كه څه هم ما خپل كتاب ختم كړى وو اوچاپ ته مي چمتو كړي وو، چې په ډير تاسف سره مې
دجون په ۱۱ مه کال ۲۰۰۶ کې په ګوانتانامو كې دمظلومو بنديانو دشهادت خبر تر غوږ شو،
دايو بي ساري ځوروونكى او زړه پرې كوونكى عمل وو، چې دامريكا دظلم په توقيف ځاي کي
يې صورت ونيوه، زه دخپلو وروڼو لپاره له لوى خداي(ج) څخه دجنت الفردوس غوښتنه كوم
او قريبانو ته يې جميل صبر غواړم، كه څه هم دالومړي ځل نه دى چې د امريكا په عسكري
تم ځايونو كې مسلمانان خپل ژوند له لاسه وركوي، خو دګوانتانامو لپاره دا لومړى ځل
وو چې داسي كار صورت ونيوه، اوس دا معلومه نده چې دا واقعه څنګه پېښه شوې او دغو
درې مظلومانو څنګه خپل ژوند له لاسه وركړ،دلته يواځي يوه مرجع ده چې معلومات وركوي
چې هغه امريكايان دي، چې ددوى دعوه کړې چې بنديانو له خپلو تجهيزاتوڅخه استفاده كړي
او ځانونه يې خپله وژلي، زه پخپله دامريكايانو په يوه خبره هم باور نه كوم او نه
ورباندي باور كولي شم، ځكه دزندان په ترخو شيبو كې ماته لويه تجربه دا پيدا شوه چې
امريكايان ددرواغو استاذان دي او دخلكو دغولولو لپاره په درواغو هېڅ پروا نكوي،
همدارنګه يې له موږ سره ګوزاره كړي چې دتوقيف په وخت کې ما ددوى په ويناوو کې بيخي
رشتيا نه شول پيدا كولى، ان دوخت په ښودلو كې به يې دروغ راته ويل: مثلا كه به لس
بجي وي نهه يا يوولس به يې ويل، همداراز د ورځ اوتاريخ په اړه . والله اعلم
كه بالفرض ددوي په وينا اكتفاء وشي اوس بايد دې ته ځير شو چې ولي؟ او څوك ګرم دي؟
او ددغه مظلومانو دقتل مسئوول څوك دي. لكه چې ما مخكي دايادونه كړې او بيايي هم كوم،
چې دامريكا دعسكرو بي پروا اوله تعصب څخه ډک چلندچې له سپکوونکيو كړنو څخه برخمن وو،
بيخي دزغم نه و، او بندي يې دي ته مطلق مجبوراوه، چې بي تفاوته پاتې نشي، څرنګه چې
دامريکايانو لخوا له بنديانوسره له ظلم پرته بل چلند نه وو، نو ټول بوج او
فشاريواځې دبندي به زړه پاتې كيده، البته دوخت په تيريدو سره دټولو بنديانو دروحي
ناروغۍدپيداكيدو سبب كيده او همداسي وشوه چې زما په اند په سلو كښي سل بنديان په
دغه مرض مبتلا شول، روحي يا ډيفريشن هغه مرض دى چې انسان ته لږ شيان دغرونو غوندي
ډېروي همدارنګه دوخت په تيريدو سره انسان په ځينو حالاتو كې خپل كنټرول او حواس له
لاسه وركوي او ډير خطرناكه اعمالو ته زړه ښه كوي.
دګوانتانامو په بنديانوکې ددې ناروغۍ پيداکېدل او ښه تقويه كيدلو هغوى تردي حده
راورسول چې ځينې لاملونه يې لاندې هم يادولى شو.
اول: دقانون نه موجوديت
دويم: بي ځايه اونا قانونه سزا وركول
دريم: دعسكرو بد سلوك او تعصب
څلورم: دبرخليک نه معلوميدل.
پنځم : په انفرادي ځايونو كې دډېر وخت لپاره ساتل.
شپږم : دمذهبي څيزونو توهين لكه قرآن الكريم
اوم: د بوختيالپاره دكتابونواو نورو څه نه وركول ترڅو خلك يواځي دفكر په ټال كې
وځنګيږي.
