مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

درې ډوله عسکر

عسكر دري ټولي وو مختلف نښانونه يي درلودل، مثلاً ديوه ټولي درخته ( ونه ) وه، اود بل ټولي كريچ و ، او ددريم ټولۍ ګرد سمبول يا مياشت وه، خو په هغه وخت كې دونې د نښان لرونكي عسكر ډېر با سلوكه خلك و دپروګرام مطابق يې عمل كاوه، او له موږ سره يې ښه رويه كوله، تعصب يې نه درلود ، خدمت به يې پر وخت كاوه، دډوډۍ د وېش په وخت كې به يې مقرره ډوډي پوره راكوله، او ميوه به يې هم پوره راكوله، دخوب په وخت كې به يې مزاحمت نه كاوه، بي ځايه تفتيش او تلاشي به يې نكوله، دمريض دحال پوښتنه به يې كوله، ډاكټران به يې ورته راغوښتل ترجمان به يې په وخت راغوښت ، او دغسل او ګرځيدو وخت به يې پوره راكاوه، بي ځايه به يې سزا نه راكوله د دروغو راپور به يې خپل مشرانو ته نه وركاوه، جامي به‌ يې سمي راته بدلولي، كه به څيرې او خيرنې جامي پكښي راغلې وې هغه به يې دويم ځل راته بدلولې، دوتلو په وخت كې به يې ولچك او زولني په احتياط را ته اچولې، احسان او ښه اخلاق خلك متاثر كوي، موږ به هم ورسره مشكلات نه جوړول، كه به يو ورور زړه تنګى هم و، او څه تيره خبره به يې كوله مونږ به ورته توصيه كوله چې داسم خلك دي بايد موږ هم ورسره انساني او اسلامي اخلاق وكړو، خو كريچ والاعسكر بيا بل ډول خلك و ، دپروګرام ډېر تابع خو نيم متعصب غوندي ښكاريدل، په ډوډۍ كې به يې ډېره درغلي كوله، او خلكوته به يې ډېر ځله سزاور كوله ، دشپي به يې هم مزاحمت كاوه خو ځيني عسكر بيا هم پكښي ښو خلکو غوندي وو نورماله ګذاره به يې كوله.
خو مياشتي والاعسكر بيا ډېر متعصب و ، اخلاقي يې نمري يې صفر وې، په ډوډۍ كې به يې درغلي كوله، هميشه به يې وږي پريښودلو، دخوب په وخت كې به يي ډيرمزاحمت كاوه ، دكالو په بدليدوكي به يې كوښښ كاوه چې خيرن كالي بيرته زموږ په غاړه پاتي شي، دبنديانو غصه به يې ډېروله، له توهين سره مل كړنه به يې كوله خو بيا به هم كله نا كله څه سم خلك پكښي پيدا كيدل چي دانسان څه نښې به په كښي ليدل كيدې خوډيركم � نوري دري ټولي و چې يو يې كلي والا اوبله 94 وه، او بل يې اسپانيوي وه � اسپانيوي ډېر رحم والاخلك و ، هميشه به يې له موږ سره كومك كاوه، دښو اخلاقو خاوندان وو، تعصب پكښي مطلق نه ليدل كيده ، بشري خواخوږي يي درلودله،كله كله به يې تيروتاريخي پېښو ته هم اشاره كوله، چې نيكونه او لوړ نسلونه يې مسلمانان تير شوي و ، اضافي ډوډۍ به يې راكوله، كله يې هم سزا نه راكوله لوڅ خلك به يې پټول، دخوب په وخت كې به يې هيڅ مزاحمت نه كاوه، اوبه، صابون، شامپو به يې راكوله، مجلس به ‌يې راسره كاوه دلمانځه په وخت كي به يې ښه احترام كاوه، دقران كريم بي عزتي به يې نه كوله، او له سياسي لوبو څخه به يې هم كله ناكله ځان خبراوه، خو داخلك لږ وخت پاتې شول چې وروسته پرې سرو امريكايانو شك كاوه چې دوي له بنديانو سره ښه معامله كوي،له هم دي کبله له محبس څخه لري كړل شول ، ماته يوه اسپانيوي عسكر شل ورځي مخكي ويلي وو چې موږ دلته نه پريږدي، او كيداي شي بل ځاي ته مو ولېږي، ځكه سره امريكايان شك كوي چې دوي له بنديانو سره كومك كوي، خو كيلي( کنجی) والا بيا له انسانيت څخه لري او له تعصب څخه ډك خلك و ، چې تر ډېره وخته پوري په جزيره كي پاتي شول ، ان تر اوسه (زما تر ايله كيدو) پوري و ، اخلاق يې ناوړه و دلمانځه احترام ‌يې نه كاوه او هميشه به يې بنديانوته مشكلات جوړول، بنديان به‌ يې دې ته هڅول چې مشكلات جوړ كړي، او دوي يې وليكي او بياسزا وركړي، هر عسكر به ‌يې كوښښ كاوه چې مشكلات جوړكړي، د دروغو راپورونه به يې خپلو مشرانو ته ليكل ،دقرانكريم بي عزتي يې څو ځله وكړه، بنديان‌ يې وهل چې وروسته به يې يادكړو،اكثره به په كمپ كې مشكلات له دوي سره پيدا كيدل چي البته دبنديانو حوصله به ورته ختمه شوه، د شپي له خوا به يې په عسكري غټو بوټو دربهار كاوه، په زوره خبره به يې كولي او برقونه به يې روښانول، دشپي تلاشي به يې كوله دروازي به يې په ډېر زور سره قلفولې او خلاصولې تر څو بنديان نا ارامه اوسي، خو بيا هم دخدمت په وخت كې به يې څه ناڅه خدمت هم كاوه، خو نائن فور 94 تر ټولو بد او متعصب عسكر و ، وحشي او ډېر مغرور غوندی، بيخي به يې خدمت نه كاوه، او څومره چې بنديان په تكليف كېداې شواې دومره به يي په تكليفول، چې څومره به د بندي ضرورت وو نه به ورته راتلل،او دخبري ځواب به يې هم سم نه وركاوه، او دمريضانو راپور به يې ډاكترانو ته په وخت سره نه وركاوه، له نورو اړتياووسره به يې له بې پروايۍ ډک چلند کاوه. بې له موجبه به يې خلكو ته سزا وركوله، دلمانځه په وخت كې به يې مزاحمت كاوه، او دقرانكريم احترام به يې نه كاوه، دا يواځيني ټولى و چې بنديان ورسره دومره په تضاد كې شول او نه يې غوښتل چې دا عسكر په كمپ كې پاتي شي، اوبه يې پر شيندلي دكار به يې نه ورته ويل جواب به يې وركاوه د تفريح لپاره ورسره نه وتل ، تفتيش او تلاشي به يې نه وركوله، اوښه خبره به يې ښكنځل ورته كول حتي بنديانو قصد وكړ، چې په هر ډول چې وي بايد دا خلك نه وي او كه دوي وي مونږ به تر خپل وروستي حده پوري مشكلات جوړ وو، همداسي وشول مقاومت وشو چې دڅو مياشتو وروسته دوي له محبس څخه وويستل شول، او يا په نورو ټوليو وويشل شول ، داهغه ټولي و چې تر ډېره به موږ ګومان كاوه، چې يهوديان به وي، او يابه اسرائېلي عسكر وي، خو له امكان څخه به لري هم نه وترکال ۲۰۰۵پوری همداعسکروه چی ارمی يي بلل اوپه زمينی قواووپوری يي ارتباط درلودی دهغه وروسته ناوی يعنی بحری قواوی راغلی چی اکثره واک ددوی سره وو نسبتا ترزمينی ځواکونويي ښه ګزاره کوله خوبياهم متعصب خلک پکښی وه چی مشکلات به يي جوړه ول اواستفزازی اعمال به يي تر سره کوله خوبيا مشکلات حل نه کړای سول والله اعلم.

دامريکايي عسکرو تبديل

په هرو شپږو مياشتو كې به عسكر بدليدل ، خو په بدل كې به ډېر لږ سم او ډېر بيكاره، او متعصب عسكر راتلل البته ځيني عسكر چې زموږ سره يې ښه رويه كوله ښه راته بريښېدل، او مونږ به ورسره ښه اخلاق كول ، او ډېرو عسكرو به زمونږ په حال افسوس كاوه، او منل به يې چې امريكايې مشران موږ غولوي او بي ځايه مو استعمالوي، او په درو غو سره ‌يې موږ دوكه كړي يو، او وعده به يې كوله چې ددغه محبس احوال او د معتصبه امريكايانو وحشي عمل به دوي ميډيا ته باسي، او نړۍ به ورباندي خبر وي، چې همداسي به شايد شوي هم وي، په عسكرو كې يو يوداخلاقو، انساني پوهي او ادراك خاوندان هم پيدا كيدل، يوه ورځ يو مشر عسكر ما وليد چې دامريكايانو په وحشي سلوك باندي يې ژړل ، او تر سترګو يې رپ، رپ اوښكي تويېدلې او دابه يې ويل چې مونږ ظالمان يو، خو ځان به يې مجبور او ناوسه ښود، دا په هغه پېښه كي و چې زه به يي انشاالله په ليدلو واقعاتو كي يادونه وكړم، هلته به هميشه دري ډلي عسكرو په مجموع كې چې سره، سپين، غنم رنګه، او تور و ، غنم رنګه اكثره په سلوك او اخلاقو كې ښه او څه شفقت به يې هم درلود، طبعي تعصب يې نه درلود كه به څوك پكښي پيدا كيدل كم به و � تور اكثره پسونو غوندي ناپوهه، لټان، او دمريانو غوندي طبيعت يې درلود ، كسالت يې ډېر و، خوراك، خوب به يي تر اندازې زيات كاوه، اودتعليم سويه به يې ټيټه ښودله، او اكثره يې دخوارو غريبو هېوادونو مهاجرو ، متعصب خلك كم پكښي پيدا كيدل خو كه به يو هم متعصب پكښي پيدا شو بيابه تر ډېرو بيكاره او بد وضعيت به يي كا وه لکه يوحيوان غوندی زماپه اټكل (سرو) به استعمالول ، له امريكايې سرو سپينو عسكرو څخه به يي ډېر شكايت كاوه، ښكنځل به يې هم ورته كوله، او ويل به يې چې سره ډېر بد او ظالمان او خود پرسته ( ځان پالي ) خلك دي، پيسي او قدرت يې انحصار كړي دي، او مونږ ته چندان اعتبار نه راكوي او په بده اوخواره سترګه راته ګوري، خو په عين حال كې به له سرو څخه سخت ويريدل چې كله به يې زموږ سره خبره كوله، او يا به يې څه څيزونه راكول نو شا وخوا به يې كتل،اوڅاربه يي كاوه او بيا به يې څه ويل اوكول- اما سره چې دحكومت اصلي او داعتماد وړخلك وو اكثرو يې څه تعصب درلود، اخلاق به يې كه څه هم ظاهري نورمال و، خو له چل او فريب څخه ډك، عميق، او د دروغو ښه استاذان وو، او داسي معلوميدل چې نور عسكر به يې تعقيبول اكثره يې لوړ رتبه خلك و ، خو كه به يې رتبه هم ټيټه وه تر غنم رنګه او تورو به معتبر او با صلاحيته ښكاريدل،او محققين به اكثره دوى و ، په لوړ رتبه خلكو كې هم لومړى غوندي و تعليمي سطحه يې لوړه ښوده او اقتصاد يې ښه معلوميده والله تعالي اعلم!!
او څلورم لږ خلك و ، چې په هره ډله كې يو يو پيدا كيدل چې امريكان انډيان ورته وايي، دا اصلي امريكايان دي چې دامريكا له كشف څخه وړاندې يې هلته ژوند كاوه، البته وحشي او ددنيا له رسم او كلتور څخه لري پاتې و، چې تر اوسه پوري دامريكا په ډېرو برخوكې ژوند كوي، اكثره نشه يان معتاد لټ اوبيکاره خلك و او تعليمي سطحه يې ډېره ټيټه وه، چې پخوا كې دبرتانوي امريكايانو په لاسو اكثره ووژل شول مځكي تري ضبط شوي، او باقي يې غرونو ته وتښتيدل، چې بيا به يې پر امريكايانوچريكي حملي كولي، چي وروسته له ډېره وخته تر قوماندې لاندي شول ، او اوس په هغه منطقو كې اوسي چي ټكس يې نه وي او دحكومت لخوا ورته بخښل شوي وي، ددوي پر صادراتو او وارداتو باندي محصول نشته او له كسالته ډك ژوند كوي، په امريكا كي ډېر بي اعتباره و ، په حكومتي چوكيو كې ورته ځاي نه و، او نه يې په كابينه او پارلمان كې استازي درلودل ، خو په دې څو كلونو كې ورته څه لږ حق وركول شوي دي، په سنا او پارلمان كې هم څه سيټونه لري، خو دوي ځانونه مظلوم ښيې او دامريكا له ملي حقوقو څخه ځان محروم بولي.
دا هغه عسكر دي چې مطلق ټولو يرغلګرو امريكايانو ته ظالمان او بي رحمه وايې، او تر حده زيات يې بد راځي ، تر اوسه پوري يې دامريكايي الاصلو خلکودښمنان او قاتلان، او دنوي دنيا غاصبين بولي، دې خلكو زموږ سره ښه ګوذاره كوله، او موږ ته يې دمظلومانو په سترګه كتل او كله خوبه يې دتسلي خبري هم كولي.

دګوانتانامو لمړﺉ کمپ

لومړى ځل  چې موږ هلته بوتلل شوو يو كمپ ته  وروستل شوو چي اته بلاكونه او يو انفرادي يعني دكوټه قلفۍ بلاك يې درلود، چې په هر بلاك  كي يي اته څلويښت قفسه و  دوه دګرځيدو ځايونه څلور ساده حمامونه يې درلودل، خو انفرادي بلاك بيا څليرويشت قبره درلوده، چې عرض طول يې په اندازه دقفسونو وو، خو شپږ واړه  خواوې يې په اوسپنيز ديوال جوړ شوي او بند شوي و، شاه ته ‌يې يوه پيكه هينداره درلوده  چې شپږ په دولس ا نچه كې وه، او مخ ته يې  دهليز ته يو کوچنى كلكين درلود ، چې  په سيمانو  او بيا په هندارې پوښل شوى و، او يو دډوډي وركولووړوكي سورى  يې  درلود  چې يواځې د ډوډۍ پروخت به ‌يې خلاصاوه، او بيا به يې بنداوه، عسكر به يې بد اخلاقه و، او ډوډۍ به يې هم تر نوروبلاكونو كمه وركوله، ديوه بلاك اوبل بلاك  ترمنځ     خبري بندي وي، كه به چا كولي نو سزا به يې وركوله، داغوستلوكالي يې سره رنګ و، خو تركاليو لاندي به يې هيڅ نه وركول ، دا غوستلو  جامي ډېري پنډي  او زيږي هم وي چې داكثره وروڼو پوستكيو به ورسره حساسيت پيدا كاوه، په كوټه كې د هر بندي لپاره لومړى ځل  د دوو نازكو توسانو، يوه پټو، دوه دځګ ګلاسونو، يو داوبو بوتل، دځان دوچولودوه دسمالونه ،يو وړوكي پلاستيكي فرش،  يو دغاښونو برس، او كريم، يوه قرآنكريم اود يوه ماسك ا جازه وه، دسزا په وخت كې به يې  ورته يواځي دخوب  پلاستيكي فرش پر ېښود.،    نور به يې ټول شيان ترې اخيستل   خو اكثره وخت به سزا، سزا، سزا وه ځكه عسكرو نه غوښتل چې بندي په راحت كې وويني.
