مخه ښه
يوه شېبه ده
عجيبه نه ده، يو غزل د جدايۍ دى
يو غمګين شانته پرتم دى
عجيبه ده،
را ورېږي د وصال له شنه اسمانه تندرونه
او لګېږي،
پرې لګېږي د مينو ټول ناخواله اميدونه
خدايه خير کړې، خدايه خير کړې
يوه شېبه ده،
شېبه نه ده، د يو عمر پيلامه ده
يو عجب ټکى د کرښې
ورپسې بله ليکلې
خو لوستل ددغې کرښې
لا يې بله تماشه ده
هلته پټه
د سرسام زمان د پاڼو هديره ده
بې لوستلو ډېرې پاتې
ناليکلې ډېر سپينې، سپينې پاڼې
دا شېبه، داسې شېبه ده
شېبه نه ده هديره د يو ارمان ده
زما دا شېبه ناخوښه، دا عجيبه شان لحظه ده
لکه تي خور ماشوم جدا چې شي په زور د مور له تي نه
او رباب يو څوک راغلا کړي د ادم له خوږې غېږې
او يا لاړه ترې درخو شي، منډه وکړي
يا دنيا خوږه کيسه لا ختمه نه وي
چې يې ژبه ورګونګۍ شي
هر څه پاتې شي نيمګړي
يا يو خوار د بوډۍ زوى وي
يو مين وي
يوه ناوې يې په مينه وي راوړې
لا يې لاس نه وي وروړى
چې له خوب څخه راويښ شي
ړنګه بنګه يې دنيا شي د خيالونو
دا شېبه داسې شېبه ده
د ګونګي رباب نغمه ده
د بوډۍ شېبې اسره ده
چې پرته وي ځنکدن ته
يوه ړنګه شان لحظه ده
چې خبره په کې نه شته
خو له ورايه
د يو لاس يو اشاره ده
خدايه خير کړې!
خدايه خير کړې!
١٣٦٨/٥/٢٥