ميرويس نيكه عليه الرحمه ته
راغلم، چې دمه شمه، ډېر ستړى يم
شل كلونه كيږي توپان وړى يم
راشه په ژوندو كې مې حساب كړه بيا،
زه لـه هر چا پاتې يمه مړى يم
ستا هغه با توره قام مات مات دى ټول
وينې دى، ټپ ټپ دى او كسات دى ټول
هر چا تر خپل وسه ځورولى دى
پاتې دى، بيوسه دى، ميرات دى ټول
نه يې څوك رهبر شته چې پيشوا يې شي
مشر شي، ټپونو ته دوا يې شي
لاس خلكو ته وركړي او دخلكو شي
دوست يې شي، نيكه يې شي، بابا يې شي
ستا دور كې يو وو، ټول ښاغلي وو
اوس دځانځانۍ ښامار خوړلي يو
څو بې كور او اواره غلو، ډاكوانو نن
ټول پسې اخستي يو، شړلي يو
راشه پرګنې مې رابيدارې كړه
راشه دابې لارې مو په لارې كړه
راشه او، آتللى غرور راولـه
راشه ولولې مو بيا سرشارې كړه
1381 د زمرى اتمه،
دميرويس نيكه (رح) مبارك زيارت، كندهار