ددرواغو معلومولو ماشين
يو ځل دتحقيق لپاره بوتلل شومه، خونه يا غرفه مي په بل شكل وليدله،په غرفه كي
يوه سپينه چوكۍ وه پر هغه كښينول شوم، لاسونه او پښي يې دمعمول په خلاف راخلاصي كړي
يو امريكايې سورجګ نری سړي چی ځليدونکی شنی سترګی يي درلودې ډيرچالاکه غوندی
معلوميدی مخ ته راغى مخامخ راته كښيناست ، او ديوه سپين ږيري فارسي ژبي ترجمان په
واسطه يې راته وويل دا ددرواغو معلومولو ماشين دی چی هغه ته يی دغه ماشين (Lie
Detector Machine) وايه.
چې څوك دروغ وايې هم يې معلوموي, او كه څوك رښتيا وايې هم يې معلوموي، نو كه ته
موافق يې موږ به تا په دغه ماشين وګورو، ځكه زمونږ شك دی چې ته مونږته دروغ وايي ،
نو مونږ به معلومه كړو چې ته دروغ وايې اوكه رښتيا وايي،ما ويل ښه خبره ده خو دا
بايد دمخه شوي واي ولي مو موږ ته تر اوسه تكليف راكاوه چي په كلونوموايساركړي وو،په
هرصورت زه موافق يم، اوشفاهي څوسوالونه يې هم وكړل .
سوال � په تا څوك ښه عالم دي؟ جواب زما پيدا كوونكي
دويم سوال- ترهغه وروسته زه خپله
اودريم سوال اوترتاوروسته؟
ځواب :هيڅوك دومره علم نلري چې زما په رازونواوزړه خبر شي، ده راته وويل دريم زه يم،
چې دماشين وروسته ستا په زړه عالم شم، ما ورته ويل پام كوه چې دخدايۍ دعوه ونكړي
ستا پلار هم زما په زړه نشي عالم كيدلاي، خو ته خپل سوال كوه وروسته يې ماشين ته
وركړم او سوالونه يې شروع كړل سوالونه عادي و، ماشين يواځي دبدن حرارت دويني فشار
دبدن له تشنج څخه كار اخيست دزړه ګراف به يې عكاسي كاوه او پر بندي به يې يواځې
فشار راوست ، دا هغه اله وه چې يواځې ددروغو په وخت كې سړي وارخطا شي دويني فشاريې
لوړ ولاړشي، او بدن يې هيجاني غوندي شي يواځې نور هيڅ هم نشي معلومولاي خو قوي زړه
كامياب وي، او كمزوري زړه به ناكاميږي ،همدارنګه دسوالو په جريان كې يې بيا دخداي
(ج) له طرفه استازي توب هم كاوه مثلاً پوښتل يې آيا تا دخداي (ج) نافرماني كړي ده
كنه ؟او په دي سوال سره نورسوالونه معلوموي، چې دسړي عقيده ښه وي سمدستي ځواب وركړي
نو هيڅ نشته، او كه به په ځواب كې انديښمن شو نو ددوي شك به هم پيدا شو. ماشين پنځه
شيان درلودل دوه ويرونه يې پر سينه اونس ور تړل دوه دګوتو پر سرونو، او بل پر بازو
باندي ديادوني وړده چې دغه اله دنړي په ټوله عدلي ارګانونو كې بي اعتباره اعلان شوي
ده، خو امريكايان يې يواځې دوېرولواوځورولو لپاره استعمالوي، طبيعي ده چې انسان ته
دروغ ويل ښه عادت نه دي او بد كار دي په دغه بد كار سره البته سړي وارخطا كيږي،.
همدغه يو سبب و چې د وارخطايۍ په وخت كې فشار لوړيږي، زړه درزا كوي، او خوله په بدن
راماتيږي چې دغه ماشين هم ددغه راز تاثيراتو څخه استفاده كوله.
دامريکايانو تحقيق
يوه ورځ تحقيق ته بوتلل شوم او څه نوي محققين راته راغلي و, چې ما كله نه و,
ليدلي، او يوه لنډۍ توره ښځه هم پكښې وه يو پښتون ترجمان هم ورسره و، چې ددوي خبري
به يې ماته ژباړلې څه اوبه يې دڅښلو لپاره او څه وچ چپس يې هم په ميز ايښي و، څه د
جوړ او نا جوړ پوښتنه يې وكړه، وروسته يې يوه نقشه په ميز راته كښيښودله دنقشي سر
له افغانستان څخه شروع شوي و تر متحده اماراتو پوري له امارات متحده څخه تر سوډانه،
له سوډانه څخه بيا تر اروپا پوري، له اروپا څخه بيا تر جنوبي امريكا پوري وروسته يې
دنقشي لامل د طلا يا سرو زرو سوداګري راته وويله، چې پر دغه نقشه باندي يو غير
قانوني سوداګري كيده او ته په دغه سوداګرۍ كې شريك وې، ما ويل څه رنګه سوداګري وه ؟
دوي راته ويل دسرو زرو سوداګري وه ، زه دې خبري يواځي دانه چې حيران كړم، بلكي ددوي
ناپوهۍ ته هم حيران شوم چې ولي په داسي شيانو باندي وخت ضائع كوي. ما ورته ويل نقشه
خو دلالت پردې كوي چې سرچينه يې افغانستان دي او كيداي شي دغه معدن هم هلته وي او
توليد يې هم له هغه ځايه څخه كېږي ، دوي وويل بلې همداسي ده، ما ويل سمه ده كه تاسي
دا ثابته كړئ چې افغانستان د سرو زرو توليد درلود، نو زه به هر څه په ځان منمه، خو
بيا هم دوي په دي اصرار كاوه چې زه ورته تشريح وركړم خو وروسته بيا خبره پاتې شوه.
يو بل سوال يې هم وكړ چې ته په هره اونۍ كې يو ځلي پيښور ته تلي كه نه؟ ما ويل نه.
دوهم سوال: ته چې هره اونۍ تلې نو د څه لپاره تلي؟ دا محققين له امريكا څخه دتحقيق
لپاره ګوانتانامو ته راغلي وه اوډيرخاص محققين و چې د سوال په منفي او مثبت هم نه
پوهيدل زه په دي حيرت كي حيرتونوته تلم چي خداي خبرله داسي سرتمبه ووسره به
زموږبرخليک څنګه كيږي اوافغانستان خولاهلته پريږده.
په ګوانتانامو كې تحقيق ډېر مختلف غوندي و په يوه اصل باندې متمركز نه و، او دتحقيق
هدف به نه پكښي څرګنديده، دلټون موخه پكي واضحه نه وه، او ډېري نادر وهمي، تصوري
مختلف تحقيقونه، او حتي تدريبي برخي يې درلودلې، په هره ورځ كې به نوي نوي پوښتني
كيدلې نوي نوي مستنطقين به راتلل ، دجرم او جنايت خبري شاته پاتې شوې، علمي تحقيقات،
دسفرونو معلومات، دژوند ټولي تجربي، دكار اړين اړخونه، ليدلي اوريدلي ټول اسرار،او
دعلماء، مدرسو ، علمي مراكزو، سياسي اشخاصو، تاجرانو، او غني زيرمو، معادن صنائع،
سياسي غونډي، سياسي تنظيمونه، تولنيزتوپير، قبايلي قومي منطقوي ډلې، حتي جغرافيايي
ارزښتونه او داسي نور. او په لومړى مرحله كې تحقيق څه هغه واقعيتونوته ورته وو چې
دهغه وخت ميچنې پرې ګرځيدی، خو وروسته يې بڼه بدله شوه زما څخه دافغانستان دټولو
سياسي څيرو، ټولو مشهورو علماوو،او ټولو علمي مدارسو پوښتني وشوي، او جواب ته به يې
مجبور ولم، دافغانستان دټولو معادنو، او غني زيرمو، لكه تيل، ګاز، كرومايټ، بيرايټ،
سره سيما، تيل لاجورد ياقوت، بيروچ، قيمتي ډبري، اوسپنه او نورو پوښتني هم كيدلې،
خود يورانيم دموجوديت ،او معدن څخه په سلګونو ځله وپوښتل شوم، او په نه خبرتيا او
يا نه معلومات سره يي يوه مياشت كوټه قلفي هم شوم، په پاكستان كې دمشهورو علماوو،
مدارسو هغه غونډي چې دعلمي مطالعي، او يا اسلامي مفكورو، په غرض جوړي شوي وي پر
معلوماتو يې ډېر تاکېد كيده، لكه دقطيبه جلسه په منصوره كې ،د ديوبند جلسه په
پيښوركي، او په ليبيا كې دعلماء كرامو داتحاد جلسه تصوير شوي ماته راوړل شوه او د
مقررينو، او عالمانو په هكله راڅخه پوښتني وشوي ، دعالم اسلام ټول مدارس، او علما
تر سوال لاندي راتلل ، داسي علما او مدارس چې مايې كله هم نوم هم نه و اوريدلي،
دزكاتونو دوركړي، دخيريه موسسو دمرستو او غرضونو پوښتني، دلويو شركتونو او په هغه
كې دبرخمنو خلكو ونډي، دمذهب او مذهبي خلكو رسوخ، دكلتور عنعنو او دودونو معلومات،
دهيواد دعامه خدمتونو، صادراتو، او وارداتو، او دمادي منابعو څرګندونه، په تعليم او
روزنه لګول شوي پانګه او ودې ته ورته نور. يو ځلي خو محقق ماته وويل دكول كښتۍ چي
په يمن كې انفجار شوه يوولس امريكايي صاحب منصبان پكښي مړه شول ستا پكې لاس و او ته
په دغه وخت كې يمن ته تللي وي، ما ويل څنګه تللي وم پر كومه لاره باندي،ده ويل ته
ايران، او له ايران نه قطر، او له قطر نه يمن ته تللي وي، ما ورته ويل ستاسو دكښتۍ
دراتلو وخت، دتم كيدو ځاى معلوم و، دوى ويل نه ما ويل ما منفجره مواد له ځانه سره
وړي و كنه؟ دوي ويل خبر نه يو، بيا مي ورته ويل ښه چې ستاسو دكښتۍ وخت او د لنګر
كيدلو ځاي معلوم نه و نو زه بيا څنګه دنامعلومه كښتۍ لپاره ايران، بيا قطر، بيا يمن
ته ولاړم، او بل ما تر اوسه ايران قطر يمن نه دي ليدلي كه تاسو دا ثابته كړه چې ما
په دغه دريو ملكونو كې ديو ملك زيارت هم كړى وي نو ستاسو ټول تهمت ( تور) زه پر ځان
منمه، خو ددوي هر څه وهمي و يواځې سړى به يې تر سام اوفشارلاندي راوست . بل محقق
چې ځان يې ډېر لوي معرفي كاوه نوم يې (Gray)و او په ځيګر يې ليكلي وه كشټوم اين
ويسټيګټر
(Costom Invistagator)او يوه ډله نورې امريكايانې ښځي ورسره وي، ويل يې زه ستا
لپاره له واشنګټن څخه راغلى يم مداري غوندي و، او ممثل ته ورته خوى يي درلود نيمه
ږيره يي كونډۍ وه لكه دعربو شاهانو غوندي ، ډېر راته نږدي شو لاسونه، او پښي به يې
را كتل لكه ډاكټر چې مريض ګوري، زما دلاسو او پښو دولچكو، او زولنو داغو ته به يې
اشاره كوله او ويل به يې ولي دا ظالمانو داسي ټينګ تړلى وي، ولي يې رحم نه درباندي
كاوه، او ولي ولي ولي، خو زه ورته متوجه وم چې څه به وايې اخريې راته وويل چې ما
ستا لپاره ډېر ښه زيرى راوړى دي او تا ته به ډېره خوشحالي حاصله كړي، هغه دا چې موږ
ستا لپاره پنځه مليونه ډالره تخصيص كړي دي، او دابه ستا په نامه په بانک كې جمع شي
او حساب به يې ستا په اختيار كې وي ښه كوټۍ (کور) موټر به پرې رانيسي او په
افغانستان كې به ډېر موړ او غني سړى يې ژريي قلم اوكتابچه په ميزكښيښودل اوراته ويل
يي ستادبانك دحساب نمبر راته ووايه ،ماته د پيشو او موږك قيصه را په ياد شوه چې د
ډېره وخته په افغانستان كې د متل په توګه كاريږي چې دومره لنډ، مزل او دومره زياته
ګټه، او بل مي دكوچنيوالي حالت را په ياد شو چې موږ به خيالي كلاوي، كورونه جوړول،
ودونه به مو پكښي كول او پر وچه ځمكه به مو پاچاهي جوړه كړه، ما ورته وويل ولي يې
راكوي؟ ده ويل ددي لپاره چې ته به له موږ سره همكاري وكړي يواځې زموږ سوالو ته به
سم جواب ووايه او څه چې موږ درته وايو هغه به ومني هغه ډېر شيان و .
