MY heart cries aloud for the house of my lover; the open road
and the shelter of a roof are all one to her who has lost the city of her
husband.
My heart finds no joy in anything: my mind and my body are distraught.
His palace has a million gates, but there is a vast ocean between it and me:
How shall I cross it, O friend? For endless is the outstretching of the path.
How wondrously this lyre is wrought! When its strings are rightly strung, it
maddens the heart: but when the keys are broken and the strings loosened, none
regard it more.
I tell my parents with laughter that I must go to my Lord in the morning;
They are angry, for they do not want me to go, and they say: "She thinks she has
gained such dominion over her husband that she can have shatsoever she wishes,
and therefore she is impatient to go to him."
Dear friend, lift my veil lightly now; for this is the night of love.
Kabir says: "Listen to me! My heart is eager to meet my lover: I lie sleepless
upon my bed. Remember me early in the morning!"
په دلدار پسي مي زړه ژړېږي
زړه په زوره په دلدار پسي ژړېږي
نه له اوښكو نه سلګيو كرارېږي
د مېړه ښار چي له ښځي څخه ورك سي
لويه لار او كور يو شان ورته ښكارېږي
هيڅ خوښي مي نه راځي د زړه تر كوره
نه مي زړه نه مي بدن راته صبرېږي
بې حسابه يې د قصر دروازې دي
خو يو لوى سمندر زموږ تر منځ تېرېږي
څنګه ورسم تر ماڼۍ پوري دوستانو
چي تر منځ مو لويه لاره نه پى كېږي
چي تارونه د بربط وي ښه سور سوي
په څه ناز باندي نغمې مستي ږغېږي
خو چي كله يې تارونه وي بې سوره
پر غوږو يې لكه غشى ږغ لګېږي
لېونى يې سي انسان په اورېدلو
سور او تال ته يې نه زړه نه غوږ سمېږي
په خندا چي مور او پلار ته وايم ځمه
زړه مي ځي د محبوب كور ته نه ستنېږي
په غوسه سي وايي مه ځه او دوى وايي
چي بې هيڅه په وصال پسي تپېږي
د دې خيال دى چي مېړه يې تر لاس لاندي
او چي هر څه ورنه غواړي وررسېږي
ځكه دا ده په خپل يار پسي بې تابه
ځكه زړه يې له محبوبه نه صبرېږي
زما له مخه نقابونه كړئ لږ پورته
ځكه دا د ميني شپه ده او تېرېږي
كبير وايي ما ته غوږ نيسئ يارانو
په وصال پسي زړګى مي كبابېږي
كرۍ شپه ورته بې خوبه تېرومه
ما په ياد لرئ دا شپه چي سبا كېږي.
WHEN He Himself reveals Himself, Brahma brings into
manifestation That which can never be seen.
As the seed is in the plant, as the shade is in the tree, as the void is in the
sky, as infinite forms are in the void-
So from beyond the Infinite, the Infinite comes; and from the Infinite the
finite extends.
The creature is in Brahma, and Brahma is in the creature: they are ever
distinct, yet ever united.
He Himself is the tree, the seed, and the germ.
He Himself is the flower, the fruit, and the shade.
He Himself is the sun, the light, and the lighted.
He Himself is Brahma, creature, and Maya.
He Himself is the manifold form, the infinite space;
Hi is the breath, the word, and the meaning.
He Himself is the limit and the limitless:
and beyond both the limited and the limitless is He, the Pure Being.
Hi is the Immanent Mind in Brahma and in the creature.
The Supreme Soul is seen within the soul,
The Points is seen within the Supreme Soul,
And within the Point, the reflection is seen again.
Kabir is blest because he has this supreme vision!
د خالق وجود
چي خالق خپل ځان څرګند كړي و خپل ځانته
څوك په سترګو يې جلوه نه سي ليدلاى
لكه تخم په نبات كي وي دننه
او سايې له ونو نه سي راوتلاى
د اسمان په پراخه غېږه كي خلا ده
په خلا كي بې سرحده مخلوقات دي
د دې ټول بې انتهى مخلوق په ها خوا
بې سرحده بې حسابه كاينات دي
سر پر سر بې انتهى ده چي هستېږي
په بې حده كي محدود دى چي ځلېږي
ټول مخلوق دى د خالق دننه ځان كي
او خالق په مخلوقاتو كي څرګند دى
يو له بله سره بېل يې وجودونه
خو بيا يو دي سره كړى يې پيوند دى
دى پخپله يوه ونه ده ولاړه
هم دانه ده هم نطفه ده او هم دواړه
هم پر ونه باندي ګل دى غوړېدلى
هم مېوه ده او هم سيورى رالوېدلى
دى هم لمر دى پر اسمان باندي ختلى
دى هم نور دى هم له نوره ځلېدلى
دى پخپله هم خالق د مخلوقاتو
هم مخلوق دى او هم جز د كايناتو
دى پخپله په څو رنګه څرګندېږي
په بې حده كايناتو كي هستېږي
هم نفس دى هم كلام دى هم معنى ده
هم بې حده هم پخپله انتهى ده
د بې حده او محدود شا ته اوسېږي
د خالص وجود مفهوم پكښي ځلېږي
په خالق او مخلوق دواړو كي باقي دى
نه وجود يې محو كېږي نه فاني دى
يو ستر روح دى چي د روح منځ كي هستېږي
په دې ستر روح كي يو ټكى ليده كېږي
په دې ټكي كي دننه يې جلوه ده
د محدود او د بې حده ننداره ده
كبير ځكه دى نېكمرغه او ښاغلى
چي دا ستر خيال يې په سترګو دى ليدلى.
HE is dear to me indeed who can call back the wanderer to his
home. In the home is the true union, in the home is enjoyment of life: why
should I forsake my home and wander in the forest? If Brahma helps me to realize
truth, verily I will find both bondage and deliverance in home.
He is dear to me indeed who has power to dive deep into Brahma, whose mind loses
itself with ease in His contemplation.
Hi is dear to me who knows Brahma, and can dwell on His supreme truth in
meditation; and who can play the melody of the Infinite by uniting love and
renunciation in life.
Kabir says: "The home is the abiding place; in the home is reality; the home
helps to attain Him Who is real. So stay where you are, and all things shall
come to you in time."
حقيقت په كور كي
هغه څوك ما ته عزير دى چي مي وغواړي خپل كور ته
ما ژغوري له ګمراهيو ما وربولي و خپل لور ته
په هغه كور كي يې وينم ي ريښتونى پيوستون دى
هغه كور كي نعمتونه په هغه ځاى كي ژوندون دى
ولي خپله مېنه پرېږدم سرګردان سم په ځنګلو كي
كه خالق راسره مل وي زما د ژوند په اندېښنو كي
كه په كور كي مي نجات وي هم ځنځير مي پښو ته لوېږي
ولي ووزمه ځنګله ته دلته هر څه رارسېږي
هغه څوك ما ته عزيز دى په خالق كي چي غرقېږي
ورسره هغه طاقت دى چي ژور پكښي ډوبېږي
چي په ذكر د خالق كي ورنه هېر سي عالمونه
هم يې ځان ورڅخه ورك سي هم يې زړه هم يې رګونه
هغه څوك ما ته عزيز دى چي په خپل خالق پوهېږې
د دې ستر حقيقت منځ كي په خپل ذكر اوسېږي
چي د ستر او بې سرحده په نامه نغمې خپرې كړي
د وحدت مينه كي ډوب سي د ژوند هېرې ترانې كړي
كبير وايي هغه كور دى د سړي د اوسېدلو
هغه كور دى پيدا سوى په ريشتيا د پوهېدلو
په تلاښ كه د ريشتيا يې هغه كور كي پيدا كېږي
ليري مه ځه څه چي غواړې پر خپل وخت به دررسېږي.
A SORE pain troubles me day and night, and I cannot sleep;
I long for the meeting with my Beloved, and my father's house gives me pleasure
no more.
The gates of the sky are opened, the temple is revealed:
I meet my husband, and leave at His feet the offering of my body and my mind.
د جانان ديدن
شپه او ورځ مي زوكلوي زخمي دردونه
زما له سترګو تښتولي يې خوبونه
هر ګړى مي د محبوب ديدن يادېږي
د پلار كور لكه اغزي په زړه جګېږي
دروازې د اسمانونو دي پرانيستي
او معبد پكښي له ورايه څرګندېږي
د جانان په پښو كي ځان قربانومه
زړه او روح مي نذرانه ورته وروړمه.
MORE than all else do I cherish at heart that love which makes
me to live a limitless life in this world.
It is like the lotus, which lives in the water and blooms in the water: yet the
water cannot touch its petals, they open beyond its reach.
It is like a wife, who enters the fire at the bidding of love. She burns and
lets others grieve, yet never dishonors love.
This ocean of the world is hard to cross: its waters are very deep. Kabir says:
"Listen to me, O Sadhu! few there are who have reached its end."
تل د هغي ميني په ارمان يم
يمه تل د هغي ميني په ارمان كي
دايمي ژوند چي راوبخښي جهان كي
دا د هغه نيلوفر په څېر ښكارېږي
چي هستېږي په اوبو كي او غوړېږي
خو اوبه يې نه رسېږي تر برګونو
بې اوبو غوټۍ غوړېږي د ګلونو
لكه ځوانه كونډه نه كښېني په كور كي
له مېړه سره ځان وسوځي په اور كي
پر خپلوانو ورځي جوړي كړي غمګيني
څو چي وساتي عزت او نوم د ميني
تر ناپايه سمندر اوښتل ګران دي
هم ژوري يې اوبه هم نهنګان دي
سادو واوره ډېرو لاپي دي وهلي
تر ساحله يو يا دوه دي رسېدلي.
IT is the mercy of my true Guru that has made me to know the
unknown;
I have learned from Him how to walk without feet, to see without eyes, to hear
without ears, to drink without mouth, to fly without wings;
I have brought my love and my meditation into the land where there is no sun and
moon, nor day and night.
Without eating, I have tasted of the sweetness of nectar; and without water, I
have quenched my thirst.
Where there is the response of delight, there is the fullness of joy. Before
whom can that joy be uttered?
Kabir says: "The Guru is great beyond words, and great is the good fortune of
the disciple."
د پير پيغام
د خپل پير له بركته يم دې ځاى ته رسېدلى
يم په هر څه پوهېدلى او مجهول مي پېژندلى
ما زده كړي دي چي څنګه بېله پښو پر لاري ځمه
هر څه وينم چي موجود د مګر سترګي نه لرمه
بې غوږونو آواز اورم بېله خولې اوبه چښمه
بې وزره الواته كړم مخ پر هسك پرواز كومه
هغي مځكي ته مي وړې خپله مينه وظيفې دي
چي نه لمر سته نه سپوږمۍ سته نه يې ورځي نه يې شپې دي
ما څكلې شيريني ده د شكرو بې خوړلو
ماته كړې مي ده تنده بې اوبو او بې چښلو
هلته بشپړه خوښي وي چي جواب وي د خوښيو
د چا مخ ته به اظهار كړو دا احساس د خوشاليو
كبير وايي پير مي ستر دى په كلام كي نه ځاييږي
او مريد يې دى نېكمرغه چي د پير په نوم يادېږي.
WHERE Spring, the lord of the seasons, reigneth, there the
Unstruck Music sounds of itself,
There the streams of light flow in all directions;
Few are the men who can cross to that shore!
There, where millions of Krishnas stand with hands folded,
Where millions of Vishnus bow their heads,
Where millions of Brahmas are reading the Vedas,
Where millions of Shivas are lost in contemplation,
Where millions of Indras dwell in the sky,
Where the demi-gods and the munis are unnumbered,
Where millions of Saraswatis, Goddess of Music, play on the vina-
There is my Lord self-revealed: and the scent of sandal and flowers dwells in
those deeps.
زما د خداى مقام
پسرلى چي پر تخت ناست وي شهنشاه د موسمونو
له هغه ځايه راوزي ږغ د تار او د سازونو
مالامال ويالې له نوره هلته هره خوا بهېږي
هر وګړى دې ويالو ته دې ساحل ته نه رسېږي
ميليونونه د كريشناو لاس پر نام هلته درېږي
بې حسابه ويشنوګان وي چي سرونه په ځړېږي
ميليونونه برهماګان دي د ويدا لولي سردونه
لا بې شمېره شېواګان دي پر زنګون ايښي سرونه
ميليونونه ايندرا اوسي هغه عرش هغه آسمان كي
لا يې شمېر چا ته معلوم دى چي حساب واړه خدايان كي
هلته خداى د آهنګونو مستي كړي ترانې دي
سرينده كي يې سرې كړي د هستۍ مستي نغمې دي
هلته زما د خداى مقام دى غوړېدلي ګلدستې دي
هلته عطر دي د ګلو ډكي كړي يې درې دي.
HOW could the love between Thee and me sever?
As the leaf of the lotus abides on the water: so thou art my Lord, and I am Thy
servant.
As the night-bird Chakor gazes all night at the moon: so Thou art my Lord and I
am Thy servant.
From the beginning until the ending of time, there is love between Thee and me;
and how shall such love be extinguished?
Kabir says: "As the river enters into the ocean, so my heart touches Thee."
د ميني پيوند
زما او ستا تر منځ به څرنګه خالقه
كله وشلېږي د ميني پيوندونه
نيلوفر چي د اوبو په منځ كي پايي
داسي زما او ستا تر منځ ټينګ دي بندونه
زه بنده يم ته څښتن يې ته بادار يې
زه مخلوق يم ته خالق پروردګار يې
لكه ګرځي چي مرغۍ په تورو شپو كي
لار پيدا كړي د سپوږمۍ په پلوشو كي
زه دي دغسي بنده يم ته بادار يې
ته د ټولو ساتندوى ته مددګار يې
له آغازه تر انجامه چي زمان دى
زما او ستا تر منځ د ميني ټينګ پيمان دى
داسي مينه په څه رنګ سي بدلېدلاى
دونه ټينګ پيوند سي څرنګه شلېدلاى
د كبير زړه داسي ستا سره جوړېږي
لكه رود چي سمندر ته ورګډېږي.
LAMPS burn in every house, O blind one! And you cannot see them.
One day your eyes shall suddenly be opened, and you shall see: and the fetters
of death will fall from you,
There is nothing to say of to hear, there is nothing to do: it is he who is
living, yet dead, who shall never die again.
Because he lives in solitude, therefore the Yogi says that his home is far away.
Your Lord is near: yet you are climbing the palm-tree to seek Him.
The Brahman priest goes from house to house and initiates people into faith:
Alas! The true fountain of life is beside you, and you have set up a stone to
worship.
Kabir says: "I may never express how sweet my Lord is. Yoga and the telling of
beads, virtue and vice-these are naught to Him."
په هر كور كي څراغان دي
په هر كور كي څراغان دي چي بلېږي
ته چي ړوند يې تا ته نه درمعلومېږي
يوه ورځ به كې ناڅاپه سترګي خلاصي
زولنې به د مرګي درته درلوېږي
هلته نه سې څه ويلاى اورېدلاى
نه دي زور سته نه په وس دي څه رسېږي
هغه دئ دى چي هم مړ او هم ژوندى دى
تر قيامته بيا هيڅكله نه مړ كېږي
خو چي ژوند كوي تنها نو جوګى وايي
چي له دې جهانه ډېر ليري هستېږي
د خرما وني ته ولي پسي خېژې
چي خالق دي له خپل څنګ سره اوسېږي
برهمانان په كليو ګرځي سرګردانه
چي به څوك د ايمان لارو ته سمېږي
په سجدو دي كړ ډبري ته ځان ستړى
د ژوندون چينه دي څنګ ته نه ښكارېږي