دګوانتانامو د برزخ هدف څه وو
دلته دشك او دسوال دواړه نكتې ځاېېدلى شي چې په ګوانتانامو كې زندان جوړول
مسلمانان پكښې ساتل دکومې موخې لپاره و، او دامريكايانو په مغزوكې ددي كار پايلي
څومره ګټوري وي، ډير كتونكي په دې عقيده دي چې امريكا هغه برزخ ته دمسلمانانو په
وروستلو كې دوي موخي درلودي، اول دا چې دنړۍ ټول مسلمانان چې دامريكا دمعنوي
استعمار له پاليسۍ سره مخالفت لري په كلكه ووېروي چې وښيي امريكا دچا له پروا پرته
څه چې وغواړي هغه كوي، او دخلكو برخليك هم ددوي په واك كې دى، دويم دا چې كومه
هيولا ددوى په نظر كې نقش شوې چې ظاهرايې دتروريست نوم وركړى په هغه جزيره كې وساتي
چې ديوه ملك قانون هم نه پكښي چليږي او په دې توګه دخلكو په برخليک، عزت او مذهب
لوبه وكړي.
بوش چې بي ګناه مسلمانانوته يې ډير توهينوونکي القاب كارول، تر ډيره په سوچه درو غو
سره بريالی شو چې دامريكا ملت او هم دنيا وغولوي، چې ګوياده او دده عسكرو په
ګوانتانامو كې دده په اصطلاح سړي خواره تروريستان ساتلي، دنيايي ددوى له شره ژغورلې
او ځان يې ددي ابتكار قهرمان ګاڼه، خو دوخت تيريدلو هرڅه په عكس وښودل، دا ثابته
شوه چې په ګوانتانامو كې ساتل شوي، بنديان اكثره بي ګناه، بي جرمه دي او په تدريجي
توګه خوشي كړل شول، بوش چې غوښتل يې برمته شوي مسلمانان دبلا غوندي معرفي كړي په دي
ونتوانيد چې دمحكمي لپاره څوك خپل ملت ته وړاندي كړې چې خپله بي اساسه دعوه ثابته
كړي، چې کم ترکمه ده په دغه جزيره كې نيم يا دريمه حصه يا څلورمه حصه مجرمين او
تروريستان ساتلي دي، ملت او نړۍ ته يې دروغ ښكاره شول او دنړۍ دنورو هيوادونو فشار
دي ته مجبور كړ، چې دګوانتانامو دظلم او بي قانونه زندان دتړلو اعلان وكړي، كه څه
هم دامريكي دبوش داداري تصميم نيوونكي په دې عمل سره پښيمانه دي او دا يوه لويه خطا
بولي خو بيا هم دامريكي دظلم دپټولو په خاطر خاموشه دي. بالاخره دګوانتانامو دزندان
نتيجه څه شوه، دامريكا لپاره ګټه شوه، كه دمسلمانانو لپاره تاوان شو، زما په نظر څو
مهم اړخونه لري چې دامريكي په تاريخ كې به د هغه دولت لپاره دعار او شرم انځور وي.
يو دا چې بوش ثابته كړه، چې دنړيوال قانون مراعات په بي وزلو او كمزورو دي زورځواكه
هيوادونه د نړيوال قانون له چوكاټ نه وتلي دي.
بل دا چې دبشر احترام او حقوق دهغه چا لپاره دي چې په زور سره يې پلي كولي شي نه
دمظلوم مسلمان لپاره، دريم دا چې قانون او اصول دامريكا لپاره ددوي په ګټو كې دي نه
ديو حقيقت په بنسټ سره.
اوس دغو ټكو امريكا ته څه ګټه ورسوله.
لومړى: خلكو ته اوخاصتا مسلمانانو ته دبشرله حقوقو د تېري کوونکي هيواد په توګه
معرفي کېدل.
دويم: دنړيوال قانون تر پښو لاندي كوونكى هيواد په توګه معرفي کېدل
دريم: له امريکا سره دنړۍ دمسلمانانو نفرت ډېرېدل.
څلورم: دظلم په برخليك اخته كېدل.
پنځم: په اسلامي مملكتو كې دبي ساري بدبختيو پيداكول چې نژدې ده كورنيو جنګونو ته
لاره هواره شي. دا هغه څه دي چې دهري ورځي په تېريدو سره دامريكا وقار ته ضربه
وركوي.
بله دا چې امريكا دګوانتانامو په زندان سره هر بندي دځان دښمن كړ، كه څه هم په
توقيفي بنديانو كې ډير داسي خلك و چې دامريكا پاليسۍ ته يې ښه راغلاست ويلي وو خو
ددوي ناوړه او ناروا بند او دبشر ضد كړنو ددوي دښمنان وګرځول، او په زړونو كې يې
دهر امريكايي لپاره ډېر نفرت پيدا شو.
دويم: دګوانتانامو په زندان سره امريكا خلكو ته دشخصيت يوه تحفه وركړه او هر بندي
يې دومره مهم كړ چې دنړۍ دخلكو دپاملرنې تمركز ورباندي كيږي، زما په اند هغه بنديان
چې چايې نوم هم نه و اوريدلى، دګوانتانامو په وجه اوس يو رهبر جوړيدلاي شي، كه
وغواړي چې دامريكا په ضد څه وكړي يواځي د ځان په عوض يو جماعت خپلولي شي، وايي احمق
دومره په بل نه كوي لكه په ځان.
دريم: څرنګه چې تروريست لقب هغه چاته وركول كيږي چې په خلكو كې ويره اچوي ترڅو خپل
هدف ته ورسيږي، دګوانتانامو بي قانونه دظلم او استكبار توقيف ځاي هم په دي نيت جوړ
شوي، چې امريكا په خپل بي رحم او ناروا سلوك مسلمانان وويروي، ترڅو دوى ته دسلامۍ
او تسليمۍ غږ پورته کړي، كه د تروريست معنى هم ويره اچول وي، نو د امريكا دغه كار
يو غټ تروريستي عمل دي، سره ددي چې دوي وايي چې موږ دتروريست په وړاندي مبارزه كوو.
همدي ته ورته تروريستي عملونه ورسره ضميمه كيدلاي شي لكه خلك په پيسو رانيول دخلكو
دوژلو يا نيولو په سرجائزه ايښودل.
دافغانستان استازي او دخلاصېدو زېرﺉ
په 11/5/2004 نيټه چې دمباركي روژي 16 مه ورځ وه تحقيق ته بوتلل شوم، خو هغه ځاي
ته چې مخكې مي نه و ليدلې ميز، كوچونه،نو ر تجهيزات او اي سي يې هم درلودل ، او
تلويزيون هم پكښي نصب شوي و، لاسونه او پښي يې د عادت خلاف را خلاص كړل، او له لږ
انتظار وروسته يو افغان او دري كسه امريكايان راغلل، دوه امريكايان محققين و ، چې
له ما سره يې ښه وضعه كړي وه، او دريم امريكايې نابلده و، چې ځان يې په افغانستان
كې دسفارت كارکوونکى معرفي كاوه، او افغان ځان دافغانستان دحكومت له خوا استازي
معرفي كړ سلوك يې ښه و، خو بيا هم په شك كښي وم، او كله مي هم زړه نه منل چې دا به
دافغانستان استازي وي، خو دځينو وروڼو په نښواو سلامونو مطمئن شوم چې دابه
دافغانستان استازي وي، كله چې مي خبره نوره ورسره اوږده كړه پكښي راته دترحم او
شفقت اثار ښكاره شول، خو كله يې هم راسره دپخواني هيئت په څير سلوك ونكړ، او وروسته
مي دوه ځلي ورسره نور وكتل يو ځلي خو د ډوډۍ دعوت و، چې په لومړى ځل مي دڅلورو
كلونو پس هغه خواړه وليدل چې موږ ورته خواړه ويلي شو چې داحترام مناسبت پكښي په ځاى
شوي و،له حده ډېره ډوډۍ مي وخوړه، ميوه او پيپسي هم پكښي وه، استازي وعده راسره
وكړه، چې زما په خلاصيدلو كې به كو ښښ كوي، خو ددي با وجود دامنيتي دلائلو له مخي
يو كال بيا هم پاتي شوم، ما هم موافقه درلودله چې دامريكايانو دژونديو له هديرو څخه
ووځم اوخپل وطن ته راوګرځم خوشرايط راته نه معلوميده، وروسته نور محققين راته راتلل
او په هره اونۍ كې به يې يو دوه ځله ليدلم په ځينی موضوعاتوکی به يي راسره تحقيق
کاوه، او بيا چې به مي څه خوړل هغه به يې راكول او څه شي ته چې به مي ضرورت و راكول
به يې، معامله انساني شوه او بد رد ويل پكښي نه و ، او دژوند ځيني شرائط برابر شول
خو د نورو وروڼو بيا هم هغه حالت و، چې كله به ما دمحقق څخه څه شي تر لاسه كاوه نو
نورو وروڼو ته مي وركاوه، خو هر څه نه و يواځې عطر وشامپو چې تر نورو يې كيفيت ښه
او دزيتون غوړي هم و
تر مياشتي دوو پوري خبره ګرمه روانه وه، خو بيا سره غلي غوندي شوه او استازي هم
ماته ويلي وه چې ديوي مياشتي په اوږدو كې به راځي خو خبره له دوو درو واوښته ماته
بيرته شكونه غالب شول ، اميد مي قطع شو خو دمحققينو وضعيت تغير ونه كړ سلوك او
معامله يې ښه وه اوډېرډېر به يې راته ويل چې ډېر ژر به ولاړشي يواځې، داستازي خبره
ده چې راشي، دكال 1/11/2005 په لومړۍ ورځ محقق راته زيري راكړ، چې په بله اونۍ كې
نمائنده راځي او تا به ورسره بيايې، خو مخكي له دې به تا بل ځاي ته انتقالوي چې وار
خطا نشي خو بيا هم مطمين نه وم ځكه دامريكايانو دروغ دومره ډېر و چې پكښي رښتيا په
ډېر زحمت موندل كيدل، خو دمحبس نورو وروڼو به زما پر سادګي هميشه خندل او راته ويل
به يې چې دتعجب خبره داده چې څنګه ته دامريكايانو خبري ته اعتبار وركوي، او ځينو
وروڼو خو به قسم هم كاوه چې دا يوه دسيسه ده، او يواځې دروغ دي ستا وتل له دي ځايه
تر څو نور خلك دلته وي شوني نه دي، خو ځيني نور خلك چې په موجوده حكومت كې يې كار
كاوه او د ډېر فساد، او چور، وغلا، په وجه امريكايانو بنديان كړي و ، هم په دي خبر
شول ، بيا به يې زما دازارولو لپاره په خپلو منځو كې په زوره ويل چي موږ كه بنديان
شو نو دوه دري كاله به وي، امريكايان خو زموږ دوستان دي بيرته به مو خوشي كړي پيسي
او وظيفي به هم راكړي، غم ددغو خلكو دي چې عمر به يې ټول دلته تيريږي چې مطلب به يې
زه وم، خو ما دځان سره ويل الحمدلله چې څه راباندي تيريږي يا تير شول نو داسلام
لپاره وو ماخوقتل، غلا،اودي ته ورته څه نه دي كړي،خو افسوس ددغو خلكو په حالت دى چې
هم يې دافغانستان او اسلام سره خيانت وكړ ، او هم بنديان دي دداسي بند يوه اونۍ هم
زما د ټوله ژوند تر بند اوږده، او دردمنه ده. الله دي هر څوك ورڅخه وساتي.
بله اونۍ داخله شوه، ما به په زړه كې ويل چې څنګه به شي خو بياهم وارخطا نه وم، ځكه
پوره اطمينان مي نه كيده، دهفتي په لومړۍ ورځ بل ځاي ته بوتلل شوم، چې مخكي مي نه
ليدلي و، او نه مي اوريدلي و. دژوند ټول شرائط پكښي برابر و ، فرش كړې خونه جدا
حمام، يخچال، تلويزيون، صابون، شامپو دخوړلو ميوي ايرکنديشن او دچايو ايشولو
تجهيزات برابر و ، چې په لومړي ځلي مي په خپل لاس شين چاى جوش کړ او ومي څښه چې ما
يې له ډېره وخته ارمان درلود، محقق راته راغى او راته ويې ويل نور ته ازاد يې
مباركي يې راكړه او ددي منطقي مسؤول جنرال هم راغى مباركي يې راته وويله خو محقق
ويل چې سبا ته به استازي راځي او بيا به دتګ معلومات دركړي، نورو وروڼو ته مي ډېره
انديښنه وه چې په وچو شونډو ژوند كوي، ډوډۍ نه خوري او اوبه نه څښي. څه دبشر احترام
او قانون دى؟.
دويمه ورځ په څلورو بجو استازي راغى او راسره كښېناست دكور معلومات يې راكړل او
دافغانستان له حالاتو يې خبر كړم ، راته ويې ويل چې سبا په 12 بجو دشپي به انشاء
الله پرواز وي، خو تر هغو پوري به ته استراحت وكړې ، ما دمحبس دوضعي راپور هيئت يا
استازي ته وركړ، او ورڅخه ومي غوښتل چې دامريكايې مسؤولينو سره وويني او دبنديانو
دوضعي په ارتباط خبره ورسره وكړي ده وعده وكړه چې دا كار به حتمي كوي، سبا سهار
بيرته هغه ځاي ته بوتلل شوم چې د سزا لپاره جوړ شوي و هلته بيا قلف او دپخوا حالت
شو، خو دې ته په تمه وم چې دسره صليب استازي راځي راسره ګوري، چې دمعمول له مخي
هلته قانون هم داو، چې تر وتلو وړاندې به سره صليب ورسره كتل چې ملك ته د تګ موافقه
يې واخلي كه څه هم امريكايانو ورته اعتبار نه وركاوه. خو له دې نه مخكي يودم څو
امريكايان له ټلويزيوني كامرو سره غرفې ته راغلل او يو دپښتو ژباړن يې مل و، يوه
دوسيه غوندي كاغذونه يي په لاس كې و، چې پر انګريزي ژبه ليكل شوي او په پښتو ژبه
ژباړل شوي و ، په انګريزي ژبه ابلاغ اوژباړن به په پښتو ژبه ورسره بدرګه كول !!
څه وو- څو مادي وي چې بايد ما امضا كړې واى او منلي مي واي خو په داسي حالت كې چې
دپرېښودلوزيري دركوي ،اونري تهديد هم ورسره مل دى په پارچه كې ليكل شوي و چې ماته
يې دهغې د لاسليك کولو وويل.
لومړى، بندي په خپل جرم اقرار كوي، دامريكاله متحده ايالاتو څخه بخښنه غواړي، او
دخوشي كيدلو په هكله يې چې امريكايې جرم معاف كړ مننه كوي.
2- بندي دالقاعدي او طالبانو غړى وو، بيا به له هغوى سره تماس او علاقه نه ساتي
اوکمک به نه ورسره کوی.
3- بندي به بيا په تروريستي اعمالو كې شركت نه كوي.
4- بندي به بيا دامريكا او دهغوي دمتحدينو پر ضد هيڅ نوعه سياسي او نظامي فعاليت
نكوي.
خو كه چيري بندي ددغو مادو تخلف وكړي بيرته به نيول كيږي او تر خپله ژونده به به
بندکې ساتل كيږي .
دليك پاى � د بندي دلاسليك ځاي.
زه ډېر حيران شوم او راغلي امريكايان لوړ رتبه خلك و اوپر تلويزيوني ويډيو باندي
ټول ريكارډ شول ، خو ما لاځواب نه و وركړي كاغذيې را وړاندي كړ، چې لاسليك يې كړم،
خو ما بيرته كاغذ په غصې سره وروغورځاوه او دځواب په ويلو سره مې داسې خوله پرانسته،
زه مظلوم يم مجرم نه يم، كله هم خپل جرم نه منم، كله هم بخښنه نه غواړم، كله هم له
امريكا څخه دخوشې كيدو مننه نه كوم كوم جرم مي كړى چې قانون ورته جرم وايي، كومي
محكمي او كوم قانون مجرم ثابت كړي يم!!!
2- زه طالب يم طالب وم طالب به يم، خو دالقاعدي غړيتوب نه لرم
3- په كوم تروريستي عمل كې مي لاس وو، چې بيا به يې نه كوم راته يې و ښيئ که رشتينی
ياست؟
4- افغانستان زما كور دي، پر ما څوك حق نلري چې په خپل كور كې مي دكور دچارو بند
كړي، او په داسي حال كې چې دكور مالك زه يم او بل څوك عارضي يرغلګر ما بندوي.
5- بندي خو اوس هم وم په كوم قانون او ولي بندي وم، بيا مي هم بې له دليله بندي
كولي شي نو له همدې لامله دلاسليك ضرورت نشته او نه يې امضا كوم!!
خو دوي په ډيراصرار سره راته وويل چې كه دغه كاغذ لاسليك نه كړي، نو ته خوشې كيدلي
نشي خو ما ورته منفي ځواب وركړ، كه مي عمر هم تير شي دابه ونه منم چې مجرم يم، څو
ځله بهر ولاړل او بيا به راغلل چې كاغذ ورته لاسليك كړم خو لاسليك مي نه كړ، په
څلورم ځل يې راته وويل چې يو څه خو وليكه په خپل لاس سره يي وليکه چې دغه مادي نه
مني څه چې ته مني هغه وليكه ، داړتيا له مخې مي قلم را واخيست او لاندي ليكنه مي
وكړه: (( زه مجرم نه يم کله می هم دجرم مرتکب نه وم يومسلمان مظلوم يم پاكستان ،او
امريكا له ما سره ظلم كړيدي، څلور كاله يې بي برخليکه ساتلي وم، موافقه كوم چې
دامريكا په ضد به په نظامي عملياتو كې برخه نه اخلم.) والسلام.
دا مي لاسليك كړ او دوي راڅخه ولاړل ، زه په چورت كې ډوب پاتي وم، چې دوي به دا
ليكل څنګه مني او دوي كولاي شي چې هر څه بدل كړي. په هرصورت له دې لږ وخت وروسته
دسره صليب استازي راغلل راسره كيښناستل او دخوشي كولو زيرى دوى هم راكړ، خو لږ
وروسته يې راته وويل چې ته موافقه لري چې افغانستان ته ولاړ شي كه نه؟
ما ورته وويل كه موافقه و نلرم، نو تاسو را سره څه مرسته كولاي شئ او كه به په دغه
محبس كي پاتي يم، دوى خپله ناوسي وښودل چې مونږ څه نشو كولاي بيا هم دامريكايانو
كار دي، رښتيا هم دوي ناوسه وو، او ما بله چاره نه درلوده يا راتګ افغانستان ته، يا
بند خو افغانستان زما كور دى زه ورسره مينه ، محبت لرم، خو يواځې له دوي څخه مي دا
معلوموله چې دڅه لپاره راڅخه پوښتنه كوي چې په وس كې مو هم څه نه وي، او
دامريكايانو نارواوو ته قانوني بڼه وركوئ، دسره صليب مراسم خلاص شول ، بيرته پنځم
كمپ ته بوتلل شوم چې له خپلو بندي وروڼو سره خداى پاماني وكړم، هلته وروڼه سپېره
لکه له قبرو چې را ايستل شوي وي ، په يوه قفس كې وسره راټول کړای سوی وه ، چې زه هم
ورغلم، تقريباً يو نيم ساعت ورسره كښېناستم او بيا ترې رخصت شوم، رښتيا هم چې دځان
خلاصيدل راته بدښكاريدل،ځکه چې ددين وروڼه مي راڅخه دژوند په بدحالت كې پاتې كيدل،
كه څه هم ټول وروڼه زما په خوشي كيدلو خوشحاله و ، په پنځم كمپ کی مي يواځې له
افغانانو سره وکتل صرف اته نفره هلته و ، چې مخكي مي يادکړل ، خو له عربو وروڼو سره
دکتنې اجازه رانكړل شول، له هغه ځايه لومړي كمپ ته بوتلل شوم په لومړي كمپ كې مي له
افغانانو څخه بيا رخصت واخست، بيا څلورم كمپ ته راغلم، په څلورم كيمپ كې مي له ټولو
وروڼو څخه رخصت واخيست له عربو او افغانانو ټولو څخه، وروسته بيرته هغه ځاى ته
بوتلل شوم چې څه استراحت وكړم، او ډوډۍ وخورم، يوولس بجي وې لمونځ مي ادا كړ ډوډۍ
مي وخوړل ويده شوم، پر يوه بجه بيرته راويښ كړل شوم دموټر په واسطه ميدان ته راوستل
شوم، او په هغه پټه مي لاسونه تړل شوي و ، چې لومړى ځل به دوي بنديان ورباندي تړل،
دموټر دروازي خلاصي شوي دسيمې جنرال سرښكاره كړ، او عسكرو ته يې امر وكړ چې له لاسو
څخه يې پټۍ خلاصي كړئ، او له موټر څخه يې لاندي ښكته كړئ دهوايي ډګر ټول ګروپونه
مړه شول، چې مخته مې وكتل يوه الوتكه پرواز ته چمتو ولاړه وه ورنږدي شوم، يوې خواته
امريكايان و ،او بلې خواته افغان راغلي استازي ولاړ و، چې په رسمي بڼه يې
دافغانستان راغلي استازي ته تسليم كړم، استازي دخوشي كولو مباركي راكړه، او راته
ويې ويل چې الوتكي ته وخيژم، دا وروستى ځل و، چې دامريكايي عسكرولغړن درانه لاسونه
مي له اوږو بيرته شول او په خپلواک ډول الوتكي ته وختلم، وړه جيټ الوتكه وه چې
افغان هيئت له ځانه په كرايه راوستې وه، جنرال الوتكي ته راوخوت او ګوډ باي Good
byيې راته ووايه او څلور كسه نور امريكايان هم په الوتكه كې و ، دالوتكي عمله څلور
نور امريكايان وو، داسي معلوميدل چې امنيتي كسان وي سره لدې چې الوتكه دشخصي شركت
ملكيت وه، دشپي دري بجي وي چې الوتكه هواته والوته، افغان هيئت راته افغاني كالي او
لنګوټه راوړي وه، په الوتكه كي ازاد وم ښه په راحت سره مې دالوتكي په داخل كې تګ او
راتګ كاوه، تشناب ته تلم ويده کيدم او ډوډۍ اونوري ميوي راكول كيدلي، لس ساعته
وروسته الوتكه په انګليند كې دتيلو لپاره ښكته شوه له يوه ساعت درنګ څخه بيرته هوا
ته والوته، تر اوو ساعتووروسته دكابل پر خواجه رواش هوايې ډګر ښكته شوه، خو كابل له
څلورو كلو وروسته راته ډېر نابلده ښكاره شو په ځانګړي ډول په هوايي ډګركې دنوي
تغيراتو له امله چې امريكايانو دومره امنيتي كوڅي پكښي ايستلي وي چې نږدې كوچني ښار
معلوميده دخاوری ډکی بوجی اوسيميټی ديوالونه، دكابل په هوايي ډګر كې مي دشكر سجده
وكړه او وروسته ټاكل شوي ځاي ته بوتلل شوم، اوس مي نږدې لس مياشتي پوره شوي په كابل
كې په هغه سراي كې اوسيږم چې دموجوده حكومت له خوا كرايه شوي دي، له خپلو اولادو
سره ژوند كوم امنيتي چاري مي دحكومت پر غاړه دي او دموجوده حكومت په خبره ديوه كال
لپاره خوبه شرائط همداسي وي خو كله چې كال پوره شي نو بيا نه پوهيږم چې څه به كيږي
.
له ټولو وروڼو مسلمانانو څخه دځان او ټولو مظلومو وروڼولپاره ددعا غوښتنه كوم.الله
دی ټول وروڼه دکفاروظالمانودتوقيفونواوهم دټولوزندانونو په خيرسلامت راخلاص کړی
الله رب العالمين مو دي تردې له سختو ازموينو وساتي، او په امتحانونو كې دي الله
(ج) دبري توفيق راكړي.