٨- څلوريز (مربع):
مربع هغه ډول شعري فورم دى، چې هر بند يې څلور مسرې لري. د لومړي بند څلور واړه
مسرې يې په خپل منځ کې همقافيه وي، يانې يو شان قافيه تعقيبوي. رديف په کې اختياري
دى که د سر په مسره کې رديف راوړل شو، نو د لومړي بند په څلور واړو مسرو کې يې
راوړل حتمي دي. د نورو بندونو درې مسرې سره په خپل منځ کې همقافيه وي، خو د څلورمې
مسرې قافيه يې د لومړي بند د مسرو قافيه تعقيبوي او که لومړى بند رديف ولري، نو د
نورو بندونو د څلورمو مسرو قافيه او رديف بايد همغه د لومړي بند قافيه او رديف
تعقيب کړي. که شاعر هر څومره د بندونو زياتول غواړي، نو پورتنۍ قاعده بايد مراعات
کړي. بله خبره داده، چې که چېرې د لومړي بند مسرې رديف ولري، نو دا ضروري نه ده، چې
د ټولو بندونو لومړۍ درې واړه مسرې دې هم رديفونه ولري، بلکې د ټولو بندونو څلورمه
مسره د لومړي بند د شکلي جوړښت يانې د قافيې او رديف تعقيبولو ته اړه ده. بل ټکى
دادى، چې اکثره د ټولو مسرو د څپو شمېر سره مساوي وي، خو په ځينو خاصو حالاتو کې
کېدى شي د کوم بند د څپو شمېر د يوې څپې په اندازه زيات يا کم شي. ددې فورم هندسي
جوړښت داسې ترسيمېدى شي:
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
b_________________________
b_________________________
b_________________________
=a_________________________
دا بڼه هم درلوداى شي:
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
a_________________________
دلته به د مربع يوه بېلګه وړاندې شي:
درېغه نوى عجب وخت د نوبهار واى
شګوفه هر رنګ ګلونه د ګلزار واى
لاس تر لاس سره نيولى ما او يار واى
په مزه مزه خواږه ويل تکرار واى
يا وا ناست يا سره ګرځېدى په باغ کې
معطره واى د ګلو په دماغ کې
دوه په دوه مو سره راز واى په فراغ کې
هم مانع په دواړو سترګو ړوند اغيار واى
دواړه سترګې تورې کړې په رنجو واى
ملتاني نکريزې ايښي پر لاسو واى
سره ناست غاړه غړۍ راز مو ورو ورو واى
شانه کړې تورې زلفې پر رخسار واى
راحت ناست په سياحي واى د سرو ګلو
بل غوغا راباندې پاس واى د بلبلو
هم هنګام واى د سرو لبو د زبېښلو
مى خوري واى د سرو لبو مى تيار واى
تور کاکل يې پر تندي باندې واى کښاته
په دماغ کې دګلشن ناست واى مخ راته
سره ګلان مې واى حيران و تماشا ته
لاس مې ايښى پر اوږو د ګلعذار واى
تورې زلفې يې پر مخ شمال وهلاى
غوړيشى يې له ږمنځې خلاصولاى
ما يې پاس پر سينه خوله ور جوړولاى
شرمولى بوى د اوښکو د تاتار واى
هر چې ما ورته ويلاى د ده هو واى
هم مطلب د ده قبول زما پر ليمو واى
په خوښۍ واى نوبت تلى د غمو واى
زما خواست منات دده په خپل اختيار واى
په خوښى واى سره ناست غمونه بس واى
هم زانو پر زانو ايښى دسترس واى
پر سپين مخ مې لاس وهلى په هوس واى
بل په غاړه يې د سرو ګلونو هار واى
خدايه تا ته دي اسان که دغه وشي
تږى زړه به په وصال د يار اوبه شي
د ((جمعه)) د زړه ارمان به پاته نه شي
دده ورون د اشنا سر لاس پر رخسار واى(٢٧)