لمړۍ پېښه :
عجيبي اوغريبي پېښي خو ډېري پېښېدلي او هره ورځ له داسې پيښو خالي نه و، خو څو
واقعات غواړم دنموني په ډول سره وليكم، يوه ورځ مي وليدل چې يو سپين ږيرى سړي يې
راوست ، عسكرو يې لاسونه تر شاه ورتړلي دي او په ډېر زور سره يې كشوي او په يوه
خيمه كې يې چې ماته نژدي وه وغورځاوه، خلاص يې كړ او عسكر ځيني ووتل دخيمي كاونډيو
وروڼو ورته وويل: چې بابا پورته شه؟ خو هغه دومره ستړي شوي و چې نشواي ولاړيدلاي،
بيا وروڼو ترلاسو ونيوه او پورته يې كړ، ساه يې ټپه دريدلي وه او خبري يي نشواي
كولاي البته وارخطا به هم وو، وروڼو ورسره كمك وكړ او دسپين ږيري غريب څخه هر څه
ورك وو ، تريوي ورځي پورې سپين ږيري بابا هم داسي و، په دي نه پوهيده چې چيرته يم
او څه راسره كيږي، حتي په دي هم نه پوهيده چې موجوده بنديان څوك دي، دعسكر او بندي
تر منځ يې توپير نشواي كولاي، دويمه ورځ يې بيا تحقيق ته نوم ياد شو، خو چي كله يې
پړمخي پريوتو ته هڅاوه دي نه پوهيده چي څنګه پريوزي او نورو وروڼو هم ورسره كمك
نشواي كولاي، ځكه چې نور وروڼه مجبوره وو چې پاي ته ولاړ شي او بل طرفته وګوري،
عسكرو په ډېره بي رحمۍ پړمخي ورغورځاوه او سر بيره پر كښيناستل ، ټينګ يې وتاړه او
دغه ورور يعني سپين ږيري بابا فكر كاوه چې حلالوي مي، وژني مي او په زوره زوره به
يې ناري وهلي كافرانو دوه دقيقي مي پريږدئ چې دوه ركعته نفل وكړم؟ بيا مي حلال كړئ،
خو عسكريې به ژبه نه پوهيدل له حركت سره به يې نور هم زور پركاوه، موږ له ليري څخه
ورته ناري وهلې بابكه نه دي وژني تحقيق ته دي بيايې يواځې څه پوښتنه درڅخه كوي او
بيرته دي راولي، خو ده به له ډېري وارخطايۍ څخه زموږ هيڅ هم نه اوريدل، ما په هغه
ساعت كي ډېر سخت وژړل او د ژړا په حالت كي له ډېر قهره اوغوسي نا اميدي څخه، به كله
کله راڅخه وخندل شول، خو وروسته چې كله موږ ددغه بابك څخه معلومات وكړ عمريي يوسل
او پنځه كاله �105- كاله و، داروزګان ولايت، دچارچينو دولسوالي اوسيدونكي وو،
لومړنىکس وو چی دګوانتانامو دكيوبا له دوزخ څخه خوشي شو .
دوهمه پېښه
سهار وختي كښيناستلو او لمانځه ته تيارى كوو، داوداسه له تكليفه خو خلاص وو، تيمم
مو وواهه او سنت مو وكړل ، دلمانځه امامت ته زه وړاندي شوم، چې كله مو لمونځ شروع
كړ ، نيت مو وتاړه ډېر وختي او دسهار لومړى وخت و، په وره كې عسكرو ديوه عرب ورور
نمبر ياد كړ، چې تحقيق ته يې بوځي، عرب ورور عادل نوميده او دتونس اوسيدونكي و، او
له موږ سره په جماعت كې ولاړ و، دوي مونږ ليدلو چې لمونځ ادا كوو او ولاړ يو، خو
دوي صبر ونكړ او دويم ځل يې بيا به لوړ غږ نمبر ياد كړ او ورسره جوخت يې ناري كړی
هري اپ.
(herry up) ( په تلوار سره) خو بيا هم موږ په لمانځه كې وو، عسكرو نور صبر ونكړ په
ډېره غوسه او تلوار سره يې دروازه بيرته كړه او په منډه زموږ خيمي ته داخل شول، زه
له ركوع څخه پورته او سجدي ته ولاړم چې دسجدي په حالت كې مې دوه عسكر پرسر
راكښيناستل او پر سريې زور راكاوه چې پورته نشم او نورو عسكرو عادل ورور له صفه كش
كړ، ويې تړی، له خيمي څخه يې وايست او وروسته عسكر زما له سر څخه ولاړ شول، بيرته
موږ خپل لمونځ راوګرځاوه او عادل ورور يې په ډېري سختۍ سره كشاوه اوتحقيق ته يې
بووت ، دنړۍ په قوانينو كې تر ټولو مهمه خبره داده، چې دمذهبي شعائرو او دودونو
احترام وشي، ځكه دنړۍ ټولې بدبختۍ دمذهبي دودونو له سپكاوي څخه پيدا شويدي او هر
وخت چې عامي وژني او دملتونو په مينځ كې تعصب ډېر شوي، دمذهبي توهينوونكيو اعمالو
په خاطر، په نړۍ كې په دي ډېر ټينګار كيږي چې هيڅ وخت بايد دمذهبي چارو بي احترامي
ونشي، خو امريكايانو ددنيا له قوانينو په بغاوت سره دمذهبي چارو داسي احترام كاوه.
دريمه پېښه
دري خيمي سره نژدي وي يواځې يو اغزن سيم تر منځ وو، چی ددوو خېمو حدود يي معلومول
دغرمې د ډوډۍ وخت و، او عسكرو دغرمې استحقاق ووېشه زما وڅنګ ته يوه خيمه وه چي يو
پاكستانى ورور هم پكښې وو او دغاښونو له درد څخه يې هم شكايت درلود، نرسانو ته يي
زښت ډېر وويل خو يواځې به په ټالينوTalinol ګوليوځوابيده چې دهر مرض لپاره وركول
كېدي، درديې ساعت په ساعت او ورځ په ورځ زياتيده په هم دغه غرمه يې ډوډۍ په تلوار
سره نشواى خوړلى نيم ساعت يعني ديرش دقيقي وخت تير شوخودغه ورور ډوډۍ تمامه نه كړه
په همدغه ورځ يو پنډ پړسيدلي لنډ عسكر وو ټيټه ونه يې درلوده شني سترګي دبيزوګي شكل
يي درلود خورا غوښن هم و، ددې ظالم د ډوډۍ وركولو او بيرته دكچري ټولولو نوبت و نيم
ساعت پوره شو نورو وروڼو ډوډۍ وخوړله خو هغه پاكستاني ورور چي دغاښو درديې درلود د
خوراك په نيمايې حالت كي و، نورو وروڼو كچره وركړه خو ده عذر وكړ او عسكر ته يې
وويل كه څه لږ نور وخت وركړي ځكه چې دى معذور دى دغه ظالم ددي پر ځاي چې دده عذر
قبول كړي دغه بندي دروازي ته وغوښت او ورته يې وويل چې ولي دي ډوډۍ نه ده خوړلي
بيايې په يوه لاس ترغاړه ونيوي او په بل لاس يې په ډېر قوت سره په سوكانو په خوله
خوله وواهه او موږ ورته كتل څه مو نشواي ورته ويلى. دې ظالم داحق نه درلود نيم ساعت
پوره شو كه يې ددغه ورورعذر نه قبلولي نو باقي ډوډۍ به يې ترې اخستي واي خو وهل
دانسانيت له چوكاټه وتلى كار و، شپه راغله د ډوډۍ كارتنونه توزيع شول خو كله چې
دوجبو د وېش وخت راغى موږ يې له اخستلو ډډه وكړه دډوډۍ د نه خوړلو خبر په محبس كي
خپور شو خو دمحبس پر مسؤولينو يې ښه اغيزه نه درلوده، دمحبس مسؤول ورسره نور څه لوړ
رتبه عسكر محبس ته راغلل، هری خيمي ته دريدل او د ډوډۍ دنه خوړلو علت به يې پوښت
زمونږ خيمي ته چې راغلل موږ په يوه اواز دتيري غرمي پيښه ورته ياده كړه ،مسؤول
قبوله كړه چي بيا به داسي نه پيښيږي بيا موږ ډوډي واخستله او ومو خوړله يوه بله ورځ
محمد نواب سخت مريض و، محمد نواب دسعودي عربستان اوسيدونكي و، هميشه به مريض و،په
دغه ورځ ډير مريض و، دولاړيدو توان يي نه درلود تفتيش يا تلاشي راغله موږ دمعمول په
څير شاته ولاړو دغه ورور دحركت نه و، امريكايان داخل ته راغلل دغه پنډ ظالم هم
ورسره و، چې كله يي مريض بندي په ځاي كې پروت وليد نويي په وهلو شروع وكړه په
سوكانو او لغتويي واهه تر څو يي په كشولو تر اخره ورساوه ديادوني وړ ده چې په
امريكايي عسكرو كې سم سړي هغه وو چې خپله يې بد نه واى كړي خو بل ته د ظلم نه كولو
نصيحت هيچا نه کاوه خو دغه ظالم عسكر له موږ سره تر پخوا ډېر تعصب كاوه او موږ به
هيچا ته هم شكايت نشواي كولاي همدغه عسكر دقرانكريم بيعزتي وكړه چي په راتلونكي
پېښه كې يې مفصل بيان دي.
څلورمه پېښه
يوه ورځ دورځي لخوا په خيمه كې ويده وم دخيمي نورو ملګرو ځينو وظيفه كوله ځينو
تلاوت او ځينو هم شطرنج كاوه يو يمني ورور د شطرنج لوبه دامام شافعی صاحب په يوه
روايت روا بلله او ډېره مينه يې ورسره درلودله او عمر يې تقريباً 50 تر 55 كلو پوري
و، په ښه خواږه خوب ويده وم چې دځينو وروڼو په ژړا سره له خوبه راويښ شوم ځيني
وروڼه په زوره زوره سلګي وهي او څوك ژاړي زه حيران شوم چې څه پيښه ده اوپه نوروخيمو
كې هم داسي حالت وو او دا وروڼه داسي خفه دي چې ما كله هم نه وو ليدلې. پوښتنه مي
وكړه خير خو دي څه پيښه ده؟ يوه ورور چي دسعودي اوسيدونكي وواومحمد نواب نوميده
راته هغه پنډ پړسيدلي كافر عسكر په ګوته كړ چا چي هغه پاكستاني ورور په خوله په
سوكانو وهلي و هغه ملعون هلته لري ولاړ و، له موږ څخه يوه خيمه خوا څلور بيلره په
ځمكه كې ايښودل شوي و چي نيم په مځكه كې ښخ شوي وواو بنديانو پكښي مرداري او بولي
اچولي نواب راته په ژړا ويل: دغه ظالم قرانكريم واخيست او ښه يې موږ ته كتله او بيا
يې بولې ورباندې وكړې او په بيلر كې يې وغورځاوه داهغه پېښه وه چې تر ټولو دردمنه
پيښه وه چې په کندهار كې پيښه شوه خو نيوزويك دامريكا يوي مجلي ډېره وروسته چاپ كړه
او مرجع يې ګوانتانامو ښودلي وه ، اصلاً دا پېښه په کندهار كي شوې وه موږ دسره صليب
دراتلونكو استازو سره خبره وكړه او ترې وموغوښتل چې دبنديانو په لاسونو كې مبارك
قرآن بايد بيرته يوسي ځكه چې قرانكريم ساتنه غواړي موږ دحفاظت اوساتني توان نلرو
ددي بًرسېره قران زمونږ لپاره دعذاب يوه وسيله ده چي دوي يې كاروي او موږ تر هر
څومره ډېردرانه عذاب ورباندي ځوريږو خوسره صليب دا كار ونكړ نه پوهيږو چي نه يې شو
كولاي او كه يې نه كاوه خو امريكايې مسؤولينو دا پلوجايز په ويلو(Apologize) سره
موږ ته اطمينان راكړ چې بيا به داسي عمل صورت نه نيسي خو ددي با وجود دقران تلاشي
كول، په سپيو باندي بويول او له تلاشي وروسته پر ځمكه غورځول دوام درلود، تر هغه
وخته چي زه ګوانتانامو ته انتقال كيدمه همداسي وضعيت وه، امريكايې مسؤولينو دهغه
عسكرد سزا خبره هم ومنله خو هغه عسكر بيا هم په محبس كي و، ډېر كركژن او توهينونكى
سلوك يې كاوه الله دی دجهنم غيږورباندی ډکه کړی!
پنځمه پېښه
يوه شپه مو ډوډۍ وخوړله ماسخوتن وو، لمونځ مو وكړ، چې يو دم ډېر زيات عسكردننه
راغلل، او په هوا كي دچورلكو ژغونه هم تر غوږو كيدل دعکاسی غوندی سری لمبی هم په
هواکی بريښيدلی، دمحبس په ګوټونو كې مسلح امنيتي موټر ځاي پر ځاي شول، او يو موټر
دمحبس منځ ته راغى چې دعكاسۍ ويډيويي كامري يي پر سر نصب وي، موږ نه پوهيدلو چې څه
پېښه ده او ددې نوي كار سبب څه شى دى؟
لږ وخت وروسته موږ ته امر وشو چي ټوله پړمخي پريوزو، او لاسونه هم كښته وغځوو، خبري
هم ونكړو او نه شاه او خوا وګورو، خو بيا به هم موږ شاه و خوا دسترګو تر چولو كتل
مخته ته مو بل صف خيمي وي او له خلكو ډكي وي له چپې خوا په منډه په ځنځيري قطار
عسكرو راځغاستل، زغري يې پر تن پر لاسو او پښويې هم داوسپني پټۍ تړلي وي، دهيندارو
خولۍ يې پر سروې له راسته طرف څخه نورو عسكرو راځغاستل چې زغرې يې پر تن اوسپنيزې
پټۍ يې په پښو او لاسو تړلي وي، او غټي هينداری يې په لاسونو كې وي، په ډېر تلوار
به خيمو ته داخليدل ، اوپر بنديانو به يې حمله كوله، په يوه بل ځاي كې به يي غورځول
او بيرته به يې په نورو عسكرو هغه خپلو ځايونو ته راوړل، په همدي شكل يي خپلو عسكرو
ته تدريب، او تمرين، وركاوه او خپل فلم يي جوړاوه، ترڅو امريكايانو اونورو خلكو ته
وښيې چې امريكايې عسكر په څومره شهامت سره ددوي په اصطلاح تروريستان ټينګوي، خو داد
توهين او بشر ضد عمل دنړۍ له ټولو قوانينو خلاف، او په انساني جامعه كې وحشي او غير
انساني عمل و، چې انسان هېښوي خو دا عمل څو ځله په بل ترتيب سره تكرار شو، او دي ته
ورته نوري واقعي وي چې دټولو ليكل به كتاب راته ډېرغټ كړي .
يوځل نيمه شپه وه، تقريباً ديوي بجي شاه خو ابه وه چې عسكرو په دروازي کی زما نمبر
ووايه، او دتحقيق لپاره يې وغوښتم، تر ټولو وختونو يې په ښه طريقه بوتلم، او كله چې
دتحقيق غرفي ته داخل شوم سترګي يې راته خلاصي كړي، محقق او ترجمان پر چوكيو ناست و
، او په منځ کی يو وړوكي ميز وو چاى او څه نوري خوږې پرې پرتي وي، او بيا دوه نور
محققين هم راغلل او ښه دارومداريې وكړ زه حيران وم
چي نن څنګه دا خلك دومره اخلاقي رويه كوي، چې كله يې هم نه وه كړي يو لاس يې راته
خلاص كړ، وروسته يي دمحبس په اړه څه پوښتني وكړي او بيايي د كور پوښتنه وكړه، چې
حال پري لري که نه بالاخره يې پوښتنه وكړه، چې كورته ځي كه نه؟ (ما وويل ولي نه)
هغوي راته وويل چې موږ هم پلټني كړي او ستا په ضد مو څه نه دي موندلي، او ستا بند
راته ګټه هم نه رسوي نو ځكه مو تصميم نيولي چې تا پريږدو، خو ته بايد موږ ته ووايې
چې څه ته ضرورت لري، او څو پيسو ته، څو تلفونونو ته، او بل راته ووايه چې له موږ
سره دملا محمد عمر، او اسامه، او نورو عربو، او طالبانو وروڼو په نيولو كي څومره
همكاري كولى شي، همدااوس به ستا دخوشي كولو كار سم كړو.
ماته خوداسي خوشي كيدل تر نيولو ډېر ګران بريښيدل، او كله هم دومره دجرات خاوند نه
وم، نه يم، چي د خپل مومن مسلمان ورور په سر سودا وكړم � خبره مي په بل طرف روانه
كړه، پوښتنه مي ځيني وكړه زما دبند او نيولو سبب څه و؟كه لطفا راته ووايئ؟ دوي ويل
موږ فكر كاوه چې ته به دالقاعدي دتنظيم سره تړاو لري، دنيويارك، او واشنګټن، په
پيښو به خبر يي او دالقاعدي، او دطالبانو غړي به درته معلوم وی، او مالي څانګي به
يې راته وښيي خو هغه څه موږ په تا كي پيدا نكړل ، بالعكس ته له وطن سره مينه لرې،
ددوی په اصطلاح (ماډريډ) شخص يې نو اوس دي دخوشې كيدو چانس دي، بيا ماورته وويل: چې
ستاسي له خولي دامعلومه شوه چې زه بيګناه يم، تاسو او پاكستاني غلامانو راسره ظلم
كړي دى، نو بايد بي قيد او شرط تاسو ما خوشي كړئ، خو محققينو تر پايه دمادياتو، او
تبادلي نظر درلود ، دري ورځي همداسي تحقيقات و چې زما په انكار سره بيرته دخلكو
رويه بدله شوه، تهديدونه ډېر شول ، او عسكرو به يې هم په بد سلوك سره بيولم او
راوستلم، تېر هر څه بل ډول شول.
له کندهار څخه ګوانتانامو ته لېږدونه
يوه ورځ سهار په خيمو كي ناست وو، چې ډېر عسكر راغلل، ځنځيرونه، بيړۍ او
زولني يي دهري خيمي مخي ته وغورځولې او له يوې خوا يې له خيمو څخه لس لس نفره په
يوه تناب سره تړل، او دمحبس له دروازي به يې دباندي ايستل موږ به په خپل منځ کی ډول
ډول اټکلونه اورنګارنګ تبصري كولي، چا به ويل خوشې شو چا به ويل بل ځاي ته انتقال
شو ، او چا به څه او چا به څه ويل، خو لږ وروسته بيرته په هغه ترتيب سره راوستل شول
، خو سرږيره بريتونه ان ورځي يې ورته خرييلي وي، دا ترټولو درونداوبد عمل و لومړی
ځل وو چې دداسی توهينوونكي كار اقدام وشو، ماته نوبت راورسيداو ږېره مي وخرييل شوه،
ږېره خرييل دنبوي سنت خلاف، او عامل يې دحنفی مذهب داكثرو علماء كرامو په فتوی فاسق
بلل كيږي، او ما ته خو يقيناً له مرګ څخه بد تر كار معلوميده، نايې ته يې بوتلم
ډېري زارۍ مي ورته نشواى كولاي، خو څو ځلي مي سرته حركت وركړ خو دومره سخته څپېړه
مي پرسترګو وخوړه چې تقريباً پنځه دقيقي مي په سترګو توره شپه وه، د يوه بل
ډاكټرسخته څپيړه می هم راياده شوه، چي هغه وخت يې په سترګو ووهلم، چي د دوا په وخت
كي مي دوهلو شكايت ورته وكړ، سترګي می له وهلو خوږ شوي خو كله چې ډاكتر راڅخه
وپوښتل، چې ولي دي سترګي خوږيږي ما ورته دوهلو وويل، هغه ظالم تر هغه سخته څپېړه
ووهلم اوويل يې چه ولي شكايت كوي، همدا وجه وه چې موږ به كله هم چاته شكايت
نشوكولاي، خو دږېرې خرييلو دسترګو او مخ درد راڅخه هير كړل ، شيخ صالح ديمن
اوسېدونكي چې ډېره ګڼه مباركه ږيره يې درلودله، تر ډېره حده وژړل خو بيايې زما دژړا
په وخت كي ماته تسلي راكوله، چې دا د الله ج په لاره كې وشول او غيرتمن رب به راته
عوضونه راكړي،اوموږ بايددصبراوزغم لاره وپالو،څومره بدښكاريدو او هلته به می دسپين
سرو ښيرا ډېره را په زړه كيدله، چې د درد اوغوسې په وخت كې به يې ويل، ږېره دي
وخرييل شه اويا به يې ديوه بدكار كولو په وخت ويل د پلار او نيكه ږېره دي وخرييله،
داكار يو عيب او د شرم كار و، امريكايانو هم دا توهينوونكي چلند زموږ سره دتحقيرولو
په غرض وكړ، لوی رب لره دی حمد وي ، چی دا عمل ورته معلوميږي چې حقارت دى، خو عجيبه
داوه چي زموږپه اړه يې د توهين او دتحقيرولو په نيت دا كار كاوه خو دخپل ځان لپاره
به يي عزت ګاڼه.
يوه ورځ تحقيق ته وغوښتل شوم دتحقيق په خيمه كې راته محقق وويل چې تاسو متوكل صاحب
پيژنۍ،اواحترام ورته لرۍ، او ځينې پوښتني يې په دي اړه راسره كولي ، په اخر كې يي
راته وويل چې ته غواړې ورسره وويني، زما په زړه كې دا شك شو چې كيداي شي هغه هم
نيول شوي وي، ما ورته وويل چيري دي او څنګه ورسره ليداي شم، هغه راته وويل چې هغه
هم زموږ سره په توقيف كې دی، كه ته موافق يې راوبه يې بولو، ما خو غوښتل چې ورسره
وګورم چې پوه شم،چی څه رنګه راغلي دى او څه معلومات تری واخلم خو دليدلو په مطلب نه
پوهيدم، چی دڅه لپاره دوی غواړی زه دمتوكل صاحب سره ووينم،څه ګړۍ وروسته متوكل صاحب
راغی او يوه قطۍ ايراني بيسكويټ يې هم په لاس كي و ، او ماته يې پر مېز دتحفی په
شكل كښيښودل زما لاسونه او پښي تړلي و ، دبيسكويټو خوړل هم راته اسانه نه و او
دوړلو اجازه يې هم نه راكول كيدله، كور وداني او مننه مي ورته وويله ،د افغاني دود
مطابق روغبړ سره وشو پنځه ترلسو دقيقو مو خبري وكړې ، دى بيرته رخصت شو، او زه محبس
ته بوتلل شوم ، خو دمتوكل صاحب له ليدو څخه مي دا انتباه واخېستله، چې ژربه
ګوانتانامو ته سفروی، كه څه هم متوكل صاحب ماته په دي هكله څه ونه ويل ما ګومان
كاوه چې دي به خبر وي والله اعلم، په دويمه ورځ بيا تحقيق ته بوتلل شوم او دمستنطق
كړه وړه بيا هم څه عادي و ، او دا په کندهار كې زما وروستى تحقيق و محقق په صراحت
راته وويل، چې دنوي مياشتي يعني جولاى په لومړى ګوانتانامو ته پرواز دي، او موږ هغه
بنديان ګوانتاناموته استوو چې بيا تر مرګه پوري هلته پاتي شی، وروسته له مرګه هم
معلومه نه ده چې بيا به خپل ملك ته واستول شي او كه نه، اوس تا ته وروستى چانس
دركوو چې كورته ځي او كه ګوانتاناموته، خو بيايې هم كورته دتګ لپاره هغه تېرشرائط
راته وړاندي كړل چې هغه دامريكايانو سره همكاري ((جاسوسي)) وه الله ج مو دې ترې
وساتي!
امريكايي مستنطق راته وويل چې يوه ورځ مهلت دركوو فكر وکړه، او بيا موږ ته جواب
راكړه ما په داسی کار كې ډېر لنډ فكر واهه، ځكه علم مي پر ځان حضوري و،او ورته مي
ويل چې زه تر ټولو موجوده وروڼو محترم ،او لائق نه يم، جواب مي لنډ وركړ، بسم الله
دالله رضا مي قبوله ده دسبا راغوښتلو ته ضرورت نشته، زه دچا سره مصلحت نلرم او ځان
ګنهګار نه بولم، نور ستاسي كار دي چې چيرته مو بيايئ هلته مو يوسئ، بيرته يې خيمي
ته راوستلم ، دي ته مي ډېره تلوسه وه چې ژر مو انتقال كي تر څو له انتظار څخه
ووځواودمقصدځاي ته ورسيږو،دويمه ورځ يې بيا ږيري سرونه بريتونه وروځي راته وخرييلي
او دكال 2002 دجولای په لومړۍ دمازديګر ترلمانځه وروسته ډېر عسكر راغلل او دډېرو
ځنځيرونوولچك اوبيړيو سره، ، خپل ځنځيرونه يې زموږ دخيمو مخي ته وغورځول، انتقال يي
شروع كړ، څلورم نمبر زما و، په نمبر يي ولاړ كړم، لاسونه او پښې يي راته وتړلې توره
لوغړنه كڅوړه يې په سر راواغوستله، اوه اته كسه يې سره قطار كړو، له محبس څخه يې
وويستو هغه ځاي ته يې وروستو چې دانتقال تيارى پكښي كېده، پر لوړو تختويې كښينولو
لاسونه يي دمخ خواته راوتړل، توره خولۍ يې پر تورو عينكو را بدلې كړې،چي هندارې يې
پلستر شوي وي، او هيڅ نه ترې معلومېدل، خو د ساه اخستلو لپاره بيا هم ښه و ، په
غوږويې سختي ګوشکي راواغوستلي نور وروڼه يې هم راوستل ، موږ به خبري سره كولي او يو
بل ته به مو تسلي وركوله، بيايې يو يو يوي بلي كوټي ته استولو هلته به يې كالي
راڅخه ايستل او بربنډه عكاسي به يې كوله، وروسته به يې سره رنګ د اعدام كالي او سره
بوټونه رااغوستل ، ماسكو نه به يې په خوله را تړل او لاسونه او پښي به يي په ولچك
او بيړيوتړلي، هغه ته قفل او دقفل شا ته به په بل قفل بندېدې، تر څو لاسونه پكښي
حركت ونكړي، په څو ساعتو كي دخلكو كار وشو دانتقال كار شروع شو، يويو نفريې ولاړولو
او له الوتكي سره يې نژدي يې يو ګړۍ درنګ كاوه او بيايې الوتكي ته خيژولو دالوتكي
په منځ كي يو قطار چوكۍ وې، داوسپنې تخت يې وو د پښو بيړۍ يې په تخت پورې، او د شاه
ځنځير يې په چوكي پوري قلف كړل، نه مو پورته حركت كولي شواى او نه مخ ته، ډېر سخت د
عذاب سفر و، چې تر ټول محبس ما ته سخت او مشكل معلوميده، الوتكي پرواز وكړ دهر بندي
مخ ته دوه عسكر ولاړوه تر لږ حده پوري ښه و، خو دوخت په تيريدو سره دخلكو فريادونه
پورته كيدل ، زما يو طرف ته خيرالله خيرخواه دهرات پخوانى والي وو، چی څوځله يې
دلاسو له درده شكايت كاوه خو ورسره كومه مرسته ونه شوه، زما لاسونه هم ډېر سخت په
درد و ، ملا مي درد كاوه، پښي مي سختي خوږيدلي خو ږغ مي نه كاوه، ځكه چې دكومك او
مرستي هيله مي نه درلودله، ډېرو وروڼو له ډېر سخته درده ژړل ، او دځان سره به يې
زورونه وهل لكه د ځنكدن په وخت كې چې سړي په عذاب وي، څه دپاسه شل ساعته لاروه او
څلور ساعته به مخكي تړل شوي وو، او دري ساعته وروسته چي له الوتكي تر محبسه لار وه
چې تقريباً ديرش ساعته په داسې عذاب كې وو،، په لاره كې يې يو يوګيلاس اوبه راكولي،
او يوه دانه مڼه خو ما نه مڼه واخسته، او نه مي اوبه څښلي دي، ځكه تشناب ته تلل بيا
يو بل جداعذاب اوغم و، او بل په داسي ټينګو تړليو لاسو موخوراك نشواي كولاي، لاسونه
مو ډېر سخت وپړسيدل ، خولس دولس ساعته وروسته بي حسه شوله، ولچك دلاسو په پړسيدلي
غوښه كې پټ شول، چې بيايې دخلاصيدو په وخت كې امريكايان هم په تكليف كړل،ځكه
خلاصيده يي سخت و، الوتكه په لاره كې يوځلي كښيناسته او دويم ځل دمقصد ځاي ته
ورسيدله.
ګوانتانامو ته رسېدل
دالوتكي څخه بيا هم يو يو نفر كښته كيدل، او په يوه موټر كي يو د بل ترشا سره تړل كيدل ، دموټر له دروازي سره په عربي او پښتو ږغ كې په ډېره غوسه ويل كيده، چې پام حركت ونكړئ ځاي پر ځاي اوسئ، خو خلك ډېر وچ و او حركت به يې كاوه خو له حركت سره جوخت به يې يو سخت د لغتي ګوزار خواړه، چې ما هم پكښي دوه دري ځله دلغتي ګوذار وخوړ موټر په كښتۍ كي وخيژول شو او بيرته كښته شو مزل يې كاوه تر څو خپل مقصد ته ورسيد، هلته يې يو يو نفر پر ډبرو اوشګو كښينولو او يو يو ګيلاس اوبه به يې راكولي،0 لږ ساعت وروسته يې دولچكو سخت قلفونه خلاص كړل او عادي بيړۍ او ولچك پاتې شول، زما لاسونو تر يوي مياشتي پوری پړسوب درلود، او تر دريو مياشتو پوري بي حسه و ، چی په حركت يي نه پوهيدم، لږ ګړۍ دلته وو، بيا كلينيك ته بوتلل شوم تلويزيوني عكاسي اوصحی معاينه وشوه، او ورپسي د تحقيق خوني ته بوتلل شوم ، په خونه كې يې ټينګ وتړلم، او لږ ګړۍ وروسته محقق راغي چی يو فارسي ژبي ژباړن يې ژباړه کوله او پوښتني يي شروع كړي، څنګه يې؟ زما نوم ټام دي، او زه مامور شوى يم چې له تاسي تحقيق او ګرويږني وكړم، زه چې ډېر ستړي وم او دخبرو توان مي هم نه درلود يواځې دومره مي ورته وويل زه دخبرو نه يم بيا به ګورو، اوس مي هغه ځاي ته واستوه كوم چې تاسو غواړي، خو هغه ډېر اصرار كاوه چې خبري وكړم ، بيا هم زه غلى ناست وم او قلباً مي نه غوښتل چې خبري وكړم، او بل دا چې مخ كې به موږ ويريدلو چې ګوانتاناموته به مو وليږي، اوس هغه هم وشول او هغه وهم ، هم نه و، او له سزا څخه يې هم نه وېريدلو، ځكه تر ژوند به مو مرګ ته ډېره ترجيح وركوله، څومره چې ټام اصرار كاوه زه به ساكت ومه، ترڅو دى نا اميده شو او بيرته له غرفي ووت ، لږ ګړۍ وروسته عسكر راغلل زه يې له تخته خلاص كړم او روان يې كړم او هغه قفس ته يې بوتلم چې د اوسيدلو لپاره يې جوړ كړى وى، داوسپني له كانتينر څخه جوړ شوى قفس ډېرتنګ راته ښكاره شو، لاسونه او پښي يې را خلاص كړل،موظف عسكر عسكري وجبه ياخلطه دخوراك لپاره راكړه ، موږ ته خو دډېري خوشحالۍ خبره داوه، چې وروسته دپنځو مياشتو موږ ته اوبه پيدا شوي چې اودس پرې وكړو، ژر ژر مي اودس وكړ ، لمونځ مي وكړ ، اوويده شوم، خو لږ وخت ويده شوى وم چې دوروڼو په ږغ سره راويښ شوم چی په لوړ اواز سره يي خبري كولي، وروڼه ويښ ناست و شپه پراوږده شوي وه، ځينووروڼوخو به ويل چي دلته به لمر نه راخيژي، او بل به ويل دلته شپه ډېره اوږده ده ، بل به ويل البته شپه به اتلس ساعته وي، چا به څه ويل او چا به څه ويل،خو يو هم حقيقت ته نه و رسيدلي، زه ښه ويده وم او بيرته ويده شوم تهجدو ته هم راپورته نه شوم دسهار تر لمانځه پوري بيخي په درانه خوب ويده وم، نه دعسكرو په ږغ او دربا ويښ شوم، او نه دځاي نويتوب راباندي اثر كړى و، سهار شو لمونځ مو وكړ او بيامودلاري قيصي سره شروع كړي، خو ښه خبره داوه چې دننه په عنبر يا بلاك كې پر خبرو بنديز نه و، او دعسكرو رويه نسبتاً تر کندهار او بګرام ښه وه، نسبتاً لږ حريت و، خوداحريت په يوه قفس كې يواځې اوبس ، قفسونه يو دبل په څنګ و چې شپږ پوټه يې اوږدوالي درلود ، او څلورنيم پوټه يې بر و، يوه دچادر تخته يې دقفس په منځ ويلډينګ كړي وه چې ده خوب لپاره يې كار ځيني اخست ، كموډ او يو كوچني داوبو نل په قفس كې دننه جوړشوي و چې دا قفس مو دخوب، خوراك، ، لمانځه، او دحاجت ځاى و، ديوه او بل قفس په منځ كې اوسپنيزې جالۍ وي، خو دحاجت په وخت كې به ډېر مشكل و، يواځي ستر به مو په پټو سره كاوه خو بيا هم ضرورت وو- له ما سره په دغه پرواز كې اوه تنه افغان وروڼه، او نور عرب وروڼه وو خيرالله خير خواه، حاجي ولي محمد صراف، مولوي عبدالرحيم مسلم دوست، بدرالزمان، او دسنګين خيرالله، او دوه نور وروڼه وو چې نومونه يې زما له ياده وتلي دي، خيرالله ورور چې كله به يې اوسپنيز قفس ته څوک ننوېست نو معمولاً به يې دشاه له خوا ددروازي تر يوي كوچنۍ كړكۍ د هغه لاسونه ورته خلاصول ، خو خيرخوا ورور وايې زما دا يقين شو چې دا خومي په همدی ځاي پوری تړلى پريږدي، او ويل يي چې زه خو يي لومړى ځل بيا په دروازه پوري وتړلم خو هغه بل خيرالله بيا داځاى موقت ( لنډ مهالى ) باله، او ځيني عربو وروڼوخوبيايقين نه كاوه، چې دادكيوبا جزيزه ګوانتانامو ده، هغوى به ويل چې دا دخليج يوه جزيره ده اواستدلال به يي داكاوه چي هوايې هغې ته ورته غوندې ده، او لمونځونه به يې هم دقبلي درسم شوي نشان پرعكس كول چي خالد ظهراني، هم په دغه وروڼو كې وو او زما ګاونډى و، زه اونوموړى به دلمانځه پروخت شاه په شاه دريدو، ما به مخ پر ختيځ او ده به پر لويديځ لمونځ كاوه، عربو وروڼو به دامريكايانو په هر قول، او عمل، شك كاوه دروغ به يې ګڼل او حقيقت به يې په عكس كې لټاوه، او تر ډېر وخته يې همداسي كول چې بيايې بيرته يقين زموږ خواته راوګرځېد، او ځيني وروڼو تر ډېره وخته شك كاوه چې دغه عسكر عرب دي، او په عربي ژبه ځكه خبري نه كوي چې زموږ خبري نورو جاسوسي سرچينو ته ورسوي، او تر ډېره وخته به يې په خبرو كې پام كاوه، او كله كله به دعسكرو تر خولي هم څه عربي الفاظ ووتل او يا به يي په عربي ژبي كيف حالك ويل چې دي نورهم شكونه ډېر كړل.