ما ورته په خندا سره وويل زه الحمدلله دومره غني يم چې تاسو يې فكرنه كوئ، او ستاسي
پيسو ته الحمدلله هيڅ ضرورت نلرم ستاسو پوښتنو ته ما رښتيا جواب ويلي او بيا به هم
رښتيا ځواب ووايم خو دخبرو سوداګري مي نه كړي ده او نه ورباندي پوهېږم نور څه راسره
نشته يواځې اوس زما ازادي پكار ده او بس ،دويم دبانك حساب نلرم چي نمبريي درته وښيم،
ده ويل ولي زړه ته دي نه لويږي او كه په موږباندي باور نكوي.
ما ويل دباور خبره نده خو زه واقعاً اړتيا نلرم ستاسي كور ودان يواځې دومره وكړه چې
زه ازاد شم دا ما ته هرڅه دي دهغه تمه هم وخته تر څلور ساعته تحقيق وروسته يې زه
پريښودم او دوي ولاړل نه يي زه خوشي كړم اونه يي پيسي راكړي.
يوه لويشتكۍ ډنګره ښځه وه خپل ځان يې انګل( پرښته ) معرفي كاوه او يو فارسي ژبى
ترجمان هم ورسره و ، لومړى يې دا پوښتنه وكړه چې ته ما پيژني كنه؟ ما ويل هو،
امريكايۍ يې.دي وويل نه ښه مي نه پيژني زه ډېره باقوته ښځه يم ستا مرګ او ژوند،
ايله كيدل او بندي كيدل زما په لاس دي، بل چا به له تاڅخه تحقيق كړى وي، خو هغه ما
ته منظور نه دي زه نوي تحقيق كومه، ماته به رشتيا وايې او سمه خبره به راته كوي، ما
ورته ويل چې كه له تا وروسته بيا بل محقق راشي نو هغه ته بيا ستا خبره منظور ده كه
نه هر يو چي راځي او هغه بيا له سره تحقيق شروع كوي، نو زموږ برخليک به كله
معلوميږي، دي په ډېره سپين سترګي سره وويل ډېري خبري مكوه زه چې څه درته وايم هغه
كوه، له غروره به دي واچوم، ما هم حوصله له لاسه وركړي وه زغم مي نشواي كولاي او څه
چې په خوله راغله هغه مي ورته وويل او نوري مي خبري لنډي كړي ترڅو راڅخه ډيربدالفاظ
ونه ويل شي داهم په غصې سره ووتله او بيا مي ونه ليدله دوتلوپه وخت يي دومره وويل
ګوروبه زه به دی خوښه سم تازمابی احترامی وکړه خولله الحمد بيامی څه ونه ليدل، زه
په دي نه پوهيدم چې واقعاً دغومحققينو پر مونږ دډېرو ساده ګانو او بي فكرو ګومان
كاوه،او خبري به يې د كوچنيانو دخطا ايستلو په ډول راسره كولي او كه يي استعداد
اوفكر هم دومره ويوه ورځ يوپريړ پړسېدلی سړی چی ټيټه تنه يي درلودل اوخيټه يي نژدی
خولی ته رسيدل په ډيره ګستاخی سوالونه راڅخه کول اوزما په خبرو به يي ملنډی غوندی
وهلی داستهزاپه شکل به يي خندل خويوسوال يي ډير عميق اودزړه دکومی سوال وکړی هغه
داچی مسلمانان به کله موږته دتسليمی سر ټيټه وی؟ زه په جواب زړه اونازړه شوم بيا می
هم جرات وکړی ورته ومی يل ستاسودااميدبه کله هم پوره نه سي انشاءالله اوټول
مسلمانان به تاسوته سرټيټ نه کړی په مسلمانانوکی به خامخا حتمايوه ټولی ستاسی سره
جهادکوی ترڅو امام مهدی رح ظهورکوی چی دهغه په ظهوربه مسلمانان ښه قوت پيداکوی په
تاسوبه غلبه کوی،دويل داټولی به څوک وی القاعده ياطالبان به وی که بل څوک؟ماويل
والله اعلم خودومره پوهيږم چی يوه ټولی به وی اوکله به هم تاسوستاسوشوم اهدافوته
ارام پری نږدی خونورنه پوهيږم چی څوک به وی، ده ډيره لويه ساه وکښل اوويي ويل کاشکی
دغه مهدی ژرپيداسوی وای چی موږورسره معلومه کړی وای چي دمسلمانانودغه اخری اميد هم
ختم سوی وای ماويل موږهم په تلوارکی يو چی دی ژر راسی
ډېر محققين به بدليدل اوپه بدل كي يي نوي راتلل او هر يوه به بيا له سره تحقيق شروع
كاوه، نو ځکه لا تر اوسه پوري هم تحقيق جريان درلود او تر هره وخته هم اوږديدلي شي،
له ما څخه ډېرو محققينو تحقيق كاوه خو ځيني پكښي اخلاقاښه وه، کړنه به يې هم لږ ښه
و، څه په انسانيت به پوهيدل خو ځيني به بيا ډېر متعصب و، او يا به يې استعداد ډېر
كم و، او ځينو خو به بيخي مشكلات جوړول خلكو ته به يې بي ځايه سزاوې وركولي او يا
به يې په خبرو كې ځورول استفزازی اعمال به يي ترسره کول په كمپ كې قانون وجود نه
درلود، څه چې به محقق، ISO ،دمحبس مسؤول DOC ،او جنرال،اود بلاك ان سي يوN.C.O ان
عسكر چې به څه غوښتل هغه به يې كول ، دعسكر خبره سندوه بيا به چا له بندي څخه
پوښتنه نه كوله كه به يې وكړه نو عملي كول به يې نه، مثلاً عسكر چې به سزا وليكله
هغه به سزاوه كه به بل مسؤول ته وويل شول چې دغه سزا بي ځايه ده او دوي به په دي
سره ښه پوه هم شول چې دا سزا بي ځايه ده خو بيا به يې ويل چې اوس خوكمپيموټر ته
خبره رسيدلي ده، چا رسولي ده عسكر، او دوي به ويل چې امريكايې عسكر دروغ نه وايې
اورښتيني دي خو اكثرو به په دروغو سره ژوند كاوه همدابه يي کارواو بي ځايه به يې
خلك ځورول .
خو كله چې زه څلورم كمپ ته بوتلاي شوم هلته شرائط ښه وه څه دژوند شرائط برابر و ،
او دعسكرو اخلاق هم ښه و خو يواځي لويه تلاشي چې په اوه اته مياشتي كي به راتله
سخته وه، او خبره به هم تر ډېره حده اورېدل كېدله خو بنديانو به هر وخت خپل مشكلات
دنورو وروڼو له ستونزو سره تړل او دهغوي لپاره به يې هم دژوند اسانتياوي غوښتلي، له
ما څخه څو محققينو تحقيق وكړ، زما محققين، يا مستنطقين لومړى- ټام ، مايكل، بيا ټام،
جان ګيري، مارګرين ښځه وه دوه نورو چې زمايې نومونه هير دي، بيا جورج ريچ داود پريډ
مري، يوه ښځه روبل مزرا او نور چې نومونه مي هير دي خو ډېر عارضي به نور هم راتلل
زما سره، مايكل پريډ داود جورج ښه وضعيت وكړ، او اخلاق يې هم ښه واحسان يي راسره
کړی دی مننه يي کوم نور داحسان ادايي نه سم کولی ځکه نه يي پيژنم ، نه يې ځورولي يم،
او نه يې سزا راكړي ده خو نورو بيا ډېر ځورولم الله (ج) دې په دنيا او اخرت كې بدل
اوانتقام ورڅخه واخلي.