اتم: دبي خوبۍ سزا وركول چې تر مياشتو، مياشتو پوري وي، چې په نتيجه كې يې سړي
هرومروپه عصبي او روحي مشكل اخته كيږي.
نهم: توهيني سزا ګانې لكه بي ستره او بربنډ کول.
لسم: بنديانو ته دهغوى دكورنيو په اړه له اندېښنې ډک معلومات وركول، دمثال په ډول
يو بندي ته دمحقق له خوا ويل كيدل، چې پلار، ورور يا زوى، دې موږ نيولى ، يا مو
وژلى دى چې تبعا دانسان په دماغ بوج راولي كه څه هم دې ټکي به حقيقت نه درلود.
يوولسم په ښه طريقه: دمريضانو علاج نكول چې دبنديانو به ځانته او خپلې روغتيا ته
اندېښنه وه .
ديارلسم: دليکونو ځنډ او خنډ لكه دليکونو دسطرونو خرابول ترڅو دسړي په ذهن كې شك
ځاي ونيسي.
كه چېري دا ټوله عوامل په يوه سړي بوج شي ، نو طبعي ده، چې دخپل ځان كنټرول له لاسه
وركوي، او كله خو په ځان باندې نه پوهېږي چې څه كوي او خيريې په څه كې دى، په هر
صورت اوسنۍ پيښې كه چيري دامريكايانو په وينا دبنديانو له خوا صورت نيولي وي، نو
ټول عوامل يې چې داسي خطرناك كارته انسان هڅوي دامريكايانو له خوا برابر شوي دي، چې
هغه دبشري حقوقو، دامريكا دملي اساسي قانون، دبين المللي قانون ترپښو لاندي كول دي،
اوس عمده سوال دادى ، چې ددغه جرم مرتكب څوك دى؟ او په جرم كې څوك شريكان دي؟
امريكايان او دهغوى سالار بوش خو پړه دبنديانو پر غاړه اچوي او هغه ددې كار مرتكبين
بولي، خو كه حقيقت ته ځير شو نو ددي جرم مرتكبين ټول امريكايان دي، ځكه دا هم دوى
دي چې د امريكا حكومت ته يې دداسي ظلم د دوامدارساتلو اجازه وركړې ده، چې هغه ددوى
دملي او بين المللي قوانينو خلاف دي، سره لدې چې حكومت دخلكو لخوامنتخب حكومت او
دهغه ملك داساسي قانون په پلي كولو مكلف دي.
افغانانو ته زما په
اټکل د حل لاره
افغانستان دهرافغان وګړي كور او ددغه كور غړي په دغه كور كې بې له تبعيضه او
توپيره حق لري، هيڅ يو څوك ددي حق نلري چې ددغي خاوري بچي ددغه هيواد له حقوقو څخه
محروم كړي دمذهبي دود دملي امنيت، او تحفظ، او دسوكاله ژوند لپاره، او دملي اقتصادي
فرهنګي ګټو په خاطر چوپړ دهر افغان دنده ده ملي پيوستون، قومي توافق، دمذهبي، ملي
عنعناتو، پر بنسټ دټولو وګړو برياليتوب دى، خداي (ج) دي وكړي چې دا بريا د ټولو
وروڼو قومونو په برخه شي، او خپلواك هوسا افغانستان ولرو.
د پام وړلوى هدف افغاني وقار، خپلواكي، په اسلامي چوكاټ كې افغاني دودونو ته
احترام دي، او دا هغه څه دي چې افغانانو تردي وخته په مضبوطو كلكو مټو، داتفاق په
قوي عزم دځان په وينو، دلوي خداي (ج) په نصرت سره ساتلي دي، چې دتيرو استكباري
امپراتوريو شوم هدفونه يې خنثي كړي دي چې دهر زمان مستكبرينو په سخته او نرمه لهجه
سره پلي كول غو ښتل، دا ځكه خپلواك افغانستان تر ډېره وخته سالم، او دخپل پريكړي
واكمن او له غلامۍ څخه ازاد پاتي وو، چې داتفاق اواز به يې، دلوي خداي (ج) په مرسته
دهر بدخوااوبدغوني، په مقابل كې زمزمه كاوه كه په تاريخ كې دافغانستان تيرو دودونو
ته ځير شو كولاي شو پوره پوهه پيدا كړو. دغليمانو شوم اهداف په تيرو پيړيو كې، چې
مستقيم او غير مستقيم راتلل يواځې دحكومتونو په مټو نه دي خنثي شوي او كه په ډاګه
كړو لويې ناروغۍ او سترې بدمرغۍ دحكومتونو لخوا پيدا شوي دي، چې دقدرت د ساتلو، او
دپرديودخوشحالولو لپاره، او دشخصي ګټو له خاطره وي ، خو دحل لپاره يې بيرته يا ملي
پاڅون، او يا ملي وحدت دوا شويدي، چې افغاني زلميو دسر په قرباني او مضبوطو مټو كړي
دي، لويه ستونزه چې دپخوا سره توپير لري داعتماد مسئله ده اعتماد هغه ناليدلي باور
دي، چې غير محسوس ورباندي حساب كيدلاي شي، خو هم دغه عنصر په ننني افغانستان كي
كمزورى شوي دي حتی دبينه تللی، ددغه عنصر مضبوطول په ټولو افغانانو سره كېږي، افغان
طبيعتاً اسلام پاله قوم دي، نو مشكلات يې هم يواځې له دغې لاري څخه ښه حل كيدلي شي،
خو مهمه داده چې دي لاري ته تر نورو لارو ترجيح وركړو، سياسي نيمګړتيااودهغه پراخه
لمن كه څه هم ټول افغانان پكښي ځايېدلي شي، خو ښكاره خبره داده چې هرافغان قوم
ټبرځانګړي ارز ښت، ځانګړي رول اداكولي شي چي هغه نيمګړتياپوره اوډكه کړي،اوددغي
نيمګړتيا ډكول دافغانستان دستونزو اصلي حل دي، دحل لپاره دتوافق لټون اړين دى لوى
عنصر يې داسلامي ملي عنعناتو درناوي او ورته غاړه ايښودل دي اسلام زموږدجامعی
چوکات دی نوری ټولی چاری به په همدی چوکات کی صورته نيسی که څوک ددغه چوکاټ ترحدځان
باسی نوبيله بدمرغی نه بله نتيجه نه لری ، درپه دره بيچاره افغانستان چې دلوبو
ډګرګرځيدلي دى، په مختلفو نومونويې وګړي وژل كيږي، ترور كيږي، اغوا كيږي، بندي
كيږي،پردي يې په كورونو ،ښځو، ماشومانو كې لويږي، او څوك دوطن پريښودلو ته مجبوريږي،
دتروريست، قاچاقبر، منافق، زنديق، وطن پلوري، او داسي نومونو نور هم سره بيليږي، دا
ټوله هغه نيمګړتيا وي دى چې موږ يې له مينځه وړلو ته سخته اړتيا لرو � كه څوك
ورباندي پوره پوهيدلي وي بايد ددي كوښښ وكړي، چې دافغانستان سراسري پريكړه لاس ته
راوړي، او په پلي كولويي بريالي شي، او دا لاس ته راوړنه به دنيمګړتياوو ډكولو ته
لاره پرانيزي، پر همدې لاره به انشا الله دهدف منزل ته نږدي كيږو،هم داابتکارپه
خپلومټوسره کيدلای سی.
ګرانو مؤمنو مجاهدو وروڼو او خويندو په دي كې شك نشته چې ټوله به دخپلواك سوكاله
ملي افغانستان په هيله ياست، او ددي لپاره به دعاوي او كوښښ كوئ، خو دا هلې ځلې
به تر هغو پوري ګړندۍ ساتو چې دافغانستان دلوي كور وګړي، په خپل كور كې دخپل ژوند
دسمسور تيالپاره سره مله شي، او كورنى كړكيچ چې تر ټولو سترغم دى به پشپړه توګه
نابود شي، او داسلام دلوي رحمت تر سيوري لاندي ژوند ترسره شي..
والله الموفق والمعان