فکر
په هغه تورتم کې چې شعوراو احساس د ړندو په شان امسا ټکوي – هلته چې دشرق و غرب
امتياز نشي کېداى او هرڅه مجهوله وي. په ځان کې چې د اسمان ستوري چا ته لوري او
لودن نه ښي او سترګه نه ښکاري، په هغه وخت کې چې بې له حيرت او ابهامه بل هېڅ شى نه
وي موجود او قبلې پته نه وي معلومه، سړی به کومې خوا ته درېږي؟ او کوم لوري ته به
سجده کوي؟
په دغه وخت کې که دې لمر خاته خواته ولاړ وي، ده ته د لمر بنده نه ويل کېږي، بلکې د
قبلې اهل باله شي.
د ده قبله او کعبه په دغه حال کې د مشرق (١) په لوري انتقال کوي او په دغسې مواقعو
کې چې انسان هرې خواته دفکر په نغوته مخ ور اړوي د لوى څښتن مخ هماغه لور وي او د
خداى کور هماغته بويه.
په دغه شان موقف کې که څلور تنه څلورو خواو ته دخپل فکر په اشاره او اجازه مخه کړې
او ددوه تنو فکر هم په يوه خوا اتفاق ونکړي، څلور واړه داسې حال لري لکه چې کعبه په
مېنځ کې وي او هر يوه يې يوه ديوال ته مخامخ ولاړ وي.
دلته منطق او برهان سړي ته په يقين سره دا وايي، چې پدې څلورو واړو مختلف او مخالف
فکرونه پخپل دربار کې قبلوي او ديوه لمونځ هم له قبلې نه چپ نه ګڼي.
دلته منطقي قياس د درو تنو په غلطوالي قطعي حکم کوي او په احتمالي ډول ديوه تن د
فکر په صحت قايلېږي، ځکه چې که دغه څلورتنه، شرق وغرب،جنوب او شمال ته نه وي ولاړ،
بلکې په څلورو کنجونو درېدلي وي ټول په غطه ولاړ دي او يوه هم صحيح لوری نه دی
موندلی، مګر دغه علمي او عقبي فيصله سره له دغه برهانه اعتبار نلري او د هر يوه فکر
حق ګڼل کېږي، ځکه چې په دغه حين کې له انسان سره بې له فکر کولو او تجربې څخه بله
وسيله نشته او هېڅ يو د بل د فکر په منلو او قبلولونه دي مکلف،که په دوى کې يو تن
ډېر هوښيار وي هغه نور د خپل فکر په پيروۍ نشي مجبورولی او نه هغه بل دا کولى شي،
چې ده ته به يوه خوا حقه معلومېږي او سره له دې به د بل په فکر پسې درومي او کعبه
به د بل په نظرګوري.
دلته د هر يوه فکري او عقلي تکليف همدغه دى، چې پخپله فکر وکړي او له خپل فکر نه
کار واخلي.
په اسلام کې دڅلورو مذهبونو حقانيت په همدغه اساس بنا دی او هغه فکري اختلاف، چې د
څلورو امامانو مېنځ کې موجود دی د هېڅ يوه د فکر حقانيت نه سلبوي.
له دېنه انکار نشي كېداى، چې د انسان فکر قاصر او ضعيف دی، د ده په نظر کې يو شی په
بل راز معلومېږي په ډېرو شيانو کې د انسان فکر غولېږي، سهوه کېږي او غلطېږي، مګر
سره له دې لوى خداى پخپل حق او صحيح کتاب کې هر ځاى انسان ته د تفکر او تعقل امر
کوي او هغه څوک، چې فکر نه کوي ملامت بولي.
له همدغه ځايه مونږ د فکر د ازادۍ په ضرورت پوهېدلی شو او په اجتماعي مسايلو کې فکر
کول او فکر ښکاره کول يو ډېر ضروري امر ګڼو.
مونږ بايد فکر او د فکر خاوندانو ته موقع ورکړو، چې خپل کار وکړي او خپله وظيفه په
ازادانه ډول اجرا کړي.
دنن ورځې دېموکراسي هم انسان ته همدغه توصيه کوي چې هر څوک بايد خپل اجتماعي افکار
او نظريات څرګندکړي او فکرونه مختنق نشي.
که څوک کوم نا شنا او نوى فکر ښکاره کوي څوک دا حق نلري، چې هغه له ستوني کلک ونيسي
او ملامت يې کړي، ځکه چې هر فکر ارومرو حق نه وي او حق ته نشي رسېدلى. هر سړي په دې
مکلف هم نه دی، چې هر ګوره پخپل فکر کې حقيقت ته ځان رسوي او هېڅکله به نه سهوه
کېږي، مګر دا د هر يوه وظيفه ده چې فکر به کوي اوحقيقت به لټوي.
زمونږ به فکرکولو او په حقايقو پسې په ګرزو کې دوه اجره دي او که سهوه شوو، نو فکر
کول پخپله يو ښه کار دی او انسان له غفلته پرې خلاصېږي.
د دنيا ډېر لوى مفکرين او مشهور پوهان ډېر ځله پخپل فکر کې سهوه شوي او غلط افکار
ورځني پاته دي، چې انسان د بدبختۍ خواته بيايي، مګر سره له دې د فکر ازادي يو ضروري
امر دی.
که څوک ووايي چې انسانانو په دنيا کې ډېر بدبد کارونه وکړه او ډېر ضررونه او
فسادونه يې انساني جوامعو ته ورسول، راځئ چې دغه نسل قطع کړو او انسان پرې نږدو چې
دى دنيا ته راشي، دا خبره عيناً داسې معلومېږي لکه چه سړی د فکر غلطي او اضرار په
نظر کې نيسې او د فکر ازادي سلبوي.
دوى دومره فکر نه کوي، چې د انساني جوامعو ورکول د دې دپاره چې دوى ته ضرر رسېږي
يا دوى چاته ضرر ونه رسوي څومره غلطه خبره ده.
د فکر مختنق کول او محوه کول د انسانيت په ستوني پښې اېښودل او انساني جامعه د
حيوانيت خواته رابلل دي.
مونږ باېد فکر وکړو او بې فکره ازادي که د خاينانو، غدارانو او ريا کارانو دپاره
ضرر لري ديوه ملت دپاره ډېر مفيد معلومېږي او د سړيتوب تر قيود پورې موقوفه ده.
که فکرونه ازاد شي او هر څوک خپل نظريات ښکاره کړی شي مفکرين او فکري مشغله پيدا
کېږي، دغه د مملکت مهم مسائل چې اوس پکې فکرونه ګنګس او حيران دي او د مشکلاتو علاج
رانه ورک دى، اصلي علت يې همدغه دى چې په کلونو کلونو فکرونه ايسار شوي او مختنق
شوي دي، له دغسې محبوس او مقيد فکر نه د حل لاره غوښتل هېڅ معنىٰ نلري.
مونږ اوس پخپل مملکت کې لوى لوى خلق لرو او عالمان هم شته، مګر د فکر خاوندان ورته
نشو وېلى، ځکه چې دوى فکر نشوکولى او فکر يې نشو ښکاره کولى. دلته تفکر مشق او
تمرين چا ته نه دی کړی او د دې ورزش دپاره خلق نه دي تربيه شوي، دلته ډېرو پوهانو
د ډېرو ناپوهو خلقو خبرو ته ښه ويلي او د دې په ځاى چې څوک له چا نه فکر وغواړي
کور کورانه تسليم او اطاعت غوښتل شويدی، پدې ځاى کې پوهان مجبور شويدي چې د دين او
مذهب مخالف ته ددين حامي ووايي او تل د زورورو فکر وستايې. څوکاله دمخه چاپدې هېواد
کې ښو ته ښه او بدو ته بد نشو ويلي، څوک چې د فکر او رايې خاوندان بلل کېده په
زندانونو کې واچول شوه او فکرونه پکې مضمحل شوه اوس دنيا بل رازشوه او د دې عصر
کارونه له مونږ نه فکر غواړي او د پخو فکرونو تقاضا کوي، مونږ اوس مجبور يو چې فکر
او د فکر خاوندان پيدا کړو، يعنې د فکر کولو مشق او تمرين وکړو، د دې مشق دپاره
ميدان او غولى په کار دی، چې هغه جرايد او مطبوعات دي. مطبوعات بايد ازادي وي او
ازاد فکرونه پکې ځاى پيدا کړي پدې کار کې ډېرې فايدې دي او دغه ازادي زمونږ دپاره
ډېره ضرور ده. اوس زمونږ په مغزو کې فکرونه وچ شوي او لکه هغه جنبين، چې ډېره موده
د مور په ګېډه کې مړ پاته شي او نشي متولد کېداى، مونږ هم د فکر په توليد قادر نه
يو، که چېرې د جرايدو او مطبوعاتو ازادي ديوه قانون له مخې پيدا شوه له دماغونو نه
به څه وزېږي او سرګرداني به ورکه شي.
هر يو به د خپل فکر په صحت او غلطۍ پوه شي، ځکه چې فکر ازاد شي انتقاد هم ازادېږي
او هر څوک ښو ته ښه او بدو ته بد ویلى شي.
دغه د فکر مشق او تمرين به په فکر کې قوت او رشد پيدا کړي. زمونږ مفکرين به په
اجتماعياتو، اقتصادياتو او سياسياتو کې سمې او صحيح لارې ومومي او زمونږ مشکلات به
خداى (ج) حل کاندي.
مونږ به د سمو او صحيح فکرونو قدر وکړو او د فکر خريداران به په وطن کې پيدا شي،
مفکرين به علم او عرفان ته راغب شي چې د علمي تتبعاتو په رڼا کې ښه فکرونه ومومي او
ښې لارې وپلټي.
که فکر ازاد شو هر څوک به د خپل حق مطالبه وکړي او خپل حق به وغواړي.
عدالت په همدغه وسيله په يوه مملکت کې قايمېدلی شي او مظالم ورکېږي مونږ بايد مظلوم
ته داحق ورکړو، چې د ظالم ظلم او د خاين خيانت بيان کړي او حق وويلی شي، همدغه شى
فکر ازادولی شي. دلته به اخلاقي شجاعت او اسلامي جرئت او حقانيت پيدا شي بيا به
ظالمان د دغومره ظلم او خاينان د دغومره خيانت جرئت نشي کولى او هر څوک به خپله
چاړه په اوبو کې ويني.
فکر او قلم چې هر څومره ازاد شي هغومره اعمال او افعال مقيد کېږي او قوانين تطبيق
پيدا کوي، يعنې له اصولو او قوانينو نه خلاف څوک نشي کولى او هر سړى پخپل عمل او
تکرار کې محتاط وي.
په هرځاى کې چې ښو ته ښه او بدو ته بد نه ويل کېږي هلته ښه او بد مشتبه کېږي او
امتياز يې له مېنځه ځي، په دغسې ځايوکې د ظلم او خيانت دپاره زمېنه مساعده کېږي او
عدالت مري، د همدې، لامله په اسلام کې حق ګويې او ظالمانو ته حق ويل ډېر لوى عبادت
او فضليت ګڼل شوی او له هرڅه نه زيات اجر او ثواب لري.
د اسلام په ارکانو کې د ژبې اقرار او د زړه تصديق دواړه ضرور ګڼل شوي او د دې خبرې
همدغه معنىٰ ده، چې بايد سړی خپل عقايد او افکار ظاهر کړي او د افکارو د اظهاردپاره
زمېنه مساعده کړي، هغه څه ته په غير دېموکراسي مملکت کې افکار او نظريات نشو و نما
نشي کولي او د فکرخاوندان نه پيدا کېږي.
دديموکراسۍ او دکتاتورۍ په بحث کې ځينې پوهان وايي په ابتدائې او بې علمه ملتونو کې
يو ښه دکتاتور په کار دی، چې پخپله فکر واخلي، پخپله نظريه روان شي او پيشرفت وکړي،
دوى پخپل بيان کې دا يو شرط زياتوي، چې دکتاتور بايد د ځان دپاره کار ونکړي او وطن
خواه وملت خواه سړی وي، د دې نظريې خاوندان دلايل هم لري او وايي په کوم هېواد کې
چې عمومي فکر ړوند او کوڼ وي، د خير او د شر تمېز په ښه شان نشي کولى او پخپل بهبود
نه پوهېږي، هلته که ديموکراسي رايجه شي مملکت د انحطاط خواته درومي او پرمخ تګ يې
له عقله لرې خبره ده.
دا نظريه زمونږ په وطن کې د ډاکتر اقبال له اشعارو او د ځينو نورو مفکرينو له اثارو
اقتباس شوېده، مګر د دنيا ډېرپوهان په هرځاى او هر وخت کې ديموکراسي او د افکارو
ازادي له بل شان حکومتونو غوره ګڼي او د ديموکراسۍ او دکتاتورۍ په باب کې وايي((د
مېلمستيا ډېره خرابه کوټه د انتظار له ډېرې ښې کوټې نه بهترده))
پدې باندې بايد سړى اعتراف وکړي، چې هر فکر حق نه وي او ډېر ځله د ډېرو کسانو فکر
هم خطا کېږي، نو ديوه دکتاتور فکر به څنګه هر وخت او په هره مسئله کې له سهو او
خطانه خلاص وي.
دا ممکنه ده چې د ډېرو پوهانو او هوښيارانو د فکرپه مرسته حق او حقيقت ته ورسېږو،
مګر په يوه فکر باندې هر وخت د حقايقو کشفول امکان نلري.
د يوه مجتهد او اماک په حق کې هم داخبره منل شوېده، چې شېخ کله سهوه کېږي او کله حق
ته رسېږي.
د يوه سړي فکر او د ډېرو فکر هېڅکله يو راز قيمت او يو حق نشي پيدا کولى. که يو تن
فکر وکړي او فکر یې له عقل او قياس سره برابر هم وي بيا هم د اجتماع، يعنې د ډېرو
خلقو د فکر په مقابل کې ضعيف دی او د جماعت د فرد له فيصلې نه قوت لري، پدې خبره کې
هېڅ تردد نه دی پکار، چې ديموکراسۍ او شورايې اصول هرګوره ښه وي او په هغه ځاى کې
چې هر څوک د فکر کولو او فکرښکاره کولو حق لري او کارونه دجماعت په فکر کېږي هلته
دعدالت امکان له هغه ځاى نه زيات موجود دی، چې يو فکر حاکميت او تسلط لري او ټول
کارونه د يوه سړي خوښې ته سپارل شوي وي، د يوه سړي فکر د اعتماد وړنه دی، انسان سره
له دې چې خداى ډېر فضايل ورکړي بيا هم يوازې په انفرادي صورت يو ضعيف متحير او
متردد مخلوق دی، چې پخپله پخپل فکر باندې اعتماد او تکيه نشي کولى او په هر شي کې د
اجتماع شاګرد دی او د جماعت تاثير لاندې وي.
زمونږ دا خبره بله يوه بارېکې لري، چې ظاخراً دتناقض رنګ پيدا کوي، ځکه چې کله فرد
ستايو او حق يې ګڼو کله ورته قاصر او ضعيفه وايو او عدم اعتمادپرې ښکاره کوو، د
همدې لامله د جماعت فکر مرجح او غوره ګڼو، مګر که څوک دقت وکړي هغه پوهېږي چې د فرد
فکر سره له نېمګړتيا او قصوره دخيرو شر، د ښو او بدو مميز دی، که سړى سل ځله پخپل
فکر کې غلط شي بيا هم بايد په هره خبره کې فکر وکړي او فکر پرې نږدي.
فکر د انسان يو داسې ملګري دی، چې که هرڅومره سهوې او غلطي ورځنې وويني او ډېر
تاوانونه ور ورسوي بياهم لاس ورځنې نه اخلي او په هره برخه کې ترېنه سلا او مشوره
غواړي، داچې مونږ ديوه سړي فکر د نورو افرادو دفکر په مقابل کې نه منو، معنى يې
دانه ده چې د فرد فکر ته زياته اعتنا نه لرو، که مونږ د يوه سړي فکر ته هرڅه وسپارو
معلومه خبره ده چې دبل فرد او دنورو افرادو فکر ته څه اهميت نه ورکوو او په احترام
ورته نه ګورو.
ځينې داسې افراد شته چې پخپل غلط فکر ډېر ټينګ درېږي او د بل صحيح فکرته نه ور
اوړي، دهمدې لامله وايو چې ديوه مملکت کارونه بايد په يوه فکر اجرا نشي او يوه
فکرته هر څه ونه سپارل شي.
د هر سړي فکر د هغه د تصوراتو او شغل و مصروفيت له تاثير لاندې وي او واقعات و
حوادث، تلقينات اوتبليغات فکر اړوي رااړوي، حب او بغض، خوشبيني اوبد بينې د فکر په
بدلون کې ډېر دخل لري.
ديوه سړي فکر چې يوې خواته متوجه شي په هغه خواکې ډېر باريک شيان هم ويني، مګر په
بله خوا کې ډېر واضح شيان نشي ليداى يايې نشي منلی، نو هر کله چې څو تنه په يوه
موضوع کې فکر وکړي او هر يو د مختلف نظر خاوندوى، نو موضوعاتو ته له مختلفو خواو
کتل کېږي او ټول اطراف او جوانب سنجول کېږي، د دغو ټولو فکرونو له مقاريې او مقابلې
څخه يوه معتدله فيصله په لاس راځي او له انفرادي فکرڅخه افراط او تفريط ورکېږي
مونږ بايد د هر فرد فکر ته په احترام وګورو اوپه حق وروته قايل شو، د هيچا فکر بې
له قوي او منطقي دلايلو د بل د فکرتابع ونه ګڼو او دا ونه وايو، چې يو دې د بل په
فکرپسې په پټو سترګو او بې دليليه روان شي، مګر د فکرونو شريکول او د فکر ټولول يوه
ضروري خبره ده او د منطق وبرهان يا صحيح استدلال په مقابل کې له خپل فکره تېرېدل او
د بل فکر منل په کار دي.
د اشتباه په وخت کې چې له څوتنو نه قبله ورکه شي هر يو به پخپل فکر يوې خواته
درېږي، مګر که له يوه سړي سره قطب نما يا داسې صحيح اله موجوده وي، چې لوري او لودن
معلوموي هلته به هرڅوک هر طرف ته مخ نه ګرزوي.
په فکر کولو کې بايد له دقت او تملق نه کار واخستل شي، ډېر خلق وي چې فکر يې يوې
خبرې ته ډېر ژر رسېږي او د چا خبره په نيمه پوهېږي، مګر په مسائلو سطحي او سرسري
تېرېږي دغسې کسان په رشتيا، چې په نيمه پوهېږي او پوره نه دي پوهېدلي، د يوه عالم
او بې علمه په فکرکې همدغو مره فرق وي، چې د هغه په فکر کې دقت موجود وي او د دې بل
نظر برسېره او څرښنده تېرېږي.
فکر بايد له فعل او عمل سره تماس او تعلق ولري او دتجاربو په محک يې صحت او سقم
معلوم شي، تجربه په حيات کې ډېر تاثير لري او پس له کړو او کارکولو لاس ته راځي. هر
کله چې افکار عملي شي او پس له تجربې نه يې صحت معلوم شي هغه وخت د علم درجه مومي
او قوت پيدا کوي.
چې له لرې سړي کاندې سنجشونه
کارته نه رانږدې کېږي کړي فکرونه
له دې فکر او سنجشه پيدا کېږي
دماغونو کې سودا زړو کې غمونه
بې له فکره چې څوک کار کړي خوشې زيار کړي
چې بې کاره کړي فکرونه ځان خوار کړي
چې عمل او فکر يو له بله بېل شي
عمل خوار شي فکر ورکه سمه لار کړي
کار او عمل
وروسته له فکر کولو کار اوعمل په کاردى، بې عمله فکر او بې فکره عمل يوهم سمه او
صحيح نتيجه نلري، فکر دهمدې دپاره دی چې سړي ته کار او دکار سمه طريقه وښي. د انسان
صلاحيت او قابليت د کار او عمل له مخې معلومېږي.
تقوى او عدالت، ظلم او فسق د انسان په اعمالو او کردار کې ځان ښي، له ښه فکر په ښه
اراده او له ښې ارادې نه ښه عمل پيدا کېږي، ځکه کار او عمل ته دفکر نتيجه او غايه
وايو او اصلي مقصديې بولو.
فکرپخوا له عمله د يوه مړي مثال لري او مفکوره په عمل پيدا کېږي، د فکر صحت او غلطي
پس له کار او عمله معلومېږي، هغه فکر چې عملي کېداى نشي څه قيمت نلري.
څوک چې فکرکولى شي او کارنشي کولى هغه لکه ګوډ او شل داسې دی، چې هېڅ ځاى ته نه
رسېږي او په هر وخت کې بل ته محتاج دی.
هغه چې کار کولى شي او فکر نشي کولى د ړندو مثال لري، چې لياره نه ويني او په ليار
ه تللی شي.
کار دانسان هغه اقتدار څرګندوي، چې د لوى څښتن له قدرت څخه فيض او برخه لري او
انسان ته د خلافت حق ورکوي.
دمنطق پوهانو انسان په نطق (عقل) او فکرله نورو حيوانانو بېل کړی، مګر که نوي
اصطلاحات جايز وګڼل شي نو په کاراو فعاليت يې بېلول بهتر دي.
د ځمکې په ټولو ژوو او حيواناتو کې انسان يو فعال او کاريګر مخلوق دی، چې د ده په
کارونو او فعاليتونو دا دنيا معموره او ودانه ده دغه لوى لوى ښارونه او لوړې ماڼۍ
دغه د کالر فابريکې او ماشينونه، دغه سمسور باغونه او شنه فصلونه، دغه لوی جهازونه
د اورګاډي او طيارې د انسان فعاليت او کار شواهد دي، چې انکار ترېنه نشي کېدلى.
پاک خداى په کار او فعاليت کې دخلقت او ايجاد قوت ايښى دى او داسې څه ترېنه
پيداکېږي چې دمخه يې تصور هم نشي کېداى.
دا ممکنه ده چې دريابونه وچ شي، دغرونو کاڼي تمام شي، د پادشاهانو خزانې تشې شي،په
معادنو کې څه پاته نشي او هر څه خلاص شي، مګر هغه څه چې د کار او عمل په کڅوړه کې
دي هغه تمامېده نلري او وخت په وخت نوي شيان ترې را اوزي.
د انسان اصلي او حقيقي ثروت کار او د کار استعداد دی، په همدغه شي انسان هر څه پيدا
کوي او له جهانه ددنيا او اخرت استفاده کوي، انسان دکار او فعاليت په مرسته مړه
مواد هم په کار اچوي او د ژونديو شيانو کارترېنه اخلي، دغه ماشينونه چې ده په حرکت
راوستلي دي او شپه ورځ کار کوي، دا خبره ثابتوي چې انسان په نورو شيانو کې هم دکار
او فعاليت استعداد پيداکولى شي.
د انسان په قدرت کې دانشته چې بې روحه شيان ژوندي کړي، مګر دا کولى شي چې له ژونديو
شيانو نه پکې زيات قوت او ګړنديتوب پيداکړي او په هوا کې يې وګرزوي.
په کار باندې اثار او نتايج مرتب کېږي او ددنيا واخرت پانګه همدغه شى دى.
صالح عملونه اوښه کارونه د خداى په دربار کې ډېرقدرلري او په مثقالونوخرڅېږي.په
فعاليت او کار کې پاک خداى دومره برکت ايښى دى چې سړى ورته په يوه معين مقدار او
معيار نشي قايليدلى، دا کېداى شي چې د کار او زيار په اثر له يوه زړي نه سمسور
باغونه جوړ شي او له لږو دانونه خروارونه پيداشي.
د انسانانو په کار او عمل غرونه سوري شوه، بيا باغونه زرغون شوه په دريابونو کې
لارې جوړې شوې هوا او فضاء له پښولاندې شوه، د ځمکې له سينې نه پټ شيان راووتل او د
اتوم بمونه پيدا شوه.
که اوس هم څوک د کار په قوت او قدرت نه قايلېږي هغه به ډېر بې شعوره وي.
د انسان په مټ او بازو، زړه او دماغ کې دکار او عمل يو د راز قوت او استعداد موجود
دی، چې له هر څه نه هرڅه جوړولى شي او په عناصرو کې تغېر او تحول راولي.
د انسان په خورا قوي اختراعاتو کې کار ډېره مهمه او ستره برخه لري.
دنيا له ايجاد نه تر اخرته پورې په دغه اوږده او طولاني سفرکې د انسان د لارې توښه
وپانګه همدغه دکار اوفعاليت قوت او طاقت دی، چې ورځ په ورځ يې اثر او برکت زياتېږي.
په دغه څوري کې هېڅ نقصان نه راځي.
په کوم هېواد کې چې د کار او عمل خاوندان موجود دي هلته د انسانانو جونګړې او
کنډرې په عالي قصرونو او لوړو ماڼيو بدلې شويدي، هلته تل د سيندونو مخه نيول شوې او
دانسان په خوښه يې مجرا پيداکړېده، په هغه ځاى کې غرونه او رغرونه او رغونه شق شوي
او ډېر پېچومي اوار شوي، هلته په سرکونو باندې د خرو او غريو په ځاى اورګاډي او
موټرونه چلېږي او په حيات کې سل رازه راحت او سهولت ليده شي.
بېکاره او بې فعاليته انسانان اوس هم په سمڅو او غارونو کې استوګنه لري او د
حيواناتو څرمنې اغوندي، د هغوى خوراک اوس هم د غرو بوټي دي او له وحشيانو نه د ژوند
په لحاظ ډېر لږ فرق لري.
کارد انسانانو ډېر مشکلات او احتياجات رفع کوي او ډېرې اسانۍ پېښوي، مګر دا حله چې
له کار سره فکر او عقل ملګري وي او يو له بله مرسته وکړي. د پوهانو او ناپوهانو کار
د فايدې او نتېجې په لحاظ دځمکې او اسمان قدر ته فرق لري. هغه کارونه چې فکر او عقل
يې نه خوښوي دګټې په ځاى زيان او ضرر لري.
په کار او عمل کې بايد اشتراک او اجتماعي تعاون موجود وي، ځکه چې انفرادي فعاليت
ډېر لږ متافع لري او لکه انفرادي محدود تجارت سرګرداني يې ډېره او ګټه يې لږه وي.
يو سړى دا کولى شي، چې د حيات او ژوند له ليارې يوازې واړه واړه کاڼي لري کړي، مګر
هغه پېچومي چې په دغه لاره کې موجود دي دډېرو خلقو مشترک فعاليت او ګډه سعيه غواړي،
دا پېچومي هغه وخت اوارېږي، چې ټول ورته متوجه شي او په ګډه کار وکړي.
ترڅو چې په يوه ملت کې اجتماعي همکاري پيدا نشي د حيات لوړې ژورې نه ورکېږي او پوره
راحت او سهولت نشي پيدا کېدلى.
مونږ بايد اول د فکر او عمل موافقه حاصله کړو او بيا د ډېرو افرادو فعاليتونه متفق
کړو، چې يوې سمې او صحيح نتيجې ته ورسېږو.
وايي چې په يوه وچه بيديا کې يو شل او يو ړوند يو ځای شوه، هلته اوبه نه وې، سيوری
نه و، ډوډۍ نه وه او د دواړو ژوند په خطر کې و.
ړانده لياره نه ليده او نه پوهيده چې کومې خواته وداني او ابادي ده؟
شل ته لوري او لودن معلوم و، مګر تللی نشو او پښې يې نه وې.
دوى دواړه وروسته له مفاهمي او موافقي نه پدې راضي شوه، چې شل ړانده ته ورپه شاشي.
دی به هغه ته لياره ښي او هغه به ځي.
په دغه ډول دواړه ودانۍ او ابادۍ ته ورسېدل او يخې اوبه توده، ډوډۍ يې پيدا کړه.
دغه شان د عمل اشتراک ډېره صحيح نسخه ده او ډېرمشکلات پرې حل کېږي.
کارونه دنتېجې او فايدې په لحاظ په دوه ډوله دي:
يو هغه کارونه دي چې نتيجه يې ژر لاس ته راځي او ګټه يې په لږ وخت کې معلومېږي ځينې
نور داسې دي، چې نفع او فايده يې ځنډ غواړي او پس له ډېر انتظار يې نتيجه راوزي.
د دي دواړو کارونو مثال داسې دی، لکه ځېني نور په ډېر وخت کې کمال ته رسېږي او ثمره
يې پس له ډېر وخته څرګندېږي.
يو چرګوړى په څو ورځو کې له هګۍ راوزي او په څومېاشتو کې په هګيو راځې او ډېربچې
راوړي، يوه اسپه پس له څو مياشتو يو بچى راوړي او هغه هم پس له ډېرو مېاشتو د سپرلى
کېږي او ډېر انتظار په کار دی، چې يو سړی يوه ځاى ته ورسوي.
همدغه شان يو حيوان په څو مياشتوکې بلوغ او کمال ته رسېږي او يو انسان پس له ډېرو
کلونو رشد او ځلميتوب ته رسيږي، نو هغه نتايج چې پس له ډېرو خته په لاس راځي له هغو
نتايجو نه ستر او مهم دي، چې په څو ورځو کې حاصليږي. کارونه او اعمال هم د نتايجو
او فوايدو په اعتبار ځينې اني او ځينې ځنډني دي.
څنګه چې علاجونه او چارې په فوري او اساسي علاجونو بېلېږي او بې له يوه فوري او اني
ضرورته مونږ دخپلو رنځورانو اساسي علاج ته متوجه کېږو بايد کارونه هم په اساسي ډول
شروع کړو او هغه کارونه، چې پس له ځنډه ځنډني فوايد لري له نظره ونه غورځوو،
کوم ملتونه چې کار ته د اني او فوري منافعو په لحاظ ګوري او نتايجو ته انتظار نشي
اېستلى هغه له لويو او مهمومنافعو محروم دي او تل يې په چرګو او چرګوړو نظر وي،
هغوى د دې په ځاى چې دڅو کالو دپاره اساسي پلانونه طرح کړي او هغه عملي کړي شپې او
ورځې په نظرکې نېسي او د چا خبره خپلې شپې تېروي.
هغوى پدې باندې ښه نه دي پوه شوي، چې د ملتونو عمر لکه د يوه فرد عمر لنډ او
محدودنه دی، چې په دغسې لنډو پروګرامونو سرته ورسېږي او اني ګټې په نظرکې ونيسي.
هر کله چې يو دهقان تخم کري او نه مياشتي وروسته حاصل اخلي يو ملت بايد هم داسې
تخمونه وکري، چې شل دېرش کاله يا يو قرن او دوه قرنه وروسته نتايج ورکوي او فوايديې
ظاهرېږي.
د دې ديموکراسي حکومتونو او استبدادي حکومتونو يو فرق همدغه دی، په کوم ځاى کې چې
ملي شورا ګاني موجو دې وي او د ملت وکلاء د ملت خير و شر سنجوي، نو د ملت عمر او
پاېښت په نظر کې نيسې او د نقشو طرحه کولو په وخت کې د ملت خيرو شر سنجوي، مګر يو
مستبد حکومت چې هر څه کوي خپلې شخصي ګټې ته ګوري او د خپل عمر په احاطه کې دځان ګټه
لټوي. مونږ بايد په اجتماعي امورو او کارونو کې اساس بهبود له نظره ونه غورځوو او
لوټه ايښودل او تېرېدل په هېڅ کار کې غوره نکړو. که يو فرد دا نشي کولى، چې پخپل
کار او عمل کې سل کاله وروسته په نظرکې ونيسې يو ملت خو بايد خپله اينده او
راتلونکی نسل هېر نکړي او داسې کار ونه وکړي، چې لمسو او کړوسو ته يې هم نفع او
فايده ورسېږي او د ودانۍ اساس يې ډېر ټينګ او متين وي، هر کله چې يو سپين ږيری
دهقان په اخر عمر کې نوي نيالګۍ ږدي، چې روستنی يې سيوري ته کښيني او ميوه يې وخوري
يو ملت به ولې داسې کوي، چې لکه يو دکاندار هر وخت ځانته له بازاره ميوه واخلي او د
باغ جوړولو په فکر کې نه وي.
له کار سره علاقه
په کتابونو کې يې راوړيدي، چې له کار سره علاقه د سړي ټول فکر د کار خواته متوجه
کوي او هر څومره چې د کار مينه په زړه کې زياته شي دانسان په کوښښ کې هغومره
زياتوالى راځي او کار ښه کېږي.
داخبره محض کتابي خبره هم نه ده کله که تاسې پخپلو مزدورانو پسې د کار کولو په وخت
کې څار کړی وي دابه درته معلومه شوي وي، چې ناراسته لوګری خپل لور په لوټه تېره کوي
او هېڅ کار نه کوي، ځکه چې هغه له کار سره مينه او علاقه نلري او د کار شوق يې په
زړه کې نشته. ډېر خلق دي چې سړی ورځني تېرېږي، نو هغه څوک چې محض د شپو او ورځو
تېرېدل غنيمت ګڼې او شکرونه باسي هغه به کار ته په څه نظر ګوري او له سره به څه
علاقه لري؟
زمونږ ډېر ښه مامورين او کار کونکي هغه کسان دي چې په حاضرۍ ټينګ دي او په وخت کار
ته راځي که څه هم هېڅ کار نه کوي او قصې کوي.
اکثره خلق چې له اجتماعي امورو سره علاقه ښي پدې ټکي ډېر زور اچوي، چې څوک کار نه
کوي او له کارسره علاقه نلري.
که رښتيا ووايو تشخيص بد تشخيص نه دی، خلقو مرض پېژندلی دی، مګر په علاج کې نه دي
کړېدلي چې له کار سره علاقه څه وخت او څنګه پيداکېږي؟
پخوا له دېنه چې وګړي دتعليم او تربيت په اثر يو اجتماعي شعور او احساس پيداکړي او
وطن خپل کور وګڼي او د مزدورانو چم ورسره ونکړي مونږ څه کولى شو؟ او دکار علاقه
څنګه پيدا کولى شو؟ د دې سوال په جواب کې د هر چا خوښه چې هر څه وايي.
زه خو يو مهم ټکي ته اشاره کوم او وايم که دلته غړيدونکې او بينا سترګې پيدا شوې او
کار ته يې کتل ارومرو له کار سره علاقه پيدا کېږي او کارونه ښه کېږي، تر اوسه پورې
خو په هره اداره کې يو امر او مشر د تفتيش په ډول ننووزي سمدلاسه حاضري ګوري او بل
هېڅ شي نشي ليدلى تردې وخته خو مونږ د خاضرۍ اخستلو او حاضرۍ ليدلونه نه يو اوښتي
او کار ته نه ګورو، په هېڅ اداراه کې هېڅوک په وزګار کښېناستلو او کار نه کولو له
جزا لاندې نه دي راغلي او حاضرګڼل شويدي.
هر کله که د کار مبصرين په کار پسې وګرزېدل او کارته يې کتل، د هرچا پېشرفت او ترقي
د کار له مخې وشوه او نور شيان له مينځه ووتل له کار سره به علاقه پيدا شي او کارته
به په مېنه او محبت خلق وګوري.
انسان له خپل پېشرفت او خپلې ترقۍ سره ټېنګه علاقه لري که ترقي بې له کارکولو په بل
راز ممکنه نه وه او د چا کار نه ورکېده د کار مینه په زړونو کې ځاى نيسي او له کار
سره علاقه پيداکېږي.
په هر بازار کې چې هره متاع ښه خرڅېږي خلق هماغه شى ورته راوړي او په هماغه شي پسې
ګرزي،که دکار خريداران پيداشوه او کارونو قدر او قيمت پيدا کړ، د خلقو په مټو کې به
زور او قوت پيدا شي او ډېر درانه پېټي به په اسانه او چتوي، بيا به زوړونه دغسې
ساړه نه وي او خلق به د تملق او چاپلوسي به عوض کار کوي او هرڅه به د کار په لمن کې
غواړي. خلق به پدې پوه شي چې کار او زيار لکه يو کامل پېرخپل مريد لوړو مراتبو او
مدارجو ته رسولى شي او په کار باندې هر راز کارونه کېږي.
که زمونږ ښار ته يو نوی کاروان راغى او د کار ښايسته او ښکلې منظره يې خلقو ته
وښودله بيا به د کار غلامي په بادارۍ او سردارۍ خپله بڼه بدله کړي او پادشاهان به
يې خريداران شي.
اوس خو کار د نوکرانو اومزدورانو کار دى، مګر که اصلي او حقيقي څېره يې څرګنده شوه
زليخا به يې په مينه او محبت افتخار وکړي او غلام به زښت ډېر عزيز شي.
عقيده
له دې حربي ټانکونو نه هغه خوا، د ډېرو توپونو او ډېرو لښکرو ترشا، له هوايي طيارو
نه ډېر پورته يو دا راز قوت ليدل کېږي، چې په ټولو قوتونو غالب دی. له دې قوت سره
نه اور او نه اوبه مقاومت کولى شي او نه ورسره په توره او علم مقابله کېږي.
دا قوت هغه عقېده ده چې انسان هر راز ايثار او قربانۍ ته تياروي او په ملتونو کې يو
فعال عقل نه وېرېدونکى عشق فرهادي عزم او سيلابي حرکت پيدا کوي، چې هېڅوک او هېڅ شى
يې مخه نشي نيولى، که تاسې کوم داسې ملت ګورئ چې هغه په هېڅ شي عقېده او باورنلري
او دهېڅ شي دپاره له سراو ماله نشي تېرېدلى يقين وکړئ، چې هغه ملت لکه د اوبو ځګ
ډېر ژر ورکېږي او محوه کېږي.
هغه د روح خوشحالي او د زړه اطمينان چې سړی يې نه په مال او دولت کې موندلى شي او
نه يې د علم و فلسفې په رڼا کې څوک مومي نه په لوړو ماڼيو کې پيداکېږي نه په زيب
وزينت او جاه وجلال کې ليده شي، د عقيدى خاوندان يې د عقيدې په لاره کې په هر قدم
کې مومي او هر ساعت يې استقبال کوي.
کوم کسان چې نه په ديني اساسونو ايمان لري اونه په اخلاقي او روحاني نواميسو ګرو
هېدلي دي، نه يې په نظر کې ملي شعاير څه قېمت لري هغه په هېڅ مه حسابوئ او هېڅ يې
وګڼئ.
انسان يوازې دغه چاته نه وايي چې شکل او بڼه يې د بنيادمو وي او د انسانانو جامې يې
اغوستي وي. هغه اشخاص چې له خوراک او څښاک نه هغه خوا نور څه نه پېژني او له مادې
خوندونو نه غېر بله قبله او کعبه نلري هغه بايد دهوا دمرغانو په شمېرکې راشي، چې د
دنيا له باغ وبڼ نه ميوې او دانې ټولوي،په ګڼو اوشنو پڼونو کې اوسي او نور هېڅ کار
نلري او هېڅ کار نکوي.
بې عقيدې خلک لکه د لارو کوڅو خځلې داسې وي، چې هوايي بادونه يې هرې خواته وړي او
لوبې پرې کوي، مګر هغه چې عقېده لري او په يوه عقېده ټينګ ولاړ وي د هغوى عزم او
اراده دومره قوي وي، چې د نمرود له اوره هم نه وېرېږي او په خطراتو ډېر زړور ورځې.
د عقېدې پيداکول او ټينګول يو قوي او مقتدر پالونکي غواړي، چې عملاً د عقيدې به نشر
او تحکيم کې برخه واخلي او عقېدې عاشق وبلل شي.
د عقېدې په ټينګوالي او کلکوالي کې ادبيات ډېره حصه لري، بلکې کېداى شي چې عقايد
ايجاد کړي او يوملت دځينو شيانو معتقد وګرزوي.
دغه د وطنيت او ملېت مفکوره چې دځېنو اقوامو دپاره عقېده ګرزېدلې ده په اصل کې د دې
عصر د ادب مولود دى او شعر و ادب پکې عقېدوي قوت پيداکړېدی. څنګه چې شعر او ادب
عقايد ټينګوي فلسفه او سياست په عقاېدو کې ضعف او فتور راولي او له خرافاتو سره يې
برابر وي. د شعر او ادب دا وظيفه ده چې معتقدت او اخلاقي مبادي ټېنګ وساتي او په
دغسې ذهني روابطو د يو ه ملت ارتباط او اتصال قوي کړي.
اخلاق
ښايي چې دا عنوان د هر چا خوښ نشي او هر څوک دغه مضمون تر اخره ونه لولي،مګر
رنځورانو ته سړی بېخونده دارو هم ورکوي او دواګانې اکثره بدخونده او بې مزې وي.
مونږ ډېر سره او سپين مخونه، غټ څټونه او قوي وجودونه ګورو چې په راز راز روحي او
اخلاقي مرضونو اخته دي او ډاکټرانو ته ځانونه نه ښيي.
زمونږ طبيبان هم په دغسې ناجوړيو ښه نه شي پوهېدلى او له مريض نه د طبيب حال ډېر
بتر معلومېږي.
د يوه ملت دپاره ترهرڅه دمخه دا په کار دي، چې خپل اخلاقي شان او وضعيت ته ملتفت شي
او خپل زړه او دماغ معاېنه کړي، د اخلاقو رڼا زمونږ په هېواد کې لکه د غلو ډيوه
ډېره خړه او کم نوره ده په دغسې تياره او تورتم کې د انسانيت او سړيتوب صفات او
خويونه ورکېږي او سړي ته څه نه پاته کېږي.
مونږ اوس نږدې داسې مرحلې ته رسېدلي يو چې بد اخلاق ښه ګڼو او په ناوړه خويونو
افتخار کوو، ځکه چې اخلاقي ذايقه مو بايللي ده او خواږه راباندې ترخه لګېږي.
اوس مونږ فريب چل او ټګي هوښياري بولو، له يوه او بل سره مجامله او منافقت، بېځايه
مراعاتونه او د حق ويلو په ځاى کې چوپ کښېناستل مهارت او هنر ګڼو. صداقت راته د
سادګانو خوي او خصلت معلومېږي او سخاوت د بدوي او ابتدايې اقوامو عادت شمېرو.
ډېر خلق شته چې له اخلاقي مباحثو څخه مړښت او بې نيازي ښکاره کوي او وايي هغه
خويونه، چې پخوا ستايل کېده اوس نه په کارېږي، مونږ بايد زاړه تعليمونه پرېږدو او
پدې اقتصادي عصرکې د جود او سخا سندرې ونه وايو.
زه دامنم چې د دې عصر اقتضاء په اخلاقو او عاداتو کې څه تغير پېښ کړي او اخلاقي
ذوق يې څه قدر ته لړلي دي، پدې وخت کې دصداقت او سخاوت عناوين د چا توجه نه جلبوي،
مګر دا نشم منلى چې اخلاقي تعليم بيفايدې دی اوضرورت ورته نشته.
ترڅو پورې چې انسان په دروغو شرمېږي ترهغه وخته چې يو انسان د بل انسان صميميت او
ملګرتېا ته محتاج دی، تر هغه زمانه چې انسان په مېنه او معاونت خوشحالېږي او د
دوستۍ قدر کوي مونږ به رښتيا او وفا، اخلاص او محبت، ايثار او سخا ستايو او احسان
او نېکۍ ته به په ښه سترګه ګورو.
ځينې کسان چې په دوايرو کې کارونه کوي او رسمي وظايف لري هغوى د اخلاقو له کتابه
يوه يا دوه شيه غوره کړي او هماغه کافي ګڼي.
دوى ډېرځله په وظيفه شناسۍ او پاک نفسۍ وياړي او د چا اخلاقي مراعات په ځان لازم نه
ګڼي، بلکې بې پروايۍ او بې اعتنايۍ ورته ښه معلومېږي او له لحاظ و خاطر سره مجادله
ضرور بولي. داراز خلق سره له جديت او فعاليته او سره له دې چې له چا نه رشوتونه نه
اخلي او له حقه نه تېرېږي، خلقو ته ښه نه معلومېږي او په نفرت لېدل کېږي، ځکه چې
دوى هغه انسان او اخلاقي جاذبه نلري، چې د خلقو توجه جلبوي او په زړونو تسلط
پيداکوي.
دوى پدې رازنه دي پوهېدلي، چې ژوندون يوازې فعاليت او ماشيني حرکت نه دی، چې سړی
پرې اکتفاء وکړي او په نورڅه پسې ونه ګرزي
څنګه چې مونږ په اجتماعي حيات کې يو دبل دپاره کار کوو او تعاون ته اړ يو، يو د بل
تزکيې ته هم محتاج يو او د دوستانه علايقو او رابطو په ساتلو تر هغه حده، چې اخلاق
اجازه راکوي مکلف ګڼل کېږو.
اجتماعي ژوند له مونږ نه دا غواړي چې له خلقو سره يو ښه راز اتصال او قرابت پيدا
کړو او د اخلاقو په مرسته په زړونو کې محبتونه توليدکړو.
که دغه انساني جاذبه نه وي موجوده، نو دغه کلي او ښارونه چې مونږ پکې اوسو مونږ نشي
راټولولی او د دوه وروڼو ژوند هم ډېر تريخېږي او بېخونده کېږي.
اخلاق بايد په مونږ کې لورينه او پېرزوينه پيداکړې، له زړونو او سينو څخه عنادونه
او ضد وکدورت وباسي. ژبه په رښتيا ويلو او حق بيانولو وچلوي او د حرص او شهواتو مخه
ونيسي.
ديوه ملت اخلاق چې فاسد او خراب شي هغه ارومرو دانحطاط او ټيټوالي خواته درومي او
له ډېرو بد بختيو سره مواجه کېږي.
په يوه ملت کې که اخلاقي پابندي نه وي موجوده هلته قوانين او اجتماعي نظام د مفاسدو
او مظالمو مخه ښه نيولی او عدالت ښه نه قايمېږي. هغه خلق چې له ښواخلاقو تېرشويدي
او اخلاقي تربېه نلري هلته ډېر فجايع او مصیبتونه لېدل کېږي او انسانان سمه لاره
پرېږدي په نفس وشيطان، هوا اوهوس پسې درومي
هلته عياشي او شهوت پرستي، دروغ ويل او حق پټول رواج پيدا کوي او د خېر و صلاح مينه
له زړونو څخه وزي، په انساني شعور او ادراک کې تغيېر پېښېږي، د ښو او بدو تميز څوک
نشي کولى، د فضايلو قدر او قېمت کمېږي، صبر و ثبات استقامت او حقانيت په افرادو کې
نه پاته کېږي، هرڅوک هرڅه کوي او شرم و حياله سترګو وزي. هغه تقوي او عفت چې انسان
له هلاکت او رذالت څخه ساتي ضاېع کېږي او افرا ط و تفريط د عدالت او مساوات ځاى
نيسي.
د دغو ټولو ملاحظاتو په اثر يو ملت بايد خپلې خزانې دومره ټينګې ونه ساتي، لکه چې
خپل ملي او عالي اخلاق سات.
د اخلاقو ساتنه تر هرڅه زياته ضرور ده،که اخلاق نه و، هېڅ نشته او هېڅ نه پکارېږي.
بې اخلاقو ژوند د مريضانو او رنځورانو ژوند دى، چې له ډېرو شتو سره بېخونده او بې
مزې دی.
دغه راز ناجوړتيا صحيح ادېبان او ليکوال ورکولي او کمولي شي او د همدوى کار دى، چې
لوړ او عالي اخلاق په ملت کې وساتي او محوه کېدو ته يې پرې نږدي.
تعليم او تربيت
چا چې د تعليم او تربيت ټکى اورېدلی او د دواړو په مفهوم او معنىٰ کې يې غور او دقت
کړيدی هغه پوهېږي، چې تعليم بېل شی او تربيت بېل شى دی.
علم په ټوله نړۍ کې تقريباً يو راز وي، مګر تربيت په هر ملت او هر مملکت کې بل راز
کېږي. علم په لږ وخت کې د يو څه کتابونو په وړلو او ترجمه کولو له يوه ځايه بل ځاى
ته نقل شي، مګر د تربيت انتفال عمرونه او ډېر وسايل غواړي.
د علم ښودنه د يوه ملا او معلم کار دى، مګر تربيه کول دمحيط او جامعې، د مور او
پلار، د کور او کورنۍ د يوه قايد او مرشد وظيفه ده.
علم په الفاظو او کلماتو کې ځاى لري، مګر تربيت په عمل او کردار کې ځان ښیي دغه راز
تعبيرات زښت ډېر دی او سړى کولى شي چې دتعليم او تربيت راز راز تعريفونه وکړي او
بېل بېل لفظونه ورته په هر ژبه کې پيدا کړي، تعليم ته ښودنه يا پوهونه ووايي او
تربيت روزنه او پالنه وبولي، هغه اسان او دا ګران کار وګڼي. د مدنيت او تهذيب،
اخلاقواو عاداتو اساس تربيت وبولي او په اختراعاتو او اکتشافاتوکې علم ته زياته
برخه ورکړي.
دا کېدى شي چې د يوه سړي فهم او ادراک پوهغه او هوښياري زياته وي کتابونه يې ډېر
لوستي وي معلومات يې له مدني اشخاصو نه هېڅ کم نه وي، مګر د تهذيب او تمدن په لحاظ
په ډېرو ابتدايي مراحلو کې پاته دي.
يو سړى دا کولى شي چې د معلوماتو او نظرياتو په اعتبار د خپلې جامعې او محيط له
عمومي سطحې ډېر لوړ شي خپل لباس او خپل ظواهر بل راز کړي، مګر خپله محيطي او نژادي
تربيه هغومره نشي اړولی او هغه ترقي چې په هغه خوا کې کوي دلته يې لسمه برخه هم نشي
کړاى. رښتيا وايي چې څنګه غر هغسې يې کربوړي، که يو سړى هر څه وکړي او سل رازه
صابون په ځان ووهي بياهم د خپل هېواد تربيوي رنګ له ځانه نشي لرې کولی او خپله ملي
تربيه نشي اړولی. ښايې چې تاسې په غرونو کې له سمې نه ښه ښه ملايان پيدا کړئ، چې د
کتاب په حاشیو او نکتو به ډېر ښه پوهېږي، په منطق او فلسفه کې به يې شهرت لري او
يوځاى به ته رسېدلی وي، مګر وضعيت او ناسته ولاړه به يې د غره والو غوندې وي او په
اخلاقو او عاداتو کې به له هغوى نه څه ډېرفرق نلري.هغه به په ښارونوکې ډېرې شپې
تېرې کړي وي علم به يې له سمي او اوارې نه غره ته خېژولي وي، مګر د ښاروالو او سمه
والو تربيت به يې له ځانه سره نه وي وړی، ډېر پوهان به وي چې په ډېرو دقيقو علمي
مسايلو به پوهېږي، مګر کوم نواقص او عيبونه چې د محيط په تربيه کې وي هغه به نشي
ليداى او پدې باب کې به له عوامو ډېر فرق نلري. دلته هغه مشهوره قصه را يادېږي چې
دپښتنو په سيمه کې دوه غرونه دي يو ته ايلم او بل ته دوه سري وايي، څه خلق چې د
ايلم په لمنه کې اوسي هغوى خپل غر جګ ګڼي، څه نور چې د دوه سري په اړخ پراته دي
هغوى وايي دوه سری هسک غر دی. د دوی په مېنځکې هروخت يو طالب العلم له خپل استاذ
سره دا بحث راواخيست چې مونږ ولې ټول عمر په خوشې خبره جنګونه کوو او دا جنګونه يې
د حماقت او نادانۍ سند او حجت ګاڼه پدې بحث کې له طالب نه وويل شوه: معلومه خبره ده
چې د ايلم غر جګ دی او دوه سری ټيټ دی، دلته د ملاصاحب هغه ټولې خبرې هېرې او طالب
ته يې په بدو او ردو ويلو شروع وکړه، طالب هم د ايلم په غره ټينګ ولاړ و او له
استاذ سره په جګړه اخته شو.وګورئ! دوى دواړه د علم او پوهې له خوا پوهېدل چې دا
جګړه د ناپوهۍ علامه ده، مګر د محيط له تاثيره يې ځانونه خلاص نشو کړاى او که هرڅه
و بيا هم يو د((ايلم او بل دوه سري و)). علم او پوهه سړی پوه کولى شي، مګر منع کولى
يې نشي ځکه چې تربيه په علم باندې غلبه لري. يو سړى دا کولى شي چې بل په خبره پوه
کړي، مګر ښه کولى يې نه شي، انسان په ډېرو شيانو پوهېږي، مګر پوهول يې د علم کار
دی، خو ښه کول او په ښه لاره بيول صحيح تربيت غواړي.
ذوق
څوک چې د يوه ښه شعر په لوستلو، د يوې ښکلې نغمې په اروېدلو، د يوې ښې منظرې په
ليدلو پخپل نفسي حالت او کيفيت کې تغير ويني او د خوشحالۍ احساس کوي هغه ته د ذوق
خاوند ويل کېږي او هغه چې له دې ټولو شيانو پټي سترګې تېرېږي او په بې اعتنايۍ ورته
ګوري د بې ذوقو په ټولګي کښې راځي.
د يوه مدني او بدوي انسان فرق هم د ذوق او حساسيت په اعتبار ډېر ښه معلومېږي.
هغه څه چې يو شاعر او د شعور خاوند يې د اسمان په رڼو ستورو، د سپوږمۍ په سپينه
رڼا، د درياب په مستۍ، د شنوبڼونو په سمسورتيا، د بلبلو په نغمو، د ښکلو په ناز او
خندا کې ګوري د غرو شپانه او ساده انسانان يې هم وېني، مګر په دواړو يو شان اثر نه
کوي او په احساس کې يې ډېرتفاوت موجود وي.
هغه کسان چې د شعر او ادب له اغېزي لاندې نه دي راغلي او دغه حلال سحرپرې تاثيرنه
کوي بايد پخپل ځان ووېرېږي او پوه شي چې انساني احساس يې ډېر کمزورى دی او له ذوق
څخه لږه برخه لري.
هغه ذوق چې انسان ته د خوږو او تروو خوند ښيي حيوانات يې هم لري او مچان هم د خوږو
احساس کولى شي، مګر هغه بل ذوق چې د لطايفو او محاسنو په خوند باندې پوهېدل دي هغه
يو بل شان تلذذ دی، چې په خوراکونو کې هېڅکله نه موندل کېږي او تل شهواني خوندونونه
هسک مقام لري.
دا ذوق بلبله د ګلزار لور ته بيايي او د هغه ذوق کارغه په مردارو پسې ګرزوي. بې
ذوقي د انسان دپاره لوی عيب دى او هغه څوک چې د ښو خبرو او انساني فضايل په خوند او
کيف نشي پوهېدلي له ډېر لوى نعمته محروم دی. هغه چاته د زرکو له اوازه د زرکو کباب
خوند ورکوي او د رباب له ترنګه د غوري شرنګ ته زيات خوشحالېږي. د هغه په حال افسوس
او حسرت په کاردی.
دغه شان خلق دوطن له خرابۍ نه دخپلې اشتها په خرابۍ ډېرخپه کېږي او بې له شخوند
وهلو په خوند نشي پوهېدلى، څوک چې د خير رسولو او عواطفو ذوق پيداکړي هغه بياله
دېنه، چې ځان وږي پرېږدي او بل موړکړي ډېر خوند اخلي او دغه مزه په ډېرو خوندورو
طعامونو کې نه مومي.
پوهان او مشران بايد د صحيح او انساني ذوق په پيدا کولو او روزلو کوښښ وکړي او
حيواني ذوقونه په انساني ذوقونو بدل کاندي. هغه کسان چې دشهواتو په استسقا اخته دي
او دا تنده پکې زياته شوېده که هغوى هر څومره خوړوب او سېراب شي، نو سونه يې
پړسېږي، مګر تنده يې نه ماتېږي او قناعت يې نه حاصلېږي.
د دوى اساسي علاج دانه دى، چې خواړه او اوبه پرې زيات کړو، بلکې اصلي چاره يې پرهېز
او د رنځور ذوق مخالفت دى.
که ذوق مريض او عليل وي يا له فسق او فجور سره اشنا شي دغه ملکوتي انسان د حيواناتو
په غوجل کې تړلی او مقام يې ټيټوي، مګر که دغه مادې ذوق له معنوي عالم سره اشنایي
پيدا کړي او نور خوندونه وپېژني انساني سويه لوړېږي او عالي اخلاق په محبت کې رواج
مومي، د ذوق تربيه او پالنه د عالي ادب او شعر کار دى او په ادبي درسونو ذوق عرفاني
کېږي.
هغه روحي امراض چې ډاکټران يې علاج نشي کړاى د شعر او ادب خاوندان يې په اسانۍ چاره
کولى شي.
که په شعر او ادب کې معنوي ذوق او عرفاني شعور حلول کړي او شاعر د ظواهرو په ځاى
حقايق او معاني وستايي کېداى شي، چې د يوه ملت په روحياتو، اخلاقو او عاداتو کې
تغير پېښ کړي او ذوق يې ور واړوي.
خيال
خيال يو پټ معنوي قوت دى، چې له واقعاتو او محسوساتو نه هغه خوا ځينې شيان ويني او
په غيبي حقايقو پورې زړه تړي.
په کومه لاره چې خيال تلى شي هلته عقل د ړندو په شان ټپېږي او څه نه ويني. د انسان
د فکر او عقل ماڼۍ په خيال ولاړه ده او د ملتونو په حيات کې ډېره ستره او مهمه برخه
لري.
کوم علوم چې عقل پرې يقين کړيدی او د خيال برخه پکې ډېره لږه معلومېږي که غور او
دقت وکړو خيال پکې ډېره برخه لري.
که تاسې له يوه رياضي دان څخه د(واحد) تعريف وغواړئ، چې د رياضياتو ابتداء او انتها
ګڼل کېږي يا د هندسې له يوه عالم څخه د (نقطې) پوښتنه وکړئ، چې ټول خطوط ورځنۍ پيدا
شوي او له خطوطو څخه بيا طول، عرض او عمق، يعنې مقائيس ثلاثه پيدا شوې، دغه د صحرا
کاڼي چې مونږ يې په حجريت او کاڼيتوب پېژنو داهم دخيال اغېزه ده او دانسان تخيل د
تحجر او تجمد په صورت ورته قايل شويدی.
که چېرې انسان د خيال له قوته محروم واى او بې له محسوساتو يې نور څه نه ليدلی عقل
او فکر يې دغې درجې ته نشو رسېدلى او په غيب يې ايمان نشو راوړلى. خيال په انساني
ژوند کې نشاط او سرور پيدا کوي او احساسات وعواطف روي. هغه شی چې د انسان په نظر کې
معنوي محسنات او روحي امال ځلوي هغه خيال دى او همدغه شى، لکه يوه ښکلې حوره انسان
په هرحال کې خوښ او خوشحاله ساتي.
د وطنخواهۍ احساس، د ازادۍ ارزو، د شهرت تمنا د انسان يوه خيالي معشوقه ده او همدغه
شى يې يوې خوا او بلې خواته بيايي او لوى لوى کارونه پرې کوي. همدغه انساني تخيلات
دي چې د يوه ملت خواره واره افراد راغونډوي او اجتماعي جذبات و احساسات ژوندي کوي.
خيال په شعر او ادب کې ډېر دخل لري او شعراء او ادبا د خيال په مرسته عواطف او
مشاعر راويښوي.
چېرته چې شعر او ادب کمزوري او خيالات مړه وي هغه ملت هم مړبلل کېږي او انسانان د
مادياتو په مينه کې ورکېږي، هلته په زړنو باندې مايوسي او افسردګي غلبه پيدا کوي او
د عرفان نهضت او ارتقا مينه له مغزو نه وزي.
په دغسې ځايونو کې خلق په مساجدو کې ناست وي سرونه يې په زنګنو ايښې وي. خطيبان
خطبې او خطابې لولى، مګر د دوى په زړونو کې هېڅ جذبه، هېڅ جوش او حرکت نه پيداکېږي
او ټول په مراقبه کې ويده وي.
مجالس او محافل بې روحه وي، جرايد او مطبوعات څوک نه لولي، خلق ظاهراً په کلو او
ښارونو کې اوسي، مګر په زړونو کې سره بېل او جدا وي.
د هر چا غم او خوشحالي ځانته وي، هېڅوک له هېچا سره رابطه او علاقه نلري همدردي او
غمشريکي له منځه ځي او يوه بېشعوره ړنده دنيا جوړېږي.
که په شعر او ادب کې له خيال او تخيل څخه کار واخيستل شي او له خيال نه استفاده وشي
له ړندو سترګو نه هم اوښکې تويوي او له کاڼو نه سخت زړونه نرموي. تاسې فرض کړِئ، چې
په يو ځاى زورور سيلاب راشي او ډېرو خلقوکورونه خراب کړي، ډېر مالونه او ډېر
انسانان له ځانه سره يوسي او ښځې و نر، ماشومان او سپين ږېري په اوبو کې لاهو کړي
که مونږ دغه حادثه د يوه خبر او اطلاق په صورت شايع کړو، دومره تاثيربه ونکړي لکه
چې يو اديب دغه واقعه په يوه ډرام کې تصوير کړي يا يو شاعر ورځنې موثر او مهېج شعر
جوړ کړي او خيال پکې خپله ساحري صرف کاندي. دا واضحه خبره ده چې خيال په عواطفو او
احساساتو باندې حاکميت لري او تعقل محض دغومره رقت او دقت نشې جلبولى. که انسان
يوازې د عقل په نغوته کار کولى، نو د سېلاب يو مختصر خبر او د تلفاتو احصائيه کافي
وه، چې د مصيبت لېدونکو دپاره د نورو همدردي او د لسوزي حاصله کړي او د شعر و رومان
وظيفه په ځاى کړي، مګر داهېڅکله نشي چې يوه سړه بې روحه معقوله خبره لکه يو شعر او
ادبي شاهکار چې له خيال او تخيل نه پکې کار اخيستل شوی په زړونو اثر وکړي او عواطف
وخوځوي.
حرص او عشق
چې انسان ګداى کوي حرص د دنيا دی
چې ګدا کاندي سلطان عشق د ليلا دی
ج
کورپه کور او کلي په کلي ګرزېدمه ،د هر چابه چې څه په خداى لوريدل هغه به يې زما په
ځولۍ کې غورځول، رنګ په رنګ غلي او دانې به زماپه ګوډي کې ټولېدى او په کچکول کې به
مې څو ډوله ټوکان جمع شوه، مګر زه يې نه قانع کولم او زماسر ګرداني يې نشوه ورکولى
له يوه کلي به بل ته تلم او له بل نه بل ته، هېڅ نه وم خبر، چې زما ليلې په کوم کور
کې ده او څه شي سرګردانه کړې يم.
هو! زه لکه د هوا مرغه همدغسې سرګردانه ګرزېدم او هېڅ نه پوهېدم، چې د کوم دام او
کوم ښکاري ښکار يم، دا د نس او غلو دانو دپاره سرګرداني به کله او څنګه قطع شي؟ په
هر پټي، هر باغ او هر کور کې څه خورم، مګر مړېږم نه، دا ټول عالم او ټوله دنيا زما
دحرص علاج نه شي کولى اونه زما د غوښتنو تنده ماتېږي.
لکه چې يو هوايي مرغه په يو ه پټي، يوه باغ او يوه بڼ کې نه ايسارېږي او د يوې ونې
په ميوو نه بسيا کېږي زه هم هېڅکله ديوه کلي په خېروخيرات نه مړېږم او نه په ډېرو
ګرزېدو ستړى کېږم لکه چې د دې سرګردانۍ او نه مړېدو علاج هډو بېخي شته نه؟
زه په دې نه پوهېدم، چې د ګلزار بلبلې ولې لکه نور مرغان پدې ځينو پټو کې په دانو
پسې نه ګرزي؟ يا لکه د مردارې کارغان په مردارو غوښو پسې څارنه کوي.
د دې سر کشفول زما دپاره ډېرګران و او د دنيا په دغسې رموزاتو پوهېدل څه اسان کار
هم نه دى. د علم او پوهې ريباران د هر چا کور ته لاره نلري او په يوه قرن کې که
ايله يو ځل د چا کورته کوم نوی خبر راوړي، دا راز له مانه او ټولې دنيا نه هم پټ و،
چې د حرص علاج په څه شي کېږي؟ او څه چې د انسان مخه له ټولو شيانو يوه شي ته
راګرزوي هغه څه شى دى؟ هغه وخت چې زه هلته ورسېدم بې د ښيښې له يوې مماتې ټوټې نور
هېڅ نه و.
ما ته نه پوهېږم چا په غوږ کې وويل، چې دنيا هر وخت مونږ په همداسې برېښېدونکو
شيانو غولوي او ډېرخوشې شيان راته ځلوي.
له مونږ سره هر وخت لوړ فکرونه او لوړ خيالات ملګري وي، مګر عملاً دغسې ناوړه او
خوشې شيانوته ور روان يو، مګر ترڅو چې نه يو ور رسېدلي دخپل خوشې تګ او بې فايدو
منډو په حقيقت نه پوهېږو او نه يو خبر، چې مونږ په څنګه شيانو پسې هڅه کوو؟
دا ځلېدونکي ښيښه، چې ماته خپلو تصوراتو او خيالاتو ډېره ښايسته کړې وه زما هماغه
ارزو وه چې وروسته تر رسېدلو يې هېڅ قيمت نه درلود. که تاسې خپلو ارزو ګانو ته کله
رسېدلي ياست او خپله ټوله کېسه در په ياد وي يقين به وکړئ، چې هېڅ ارزو وروسته تر
موندلو هغه پخوانۍ قدر او قيمت نلري.
ډېر ښکلي شته چې د يوه او بل په نظر کې به يې همدغومره ښکلا درلوده، لکه چې ماته
خپله مجهوله ارزو ترڅه وخته ښکلي وه.
که تاسې لږ څه خپلو خاطراتو ته رجوع وکړِئ او د عالم رويه په نظر کې ونيسئ هره
ارزو، چې تاسې يې وروسته تر موندلو د خپل زړه له کوره باسي نورو پسې لوغړن درپه در
ګرزي او نه يې مومي د همدې له امله وايي:
څوک يې ديدن پسې ړنديږي
څوک يې له کټه غورځوي چې خوب راځينه