مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دشوروي دبهرنیوچارو وزارت ته دشوروي دسفیرلیک


پښتو ژباړه:
رحمت آریا آگست ۲۰۰۸
"د افغانستان د ډیموکراتېک جمهوریت د کورني سیاسي اړوپیچ په تړاو" د شوروي د بهرنېو چارو وزارت ته په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سفیر الف. پوزانوف سیاسي لېک (یادښت لېک)
نېټه:
۱۹۷۸/۳۱/۰۵
 
سرچېنه:
دغه لاسوندی د معاصرو لاسوندونو د سرچینوپه مرکز کې د اوډ آرنه د اخیستل شویو نوټونو پربنسټ ولاړ دی
Center for the Storage of Contemporary Documentation (TsKhSD), fond (f.) 5, opis (op.) 75, delo (d.) 1179, listy (ll.) 2-17
دلاسوندي پیژندنه:
"د افغانستان د ډیموکراتېک جمهوریت د کورني سیاسي اړوپیچ په تړاو" د شوروي د بهرنېو چارو وزارت ته په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سفیر الف. پوزانوف سیاسي لېک (یادښت لېک) د نوي افغاني دولت د راټینگولو لپاره د مرستې په اړتیا ټینگار کوي.

د یادولو وړ ده چې د [محمد] داؤود د [واکمنۍ - ژ] د راپرځول کېدلو " لومړني اټکلونه" له ۱۹۷۳زکال وروسته هغه مهال را پیل شول چې د هیواد د کورني اقتصاد او سیاست د پرمختیا لپاره د هڅو لړۍ په لاس کې ونېول شوه او پایله یې د ۱۹۷۸زکال د اپریل د مېاشتې پرپېښې را واوښتله. داؤود خپله پاملرنه د متضادو منځنیو ځمکوالو پاړکو ' طبقو ' او ښي اړخو ولسپالو ځواکونو گټو ته را وگرځوله او له دې امله یې ونه شوای کولای د پراخې کارگرې پاړکې په گټه " خپل ریفورمونه را پلي کړي چې په لومړي سر کې د کرهنیزو ځمکوسماونیز یا اصلاحي ریفورمونه " ولاړ ول. په هېواد کې د ورانۍ پر مخ د یوه روان اقتصاد په چاپیریال کې او د ۱۹۷۳زکال له خپرې شوې تگلارې څخه اوښتـنگ " د و گړو د ناخوښیو د مخ په ودې مورچلونو راجوړولو ته لاره را پرانیستله"، د داؤود د پټو تړاونو لړۍ چې ملاتړ یې د " اسلامي مرتجعو رژیمونو " او د" امریکا د پانگوالۍ " له پلوه کېده، " کورنی غبرگون" را وپاراوه، او دغې چارې په خپله رژیم د " شخصي واک د پياوړي کولو" لورته را وکاږه.

دغسې یوه اړوپیچ " د داؤود د رژیم او د هغه د پاړکیزو یا طبقاتي ملاتړو او د پراخ بنسټې کارگرې پاړکې ترمنځ چې غږ یې د افغانستان د خلق په ډیموکراتیک گوند کې راغبرگېده " د ناانډولۍ پرکـَندې یوه پریړه کرښه رامنځ ته کړه .

د افغانستان د خلق ډیموکراتیک [د مشرتابه � ژ] د نیول کېدلو په اړه د داؤود امر د هغه د رژیم پرراپرځېدنگ را واوښت. د [۱۹۷۹زکال د مې د مېاشتې د اعلامېې] پربنسټ د تره کي د دولت تگلاره د افغانستان د خلق ډیموکراتېک گوند د ۱۹۶۶زکال له راخپل کړل شوې تگلارې سره سم دا دی اوس پرمخ ځي. تر ټولو لوی کار د کارگرې پاړکې د گټو لپاره د ټولنې د ټولنیزو- اقتصادي جوړښتونو بیارغاونه، او " د نوی ښکیلاک او پانگوالۍ د اغیزو له منځه وړل دي."

د اپریل د مېاشتې په ۲۹ تره کي د شوروي له سفیر سره په خپلې یوې مرکې کې وویل چې" افغانستان به د مارکسییزم � لیننیزم د تگلارو په راخپلولو د سوسیالیزم د جوړولو لپاره لاره هوار کړي او په سوسیالیستي بلاک پورې تړلی یو هیواد به سي" خو موږ ته ښایي چې دغه لاره په " ډیرځیر او احتیاط " را پلي کړو او د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند به د هېواد وگړي" وروسته " له خپلې اصلي موخې را خبر کړي."

د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت په خپل بهرني سیاست کې د ناپییلتوب دغورځنگ لور ته لېواله دی، خو د شوروي اتحاد له سوسیالیستي جمهوریتونو سره همکارۍ ته به لومړیتوب ورکړي.

د لوېدېیز د غبرگون په اړه: د داؤود راپرځېدنگ " ټول هک پک کړل" او د نوي دولت په وړاندې د لوېدېزو او د " مسلمانومرتجعو هېوادونو" رسنیو د " درواغو د خپرولو کمپاین" راپیل کړ.
له بله اړخه " د هغو مالوماتو پربنسټ چې موږ یې لرو" د امریکا او نورو لوېدیزو هېوادو سفارتونو لارښوونې ترلاسه کړيدي چې په افغانستان کې د پاتې کېدلو لپاره دې ټولې لارې چارې د اقتصادي مرستو د ژمنو د ورکولو په گډون ، و پلټي.

د افغانستان مشرتابه، د بهرنيو اقتصادي اړیکو په بیا رغاونې کې چې د لومړیتوب اوږه یې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو او د سوسیالیستي بلاک پـَـلــَو ته کږه ده ، له لوېدیز سره د اقتصادي تړونونو په ترسره کولو کې له" ځانه بیړه نه راڅرگندوي "

هغه گامونه چې په دغې مېاشت کې د نوي دولت له پلوه را اوچت شوي د سترگو د لېدلي حال په توگه د دولت په هغو" ټینگو موخو" ټینگارکوي چې کرار کراربه د سوسیالیستي پرمختگ د لارې د هوارولو لپاره په " افغانستان کې" مخکېني شرایط رامنځ ته شي.

وگړي د نوي واک ته رسیدلي د افغانستان د خلق له ډیموکراتیک گوند او د هغه له کړنو څخه په ټینگه ملاتړکوي. " په همداسې یوه مهال کې که څه هم " کورني غبرگون" "برالا لاریون" ته لاس نه دی اچولی خو پټې او ترځمکې لاندې هڅې یې راپیل کړې دي " (ډنډورې، د وسلو د راتگ بهیر او کوږلارې ډلې چې د پاکستان له پلوه سمبالیږي).

د خلق اود پرچم د ډلو گوند او گوند بازۍ ناوړه اغیزې لري. تر ټولو لویه شخړه د دولت د دریزونویا پوستونو د راخپلولو پرسرده. د خلق د ډلې استازي د پرچم د ډلې د استازېو له مشرتابه سره په لوړو پیاوړو پوستونو په ځانگړې توگه په پوځ کې په کارکولو خوښ نه دي. د پرچم د ډلې مشر[ببرک] کارمل په خپل وار د پوځ په گټه د انقلابي شوری له پراخېدلو څخه کلکه سرټکونه کړی ده. سفیر او " گوندي سلاکارانو" د خپلو خبرو او مرکو په ترڅ کې په راپاڅېدلې " تاوتریخوالي" د لاس بري کېدلو او د گوندیز مشرتابه او د گوند د "یووالي پرپياوړي کېدلو" ټینگار کړی دی. په پای کې د ۱۹۷۸زکال د مې د مېاشتې په ۲۴ نېټه د افغانستان د خلق ډیموکراتېک گوند د مرکزې کمېتې سیاسي بیرو پریکړه وکړه چې د خلق او د پرچم د ډلو نومونه له منځه یوسي او د افغانستان د خلق د ډیموکراتېک یو موټي گوند په نامه له یو بل سره سلا شول.

افغانانو د شوروي اتحاد له جمهوریتونو څخه وغوښتل چې د "مشاورینو او سلاکارنو یولویه ډله" دې ورولیږي چې له دولتي کارکوونکو او د پنځه کلن پلان د برخو په یو ځای کولو کې ورسره د مرستې لپاره جوگه شي. د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو دغه غوښتنې په " ورین تندي" ومنلي.

دا به د شوروي اتحاد د سیوسیالیستي جمهوریتونو لپاره لاره پرانیزي چې موږ په افغانستان کې خپل دریزونه لا نور پیاوړي او غښتلې کړو.

پایلیزې خبرې: حالت په هیواد کې " په ټولیز ډول د هرې ورځ په تیرېدلو" لا پياوړی کیږي، دولت په خپلو ټولو سیمو خپل واک راتینگوي او د " کورني غبرگون او لاریونونو د .... د پریکولو لپاره" اقدامات تر لاس لاندې نیسي.

د نوې واکمنۍ د لا راتېنگولو لپاره ترټولو اړېنه خبره د افغانستان د خلق د ډیموکراتېک گوند او دولت په مشرتابه کې د یو موټي والي راوستل دي. خو " تاو تریخوالی لا تر اوسه له منځه نه دی تللی". سفارت او گونډي سلاکاران دواړه په گډه د افغان د مشرتابه د ډلې په منځ کې پراختلافاتو د لاس بري کېدلو په موخه اړین گامونه را اوچتوي.

اخځ :
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034DB6A-96B6-175C-91262B384BCC068C&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery