېږي او د زړونو له کوره ايستل کېږي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery