غزل
زما د اوښکو د محل خمونه مه ماتوه
د غم فنا د ميکدې جامونه مه ماتوه
ګوره ټوټې به يې ونه نيسې کوشېر د عذر
په سرو منګولو کې نيولي زړونه مه ماتوه
پرېږده مالي چې لږ د ګلو ننداره وکړمه
د زړه په سر کې مې اغزي غمونه مه ماتوه
د ښه نظر په خاطر تل درځي د سر په سترګو
د هيلو بڼ کې د احساس ښاخونه مه ماتوه
ماته ښې يادې دي(ياري) ستا ټولې کړې وعدې
په يارانه کې دې هېڅ وخت لوزونه مه ماتوه