پښتو ژباړه:
رحمت آریا آگست ۲۰۰۸
د شوروي اتحاد د کمونیست گوندمرکزي کمېټه دک.
ببرک په تړاو د چکوسلواکیا کمونیست گوند ته اندیښنه څرگندوي |
نېټه
۱۹۷۸/۰۹/۱۱ |
سرچینه:
|
دلاسوندي پیژندنه :
په دغه لاسوندي کې هغه مالومات رانغاړل شوي چې په پراگ کې د افغانستان د
ډیموکراتیک جمهوریت پخواني سفیرببرک کارمل په چکوسلواکیا کې سیاسي پناه
غواړي او له هېواده دباندې د ژوند په غوره کولو دافغانستان دډیموکراتیک
جمهوریت په وړاندې دښمنۍ ته دوام ورکوي، دشوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي
کمېټه له ببرکه د ورانکاریو د بندولو غوښتنه کوي. |
په کابل کې د شوروي اتحاد د استوگنې دامنیت ډلې څانگه موږ ته خبرراکوي چې په پراگ
کې د
افغانستان د ډیموکراتېک جمهوریت پخوانی سفیر کارمل ببرک چې د چکسلواکیا ملگرو ورته
سیاسي پناه ورکړې، د سفارت له دندې څخه له گوښه کېدلو وروسته نه غواړي بیرته هېواد
ته ستون شي، دی غواړي له بهره د خپلې ډلې پرچمیانو په منځ کې په افغانستان اوپه
بهرکې (په سوسیالیستو اوپانگوالو هېوادونوکې میشتوپرچمیانو) کاروکړي او هغوی هڅوي
چې دافغانستان د اوسني رژیم، دافغانستان دخلق ډیموکراتیک گوند او د افغانستان د
ډیموکراتیک دولت په وړاندې ټینگه جگړه وکړي. (له کابله تیلیگرامي شفر، سپتامبر:
شمیره ۱۵۳۷ نېټه ۱۹۷۸/۱۰/۲۵)
موږ د شوروي اتحاد مرکزي کمیټې ته د دغه مصلحت وړاندیزکووچې ک. ببرک دې خبرو اترو
ته راوغواړي او پرې ودې مني چې د افغانستان د واکمن رژیم په وړاندې دې له دښمنۍ څخه
لاس واخلي.
د شوروي اتحاد د مرکزي کمېټې د پریکړې کاپي له لېک سره مل ده
د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې د نړیوالو اړیکو د څانگې مرستیال
[لاسلېک]
ر.یو ای.یانوفسکي
۱۹۷۸ نوامبر ۹
شمیره: ۲۵- س - ۲۱۷۵
دلاسوندي سرچېنه:
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034D678-96B6-175C-9F9372D624CDFA3E&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan
دوهم لاسوندی
د ک. کارمل په اړه د چکوسلواکیا کمونیست گوند
ته د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې وړاندیز |
نېټه
۱۹۷۸/۱۱/۱۵ |
سرچینه:
|
دلاسوندي پیژندنه:
شوروي دولت په هېوادکې د یوازېني شوروي پلوي د افغانستان خلق ډیموکراتېک
گوند په وړاندي هرډول ورنکاراۍ غندي.د شوروي د مشرتابه د دریز پربنسټ دغسې
پارونې په سیمه کې پیاوړې بې ثباتۍ او سیاسي گډوډۍ رامنځ ته کوي. |
[ گڼ شمیر لاسلېکونه]
[د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې له مل لېک سره]
شمیره: ایس تي � ۱۳۴/۱۶ جي ایس، نېټه ۱۹۷۸/۱۱/۱۶
اخیستل شوی 16 gs � د مرکزي کمېټې د سکرتریت د غونډې له خبرو څخه له شمیرې ۱۳۴
___________________________________________
د ک.ببرک په اړه د چکوسلواکیا له کمونیست گوند څخه غوښتنه
د تیلگرام لیکل شوی لېک له (مل لېک) سره منظور شو او د چکوسلواکیا په سوسیالیستی
جمهوریت کې دې د شوروي سفیر ته واستول شي.
دویمه کاپي: سکرتر ته
___________________________________________
ولیږل شول: ملگرو گرومېکو، پونوماریف ته
کاملأ محرم
مل لېک
۱۶ جي ایس د ان ۱۳۴ ټکیو ته
پراگ
د شوروي سفیر!
د چکوسلواکیا د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د نړیوالې پالیسۍ له څانگې سره وگورﺉ ،
هغوی ته د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې لارښوونې وروښیاست او [هغه] ته
لاندیني ټکي ووایاست.
په پراگ کې د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت پخواني سفیر ببرک کارمل چې اوس د
چکوسلواکیا په سوسیالیستي جمهوریت کې اوسیږي، په سوسیالیستو اوپانگوالو هېوادونو کې
د میشتو افغانانو په منځ کې څرگندو کارونو ته ملا تړلې ده. د هغه ټولې هڅې دا دي چې
له پرچمیانو(هغه ډله چې لارښوونه یې د ک.ببرک له پلوه کیږي) سره اړیکې ټینگې کړي او
د افغانستان د اوسني رژیم، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند او د افغانستان د
ډیموکراتېک جمهوریت پرضد ټول د یوې پیاوړې تگلارې یاپلاتفورم گرد چاپیره راټول کړي.
نوموړی دغې موخې ته درسیدلو لپاره غواړي په افغانستان کې له خپلو پلویانو سره چې د
افغانستان د خلق په ډیموکراتیک گوند، افغان پوځ، دولتي اداراتو او نورو ټولنو کې
کارکوي اړېکه ټېنگه کړي .
دافغان مشرتابه ته دغسې فعالیتونه څرگند شوي او له منفي غبرگونونو سره جوخت به
ناوړه پایلې را وزیږوي.
په افغانستان کې د اوسني انقلابي رژیم په وړاندې دغه چاره، دده مېلمه پال او شوروي
ملگري په یو ډیر سخت دریز کې رانغاړي
هغه فعالیت چې په افغانستان کې د واکمن ، دافغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند، د
کمزوروالي په لور نیغ شوی وي او هغه هڅې چې د نوي افغانستان د جوړولوخنډ گرځي، د
یوې تیروتنې په توگه گڼل کیږي او یوازېنی تاوان یې افغانستان ته رسیږي.
ترلاسه شوي مالومات ښيي چې د هغوپرچمیانو په وړاندې چې رژیم ته پالیاله او په دولتي
ادارو کې په صداقت کارکوي زورزیاتی نه کیږي او نه د پرچمیانو کورنۍ ځورول کیږي.
ک.ببرک دې هرومرو دغه حالات په پام کې ونیسي او له هغوڅخه دې گټورې پایلې راوباسي:
هغه ته نه ښایي چې په دولتي ضد کارونو کې گډون وکړي او نه دې خپله ډله د چاپه
وړاندې راپاروي.
[په بیړه لاسلېک شوې، ښایي د ر. یوي. یانوفسکي وي]
۲۱ ف
دلاسوندي سرچېنه:
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034D668-96B6-175C-9251846F7B26E7F4&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan