تر دې ځايه مو د پښتنوالي د ورځ ځيني رڼاوي او برېښناوي په تاريخي ادارو كي
ښكاري كړې، دا خو يوه لنډه تاريخي كتنه وه، كه مو مفصل ليكلاى، نو د پښتنو
د توري او اخلاقي اقتدار پرته، د دوى مدني او عمراني او ادري خدمتونه هم
ډېر دي، چي ليكل يې بېل_بېل كتابونه غواړي، په پښتنو كي علما او د فن او
پوهي خاوندان او بريالي شهنشاهان او نامتو دلاوران او پهلوانان تېر سوي دي،
لنډه خو يې دا چي د پښتنوالي روح يو ژوندى او نه مړ كېدونكى روح دى، چي نن
ورځ پر پښتنو او د دې زمانې پر ځلمو لازمه ده، چي خپل مفاخر او د پلرو او
نيكو د پښتنوالي ښېګړي را ژوندۍ كي او د خپل مليت په روڼ تاريخ ووياړي، ما
دا څو كرښي د پښتنوالي په علمي پلټنه او سپړنه كي اوس وكښلاى سوې او خپلو
پښتنو ته مي وړاندي كړې، ګوندي د تېرو پښتنو اروا خوښ او د اوسنيو ځلمو
لپاره د پښتنوالي درس وګرځي.