مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

[افغانستان ته] د سرتیرو دلیږدپریکړه کله او ولې ونېول شوه

پښتو ژباړه: رحمت آریا
جولای ۲۰۰۸
پرافغانستان ولې او څنگه یرغل وشو

پېژندنه :
د گریگوري کورنینکوڅرگندونې

گریگوري.م. کورنینکو(دشوروي دبهرنیوچارو دوزیرپخوانی مرستیال � انځور یې دلاسوندي په پای کې وگورﺉ - ژ)
د گریگوري.م. کورنینکوله پلوه : سړه جگړه: دگډونوالو مـَنـَښته 'شهادت'
'ماسکو،میژدونـَرونې اتنـَشینې "نړیوالې اړیکې - ژ" ۱۹۹۴" پ پ. ۱۹۳-۱۹۵

دلېخاوفسکي له کتاب او د گریگوري.م. کورنینکو له څرگندونوڅخه غوره شوې برخې :سړه جگړه: دگډونوالو مښته 'شهادت''ماسکو،میژدونـَرونې اتنـَشینې "نړیوالې اړیکې" په پراخه توگه هغه پریکړه څیړلې چې افغانستان ته دسرتیروپریکړه څنگه ونېول شوه. یوازینی لاسوندېزیا مستند ثبوت چې په ډیرمحرم ډول ټرډیرووختونوپورې پټ ساتل شوی وو په لاس لېکل شوی هغه لاسوندی دی چې د 'الف' حالت نومیږي او د۱۹۷۹ کال ددیسامبرپه ۱۲ نېټه دسیاسي بیرو غړو لاسلېک کړی وو او په مخکیني لاسوندي کې وژباړل شو.

دلاسوندي پیل
فغانستان ته] د سرتیرو دلیږدپریکړه کله او ولې ونېول شوه.
د[د گریگوري.م. کورنینکوله پلوه : سړه جگړه:دگډونوالو مښته 'شهادت''ماسکو،میژدونـَرونې اتنـَشینې "نړیوالې اړیکې -ژ" ۱۹۹۴" پ پ. ۱۹۳-۱۹۵]

د۱۹۷۹ کال د مارچ او اکتوبردمېاشتو [په اوږدکې] ما او الف.الف گرومېکوډیري وختونه د شوروي سرتیرو داستولو په اړه د افغان د دولت پرغوښتنې له یوبل سره خپل اندونه گـَډَول او هرکله موچې د نظریاتوراکړه ورکړه کوله نو یوه گډ نظر ته رسیدلو چې دغه به یو ناشونی کار وي. د دغې سکالوپه تړاو ما د اکتوبرترمېاشتې پورې پر یو.وي.اندرپوف یا د.ف.اوستینوف، پریوه هم شک نه درلود. هرگوره، یووخت د اکتوبرپه مېاشت کې، کله چې امین، تره کی له واک څخه راوپرځاوه، د گرومیکو ' لاس اوپښې وتړل شوې' � هغه نور له ماسره په خپلوخبرو اتروکې افغانستان ته د شوروي د سرتېرو د لېږو په اړتیا ' یا نه اړتیا ' خبرې نه کولې. کله چې سرتیري ولېږل شول زه ور سره د خبروپه ترڅ کې دې پایلې ته ورسیدم چې گرومېکو د 'الف' په اړه د سرتیرود لېږد پریکړه منلې، خو نوموړی د دواړو اندروپوف او اوستینوف له پلو تر'فشار' لاندې نیول شوی وو. دا چې له دغودواړو کوم یویې له خپل لومړی نظرڅخه اوښتی او د سرتیرو د لیږد په ملاتړیې خبرې کړې څرگنده نه ده او یوازې انگیرنه کولای شو اوبس.

او اندروپوف چې په هغه وخت کې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د کي جي بي مشروو د خپلو لوړپوړو چارواکوپه لاس کې یو یرغمل ووچې له یوې خوا یې د امین انځور د یوه امریکایي څارکښ (جاسوس) په توگه راکښلی وو او دهغه د واکمنۍ دوام یې په ښندیز یا مبالغوي ډول شوروي ته یو گواښ باله

هغه نوي لاسوندي چې په دغو نیږدې وختونو کې زمالاس ته راغلي دې ته نغوته کوي چې همدغه اوستینوف دد غه غم لړي ' الف' یرغل وروستنی تاﺋـید یې وکړ. افغانستان ته د شوروي سرتیرو د لیږد په اړه دهغه نظر [له ( نه اړتیا) څخه (اړتیا) ته � ژ)هغه مهال بدلون مومي کله چې د ۱۹۷۹ کال په مني کې امریکایي سمندري بیړۍ د فارس په خلیج کې ودرېدلې او موږته را رسیدونکو مالوماتو راڅرگندول چې امریکا چمتو اوپرایران یې ممکنه یرغل ته ملا را تړلې او دغه به د سېمې د حالت په پوځي ستراتیژیکې معادلې کې د بدلون د گواښ په رامنځ ته کولو د شوروي گټو ته تاوان ورسوي. که امریکا له خپلې خاورې څخه په زرگونوکیلومتره لیرې ځان ته اجازه ورکولای شي چې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو تر زنې لاندې کرښوته رانیږدې شي نو په گاونډي افغانستان به کې موږ ولې د خپلودریزونو په ساتنه کې وویریږو؟ دا د اوستینوف تقریبي نظر وو. او اندروپوف چې په هغه وخت کې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د کي جي بي مشروو د خپلو لوړپوړو چارواکوپه لاس کې یو یرغمل ووچې له یوې خوا یې د امین انځور د یوه امریکایي څارکښ (جاسوس) په توگه راکښلی وو او دهغه د واکمنۍ دوام یې په ښندیز یا مبالغوي ډول شوروي ته یو گواښ باله او له بلې خوایې دشوروي په گټه د حالت په بدلون کې د شوروي د پياوړتیا په اړه ډیره مبالغه کړې وه. د کي جي بي د کارکوونکوپه منځ کې زه د دغسې حالت او باور له شته والي څخه خبروم.
زما د مالوماتو پربنسټ افغانستان ته د سرتېرو د لېږد سکالو، په پوځ کې د یوشمیرکسانو په منځ کې لکه د پوځ ستردرستیز ن.وي اوگراکوف، دهغه لومړي مرستیال س.ف. اخریموف او دعمومي عملیاتو د څانگې مشر وي.آی. وارنیکو،لېوالتېا را ونه وپاروله. هغوی د سیاسي اړخونو په پرتله د دغې لېږدونې په وړاندې خپل غبرگون او نیوکه یوازې په کارپوهیزه برخه کې راڅرگنداوه او په ویتنام کې له امریکایانو سره په نښته کې (په نغوتې) یې خپل ملاتړکاوه:پرته له دې چې په اروپا او له چین سره په لېکوکې د شوروي د میشتو سرتیرو په شمیره کې د پام وړلږوالی او ضعف رامنځ ته شي له افغانستان سره جگړه ناشونې وه، او په هغه وخت کې په دغو ځایونوکې د پوځ د شمیرې راټېټونه د منلو وړنه وه. خوپه پای کې اوستینوف د هغوی نظر وغانده. ترهغه ځایه چې زه پوهیږم، د شوروي د سوسیالیستي جمهورتیونو د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې نړیوالې څانگې افغانستان ته د سرتیرو لېږنه یوه تیره وتنه اواشتباه وبلله او هڅه یې وکړه چې دغه خبره د مشرتابه دلوړپوړوچارواکو ترغوږونو ورسوي خوبریالې نه شوه.
ما وروسته هڅه وکړه چې د پیښو د پرمختگ لړۍ اواړیکې له یو بل سره وتړم او په دې توگه ماته د سرتیرو د لیږد په اړه د دغو دریواړو د دریزونوسنجونه ستونزمنه برېښېدله او دغې سنجونې د اکتوبر،نوامبر او د دسامبردمېاشتې تر لومړیوپورې دوام درلود. د۱۹۷۹ کال د دسامبر په ۱۰ نېټه اوستنیوف ستردرستیزته شفاهي امرورکړچې د ترکستان په پوځي سیمه کې دې یوه پارا شوتي فرقه، پنځه پلې فرقې چې دالوتکو له لارې دلیږدولو لپاره چمتو وي پلي کړي او همدلته دې دوه سپکې موتروریزه فرقې د لیږلولپاره برابرې کړي اود کوشنیوپوځي بیړیوغـُـنـډ دې پرته له دې چې په کومې دندې وگومارل شي د بشپړتیارسـي حالت کې ودرول شي.

د دیسامبر په ۲۴ نېټه اوستینوف د دفاع د وزارت لوړپوړي چارواکي پرته له دې چې د دغه مأموریت موخه ورڅرگنده کړي په یوې غونډه کې راټول او هغوی ته یې د شوروي سرتیرود لیږد پریکړه اعلان کړه.

افغانستان ته د شوروي سرتیرو وروستنۍ سیاسي پریکړه د دیسامبرد مېاشتې په نېمایي کې د ۱۹۷۹ کال د دیسامبرپه ۱۲ نېټه د شوروي د مشرانو د یوې کوشنۍ کړۍ له پلوه ونېول شوه: برژنیف، سولوسوف،اوستینوف او گرومېکو (یو شمیرورځپاڼې د کاسیگین نوم هم اخلي خو زما د مالوماتو پربنسټ هغه په دغه غوڼده کې حاضرنه وو، ځکه چې ناروغه وو). له دې امله د برخلېک دغه پریکړه د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو د یوې کوشنۍ ډلې له پلوه ونیول شوه خو د سیاسي بیرو دغه په لاس لېکل شوې پریکړه وروسته له اصلي پریکړې ولیکل شوه او بیا د سیاسي بیرو پرټولو غړو لاسلېک شوه.
له هغه وروسته د (پوځي) ډلگیو چمتووالي اوجوړولو ته لا اوږه او چټکتیا ورکړل شوه او له پوځي سیمو څخه گاونډي هیواد ته په پوله کې پرتوډلگیو ته د ننوتلو (دنده) وسپارل شوه. د دیسامبر په ۲۴ نېټه اوستینوف د دفاع د وزارت لوړپوړي چارواکي پرته له دې چې د دغه مأموریت موخه ورڅرگنده کړي په یوې غونډه کې راټول او هغوی ته یې د شوروي سرتیرود لیږد پریکړه اعلان کړه. په همدغې ورځ د دفاع د وزیر په لاس لومړی چاپ شوی لاسوندی لاسلېک او چمتو شو � چې لارښود لېک نومېده � په لارښود لېک کې ویل شوي ول پریکړه شوې چې (دهېواد په سویلي برخوکې د افغانستان په ډیموکرایتک جمهوریت کې دې د شوروي څو څانگې پلي شي چې موخه یې له افغان وگړو سره د نړیوالو مرستو ترسره کول دي او د وړندو یا مساعدو حالاتو په رامنځ ته کولو دې د دواړوهېوادونو په سرحدي برخوکې د شونواوممکنه افغاني ضد اقدماتومخه ونیول شي.)
ژباړه: سویتلانا ساورنسکایا، دملي امنیت آرشیف

له کنفرانس وروسته د ډوډۍ په وخت: (له کېڼې - ښۍ خوا ته) د کي جي بي پخوانی مأمور نیکلای س. لیوانوف، دملي امنیت د آرشیف غړی سویتلانا سارانسکایا، دامریکې پخوانی سفیرریموند ل. گراتفورد، د شوروي د بهرنیوچار د وزیرپخوانی مرستیال گریگوري م. کورنینکو او د امریکا ددفاع پخوانی وزیرمک نامرا
دانځورسرچېنه:
http://www.gwu.edu/~nsarchiv/nsa/cuba_mis_cri/McNamara%20lunch.JPG

د ټول لاسوندي سرچینه:
http://www.gwu.edu/~nsarchiv/NSAEBB/NSAEBB57/soviet2.html
لسم لاسوندی
له دې چې لاسوندی میرمن سوتیلانا ساورنسکایا په مایکروسافت آفیس کې په انگریزي ژبه ژباړلې اولاسوندی یوازې د لیکوال لیاخوفسکي له کتاب څخه په اخځ را غوره شوی نو که لوستونکي لاسوندی راخلاص هم کړي لاندینی انگریزي متن به په لاندې ډول وگوري:

When and Why the Decision to Send Troops [to Afghanistan] Was Made.
[from Georgy M. Kornienko, The Cold War: Testimony of a Participant, Moscow, Mezhdunarodnye otnosheniya, 1994, pp. 193-195]

[In the period] from March to October 1979, A. A. Gromyko and I often exchanged opinions regarding the requests from the Afghan government to send in Soviet troops, and every time we came to a shared understanding that such a step would be impermissible. I have not noticed any doubts on that issue on the part of Yu. V. Andropov or D. F. Ustinov either until October. However, some time in October, after the physical removal of Taraki by Amin, Gromyko became �locked in��in his conversations with me he no longer touched upon the issue of the expediency (or inexpediency) of sending Soviet troops into Afghanistan. From my conversations with him, already after the introduction of troops, I concluded that it was not Gromyko who said �A� in favor of such decision, but that he was �pressured� into it by Andropov and Ustinov together. Which one of those two was the first to change their initial point of view and spoke in favor of sending the troops, one may only guess.
Additional evidence that became available to me recently, leads me to suggest that it was Ustinov after all, who said �A� in this sad affair. The push to change his former point of view of inexpediency of sending Soviet troops in Afghanistan came from the stationing of American military ships in the Persian Gulf in the fall of 1979, and the incoming information about preparations for a possible American invasion of Iran, which threatened to cardinally change the military-strategic situation in the region to the detriment of the interests of the Soviet Union. If the United States can allow itself such things tens of thousands of kilometers away from their territory in the immediate proximity from the USSR borders, why then should we be afraid to defend our positions in the neighboring Afghanistan?�this was approximately Ustinov�s reasoning. As far as Andropov is concerned, who at that time was Chairman of the USSR KGB, in this situation he was a hostage of his own apparatus, which on the one hand exaggerated the danger for the USSR of Amin�s continuation in power, because he was being portrayed as an American agent, and on the other hand, exaggerated the power of the USSR to change the situation in the desirable for the USSR direction. I was aware of the existence of such mood and perceptions in the KGB apparatus.
Among the leadership of the General Staff, people like Chief of General Staff N. V. Ogarkov, his First Deputy S. F. Akhromeev, and Head of Main Operations Department V. I. Varennikov, the idea of sending troops to Afghanistan did not inspire any enthusiasm, according to my information. For understandable reasons, they justified their objections against it by professional rather than political considerations, supporting them by [referring to] the American experience in Vietnam: the impossibility to cope with Afghanistan with the forces that could be used [for it] without substantially weakening the Soviet groups of forces in Europe and along the border with China, which was not acceptable in those years. However, in the end, Ustinov disregarded their opinion. As far as I know, experts of the International Department of the CC CPSU regarded the decision to send troops to Afghanistan as a mistake as well, and tried to let their considerations on that issue be known to the highest leadership, but without any success.
As far as I was able to reconstruct the development of the events later, the difficult deliberations of the �three� over the problem of whether to send the troops or not continued all through October, November, and the first part of December. On December 10, 1979, Ustinov gave an oral order to the General Staff to start preparations for deployment of one division of paratroopers and of five divisions of military-transport aviation, to step up the readiness of two motorized rifle divisions in the Turkestan Military District, and to increase the staff of a pontoon regiment to full staff without setting it any concrete tasks.
However, the final political decision to send Soviet troops into Afghanistan was made in the second part of the day on December 12, 1979 by a narrow group of Soviet leaders: Brezhnev, Suslov, Andropov, Ustinov, and Gromyko (some publications also mention Kosygin, but according to my information, he was not present there because he was ill on that day). Thus the fateful decision was made by not even full CC CPSU Politburo, although a handwritten Resolution of the Politburo was prepared after the fact, which was signed by almost all the members.
After that, accelerated preparations of [military] units and formations that were assigned [the task of] entering the neighboring country began in the military districts on the border with Afghanistan. On December 24, Ustinov convened the highest leadership of the Defense Ministry and made an announcement of the decision to send Soviet troops into Afghanistan without explaining the purpose of that mission. On the same day, the first printed document signed by the Defense Minister was prepared�the directive, which said that the decision was made to �send several contingents of Soviet troops deployed in the southern regions of the country into the territory of the Democratic Republic of Afghanistan for the purposes of rendering internationalist assistance to the friendly Afghan people, and also to create favorable conditions to prevent possible anti-Afghan actions on the part of the bordering states.�

Translated by Svetlana Savranskaya, The National Security Archive.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery