دعبدالله دخولې انځور
داروزګان ولايت دچارچينو ولسوالي اوسيدونكى عبدالله ورور چې اصلي نوم يي خيرالله
وو او دخيرالله خير خوا په نامه نيول شوى وو او بيا له ډېر وخته وروسته له
ګوانتانامو څخه خوشي او ازاد شو، دخپلو سترګو ليدلي حال راته داسي ووايه چي کله په
کندهار كې دوى بنديان و، هره ورځ به دتلاشي په نامه امريكايې عسكرو ددوى دتوهين هڅه
كوله، دده په وينايو ځلي عسكرو تلاشي كوله زه يې له تفتيش وروسته پړمخي پر خاوره
وغورځولم، او زما مبارك قرانكريم يې له تلاشۍ وروسته پاڼه پاڼه په مځكه وغورځاوه،
چې كله يې قرانكريم وغورځاوه ددوي دتلاشي سپي چې لدوى سره وو پرقران الكريم حمله
كړه او په خوله يې وڅنډه چې كله مونږ دغه حال وليد دالله اكبر ناري مو پيل كړي سپي
بيرته قرانكريم له خولي وغورځاوه او عسكر بيرته قرانكريم پورته كړي او ما ته يې
راوغورځاوه چې دغورځولو په وخت كي قرآن كريم په هغه ستل كې ولويد چې بنديانو ته يې
دقضاى حاجت په خاطر ايښي و. عبدالله ورور وايي بې له ژړا بله چاره نه وه زه هم
پړمخي په خاورو كې پروت وم، او قرانكريم خو په هغه حالت كې و، مابه يواځي داويل اي
مبارك قرآنه ستا خو هيڅ ګناه نشته يواځي دا چې دانسانانوپه خاصه توګه دمسلمانانو
دهدايت كتاب يې او زما هم بې له دې چې په تا عمل كوم بله ګناه نشته، نو ته په اخرت
كې پر ما شاهد اوسه، او زه به پر تا شاهد اوسم چې دنړۍ استكباري قوت دنوري كفري نړۍ
او په مسلمانانو كې دمنافقانو په مرسته او كومك زما او ستا سره دغه چلند كاوه
اودداسي مظلوميت په حالت كي وو.
دسعودي اوسيدونكي شاكر يوځلي تحقيق ته بيول شوى و او دده په وينا، قرانكريم دمحقق
تر پښو لاندي په دې غرض ايښودل شوى و، كه شاكر رښتيا خبره ونكړي اوهغه څه ونه مني
چي محقق يي غواړي نو محقق به پر قرانكريم باندي پښې کيږدي والله اعلم،
ددې خبري په رسواکېدلو سره ډېرو وروڼو غيرت وكړ، او ډېر په عذاب شول په مياشتو
مياشتو يې ډوډۍ ونه خوړله او له رنګارنګ ستونزو سره مخ شول، دتلاشۍ په وخت كې ډېر
ځله عسكر دقرانكريم سره موښتل اويا به يې لاندي راغورځاوه او بيا به يې دخطا او
سهوي رنګ وركاوه او عامل به يې له هيڅ ډول ستونزې اوسزا سره نه مخ كيده، او نه به
سزا وركول كيدله، يو ځلي خو دا هم پېښه شوه چې كله به بندي ته سزا وركول كيدله نو
قران الكريم به هم ځيني اخيستل كيده ، او چې كله به بيا بندي په خپل اختيار نه غوښت
نو بياد سزا موده ورته نوره هم اوږديدله، دقرانكريم داحترام تشي وعدي تر پايه هم په
ځاي نشوې خو دبنديانو دسخت مقاومت له خاطره دوي مجبوراً څه نا څه اقدامات وكړل
خوامريکايانودشاکر عکسونه دکريکاتور په شکل جوړکړه دشفی لخوايي دبنديانوقفسونه ته
ورغورزولی و په هغه کی دشاکرترعکس لاندی ليکلی و( المنافق ) ترڅودنورو بنديانوګمان
پر بد کړی ،دی ته ورته ديوه بل عرب عبدالهادی نومی عکسونه جوړ سوی و چی دترازو دوی
پلی اوميزان و، په يوه تله کی دعبدالهادی عکس اوپه بله تله کی درواغ چی ددرواغو تله
ډيره درنه اوهغه بله سپکه وه، عبدالهادی په دی متهم و چی ګواکی دی د زرقاوی وروردی
اودهغه په هکله معلومات لری خوعبدالهادی دانه منله، کله چی امريکايانوغوښتل چی
يونفر منفور کړی نوداسی کړنی به يي کولی خوهغه به بالعکس په خلکوکښی محبوب سو ځکه
چی دامريکا يانوپه خبره هيچاهم اعتماداوبروسه نه کوله اودامريکايانوښه دښمن
خوندورکاوه اومحبت به يي ورسره کاوه .
قرانكريم به له بندي سره په قفس كې و، او يو نازك ماسك ورته دپورته ساتلو په خاطر
وركول كيده ، چې حفاظت يې وشي ډېر عسكر چې مشكلات به يې نه غوښتل قرانكريم ته نه نږ
دي كيدل او احترام به يې كاوه خو كله چې به بندي تحقيق، ډاكټر، يا دګرځيدلو لپاره
دباندي ته دڅنګ ګاونډيو وروڼو به يې دقرانكريم څارنه كوله ترڅو ورسره بي احترامي
ونشي.
دڅو بنديانو څخه اورېدلي انځورونه
دوه بنديان چې زما سره نژدي كاونډيان و يو دتاجكستان، او بل ديمن اوسيدونكي و،
تاجكستاني ورور محمديوسف، او يمني ورور مختار نوميدل دادوه هغه كسان وه چې ده قلعه
جنګي په ظالمانه دسيسه كې تر تسليميدلو وروسته ژوندي پاتي شوي و، دوي به دخپلي
تسليمي، او بيا دبد سلوك، او بيا دبمباريو، دناخوالو قيصي په بار بار راته كولې،
دوي ويل چې مونږ دوستم خداي ناترسه ظالم ته په دي نامه تسليم شولو چې بي عزتي به
راسره نه كوي، او دژوند حفاظت به مو كوي، خو بيا دتسليمۍ وروسته هر څه بدل شول،
زخمي وروڼه تر تسليمي وروسته وويشتل سوه اوبياشهيدان شول او يا ژوندي تر خاورو
لاندي شول او په ژوندو وروڼو هغه توهينوونكي څه وشول چې كله يې هم له مسلمان څخه څه
چې ان له انسان څخه توقع نه كېدله، په كاڼو ويشتل، په لرګيو او كونداغونو وهل، په
سپېږمو ، سترګو، غوږو لرګي منډل، او نور داسي كړه تر كالو كشولو پوري ترڅو بربنډ شي،
د ټولو لاسونه تر شاه وتړل شول او پښي هم دځينو وتړلې شوې او بيا په كانټينرونو كې
واچول شول دومره زيات به په كانټينر كې اچول كيدل چې له ډېره زوره او نفس تنګۍ نه
بيا هم ډېرو خلكو ژوند له لاسه وركړ، جنګي كلا ته راوستل شول او په ډېره بي رحمۍ يو
پر بل وغورځول شول، تږي او وږي وو ډوډۍ، اوبه به نه وركول كيدې ، او ټولو چې په
جيبو كې څه درلودل ځيني لوټ شول كله چې څه اوبه يا ډوډۍ را كول شوه نو دحيواناتو په
شكل وه، دډوډۍ دخوړلو لپاره تر شاه تړلي لاسونه راخلاص نه كړل شول، او يو دبل په
خولو به مو وچه ډوډۍ سره پرې كوله يابه مو په خوله كشوله تردي حده چې دوستمې ملېشو
به دپنډوس غوندي لوبي راباندي كولي، او په لغتو به يې يو له بل سره جنګولو، دوي به
ډيرډيرويل چې موږ په دي سخت پښېمانه وو چې ولي تسليم شولو، ځكه تر داسي وحشي او غير
انساني عمل خو مرګ څو چنده بهتر او عزتمن و،محمد يوسف تاجكي خو دا هم ډېر ويله چې
كله زما د جيب پيسي اوسامان لوټ شو يوه ازبك مليشه مي په خوله كې وكتل ما پخوا
دژېړو پوښ داره غاښونه په خوله كي ايښي وه دوي فكر وكړي چې دا به سره زر وي په ډېر
قوت سره يې غاښونه را څخه كشول،څرنګه چې هغه ډېر ټينګ و نو بيا يې دپلاس په واسطه
كار شروع كړ خو بالاخره ما ورته وويل چې دا ژېړ دي طلا نه ده بي قيمته شي دي همداسی
يي دنورو عسكرو په تايېد سره زه پريښودم،ديادوني وړده چي محمديوسف تاجكي دده په قول
افغانستان ته دويزي اوپاسپورټ له لاري راغلي وواوپه کندوزكي يي مزدوري كوله.
خو مختار چې دعمر له لحاظه كم و هميشه به يې د جنګي کلا دياد سره ترغټو سترګو اوښكي
راتلي او افسوس به يې كاوه، ده راته ويل چې كله به موږ ډېر سخت په عذاب شولو نو مو
په خپل منځ كې وويل چې تردي ژوند خو مرګ ښه دي كوښښ به وكړو چې لاسونه سره خوشې كړو،
او بيا به په موجوده ازبكو حمله وكړو تر څو يا مړه او يا لدې ځايه ووزو خو دوتلو
امكانات بيخي كم و ، همداسي وشول دډېرو لاسونه خلاص شول او دالله اكبر په چيغه دلوي
خداي په نصرت سره مو په عسكرو حمله وكړه سلاح مولاس ته راغله، جنګ شروع شو او
امريكايانو لږوخت وروسته بمبارد پيل كړ تردي چې اكثره وروڼه شهيدان شول، تر شپږو
ورځو جنګ دوام وكړي وروسته دوستميانوکلا ته اوځينوکوټوته دفټرولوپه زريعه اور ورکړی
بيايي اوبه خوشي كړي ترڅوله داوراو اوبوڅخه دسلاح كارواخلي کلا اوخوني ټولي له اوبو
ډكي شوي ، اوبه زياتي شوي اومهمات اومرمۍ مو هم خلاصي شوې بيا بيرته ونيول شولو، دا
هغه غميزه وه چې په سلګو نو انسانانو په استفزازي چلندسره خپل مرګ او دبل مرګ ته
مجبور كړل شول اوزړه ورته ښه کړی .
يو بل بندي محمد يوسف افغان راته دخپل نيولو قيصه وكړه ويل به يي چې زه طالبانو په
جلب كې بيولي وم، او كله چې تسليم كړل شولو نو تر ډېره حده به مونږ فكر كاوه چې
ژوندي به پاتې شو او خپلو كوروته به سالم ورسيږو، خو داهيلي مو هغه وخت په ناهيلۍ
بدلي شوې چې ويشتل، او ضربه كول پيل شول، سلاح تسليم شوه لاسونه تر شاه وتړل شول او
په بنديانو كې چاڼ شروع شو، خلك ويشتل كيدل، په برچو وهل كيدل، او زخميان خو په هغه
كندوكي ژوندي ښخ كړل شول چې دبارانونوداوبو په زور جوړي شوي وي، ښه كالي، صدرۍ (
واسکټ )، لنګوټي، ساعتونه، دجيبونوټول سامان، اودپښو څپلۍ خو به هر يوه لوټولي ناړي
(لاړې) توكل،په سوكانو، لغتو، څپېړو وهل، ښكنځل خولاعادي كار وو، په سلګونو كسان
ضربه كړل شول، او دا كار دلاري په اوږدو كې دري ځلي وشو، وروسته په يوه كانتينر كې
واچول شولو چې په هغه كانتينر كې چې زه وم قريب تر300 پوري نفر وو دكانتينر دروازي
په زورسره بندي شوي، دحيوانانو نه ،بلكې د پروړو په رنګ يې په لغتو پكښي تخته كولو،
دمزارشريف ښار و دسهار تقريباً اته نهه بجي وي دوي شپي او ورځي په همدغه كانتينر كې
تيري شوي، ددروازي له بنديدو لږ وروسته دخلكو نفس تنګي پيل شوه او زورونه،ټيلي،او
ټمبي شروع شوي چيغي،غلبلي او ناري شروع شوي خو چا نه دروازه خلاصه كړه او نه چا
راته اوبه او كومك راكړ،ان تردي حده په خلكو كې تكليف زيات شو چې خلكو حواس له لاسه
وركړل ، او يو په بل به يې خولي لګولي، او يو د بل غوښي به يې په غاښونو سره پرې
كولي، او په ځانونوبه نه سره پوهيدل،دى وايي چي ډېر ځله مواوازونه اوريدل چې ځيني
بنديانو وروڼه به ويل چې هغه دي رسول اكرم (ص) راغى، او چا به دجنت ناري وهلي او
بيا به يې روح له تنه جلا كيده، په همدې دوي دري ورځو كې دغه بدحالت و او دري ورځي
وروسته دكانتينر دروازه خلاصه شوه زه لاهم دكانتينر په پاي كې ژوندي پاتې وم، او
زما په شمول يواځې دولس تنه ژوندي پاتي وو او باقي ټوله په دغه وحشي عمل سره له
دنيا څخه ولاړل اوشهيدان شول، زه دمړو په جسدو باندي راتيركړل شوم او بهر راووتم،
دده په وينا لومړى څوك چې زما سترګي پري ولګيدي هغه څوك وو چي مايي كله هم فكرنه
كاوه،اوزه يي هم ديادولوجرات نلرم. او بيرته ژر وتړل شوم او سترګي مي بندي شوي، او
دشبرغان كرغيړن محبس ته بوتلل شوم،ديادوني وړده چې له مزارشريف څخه تر شبرغانه پوري
يواځې ددوو ساعتو دموټر لاره ( تقريباً 120 كيلو متره مسافه) ده، ده وويل كله چې په
شبرغان كې له نورو بنديانو سره يو ځاي شوم نو نورو بنديانو هم دخپلو ترخو قيصو څخه
خبر كړم، او په ټولو باندي همداسي ناوړه اوبي رحمه حالت تير شوي وو چې په نتيجه كې
يې تقريبا د اته زره تسليم شويو كسانوله جملي څخه د دريو زرو په اټكل تر ډېرو
ستونزواوستونزو وروسته ژوندي پاتي شوي و ، او پاتې پنځه زره شاه خوا تسليم شوي
اسيران تر خاورو لاندي، او يا د بدنامي له كبله وسوځول شول . دا ليدلي حالات دي خو
سياسي اړخونه يې ډېر ژور اوعميق دي چې ولي دا كار وشو دچاپه مشوره وشو، او تر شايې
دچا لاس و خوزمادليكلو لپاره دومره څه كافي دي. دلته بايد ووايم چې هغه مهال ددوى
تر تسليمۍ وروسته څو ځلي ما((ليكوال)) له اسلام اباد څخه دټيلفون پر كرښه له دوستم
بي رحمه سره خبري وكړي او هر ځل به يې دبنديانو دسالميت اطمينان راكاوه، دملل متحد
دبشري حقوقو، دسري مياشتي دمقاماتو سره مي په اسلام اباد كې عاجل ملاقاتونه وكړل،
او په عاجل اقدام كولو مي ځيني غوښتنه وكړه تر څو دخلكو ژوند بچ شي، او د بشري
حقوقو دخوندي ساتلو څارنه وكړي،زه په دي سره پوهيدم چي دوستم دوينوزبيښلو ژوۍ( ژوره)
ده خداي خبر چي بنديان به سالم پريږدي همداوجه وه چي لاس اوپښي به مي هري خواته
غورځول همدارنګه زماترنيولومخكي مي له موجوده ولس مشرحامدكرزي سره هم داسيرانوپه
ساتلوكي دټېلېفون په کرښه دده توجه وغوښتله،اوله پاكستاني ديكتاتور پرويزمشرف څخه
مي هم رسمادهمكارۍ غوښتنه وكړه خو ونه شوه څه يي نه کول يايي نسوای کولای والله
اعلم.
يوه بل بندي چې نوم يې عبدالغني زمري وو دخوشاب دكلي اوسيدونكي و،ده دخپلو نيولو په
هكله راته وويل كله چې زه له كور څخه بوتلل شوم او د کندهار والي ګل اغا ته په دي
نامه معرفي كړل شوم چې ګواكې زه هغه كس يم چې دکندهارپر هوايې ميدان مي توغندي
توغولي دي، هلته پوښتني راڅخه ډېرې وشوي خو زه له هغه څه څخه ناخبره وم چې دوى را
باندي تورلګاوه بيرته دوالي دورورعبدالرازق په لاس هغه چاته تسليم كړل شوم چې
پخواني مشهور كمونست قمندان الله نور نومى وو، چې دكمونست رژيم په وخت يې دلښكرګا
په ولايت كې نظامي دنده درلودله په زرګونو مجاهدين يې شهيدان كړي وو او دكمونيست
رژيم له نسكوريدو وروسته پاكستان ته تښتيدلى و خو دامريكايانو له يرغل وروسته بيا
څرګند او فعال شو، په همدي وخت كې دکندهار دهوايې ډګر دامنيت مسؤول و او هغه ته
وروسپارل شوم، او له سپارلو وروسته هغې كوټې ته بوتلل شوم چې ديوالونه يې ټول په
سرووينو رنګ و اوسپنيز كيبلونه راغلل او وهل شروع شول خو بيا هم ما هغه څه په ځان
نه منل چې دوي به يې تور راباندي لګاوه، بيا دسزا او شكنجو تكتيك بدل شو دشپي لخوا
به ځړول كيدلم او څو قسمه ځړيدل مي وليدل دصليب غوندي پيپونه تيار شوي و په عرض به
له يوه لاسه تر بل لاسه تر لستوڼو ايستل كيدل او بيا به يې په نري ليلوني رسۍ سره
وتړل، بيا به يې ځړولم ترڅو به زه بيهوښه شوم او بيا به يې سرچپه په پښو ځړولم، او
دورځي خو دكيبلونو ګوذارونه و ترڅو ورځو همداسي حالت وچې بياالله نورقمندان په خپله
راغى اوراته ويي ويل كه هرڅومره ځان ټينګ كړي بياهم به اقراركوي اوکه اقرارونه كړي
نوپه دغه كيبل به په ملادوه ځايه كيږي او قسم دي كه ژوندى خلاص شې په هم دي مجبوري
مي هغه څه په ځان ومنل چې دوى راته ويل، تر اقرار وروسته بيا امريكايانو ته ډالۍ
شوم.