اى زما د زړه غمونو!
اى دردونو اى آهونو!
تاسو ټول مې مېلمانه يئ
د زړګي وړه حجره كې
دا حجره هم د پښتون ده
چې مېلمه پالي په مينه،
زه به هم درنه قربان كړم
د وړوكي زړګي وينه
خو؛
اى زما دزړه غمونو
اى دردونو اى آهونو!
يو منت درته كومه
دا يو سوال درته كومه،
نور مې ټول وجود كړئ خاورې
اندامونه مې ستي كړئ،
هډ، هډ غوښې مې كړئ وچې
وير ژړلې مې مستي كړئ؛
دا يو زړه مې ژوندى پرېږدئ
چې يادونه پكې اوسي،
ارمانونه پكې اوسي؛
دا يادونه ديو چا دي
چې له ځانه رارته ګران دى
له جهانه راته ګران دى
21 اپريل �1994 جهانګير آباد- پيښور