پرافغانستان دشوروي دیرغل پریکړه او دلیاخوفسکي لېکنه
پښتوژباړه: رحمت آریا
جولای ۲۰۰۸
دالکساندرلیاخوفسکي له پلوه
دافغانانو غمېزه او زړورتیا
GPI Iskon, Moscow, 1995, pp.109-112
برېد جنرال الکساندرلیاخوفسکي � دروسېي د ځمکني پوځ جنرال.
دافغانستان د جگړې په مهال یې په افغانستان کې دشوروی سوسیالیستي جمهوریتونو ددفاع
دوزارت د عملیاتي ډلې دبولندوی وي.آی.واریکنوف دمرستیال بولندوی په توگه کار کاوه.
د۱۹۷۹ کال د دیسامبر په اتمه نېټه د لیونید ایلیچ برژینیف په ځانگړي دفتر کې د
شوروي سوسیالیستي جمهوریتونودمرکزي کمیټې دسیاسي بیرود یوې کوشنۍ کړۍ په گډون یوه
غونډه جوړه شوه: یو.اندروپوف، الف. گرومیکو،م.سولوسوف او د.اوستینوف له لیونیدایلیچ
برژنیف سره په غونډه کې راټول شوي ول. هغوی په سیمې کې دشوروي د سرتیرو دپلي کولو
دگټو او تاوانونوپه څیړلو دافغانستان اوورڅیرمه سیمې داوسني اکر په تړاواوږدې خبرې
ترسره کړې. یو.اندروپوف او د.اوستینوف ددغسې یوه گام د پورته کولوداړینتوب
پرهمجولیزوالې 'هماهنگي' اودفاع کې خبرې وکړې او ویې ویل: د شوروي د سویلي
جمهوریتونودخاوروپه گډون د'نوې عثماني سترواکۍ' دجوړولولپاره دامریکا دمتحده
ایالاتو دسي آی اې د ادارې دیوه کارکوونکي (په انقره کې میشت امریکایي پاول هینز)
هڅې؛په سویل کې دیوه ډاډمن دافع هواجوړښت نشتوالی چې له امله یې که امریکایان په
افغانستان کې د 'پیرشینگ' ډوله توغندي ځای پرځای کړي نود شوروي د ژوند اومرگ گڼ
شمیراهداف به په نښه کړای شي او په دې کې به دبینکونور فضایي مرکزهم گډون ولري؛دا
ویره شته چې پاکستان او عراق به دافغاني یورانیمو سرچینې په کار یوسي؛[ښایي]پاکستان
دافغانستان په شمال او دهغه ترڅنگ په څیرمو سیموکې مخالف رژیمونه ځای پرځای کړي ،
او دې ته ورته.
دغونډې په پای کې هغوی د یوه لومړني پلان پرجوړولو پریکړه وکړه چې په دوه وو
پړاوونوکې باید ترسره شي: ۱- د کي.جي.بي د څارکښو په لاس دې حفېظ الله امین لیرې او
پرځای دې ببرک کارمل کښېنول شي؛ ۲- دهمدغې موخې لپاره دې دافغانستان خاورې ته یو
شمیر سرتیري واستول شي.
د۱۹۷۹ کال د دیسامبر په لسمې نېټې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو ددفاع وزیر د.ف.
اوستینوف، ستردرستیز ن.وي.اوگراکوف ته لنډه لارښوونه وکړه او ورته ویې ویل چې سیاسي
بیرو خپلې لومړنۍ پریکړې ته رسیدلې او دلنډمهال لپاره به په افغانستان کې خپل
سرتیري پلي کړي او هغه ته یې بولنده ورکړه چې له ۷۵ تر ۸۰ زروتنو سرتیري دي چمتو
کړي.
ن.وي.اوگراکوف ددغسې پریکړې له امله هک پک او په قهر شو او ویې ویل چې ۷۵ زره تنه
سرتیري به د اکرد کابو کولو وړتیا نه لري نو له دې امله نوموړی د سرتیرو دپلي کولو
پلوی نه وو او هغه یې 'بې پروایي' وبلله. ددفاع وزیر په قهرژلې توگه دهغه خبرې
ودَرَولې:' ته غواړې چې سیاسي بیرو ته درس ورزده کړې؟ستا دنده یوازې د بولندې پرځای
کول دي.....' په همدغې ورځ نیکلای واسیلیویچ 'اوگراکوف' په ناڅاپه د لیونید ایلیچ
برژینیف دفتر ته راوبلل شو چې خوشې په نامه کوشنۍ سیاسي
بیرو(یو.اندروپوف،الف.گرومیکو او د. اوستینوف) غونډه جوړه کړې وه.
ستردرستیزیوځل بیا هڅه وکړه چې په غونډه کې ناستوکسانو ته قناعت ورکړي، هغه ټینگار
کاوه چې دپوځ د کارَولو پرځای دې دافغانستان د لانجې پر سر د سیاسي لارو چارو د
موندولو په اړخونو پریکړه وشي. هغه وویل چې افغانان هېڅکله د پردیو شتون نه شي
زغملای اوهغوی ته یې زموږد ممکنه پوځي عملیاتو په اړه اخطار ورکړ- خو هر څه بې گتې
ول.
خودخبروپه پای کې هغوی په ازمایښتي توگه هوډ وکړچې د اوسني وخت لپاره به د پوځي
بیړنې مرستې په اړه پریکړه ونه نیسي، هرگوره پریکړه وشوه چې سرتیري دي هرومرو خپل
چمتووالی ونیسي.
ماښام وو چې اوستینوف ددفاع وزارت ډله راوبلله او هغې ته یې دپوځي مشرتابه د
لوړپوړوچارواکو کوشنۍ کړۍ ته خبروکړچې په نیږدې راتلونکي کې به دافغانستان پرخاوره
دشوروي دلښکر دپلي کولوپه اړه پریکړه ونیول شي او له دې امله هغوی دې دلښکرچمتووالي
ته ملا وتړي. له همدې امله ووچې ۳۱۲/۱۲/۰۰۱۳۳ شمیره لارښود لېک سرتیرو ته واستول
شو.د دیسامبر له لسمې نېټې وروسته اوستینوف دترکستان په سېمه کې ستردرستیز ته دنوي
لښکردجوړولو په اړه شفاهي لارښوونې ورکولې. د دغو لارښوونو پربنسټ دغوره شویو
سرتیرو خوځښت ترلاس لاندې ونېول شو او دهوایي پوځ او دپوځ نورې څانگې دترکستان پوځې
سېمې ته واستول شوې.دچمتووالې ټولې تابیاوې په پټه ترسره شوې او دځمک انځورو
یانقشوپرمخ ولیکل شوې.
څرگنده ده چې دافغانستان له حالت څخه په کابل کې دیره د کي جي بي د استازي
تورنجنرال ب.ایوانوف دارزونې پربنسټ وروستنۍ پریکړه ونیول شوه. کله چې د دسامبر په
۱۲ نېټه ددفاع وزیر د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې
غوندي ته روان وو د ایوانوف گرازش دهغه د میز پرسرپروت وو. سترجنرال وي.پ. پلاتین
چې په یوه وخت کې د افغان پوځ د ادارې لوی سیاسي سلاکاروو،پورتنۍ گزارش لېدلی او
دغه خبره مني. یوه ورځ مخکې د شوروي د سوسیالیستي جمهوریتونو دفاع وزیرنوموړی ماسکو
ته رابولي اوغواړي هغه ته چې دافغانستان په ډیموکراتیک جمهوریت کې په پوځي چارو کې
له ترټولو ښه خبر سړي دی د را رسیدلي گزارش په اړه مالومات ورکړي ځکه چې اصلي پوځي
سلاکارس. ماگومیتیف نوی افغانستان ته رسیدلی وو اود افغانستان د حالاتو په اړه یې
ژور مالومات نه درلودل. خو کله چې دڅارکښو ادارو له خوا دافغان پوځ په اړه درالېږل
شوي گزارش په وړاندې جنرال خپله ناهمغږي او غبرگون څرگند کړ اودشخړو په ترڅ کی یې
وویل چې دابه په افغانستان کې اوضاع له بده پسې بدتره کړي او ډیرې دراماټېکي پایلې
به ولري، نو د.ف. اوستینوف دکي.جي.بي د استازي ته [کوډ/شفر/محرم] تیلیگرام وروښود
چې پکې وویل شوي ول: ' که تاسو هلته 'په ماسکو کې �ژ' له له یو بل سره پریکړه نه شي
کولای نوموږبه هرومرو'دلته' ' په کابل کې �ژ' پریکړه وکړو.'
ددیسامبر په ۱۲ د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د مرکزي کمیټې سیاسي بیرو' په بله
وینا دغورو شویو غړو ډلې' د یو.وي.اندروپوف،د.ف.استینوف اوالف.الف.گرومېکو په نوښت
په همغږې توگه وروستۍ پریکړه وکړه چې � افغانستان ته دې سرتیري واستول شي، او د
خبرې د پټ ساتلو لپاره دغه پریکړه 'اقدامات' ونومول شوه. شوروي مشران گروهن ول چې
دغه گامونه به، پرته له دې چې نورې موخې ولري، یوازې دهېواد د حالاتو پیاوړتیا اوښه
کولوته گټور وي. دغونډې تړونلېک چې تر ډیرې مودې پورې ترټولوپټ لاسوندی گڼل کېده
اود ک.یو.چرنینکو په لاس لېکل شوی وو، هېڅ چا ان د مشرتابه لوړپوړو چارواکوته ونه
ښودل شواو په ځانگړي صندوق کې وساتل شو او د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د کمونیست
گوند دمرکزي کمیټي په ځانگړې دوسیه کې بندي خو ژوندی پاتې شو.
دغه لاسوندی په ډاگه څرگندوي چې افغانستان ته د شوروي د سرتیرو د لیږد پیلوونکي او
پریکړه کوونکي څوک ول. تړونلېک د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو دمرکزي کمېټې د سیاسي
بیرو ټولو هغوغړوچې په غونډې کې یې برخه درلودله لاسلېک کړ. په دغووختونوکې د هغه 'تړونلېک'
'په وړاندې' چاخبرې نه شوای کولاې.د سیاسي بیرو هر غړی پوهېده چې ناموافقت به یې
څنگه د سترگو په رپ کې د گوند سکرترجنرال ته و رسول شي او له همدې امله ول چې هر
وړاندیز په پټو سترگو 'دټولو غړو له پلوه' په ټولیزډول منل کېده. د هغې ورځې تگلاره
او پرنیسپ دا وو چې ټولیزاومجموعي پټپټاني واک چلاوه. د یادولو وړده، الف.ن.کاسیگین
چې د دغې سکالوپه اړه یې منفي دریزدرلود، په غونډې کې گډون ونه کړ. په تړونلېک کې د
'الف' له توري څخه موخه 'افغانستان' اوله 'اقداماتو' څخه موخه دغه هېواد ته د
سرتیرو د لیږنې معني را څرگندوي. له دې امله افغانستان ته د سرتیرو د لېږلو د
پریکړه کوونکو پازوالو 'مسوؤلینو' په اړه د ناسمو ډنډورو اوناهمآهنگیو لمنه ورټوله
شوله.
له افغانستانه ' دکي جي بي له پلوه � ژ' را رسېدلي پټ (محرم) تیلیگرامونه داسي
منښته څرگندوي چې د افغانستان په اړه د شوروي د مشرتابه له پلوه نیول شوي گامونه
گڼې سم اوپرځای گامونه ول.
د سرتیرو دلېږد په تړاو داسې یو حکم نه وو چې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د رﺋـیسه
هېـﺋـت د عالي شوری له خوا دې صادر شوی وي.ټول امرونه په شفاهي ډول ورکول کیدل. دا
ددې لپاره شوې ول چې گڼې محرمیت په پام کې ونیول شي او امین غافله راچاپیر کړي.
د شته سیاسي دودونو اوتگ لارو پربنسټ په هغووختونوکې د مهمو سیاسیي پریکړو په اړه
ددغسې اعمالو ترسره کول ممکن ول:په رښتوني اړخ کې، دشوروي سوسیالیستي جمهوریتونو
دکمونیست گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو په منځ کې چې 'د واکمن گوند ترټولو لوړه
او پیاوړې څانگه وه' یوه ټولیزه دودیزه پالیسې داوه چې ددولت ټولو ارگانونونو به
هره پریکړه په 'رسمي' اوساده ډول منله او پریکړه به دخلکو خبرتیا ته وررسیدله.له
همدې امله که هرڅومره دلیل راوړلو نو بیا هم دې پایلې ته رسیږو چې که دغه سکالو د
شوروي د رﺋـیسه هېـﺋـت عالي شوری ته د خبرو اترولپاره راوړاندې شوې وه نو ټولو به 'دویل
شوي دود پربنسټ �ژ' په یوه غږپه پټو سترگو منلې وه. ځکه هغه وخت د 'متحده نظر'
دَوریا پـَیر وو او دیوه ډیر سختچاری یا مقیده سیستم تر سیوري لاندې چې د گوند د
څانگنومونو 'نومینکلیچر' په پوړیوکې یې جوړ کړی وو، ان یوه گام ته یې اجازه نه
ورکوله چې د گوند د سیاسي بیروله پریکړواو کرښو څخه دې هاغه غاړه واخیستل شي؛ هغه
کسان چې د دولت په لوړو پوړونو کې ټاکل شوي ول د همدغسې یوه سیاسي جوړښت تر بشپړ
څارلاندې ول.
له روسي انگریزي ته ژباړه : دواشنگتن په پوهنتون کې د ملي امینت له آرشیف څخه میرمن
سویتلانا سارانسکایا
له انگلیسي پښتو ته ژباړه: رحمت آریا
سرچینه:
http://www.gwu.edu/~nsarchiv/NSAEBB/NSAEBB57/soviet2.html
اتم لاسوندی کښیکاږي. دا لاسوندی په مایکروسافټ ورډ کې لیکل شوی. چې انگلیسي بڼه یې
دا ده:
From: Alexander Lyakhovsky,
The Tragedy and Valor of Afghan
GPI Iskon, Moscow, 1995, pp.109-112
Alexander Lyakhovsky�Major General, General Staff of the Russian Army. During
the war in Afghanistan served as assistant to Commander of Operative Group of
the USSR Defense Ministry in Afghanistan General V. I. Varennikov.
On December 8, 1979, a meeting was held in L. I. Brezhnev�s private office,
which was attended by the narrow circle of the CC CPSU Politburo members: Yu.
Andropov, A. Gromyko, M. Suslov and D. Ustinov. They took a long time discussing
the present situation in Afghanistan and around it, considered all the pros and
contras of introducing the Soviet troops in the area. Yu. Andropov and D.
Ustinov cited the reasons justifying the necessity of such step, such as: the
efforts, undertaken by the CIA of the USA (U.S. resident in Ankara--Paul Henze),
for creating a �new Great Ottoman Empire,� which would have included the
Southern republics of the USSR; the absence of a reliable air defense system in
the South, so that in the case of stationing of the American missiles of the
�Pershing� type in Afghanistan, they would threaten many vital Soviet objects,
including the space center Baikonur; the danger that the Afghan uranium deposits
could be used by Pakistan and Iraq for building nuclear weapons; [possible]
establishment of opposition regimes in the Northern areas of Afghanistan and
annexation of that region by Pakistan, and so on.
At the end of the meeting they have decided, as a preliminary plan, to develop
two options: (1) to remove H. Amin by the hands of KGB special agents, and to
put Babrak Karmal in his place; (2) to send some number of Soviet troops on the
territory of Afghanistan for the same purposes.
On December 10, 1979, the Defense Minister of the USSR D. F. Ustinov summoned
Chief of General Staff N. V. Ogarkov, and informed him that the Politburo had
reached a preliminary decision of a temporary introduction of the Soviet troops
into Afghanistan, and ordered him to prepare approximately 75 to 80 thousand
people. N. V. Ogarkov was surprised and outraged by such a decision, and said
that 75 thousand would not be able to stabilize the situation, and that he was
against the introduction of troops, calling it �reckless.� The Minister of
Defense cut him off harshly: �Are you going to teach the Politburo? Your only
duty is to carry out the orders . . .� On the same day, Nikolai Vasilievich [Ogarkov]
was promptly summoned to L. Brezhnev�s office, where the so-called �small
Politburo� (Yu. Andropov, A. Gromyko and D. Ustinov) was in session.
The Chief of General Staff once again tried to convince those who were present,
that the Afghan problem should be decided by the political means, instead of
relying on using force. He cited the traditions of the Afghan people, who never
tolerated foreigners on their soil, warned them about the possible involvement
of our troops in military operations, -- but everything was in vain. However, in
the end of the conversation they tentatively determined that for the time being
they would not make the final decision on the immediate military assistance,
but, in any case, the troops should start preparing.
In the evening, D. Ustinov gathered the Ministry of Defense Collegium and
informed the narrow circle of officials from among the highest military
leadership that possibly in the near future the decision would be made to use
the Soviet troops in Afghanistan, and that they had to start preparing the
appropriate forces. For this purpose Directive # 312/12/00133 was sent to the
troops. Beginning from December 10, D. F. Ustinov started giving oral
instructions to the Chief of General Staff regarding formation of a new Army in
the Turkestan military district. On the basis of these instructions, selective
mobilization of troops was carried out, and airborne and other military units
were transferred to the Turkestan military district. All arrangements were
carried out in secret, and noted on the maps.
Apparently, the final step was made after they received the report from the KGB
representative, General-Lieutenant B. Ivanov, stationed in Kabul, with his
evaluation of the situation in Afghanistan. This report was on the table of the
Defense Minister at the moment when he was leaving for the CC CPSU Politburo
meeting in the morning of December 12. General-Major V. P. Zaplatin, who was at
that time adviser to the Chief of Political Administration of the Afghan army
testified about it. The day before, the USSR Defense Minister summoned him to
Moscow to report on the situation as the man with the most thorough knowledge of
the state of affairs in the army of the Democratic Republic of Afghanistan,
since principal military adviser S. Magometov, who had just arrived [in
Afghanistan], did not fully grasp the Afghan situation yet. However, when the
General expressed his disagreement with the assessments of the Afghan Army
provided by our special services, and presented his arguments to the effect that
they had dramatized the situation developing in Afghanistan excessively, D. F.
Ustinov showed him a coded telegram signed by the KGB representative, and said,
�You cannot come to an agreement there, but we need to make a decision [here].�
On December 12, at the session of the CC CPSU Politburo (or rather its elite),
on the initiative of Yu. V. Andropov, D. F. Ustinov, and A. A. Gromyko, the
final decision was made unanimously�to introduce Soviet troops into Afghanistan,
although in the interest of secrecy, it was called �the measures.� The Soviet
leaders believed that that step was intended to promote the interests of
strengthening the state, and pursued no other goals. The protocol of that
session, handwritten by K.U. Chernenko, which for a long time was super secret,
was not shown to anybody, not even those among the highest leadership and was
kept in a special safe, survived in a special folder of the CC CPSU.
This document to a large extent clarifies who were the initiator and executor of
the introduction of Soviet troops into Afghanistan. The protocol was signed by
all the CC CPSU Politburo members, who were present at the session. In those
times nobody spoke �against� [it]. Every Politburo member knew how a
disagreement with the opinion of General Secretary would be received, and
therefore all proposals were �received with unanimous approval.� The principle
of collective cover-up ruled the day. It is significant that A.N. Kosygin, whose
position on this issue was negative, did not attend the session. In the
document, the letter �A� signified Afghanistan, and the word �measures�
signified the introduction of Soviet troops into that country. Therefore, all
the false rumors, and inconsistencies regarding who was responsible for making
the decision to introduce troops into Afghanistan have been removed.
The coded telegrams coming from Afghanistan looked as if they provided
confirmation that the steps undertaken by the USSR leadership in regards to
Afghanistan were the right ones.
There was no Decree of the Presidium of the USSR Supreme Soviet on the issue of
the introduction of troops. All orders were given orally. That was justified by
the need to ensure secrecy and the need to confuse H. Amin.
In those times, such actions were possible as a result of the existing practice
of making important political decisions: in reality, after their adoption by the
CC CPSU Politburo (the highest organ of the ruling party), they were, for the
main part, simply formally �approved� by the state organs, and were announced to
the people. Therefore, there is every reason to believe that if that issue was
raised at the Supreme Soviet, it would have been decided unanimously positively.
Because that was the era of �unified thinking,� and the strict system of
hierarchy created by the party nomenclature did not allow even one step outside
the line determined by the CC CPSU Politburo; the people who occupied the key
posts in the government, were under the total control of that system.
Translated by Svetlana Savranskaya, The National Security Archive.