مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

١٣- لسيز (معشر):
هغه ډول نظم دى، چې هر بند يې لس مسرې لري، د لومړي بند لس واړه مسرې يې په خپل منځ کې هم قافيه وي او بې قافيې مسره په کې نه وي. د بل هر بند نهه مسرې يې په خپل منځ کې هم قافيه وي او لسمه مسره يې په قافيه کې د لومړي بند د مسرې له قافيې سره يوشان وي. د معشر ټولې مسرې يو واحد وزن تعقيبوي.
په معشر کې هم رديف اختياري دى. که چېرې د لومړي بند تر قافيې وروسته رديف راغلى وي، نو نور بندونه اختياري دي، چې رديف ولري او که يې ونه لري، خو د هر بند وروستۍ مسره چې د لومړي بند قافيه تعقيبوي بايد ضرور د لومړي بند قافيه تعقيب کړي او که چېرې لومړى بند رديف ولري نو بايد د هر بند وروستۍ مسره هم رديف ولري. دلته يې هندسي جوړښت او يوه بېلګه وړاندې کېږي.
هندسي جوړښت يې دادى:

a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________

=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
a_________________________

c_________________________
c_________________________
c_________________________
c_________________________
c_________________________
c_________________________
c_________________________
c_________________________
c_________________________
a_________________________
او نور بندونه
معشر:

که راکوز شي مسيحا
اوبه راکا د بقا
غوښې راکا د عنقا
سم په صدق و په صفا
لاس که پورته په دعا
شپه او ورځ مې که دوا
دعا غواړي له هر چا
څو ښکل نه کړم لبان ستا
هسې نه دى رنځ زما
چې شفا يې شي په دا

خوب مې نه شته دى کړمن يم
آه فرياد کوم دردمن يم
په سودا د عشق سودمن يم
يا مجنون يم يا کوهکن يم
په جمال يې چې مين يم
له خپل ياره روح او تن يم
په وطن کې بې وطن يم
که دا نه وي دروغژن يم
لکه مياشت په مرد وزن يم
ستا په عشق انګشت نما

زړه مې چوي د يار له غمه
دود مې درومي له قلمه
دوه مې سترګې دي پر غمه
غم زياتېږي دم تر دمه
راپيدا شي غم له غمه
قدم ږدم په غره په سمه
دلربا خوښه خرمه
زه په دا هومره ماتمه
چې جدا شوم له عالمه
سر مې ونيو په صحرا

همېشه شورو غوغا کړم
د ورېځ په دود ژړا کړم
نه يو ځله په بيابيا کړم
د غمونو دې سودا کړم
همېشه درته دعا کړم
ياد په شپه و په ورځ ستا کړم
دا چې ډېرې زه بلا کړم
د وصال په تمنا کړم
لکه ستا مينې رسوا کړم
مه شه بل هسې رسوا

چې دې باد د کوڅې راشي
پرې غنچه مې د زړه وا شي
چې په کښليو مبتلا شي
شپه و ورځ په واويلا شي
په وګړي کې رسوا شي
ملامت پرې د هر چا شي
چې حاصل يې مدعا شي
غم يې هاله انتها شي
معزالله چې په ژړا شي
ستا پرې پورې شي خندا.(٣٢)


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery