دوهمه نادِره
يو عجيبه او نادرکارچې دكمپ دمسئوول له خوا به كېده داوو چي لومړى ځل
ډوډۍ يو اندازه ښه وه ميوه يې هم ښه وه، خو دوخت په تيريدوسره به ورځ په ورځ
خرابيدله، علت يې داو چې هره اونۍ به يو عسكر په ټولو بنديانو ګرځيده قلم اوكتابچه
به ورسره و او د ډوډي پوښتنه به يې كوله، چې څه مو خوښ دي په ډوډي كې څه بدلون
غواړئ، او په موجوده مينو كې مو څه شي خوښ او څه مو ناخوښه دي، چې كله به اكثره
بنديانو ورته ويل دغه څه مو خوښ دي راته زيات يې كړئ، او دغه مو نا خوښه دي كم يې
كړئ نو په داسي چل سره به بر عكس عمل كيده، مثلاً له خوښ شويو شيانو څخه به كميدل
او نا خوښ نه به زياتيدل چي بالاخره ټوله مينو دخوراك نه وه سم شيان بيخي ورك شول
او بيكاره شيان زيات شول، چې وروسته له ډېره وخته موږ پوه شووچي علت هم دادي بيا به
مو څه نه ورته ويل اوكه به يې پوښتنه هم كوله په ځواب كې به مو ورته ويل چې څه
راكوئ ستاسو خوښه ده پر مونږ فرق نلري، چې بيا له ډېر وخت وروسته مينو لږ څه برابره
شوله.
3- طبعي ده چي دبنديانو لپاره د وخت به تيريدو سره امتيازات وركول كيږي، په شرائطو
كې يې اسانتيا راځي او ژوند يې عادي كيږي، خو په دغه محبس كې برعكس كيدل دهري ورځي،
مياشتي، كال په تېرېدلو سره دژوند اسانتيا وي كميدلې، او شرائط سختېدل ، مثلاً دسزا
انفرادي بلاكونه ډېرجوړ شول ، لومړى يواځي دملا پټه وه چي څوك به تحقيق،سره صليب،
يا ډاكتر ته بيول كيده بياداپټه په ځنځيرونوبدله شوه دا ځنځيران څه وخت وروسته دپښو
لاسو او ملا ځنځيرونه شول ، او بيا په لاسونوكي دويم، دريم قلف زيات شو، سترګي به
لومړى نه تړل كيدي بيا دپنځم كمپ لپاره سترګي، او غوږونه بنديدل ، مذهبي كتابونه
لومړى ازاد و بيا په ټول كمپ كي مطلق بند شول كوم چي په كمپ كې موجود و هغه يې هم
ټول كړل، علمي كتابونه لكه داقتصاد،او رياضي، بيالوژي، سياسي، تاريخي،جغرافيې او
داسي نور كتابونه به كله ناكله راتلل دا ټوله دوخت په تيريدلو سره بند شول ، لومړى
به په جزئې شيانو سزا نه وه بيا شروع شوه چې په لږ شي به درنه سزا وركول كېدله،
تحقيق به په رضا سره كېده بيا به سړي مجبور كېده چې خبري وكړي، ډېر وروڼو ته ډېره
سخته سزا ورکول شوه ، مثلاً په مياشتو مياشتو خلك خوب ته نه پريښودل كېدل لكه يو
ورور ملا فاضل محمداخوند چې دخبرو د نه كولو په خاطر يو څلويښت ورځي اوشپي سزا شو
دشپې له خوا به يې دتحقيق په خونه كې تاړه او ايركنډيشن به يې په وروستۍ يخې درجې
سره ورته چالاناوه او عسكرو به په لرګيو ټيمان ورته ټكول لكه دغنمو په موسم كې چې
بزګر چوغكي له كښته شړي، او دورځي له خوا به يې ګرځاوه يواځي دى نه وو په
لسګونوكسان به همداسي سزاكيدل چي ډيريي عرب وروڼه وه، دتحقيق بلاكونه به تيار
دکندهارښار دتوپخانې بازار و، بل ډول به په شپو شپو دبنديانو سراو پښي يو ځاي سره
تړل كېدل او بيا به يې اېركنډيشن يخي هواته كښينول ، او ځيني عرب وروڼه خو به يې په
وړو كښتيو كې كښينول او بيا به يې كښتۍ په ډېري تيزۍ سره په درياب كې ځغلولې تر څو
بدخوابه شي او وهم هم ورباندي تير شي چي په هفتو هفتو به يې داسي سزاګاني وركولي.
ډاكټران به په لومړيو مرحلوكي هر وخت ازاد و او بندي ته يې دوا وركوله، خو بيا
داسي نه و دوابه په هفتو نه وركول كيده او يا به تر ډېره وخته ډاكټرانو ورته هيڅ
توجه نه كوله، او نه به يې دمرض تشخيص كاوه يو ورور چې دکندهار دښورابك دولسوالۍ
اوسيدونكي و،چي نوم يي ولي محمد و، تر يوي مياشتي زيات يې له مريضۍ څخه فرياد كاوه،
او دورځي په تيريدو سره يې مريضي سختيدله، دوه مياشتي وروسته له حركت څخه ولويد
دولاړيدلو نه و،بدن يې ټول په درد شو او ټول بدن يې وپړسيد بيا هم ورته پوره
توجه ونه شوه وروسته موږ ( نور بنديان) مجبور شولو چې مشكلات جوړ
كړواودامريكايانوتوجه ورته راوګرځوو دروازي مو وټكولي اوپه ټولوبه موپه لوړاواز
دتكبير ناري وهلي او په زوره مو دقفسو تختونه ټكول تر څو عسكر وارخطا شول مشران يې
راوغوښتل ترجمان راغلی او بيايې ولي محمد كلينك ته يوړی وروسته يې دويني تر معاينې
دسرطان مريضي معلومه شوه. يواځي نه چې معلومه شوه، بلكې سرطان يې له ويني سره ايني
ته تللى و چې له عاجلو عملياتو سره يې څه دمه وشوه، داځكه چې كه يې په وخت سره
دمريضي علاج شوي واي، او يايې دبنديانو دحقوقو مطابق هره مياشت ټيسټ ( معاينه )كيداي
نو داسي لږې پيښي به واقع كيدلاي. نور دې ته ورته سخت شرائط هم ډېر وه همدا رنګه
وركول شوي امتيازات بيرته اخيستل كيدل.
پنځمه پېښه
هميشه به موږ دډوډي دكمښت شكايت درلود او له لوږي به مو فرياد كاوه، تر صبر به
خبره تيريدله ځكه ورځ، اونۍ مياشت، او كال نه و، كلونه وو او كله نا كله خو به مو
دجنيوا كنوينش ته هم اشاره كوله چې بندي ته بايد كافي او دطبيعت خواړه وركول شي،
خودامريكانانو ځواب به مو داسي مونده چې تاسو په موږ دډوډۍ حق نه لري دغه لږ ډوډۍ
چې دركوو دا هم زموږ احسان اوستاسوامتيازدي حقوق خو د بشر لپاره دي، تاسي دبشر او
انسانانو په حقوقو كې حق نه لري او تاسي دشكايت حق هم نه لرئ معني داچي شكايت هم
ورباندي ښه نه لګيده،لکه بوش ملعون دی ته ورته مخ کی هم بشرته دشيطان القاب کاره ول
.
بل دا چې دژوند ټول امتيازات به پلورل كيدل ، او هرڅه دبل څه په بدل كې وركول كيدل،
مثلاً كه به يو سړي يا يو بندي كولاي شو چې محقق له ځان څخه راضي كړي نو دومره به
نازول كيده چې ډېر څه به وركول كيدل، او كه به يې څه شي له محقق څخه طلب كړ نو به
يې ورته وويل چې ته به څه كوي، حتي له يوه ځايه بل ځاي ته به دي كه بدليدل غوښتل نو
قانون داو چې محقق ته ولاړشي كه به محقق راضي نه و نو ممكنه نه وه چې بدل شي، او كه
به دي راضي كړ نو بدليداي شوي دتشناب كاغذ، ساده،كاغذ، داوبو بوتل څلورم كمپ ته تلل،
درجه لوړيدل ټول به دي په سودا كيدل او دسوالو په ښه ځواب، او يا په نوي خبره، يا
په جاسوسي سره ډيرموقت پرمختګ كيده.
كله كله چې به ژورنالستان او ځيني حكومتي چارواكي تماشي ته راتلل اكثر به څلورم كمپ
ته رهنمايې كيدل دا ځكه دڅلورم كمپ شرائط تر نورو ښه وو او دوي به هم دخلكو دغولولو
لپاره دنيا ته ښكاره كوله او هغه ژونالستان چې به دې كمپ ته راتلل دستوري غوندي وو
بي طرفه نه ښكاريدل ځكه هغه عكاسي چي دوي يي فرصت درلودخلكوته نه ده ښودل شوي،اوبل
داچي هميشه به دغه ټولګي مكرر راتلل، يوه ورځ دمعمول په ډول بيا هم ليدونكې راتلل
يو عرب بندي ته يو عسكر خبر وركړي و، چې دنن په سيلانيانوكي دامريكا دپخواني ولس
مشر كنيډي ورور چې په ګانګرس كې ښه واك لري او برحاله سناتور دي راځي بنديانو غوښتل
چې خپل دمظلوميت اواز خلكو ته ورسوي كله چې دزائرينو دغه ډله كمپ ته راغله مونږ يې
ټول په خپلو كوټوكې قلف كړو، زيارت كوونكي به په كمپ كې هغه غرفي ته بوتلل شول چې
نمايشي ورته جوړه او چمتو شوي وو، وروسته هسپتال ته ولاړل چې هغه هم ورته ښه برابر
شوى و، دكمپ ديوه بلاك تر شاه دروازه هسپتال ته نږدې وه هغه كتونكي هغه دروازي ته
نږدې شول، په بنديانو كې دوه وروڼه وو چې په روانه انګريزي ژبه يې خبري كولې شوي
دوى له فرصت څخه استفاده وكړه او په لوړ اواز يې زائرينو ته وويل چې كه زمونږ خبري
ته غوږ ونيسي مهرباني به مووي هغوى ورته وويل چې تاسو ته در ليدل شوي هر څه نمايشي
دي دلته هغه څه پراته دي چې كله هم بندي ته نه وركول كيږي، كه تاسو واقعاً غواړئ چې
په حقيقت پوه شئ نو پنځم، لومړى، دويم، دريم، ايكو ،كمپونوته ورشئ او هلته وګوئ چي
دخلكو دژوند شرائط څومره سخت اوناوړه دي هلته خلك وږي، مريضان، او لوڅ پراته
دي.دويم شكايت دا وچي بل موږ محكمه غواړو موږ بيګناه خلك يو ستاسو په اصطلاح
ترورستان نه يو بايد تاسو موږ محكمي ته حاضر كړئ ترڅو معلوم شي دلته څوك شته او
څومره کسان امريكايانو په قفسونوكې ساتلي اوبندكړيدي خوددغه شكايت په وجه دكمپ
مسوول جنرال په غوسه اوقهرشو، شلونفرو شكايت كوونكيوته يي سزاوركړه او له څلورم كمپ
څخه يي وايستل اوټول امتيازات يي ځينی واخستل.
پنځه كسان له بوسنيا څخه راوستل شوي و او هلته په ګوانتاناموكي بنديان و ، تحقيق
ډير ترې كيده او درني سزاوي هم وركول كيدي، شيخ صابر،ابو شيما، محمد، مصطفي،
اوالحاج ډېر مظلوم او مسلمانان خلك و دوي تر پايه په دي نه پوهيدل چې ولي مونږ
راوستل شوي او ګناه جرم مو څه دي، شيخ صابراو ابو شيماغريبان خو پنځم كمپ ته هم
دسزا لپاره بيول شوي وه، هميشه به دوي په دي سره ځوريدله چې تاسو ولي بنديان ياست
او موږ ته بايد اقرار وكړي چې ولي دلته راغلي ياست اوعلت يي څه دي دا هغه سوال و چې
بايد بنديانو كړي واي شيخ صابر ماته وويل چې موږ ورته وويل موږ خو په علت نه پوهيږو
خو تاسو كه موږ ته علت و نه واياست نو موږ به نور له تاسو سره دتحقيق په وخت كي
خبري نه كوو، ډېر وخت يې خبري ونه كړې خو بيايې ځواب داسي موندلى وو،عجيبه
دماشومانولوبه ده سبحان الله ځواب داچي امريكايان په هغو خلكوباندي پوهيږي چې
امريكايانو، او يا د امريكا منافعو ته خطر وي كه څه هم موږ په تاسو ظاهري ثبوت نلرو
لكن ستاسو په دماغونو كې مفكوره داوه، چې په مستقبل كې امريكايانو ته خطر وررسوئ
اوپه امريکايي ودانيوحملی ترتيب کړی، نو ځكه تاسو امريكايانو ته خطرياست موږ دلته
راوستلي ياست اوموږحق لرو چي تاسوبيله محکمی ترهره وقته وساتو مونږچی داسی فوق
العاده حق امريکاته چاورکړی دی ، ديادوني وړ ده چې دغو وروڼو نه افغانستان ليدلي و
، او نه يې له كوم تنظيم سره رسما تماس درلود يواځې دسربيانو دظلم په وخت كې يې چي
دبوسنيامظلوم مسلمانان يې په شهادت رسول جهاد اوداسلامي مسووليت له كبله دخپلووروڼو
ننګه كړې وه اونتيجه يي داشوه . والله المستعان.