څلورم او پنځم کمپ
څلورم كمپ
څلورم كمپ په دغه نيت جوړ شوى و چې كوم خلك خوشې کيږي هلته به ځي اوښه سلوك
اومعامله به ورسره كوي ډوډۍ به كافي وركوي ميوي به ډېري وركوي ترڅو يې وزنونه بيرته
نورمال اوپوره شي، په دغه كمپ كې چې ددوو سوو 200 نفرو ظرفيت يې درلود دژوند شرائط
يې ډېرښه برابر و او دعسكرو سلوك او معامله بيخي ښه او برابره وه، دغه كمپ پنځه
بلاكونه درلودل او هر بلاك څلور غټي خوني او يو لوي سالون دحمامونو او تشنابونو
لپاره درلود، او هري خوني دلسوكسانولپاره اوسپنيزكټونه اوڅه دلمانځه ځاي درلود ، او
دبلاكونو مخته يې دګرځيدلو او ډوډۍ دخوړلوپراخه ساحه درلود چې په يوه وخت كې به شلو
نفرو پكښي تګ راتګ كاوه او ډوډۍ به يې خوړله، ډوډۍ يې ډېره وه ديو ځايي ژوند
اواوسيدلوامتياز يي درلود او لمونځ به يې په جماعت سره كولاي شواي، دورزش دځينو
انواعو اجازه يې درلودله او دمنډي لپاره يې كافي مسافه درلودله، حمام يې په ورځ كې
څو ځله كولى شواي او په هرې كوټې کي يې دوه دهوا پنكي درلودل په اونۍ كې يو ځل به
يې نمائشي فلم كه چاغوښته كتلاى شواى خوديادوني وړده چي ډيرو روڼو يي مخالفت کا وه
اويوځلي خويوعرب ورورټلويزون مات هم كړ ، په څو سپين ږيرو خلكوخو به يې مكتب (
ښوونځى) هم وايه دمكتب دځينو شاګردانويازده كوونكيو عمر به تر اويا كاله لوړ و، خو
چې كله به مو تعليمي كتاب غوښت نو بيا به يې نه راكاوه، له ډوډۍ پرته يې نور
امتيازات درلودل، مثلاً په اونۍ كې يو ځلي مغزك، خورما، عسل، كيك، شيريخ هاټ
ساس،ماينس، چيك اپ اونور داسي خو په نورو كمپو كې به بيا بندي ورور په يوه ګوله
ډوډۍ پسي خېزونه وهل اوهميشه به يي دلوږي فريادكاوه.
دپنځو بلاكونو په منځ كې يي پراخه مسافه درلوده چې په ورځ كي به يې هر بلاك ته د 30
دقيقو دوتلو اجازه وركوله چې پكښي كوچني دفوټ بال، او والي بال، او يو ميز د پينګ
پانګ لوبو لپاره جوړشوي و او كه به چا منډه وهله نو ورته اجازه به وه خواكثره وخت
به دبهرنيو کتونکيو او ملاقات کوونکيو له كبله كينسل كيده. دا هغه كمپ و چې په هره
اونۍ كې به ملاقات کوونکي يعني تورستان، ژورنالستان، او دامريكايانو لوړ پوړي
مقامات چې سناتوران هم پكښي شامل و راتلل، عكاسي به يې كوله او هرڅه به يې په
تلويزيون او عكاسي كامرو عكاسي كول، البته موږ ته به اجازه نه راكول كيده چې خبري
ورسره وكړو او يا ورته دنورو وروڼو دردوونكي حال ووايو، ددې كمپ جامي له نورو څخه
په رنګ جلا وي رنګونه يې سپين و ، او زير پيراهني به يې هم درلوده او وروسته دوي،
بيا دري جوړي شول چې پريمينځل به يې موږ خپله هم كولاي شول، او دپريمينځلو لپاره به
يې صابون،او شامپو هم راكول كيدله، دكمپ په لومړۍ افتتاح كې چې به څوك دغه كمپ ته
وروستل كيده نو دا خبره به په خلكو كې خپريدله چې فلانكي ايله خوشي شو، او موږ به
هم دغه يقين كاوه، او امريكايانو به هم دا ويل چې هلته به څوك تريوي مياشتي زيات نه
پاتي كيږي، خو وروسته دا مياشت په كلونوسره بدله شوه،دامريكايانودا خبره موږته نوي
نه وه ددوي داسي وعدي ډېري وي چې بيابه د وخت په تيريدو سره له منځه تللې اويابه
ايكسپايركيدلي دبلاک په مخ يوه دهدايت ياقانون پاڼه ځوړند سوی وه په هغه کی داسی
ليکلی و ستاسی همکاری اواطاعت تاسی ته دژوندڅه امتيازات درپه برخه کړی دی
داامتيازستاسو حق نه دی ستاسولپاره نورتنګ اوسخت ځايونه سته که تاسی خپلی همکاری ته
دوام ورنه کړی نو هلته به بوتلل سی معنی يي داوه چی دبندی لپاره حق نه وو اويوازی
سزابدحالت دده حقو اوبس. بيرته به راشو دريم كمپ ته!!!
يادونه : ( د کتاب په دغه برخه کي د متن پرله پسې برخي لږ نامنظمي معلوميږي . هيله
ده ګران لوستونکي له ستونزو سره مخامخ نه سي - هڅه کوو دا ستونزه له منځه يوسو -
موږ کوښښ کړئ چي کتاب په هغه بڼه خپور کړو څرنګه چي چاپ شوی دی ، يو نيم ټيپي
تېروتني تر سترګو کيږي ، که وتوانېدو په راتلونکي کي به هغه هم انشاالله حل سي) (
بېنوا خپرنيزه څانګه )
ددي با وجود دوه نور كمپونه جوړ شول ، چې يويې ډېر سخت اودعذاب ځاي وو، او دويم يې
ډېرپه امريكايي بندكي د راحت ځاي و، دراحت كمپ د څلورم كمپ په نامه ياديده چې دژوند
ډېري اسانتياوي يي لرلي، او سخت كمپ دپنځم كمپ په نامه ياديدي چې دژوندقريب ټول
شرايط پكښي ناانساني وه ، مثلاً كله چې پنځم كمپ جوړ شو ددې عمومي كمپ له ساحي څخه
وتى و، اوازه به يې ډېر سخته وه، او محققينو به هم دبنديانو تر غوږو دسختو شرائطو
ازانګي ورتيرولي، اوپه كال 2003 دجولاي په مياشت كې يې اويا نفر بنديان په ناڅاپي
ډول دكمپ څخه ورته وروستل،ترډيره حده موږ نه پوهيدلو چې چيرته به يې بيولي وي، چا
به ويل بل ځاي ته انتقال كړای شول ، اوچا به ويل خوشي شول ، چا به څه ويل او چا به
څه، خو ما له يوه عسكره څخه وپوښتل چې حال راته ووايې ځكه ډيرځله به دې عسكرماته په
غلا دنړۍ معلومات راكول، خوددې واقعي څخه يې بخښنه وغوښت ، او ويل يې چې موږ ټولو
ته يي قسم راكړي دي چې بنديان خبر نكړي، خو بيا هم دلاس په اشاره سره يي وپوهولولم،
خپلي پنځه ګوتي يې زما دقفس پر پنجره غوړولي كښېښودي، اوراته ويل يې زما لاس ته
ګوره زه پوه شوم چې څه معني لري، خو دا پټه غلا تر ډيره وخته پټه پاتې نه شوه چې
دلږ وخت په تيريدوسره بيرته لوڅه اوبربنډه شوه، په لومړى ځل كې اكثره عرب وروڼه
بوتلل شول چې قريب ديارلس افغانان هم پكښي و، لكه ملا فاضل محمد دارزګان، محمد قاسم
فريد دزرمت، معلم اول ګل دجلال اباد، شاه ولي دکندهار، محمد نبي دخوست، او
عبدالكريم دخوست، حاجي روح الله د كونړ، عزت الله دكاپيسا، چمن دلوګر، عبدالجليل
دهلمند، نورالله نوري دقلات شاه جوي، معلم محمد ظاهر دغزني، چي زما تر راوتلو دمخه
محمد نبي ، محمد جواد، محمد قاسم، معلم اول ګل، شاه ولي، عبدالرزاق، عبدالجليل،
عبدالكريم، عزت الله، بيرته تر يوكال وروسته راتبديل شول ، عبدالرزاق ،شاه ولي
دکندهار اومعلم اول ګل نورو كمپونو ته راغلل، خو حاجي ولي محمد صراف دبغلان ملا
خيرالله خيرخوا دکندهار عبدالحليم دقلات او روحاني دغزني، ورته وروستل شول چې ټول
اته كسه زما ترخوشي كيدو هلته پاتي و . الله دي يې مل شي.
دپنځم كمپ شرائط څه سخت و خو دالله ج په فضل او توفيق سره ځيني وروڼه پوره ډاډه او
خوشحاله وه، په مجموع كې د ټولو وروڼو معنويات لوړ و ، شرائط يې كه څه هم سخت بی
رحمانه، ظالمانه دبشرضد و، لومړې بندي كوټي وي چې دلمر رڼا او يا دهوا لپاره يې هيڅ
كړکۍ اوهنداره نه درلودل، او يو كوچني سورى هم نه و چي تازه هواورته ورسي، يوه
جاسوسي كامره دچت په سركي نصب شوي وه او يو دسمېنټو ووړ تخت دكوټي په منځ كې جوړ
شوى وو، تشناب، خاك انداز او داستعمال داوبو كوچنۍ نلكه هم دخونې دننه جوړشوي و ،
فرش او ديوالونه يې دسمينټو له خښتو جوړ شوي و، دروازي يې په برقي ريموټ خلاصيدلې،
او تړل كېدلې، دډوډۍ ،دوا، ځنځيرونو دتړلو لپاره يې ډېر کوچني سوري درلودل، چې د
ضرورت پروخت به يې خلاصول او بيرته به يې ژر تړل ، صرف ديوه قرانكريم اجازه به يې
درلودله، دډوډۍ وركولو طريقه لومړى ډېره سخته وه، دمخامخ كيدو اجازه يي نه درلودله
او مخ به يې دعسكر طرفته نه كاوه دشاه دخوابه يې ډوډۍ اخستل چې تر ډېره حده به بندي
خپل لاس سوري ته دنه ليدلو په وجه نشواى برابرولاي، او كه به يې برابر هم كړ نو ډېر
ځله به قاب ترې په مځكه چپه كيده، كه به چپه هم شو نو نوره ډوډۍ به يې نه وركوله،
تر ډېره وخته يي دوتلو حق نه وركاوه،كه به يې وركاوه هم نو په اونۍ كې يو ځل به و ،دګرځيدو
ځاى يې د ګرځيدو لپاره كافي نه وو، يواځې دلمر وړانګي به غنيمت وي، دوابه يې په ډېر
تكليف او تر ډېر فشار وروسته وركوله او كه به وركول كيده هم نو ګټه به يي نه كوله،
ملا فاضل محمد چې دمعدي سخت تكليف يې درلود،يو كال يي مكمل اومسلسل وړانديزونه كول
خو چايې وړانديزونه ونه منل، او نه يې ورته دوا وركړله چې په پاى کې مجبور شو او
دډوډۍ نه خوړلو اعتصاب يي يپل كړ شپاړلس ورځي يې دډوډۍ د نه خوړلو، او داوبو نه
څښلو هړ تال ته دوام وركړ، چې وروسته ډېر ضعيف او ناتوان شو او دكمزوري نه بي هوښه
په ځمكه غورځيدلى او لويدلى و، چې بيا د بيهوښۍ په حالت كې روغتون ته بيول شوى و
ماته ملا فاضل محمدوويل چي ماته دعسكرو مشر د ډوډۍ خوړلو وړانديز وكړي خو ما ددوا
غوښتنه تري وكړه او ددوا وركولو په شرط مي ډوډۍ وخوړله، چې بيايې دپوره تداوي وعده
ورسره كړي وه، ديادوني وړ ده چي د امريكايانو اكثره وعدي دچلونو دامونه اوهوايي
درواغ وو ، او كله يې هم ورباندي وفا نكوله، دعسكرو معامله غير اخلاقي، او غير
انساني وه او كله چي به يې تحقيق، او يا ميډيكل ته بيول نو سترګي به يې پلاستر
كيدي، غوږونه به يي سخت په ګوشيو بنديدل، په خوله به يې ماسك اغوستل كيده، لاسونه
او پښي به يې ټينګ تړل كيدې، او دوتلو په وخت كې به يې لاسونه دشاه له خوا ورتړل،
چې په وروستي وخت كي يې څه شرائط لږاسانه شول ، هر ورور چې به دپنځم كمپ څخه راووت
يواځې هډوكي به يې پاتي وو له رنګ څخه به يې سړي ويريده ، رنګونه به يې بيخي تك
سپين اوښتي وو او كټ مټ لكه مړي چې يې له قبره را ايستلي شوی وي او بيايې پر پښو را
روان كړى وي، يو ورور عرب چې نوم يې ابو حارث دكويټ اوسيدونكي وو زما سره ډېر وخت
ګاونډي پاتي شوي وو، بيا پنځم كمپ ته بوتلل شو خو چې كله بيرته راوايستل شو مابيخي
نه پيژانده، او څومره چې ورته ځير هم شوم ځاي ته مي نشو راوستلاي بيخي يې له شكله
ويريدلم او كه په خوب كې مې هم ليدلاي واي يقيني و چې ځني ويرېدلي به واي، الله دي
ټول وروڼه ددي ظالمانو له ناولو منګولو څخه په صحت او عافيت راوباسي امين، او دغه
كمپ به وروڼو دپنځم قبر په نامه ياداوه چې يقيني دژوندو قبرو،ماپه لاره كي له يوه
ورورشيخ صابر څخه چي بوسنيااوسيدونكي و وپوښتل چي چيري يي هغه هم داسي جواب
راكړراته ويي ويل دژوندوپه قبرکی چي يقيناً تراوسه مي په زړه كي پاتې سوځونکی داغ
دى .
دافغانستان وفد يا هيئت
دكلوبلاك څخه انفرادي بلاك ته بوتلل شوم او هلته مي ډېر وخت تېر كړ، يوه ورځ يوه
عسكر راته وويل: تحقيق ته ځان تيار كړه له غرفي راوايستل شوم او يو داسي ځاي ته
بوتلل شوم چې مخكي مي نه و ليدلي، دغرفې دمنځ په كړۍ پوري يې ټينګ وتړلم، او دمحقق
دراتګ انتظار مي كاوه خو ومي ليدل چې څو تنه افغانان غرفي ته راغلل سلام يې واچاوه
او شاه وخوا په چوكيو كې كښيناستل ځانونه يي داسي معرفي كړل ،چې موږ دافغانستان
دحكومت نمائندګان يو دوه پښتانه يودکندهاراوبل دجلال ابادوو او څونفره پنجشيريان و
،کندهاري سړي يو ګيلاس اوبه راته راوړي، وروسته يې پوښتني شروع كړې ټولي هغه پوښتني
وي چې موږ به امريكايانو ته پري انكار كاوه او هغوي به دا سوالونه ډېر ډېر تكرارول
اويوه امريكايې ښځه عسكره څو ځلي خوني ته راغله او په غوږ كې به يې څه ورته وويل او
يا به يې ليكلي كاغذ ورته وركاوه ماترډيره شك كاوه چې دا دافغانستان استازي نه ،بلكې
يوه دسيسه غوندې ده، او دوي مي دامريكايانو ترجمانان بلل ،اوپه زړه كي به مي ويل كه
دافغانستان استازي يا وفد هم وي نو ددوي په دستور سره غواړي چې موږوغولوي اوترخولې
موخبري وباسي كوم چي امريكايان پكښي شكمن وه سره لدي چي خبري خلاصي شوي وي، له
سوالونو وروسته څه مناقشه وشوه او ما ورڅخه څه پوښتني كولي اوغوښتل مي چې پوه شم چې
رښتيادافغانستان دي او مطلب يې څه دى.
ما وپوښتل چې كه ممكن وي راته وواياست چي دڅه لپاره راغلي ياست ؟ دوي وويل غواړو
تاسي ازاد كړو. ما وويل ښه خبره ده، خو دا ستاسي اوسني عمل كټ مټ تحقيق ته ورته دى
نه خوشي كيدواوازاديدو ته. كه څنګه؟دوى په ځواب كې ګنګوړه غوندي شول او ما هم پسي
پريښودل ځكه ماته ددوى بېوسي معلوميده چي كله به يي خبره كوله نوشاوخوابه يي كتل
لکه غله غوندی اوډيرپه وهم کی ، خو كله مي هم اعتماد نه كاوه چې دا به زموږ دهيواد
نمائندګان وي ځكه صلاحيت يې ډېر كم معلوميده ، نور بنديان بيا تر ما ډېر شكمن و او
ددوي سوالونو ته يې په ښكنځلو ځواب ورکاوه . البته دوي هم ډېرو بنديانو ته زړه نه و
ښه كړى چې ورسره وويني ځكه زينه پر زينه درسوايۍ اومنفي عكس العمل سره مخامخ كيدل ،بنديانوله
دوي څخه څه غوښتل اوڅه هيله يي درلوده. بنديانو تسلي غوښته خواخوږي يې غوښته،
دهېواد په حال يې ځان خبرول غوښتل، او له وفد سره يې شخصي دزړه خبري غوښتي خو وفد
دا يوه خبره هم نه پر ځاي كوله، په تحقيق كې تر امريكايانو سخت و له خبرو يې ځان نا
خبره ښوده، له امريكايانو يې سره كومك كاوه نو ځكه د نااميدۍ اومايوسي په وجه
دبنديانو له سخت غبرګون سره مخ شول، ددوى لپاره به ښه دا وه چې دتحقيق پر ځاي يې
دبنديانو داحوال پوښتنه كړي واي، دمحبس له وضعيت څخه يي لږ ځان خبركړي واي تحفې،
دخوشي كولو اطمينان ، دهيواد په عمومي حال ددوىخبرول، له كورونو څخه په احوالونو
وروړلو، دخواخوږي احساس او په شخصي توګه ور سره غم شريكي تر سره كول ، نه داچي
دامريكايانوپه نيمګړتياووكي يي ورسره مرسته كړي واي زماپه نظرپه امريکايانوپلورل
اوپه لاس وركول كافي و . خو دا هغه څه و چې دوي به نه غوښتل او يا به يې نه شواي
كولي. والله اعلم
څو ورځي وروسته بيرته لومړى كمپ ته انتقال شوم ، په 2004 دجون دمياشتي په شپاړلسمه
څلورم كمپ ته انتقال شوم چې هلته بيا تر يوه كال او څو مياشتو پوري ميشت وم.