١٤- ترجيع بند:
دا هغه نظم دى، چې لومړى څو بيتونه وويل شي بيا ورپسې يو مقفى بيت ورلوېږي او په دې
ډول يو بند جوړوي، دغه راز بيا بل بند پيلېږي او بيا ورپسې همدا مقفى بيت تکرارېږي.
په ترجيع بند کې د هر بند لومړى بيت مقفى وي لکه د غزل په شان او د بل هر بيت لومړى
مسره يې بې قافيه وي او دويمه يې قافيه لري او د مطلعې قافيه تعقيبوي. د بندونو د
بيتونو شمېر يې سره مساوي وي. ټولې مسرې يو متحد وزن تعقيبوي. په ترجيع بند کې هم
رديف اخيتاري دى. ځينې بندونه کېدى شي رديفونه ولري او ځينې يې ونه لري. هندسي
جوړښت يې داسې دى:
=a_________________________
=a_________________________
_________________________
=a_________________________
_________________________
=a_________________________
_________________________
=a_________________________
_________________________
=a_________________________
_________________________
=a_________________________
=b_________________________
=b_________________________
c_________________________
c_________________________
_________________________
c_________________________
_________________________
c_________________________
_________________________
c_________________________
_________________________
c_________________________
_________________________
c_________________________
_________________________
=b_________________________
=b_________________________
د ترجيع بند يوه بېلګه داده:
ستا پر مخ پر تورو زلفو زه شيدا يم
صبح و شام په آه فغان په واويلا يم
په فراق کې دې تل خورم د ځيګر وينې
صبر و توان مې بې تا نه شته مبتلا يم
نن فلک راباندې تېغ د جور و کېښ
له سرو وينو ډک لړمون لکه حنايم
رقيبان راسره جنګ و جدل کاندي
په دربار کې دې د سپيو مدعا يم
غزاله غوندې وحشي راڅخه مه شه
زه صياد دې د ديدن په تمنا يم
که شل کاله دې مانې وي له ما ياره
بېګانه مې هنوز مه ګڼه اشنا يم
له اشنا مه کړه مانې بې وفايي ده
چې سېزې مين بې اوره جدايي ده
غمازان چې روغې چارې کړي ويجاړې
خوار عاشق به څرنګ ستا په وصل وياړې
چې احوال د فراقت پر ژبه راوړم
هغه دم مې وچوي په خوله کې لاړې
د لاله په دود له عمره ځګرخون يم
په ګوګل کې مې تل وينې دي ولاړې
يا شبنم دى چې ورېږي په چمن کې
يا بلبل دى د سحر پر ګلو ژاړې
ګرد غبار دې د کوڅې يم ولې درېغه
خيال د وصل دې لمن راڅخه نغاړې
که هر څو د تامانې دي نن پخلا شه
دل سوخته اشنا دې راغى عذر غواړې
له اشنا مه کړه مانې بې وفايي ده
چې سېزې مين بې اوره جدايي ده
راشه راشه اى زما د زړه مقصوده
ما غريب کړه په وصال سره خوشنوده
يو ديدن دې په سر غواړم که مينده شي
لاس پر سر يم پر دنيا له بله سوده
د وصال قدر له ما زده چې مشتاق يم
د اياز له قدره چا زده بې محموده
له ما تمه سيه پوش لکه سکاره يم
تر لېمه مې اوښې ځي د زړه له دوده
لکه زه يم تل دا ستا په درد و غم کې
بل څوک مه شه هسې شان په غم الوده
په مانې مانې پر څه زېبا نګاره
پيرمحمد غوندې اشنا دې کړ نابوده
له اشنا مه کړه مانې بې وفايي ده
چې سېزي مين بې اوره جدايي ده.(٣٣)
د پورتني ترجيع بند په دويم بند کې د قافيې يو څه ستونزې او يا هم پر قافيې لهجه يي
تاثيرات او تحميلات ليدل کېږي.