ددويم كمپ په جوړيدو سره شرايط بدل شول  دكمپ مسؤول جنرال بدل شو، خلك په درجو ووېشل شول سختي   او عذابونه ډېرشول ، دكوټه قلفي بلاكونه دري نور هم زيات شول ،دتيريدو وخت يې زيات شو، او په هر څه به خلكو ته  سزا ورکول كيدله، مذهبي كتابونه ختم شول ، دږيرو خرييل شروع شول ، او دتحقيق په وخت كې به هم له خلكو سره ښه چلند نه كيده،دبنديانولپاره له لومړي څخه بيا تر څلورمې پوري درجي جوړي شوي چې اكثره خلك به په څلورمه درجه كې و ، دڅلورمي درجي  بندي لپاره يواځې د يو كوچني پلاستيكي دناستي  دفرش اجازه وه او بس، نور به په يخه اوسپني فرش ويده کيده او څه به يې نه وركول چي ځان پرې  تودكړي اوهډوکی پری نرم وساتی .
دارزګان ولايت دچارچينواوسيدونكي مرحوم ملا عبدالغفور  چې تر ډېره وخته زما ګاونډي پاتې و، هميشه به په سزا، سزاكې و، او له امريكايانو سره به يې    تعصب   دهري ورځي په تېريدوسره ډېريده،  ډېر ځله به يې ماته ويل، چي دا ظالمان دبخښلو ندي له يوه عسكر سره  يې هم دخبرو توان نه درلود، او كله خو به يې عسكرو ته دچړي په  ډول په غاړه لاس تيراوه، او دانتقام خبري به يې له خولي  وېستلې همدارنګه  يي امريکايي ترجمانانوته بد ويل ، كه څه هم ما ورته ډېرډير ويل چې وروره خوله  ونيسه او ناوړه   خبر مه كوه،   اوس ددي خبرو ځاي او وخت نه دي ګټه نه رسوی سزادرته ډيره وی، هم داسي دسزا په وخت كې دردمن خوشې اوازاد شو چې لږ وخت وروسته مي دده دشهادت واوريدل. او هم دي ته ورته دملا شهزاده پېښه وه چې هلته موږ په محمديوسف  پيژانده،ملاشهزاده دکندهارولايت دپنجوايي ولسوالي دزنګي ابادكلي اوسيدونكي و ، اوهم داسي  ملاعبدالغفور  غوندي دردمن خوشي شو چي لږوخت وروسته يي له شهادت څخه  خبرشو.  الله جل جلاله دي ترې راضي شي . كه به څوك    له امريكايانو سره  دښمن هم نه و،، نو دامريكايانو دداسي ظلم او ناروا عمل سره،   به يې ددښمنۍ  عقده اخيستله، چي ښه مثال يي داوسني حكومت ملاتړي و  چي دامريكايانو راتللوته يي لبيك اوښه راغلاست ووايه اوورسره يي  ترخپل وسه همكاري كړي وه دزړه له کومی اخلاص يي ورسره کړی و، خوچي كله ګوانتانامو ته  راوستل شول  په خپل تيرعمل نهايت  پښيمانه و  دانه چي يواځي پښيمانه  و ، بلكۍ ددښمنۍ  پوره عقده ورسره پيداشويوه.
. دوهم جنرال چې بيا عراق ته تبديل شو ملر ياديده،ملر ډېر متعصب کافرظالم و، دسزا ډېر اسباب ده برابر كړل، هر عسكر ته ‌يې واك وركړي وچې څه يې زړه وغواړي هغه وكړي، او ايكو كمپ چې بيخي دتنها او تاريكو قفسو خاوند و، ده جوړ كړ، دايكو كمپ ډېر مختلف ځايونه درلودل، مثلايوه ميانه كوټه وه او په هغه كې دننه بيا قفس و، چې مخ ته يې  حمام و، او تر دوو دروازو شاته به بندي و، چې يواځې په يوي ريموټ كامري به تعقيبدل، هيڅ به يې نه ليدل او نه به يې د هيچا ږغ اوريده ، سهار او ماښام به ورته نه معلوميده  شپه اوورځ به ورته يو ډول و ، چې ډېر وروڼه به دداسي سختي انزوا څخه په نفسي او روحي مرضونو مبتلا شوه.
احمد ورور چې مغربي الاصل و، او په انګلستان كې يې له ډېره وخته دمهاجر اود پنا غوښتونكي په څير ژوند كاوه، دده په قول پاكستان ته داسلامي زده كړي په خاطر راغلي و، چې بيا د پاكستان او امريكا دانسان پلورني د سوداګري په نتيجه كې ګوانتانامو ته رسيدلي و.
له ما سره په کندهار كې ګاونډي و، او په انګليسي ژبه يې رواني خبري كولي دا له  هغو   خلكو څخه وو، چې په کندهار كې نږدي يو خروار ځنځيرونه ترې چا پيره شوي وه، دغه ورور له ډېرو سزاګانو څخه په روحي او عصبي ناروغيو  اخته شو، چې وروسته به په اروايي لحاظ ډېروخت له کنترول  څخه وتلى و، خو بيا به هم سزا وركول كيده، ان تر دي چې داسي وخت راغى چې په ځان سره به نه پوهيده او دماغ يې له لاسه وركړى و، كله چې ګوانتانامو ته ولاړ نوريې هم حالت خراب شو او دامريكايانو عكس العمل به يې انتقامي غوندي ښوده، له ډېره وخته وروسته په يوه انفرادي كې چې دسزا لپاره جوړ شوي و  زما ګاونډى شو، د شپې په نيمايي كې راوستل شو، خو په دغه ټوله شپه كي مي خوب ځينې ونكړ ، كه څه هم زما او دده تر مينځ  پنډاوسپنيز ديوال موجود وو ټوله شپه يې نعتونه ويل، او دقرانكريم تلاوت به يې كاوه چې اكثره به يې غلط هم وايه او په زوره زوره به يې نصيحت كاوه، دده په عقيده چې  له سلګونو  سوګندونو سره بدرګه كيده، دا كال دمهدي (رح) دظهور كال دى  او په دي سره يې دځان تسلي كوله، خو په دويمه ورځ يي بيا عسكر په پېشقاب چې له خوړو ډك وو وويشت  او بيرته ايكو  كم ته دسزا لپاره بوتلل شو، دې  ورورنږدې دري كاله په ايكو كې تير كړل ، ايكو هغه تنګ   ځاى دى چې ددوو كوټو شاته يا په مينځ كې کوچنى قفس و، چې هيڅ به دې  څوك نشواى ليدلاي او نه به دي دچا ږغ اورېدلي شواي، او نه به پكښي ګرځيدلاي شواى ، او كه به دي هر ځومره په زوره زوره چيغي او ناري وهلي نو هيچا به دي اواز نشواي اوريدلي، يواځې په يوه ريموټ كامري سره به عسكرو تعقيبولې چې دضرورت پر وخت كي به دي دكامري مخ ته لاس ښوراوه نو عسكر به درته راتلل او بس، نه كتاب نه كتابچه وه چې سړي پرې ځان بوخت كړى واي  ، يواځې  ته، څلور ديواله او   ډول ډول فكرونه  چې اخر كار يې ليونتوب دى، دغه ورور كه څه هم با سواده پوه سړى و، خو هر څه يې له  لاسه ووتل امريكايان په دي ښه پوهيدل چې دغه ورور د ډيفريشن په وروستي پړاو  كې دى او ځان يې له كنټروله وتى دى، خو بيا هم سزا او  عذاب ورکول کېده  او بي رحمه سلوك ورسره كيده:. دي ته ورته طارق، عبدالرحمن، دكتور ايمن، چه اصلاً يمني وه پاكستان ته دتعليم لپاره په قانوني لاره راغلي و، او بيا افغانستان ته  له  پاسپورت او ويزي سره راغلي و ، په كابل كې يې دالوفا په موسسه كې دمعالج طبيب وظيفه درلودله. او په هيڅ قانون كې طبيب نه بندي كېږي خو دكتور ايمن سعيد باطرفي تر اوسه بندي او بالاخره ليوني شو. نوموړي دهډوكو ډاكتر و، له ډيرو افغانانو سره يې طبي مرستي كړي وې خو نتيجه ....؟ او ډېر نور وروڼه و  چې حواس يې خراب شول او دليونيانو په څير به يي ژوند كاوه، خو بيا هم د سزا له جدوله ونه وتل.   سره  لدې چې ليوني مرفوع القلمه دي او دالله (ج) له خوا مسؤوليت نلري خو هلته همداسي عمل جريان درلود.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery