٩- پينځه يز (مخمس):
د مخمس او مربع عمومي جوړښت تقريباً يو شان دى، توپير يې په دې کې دى، چې په مخمس
کې تر مربع يوه مسره زياته وي. يانې دلته هر بند پينځه مسرې لري. د لومړي بند پينځه
واړه مسرې يوه قافيه تعقيبوي او د نورو بندونو څلور مسرې په خپل منځ کې هم قافيه او
د پينځمې مسرې قافيه يې د لومړي بند د قافيې تابع وي. تر لومړي وروسته چې نور
بندونه راځي، د هر بند تر قافيې وروسته کېدى شي په څلورو مسرو کې بېل رديف راشي. خو
پينځمه مسره په قافيه او رديف کې د لومړي بند د قافيې او رديف تعقيبونه کوي. پينځه
يز دا لاندې بڼې درلودلاى شي:
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
b_________________________
b_________________________
b_________________________
b_________________________
a_________________________
همداسې تر پايه
په يوه مخمس کې کېدى شي ځينې بندونه رديفونه هم ولري، په لومړي بند کې هم رديفونه
راغلي وي، خو رديف بيا هم په مخمس کې اختياري دى، خو قافيه د مخمس اساسي برخه
جوړوي. د مربع په شان له ځينې استثنايي بندونو پرته د مخمس د ټولو مسرو د څپو شمېر
سره مساوي وي. کېدى شي ځينې مخمسونه د رديف د لرلو له کبله داسې بڼه ونيسي:
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=a_________________________
=c_________________________
=c_________________________
=c_________________________
=c_________________________
=a_________________________
او نور بندونه
دلته به د پينځه يز يوه بېلګه وړاندې شي:
د هجران له لاسه ناست يمه ويرژلى
لکه بت په غټو سترګو دم ختلى
بېهوده په صورت روغ په زړه نتلى
بېلتانه په مرګ حال يم رسولى
ربه راولې اشنا په سفر تللى
ډېر مې وکړ د هجران په بلا صبر
هېڅ مې صبر سرور نه شه په دا جبر
که مې ولګېده سر د غم په قبر
ومې نه ژړل په حال د مهر ابر
نه شته ما غوندې هېڅوک په بخت کږلى
دا کوم شرم دى کوم درم د يارۍ
دا پيوند دى بدنما تر ويزارۍ
چې مې يار په توده زمکه د خوارۍ
کښېني پاڅي خوار حيوان له ناچارۍ
او زه ښوى ښېرازه ګرځم سپين سپېڅلى
يا له يار سره ولاړ واى په رکاب کې
يا يې مړ واى د هجران په اول تاب کې
يا واى ډوب مدام د اوښو په سېلاب کې
هسې پاتې شوم بې ابه مخ ناولى
تف زما په دا بې پته اشنايۍ شه
پف د برق و د برېښنا په روښنايۍ شه
لا مې حال تر دا بتر په جدايۍ شه
صد رحمت زما د يار په دانايۍ شه
چې يې خام وم په دا غم کې پېژندلى
چې په مينه کې کوتاه د چا قدم شي
مبتلا به لکه زه په درد وغم شي
په کلونو به جدا ځنې صنم شي
په جرګه به د رښتينو هسې ګرم شي
چې به ما غوندې بې شرمه ګرځي غلى
که مې مينه په دروغ نه وي رښتيا وي
په اسيا کې د هجران تللى کسيا وي
که دا نه وي لېونى سر په صحرا وي
چې هېڅ نه شوم که مې څه شرم و حيا وي
له دې شرمه چاته پورته مه کتلى
هېڅ مې خوند نه شته د سترګو غړولو
دي مې کاڼي په تندي دوړولو
هم مې پوست دى په وهل د لوړولو
يم لايق د هر عذاب د کړولو
چې بې ياره کړم له خلکو کور و کلى
نورې چارې کړم همه ناتراشې لواړې
په مذهب د عاشقۍ ورانې ويجاړې
کله کله مې که اوښې په مخ لاړې
چې له غمه مې شي تويې په مخ لاړې(1)
يو د يار د جدايۍ خواري نيستي شوه
بله خپله بې پتي بې همتي شوه
يو پلو د رقيبانو بدنيتي شوه
بل پلو د تور طالع بې شفقي شوه
عشق په دا هومره بلا يم ازمويلى
ربه مه ګورې زما و بې پتۍ ته
ما و مه سپارې زما بې همتۍ ته
يا مې راولې د سترګو وويستۍ ته
نور مې مه نيسې د هجر و نېستۍ ته
وسوم ډېر لکه کباب په اور نيولى
د اشنا په ښکلي مخ مې سترګې وا کړې
په ناسور مې د هجران پورې دوا کړې
تللى يار راسره وصل خوا په خوا کړې
ژر په ژر دا ناروا په ما روا کړې
که مې چېرې له اخلاصه يې بللى
که هر څو يار ته نږدې د زړه په ياد يم
په صورت چې ځنې لرې په هېواد يم
شپه او ورځ د خداى و داد ته په فرياد يم
په تش باد مې تسلي نه شي ناښاد يم
که مې يار د سر په سترګو وليدلى
تور طالع برګشته بخت د عشق په کار کې
بد قسمت او بد شامت په دغه لار کې
بر ناحقه بدرى خورم په سمه لار کې
نه شته ما غوندې هېڅوک په هېڅ ديار کې
په څه شوم زبون ساعت يم زېږېدلى
له هغه چې پوهېدلى په ښه بد يم
رسېدلى د پنجاه و پنج تر حد يم
مبتلا د ښکلي مخ په خال و خد يم
که د صدق شل سنده ښيم رد يم
يوه ښکلي په راستۍ نه يم منلى
که مې يو ځله اشنا له هنده راشي
په هوس ورته ګلزار د غم صحرا شي
له هجرانه يې حاصله تبرا شي
فراغت د جدايي له چون چرا شي
نور ((حميد)) له اشناييه لاس وکښلى(٢٨)