١٠- شپږيز (مسدس):
هغه ډول شعري جوله ده، چې هر بند يې شپږ مسرې لري، د سر لومړي بند شپږ واړه مسرې يې
په خپل منځ کې هم قافيه وي. رديف يې اختياري دى.
د نورو بندو پينځه مسرې په خپل منځ کې هم قافيه او هره شپږمه مسره يې په قافيه کې د
لومړي بند د مسرو د قافيې تابع ده. د مسدس ځينې بندونه کېدى شي رديف ولري او ځينې
يې کېدى شي رديف هم ونه لري، خو قافيه د هر بند د هرې مسرې لپاره ضروري ده. دغه راز
ټولې مسرې د څپو د شمېر له مخې سره مساوي وي او هم يې وزن مشترک وي. له مربع څخه يې
دوه او له مخمس څخه يې يوه مسره زياته وي.
د مسدس هندسي جوړښت داسې ترسيمېدى شي:
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
b_________________________
b_________________________
b_________________________
b_________________________
b_________________________
a_________________________
او همداسې نور بندونه
داسې شکل هم غوره کولاى شي:
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=a_________________________
او د رديف په تغير سره نور بندونه.
دلته به ددې شپږيز يوه بېلګه راوړو:
حيف په دا ژوندون شه چې له ياره يم مهجوره
هر نفس غوڅېږم د هجران په تېره توره
ژاړم پټ په زړه کې په خوله خاندم له ضروره
سترګې مې شوې دواړه په ژړا ژړا بې نوره
عقل له ما لاړ شه لېونى يم بې شعوره
دا قصه زما ده په تمام جهان مشهوره
لاس مې خپل کوتاه کړه د دنيا له هره کاره
غم الم مې نه شته له چا نه يم پرواداره
يار سره واصل شوم بې تلاشه بې ريباره
نن چې بهره مند يم زه له بوس و له کناره
سترګې څه رنګ نيسم د دلبر له ښه رخساره
تږى و اوبو ته همېشه وي ناصبوره
ته په دا سرو سترګو چې افت پر ځان زما يې
ځان مې درقربان شه چې تر ځانه ګران پر ما يې
تش په دا ملال کاته له مانه هوش ربا يې
زه رنځور د عشق يم ته ثاني د مسيحا يې
حورې به زه څه کړم ملا! څه يې راته ستايې
ماوته تر حورو خپله کښلې ده منظوره
څه وايې ناصحه زه مريد د مى فروش يم
هر چې راته وايي زه د ده حلقه بګوش يم
پند کړه وهوښيار ته زه خو مست وباده نوش يم
خلک دې تهمت راباندې وايي زه خاموش يم
اوښې مې بهېږي تر چشمې نه زيات په جوش يم
هم لرم له غمه سينه ګرمه تر تنوره
نه ده د سړيو بقا زياته تر حبابه
خونه لا پخوا له خپله مرګه کړي خرابه
سيند ده دا دنيا چې رغړول کا بې سېلابه
کام د اژدها دى دنيا هسک کړه سر له خوابه
ولې ((معزالله)) په سقر درومې بې اسبابه
فکر د توښې کړه هميانۍ کړه خپله پوره.(٢٩)