١٢- اته يز (مثمن):
د نظم هغه ډول دى، چې هر بند يې اته مسرې لري، اته واړه مسرې يې په خپل منځ کې يو
شان قافيه لري. رديف په کې اختياري دى. د بل هر بند اوه مسرې يې په خپل منځ کې هم
قافيه وي او اتمه يې د لومړي بند د مسرو قافيه تعقيبوي.
هندسي شکل يې دادى:
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
b_________________________
b_________________________
b_________________________
b_________________________
b_________________________
b_________________________
b_________________________
a_________________________
او که رديف ولري، نو بڼه يې يوازې د رديف په برخه کې بدلون مومي نور چوکاټ همدا شان
دى. د بندونو شمېر يې قيد نه لري.
بېلګه يې داده:
توره شپه شي ناليدونکي شان لاسونه
ان تر لمره راته زبېښي مې رګونه
له ډبرو را بهر شي څو لاښونه
تاووي راته پر مخ مخ دېوالونه
تروږمۍ شي يو توپان شي سره تېغونه
پرېکوي تر سرو لاندې مړوندونه
وريځې وريځې شي زما د خولې اهونه
بيا يې سيوري ته شي دمه ستا يادونه
يو په بله کاروان لاړ شي د سلګيو
يو سور لال راڅخه ورک شي له ککيو
په لمحې سيوري راپرېوزي د پېړيو
په توټو په سر شکاوه شم له ګړيو
ستا د څڼو په شړک باد شي په مستيو
ددې غره غوټې شي تېرې له پګړيو
ملا شي ماته د زړو زړو څېړيو
سترګې ډکې او لامده شي ګرېوانونه
ستا په لوري چې مې کله هم نظر شي
ماته ووړ څاڅکى د اوښکو سمندر شي
پولۍ وپړسېږي لويې لکه غر شي
هر يو ګل مې راته مات مات په ډنډر شي
ستا په کور مې چې د خيال کله سفر شي
له ورېښمو به مخ جوړ د هر حجر شي
په لمن کې به مې کاڼي ټول مرمر شي
نه يې پلورم که څوک راکړي پرې لالونه.(٣١)